ایریک ایرکسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ایریک ایرکسون
(انګلیسي: Erik Homburger Erikson د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ایریک ایرکسون
ایریک ایرکسون

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ جون ۱۹۰۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
فرانکفورت [۷][۸]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 12 مې 1994 (92 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمني
د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹][۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر انا فرويډ   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ایریک هومبرګر ایرکسون )د ۱۹۰۲ز کال د جون له ۱۵مې- د ۱۹۹۴ز کال د می تر ۱۲مې) یو المانی-امریکایي ارواپوه او رواني شنونکی و، چې د انسانانو د روانپوهنې د ودې د نظریې له امله وپېژندل شو. هغه د هویت د کړکېچ عبارت رامنځته کړ.

سره له دې چې ایرکسون د پوهنتون سند نه درلود، خو بیا یې هم په ډېرو نامتو پوهنتونونو کې؛ لکه په هاروارډ، کلفورنیا، برکلی او ییل کې د پروفیسور په توګه دنده ترسره کړې ده. د عمومي ارواپوهنې بیاکتنه، چې په ۲۰۰۲ز کال کې یې خپره کړه؛ نو ایرکسون یې د ۲۰مې پېړۍ دولسم غوره ارواپوه معرفي کړ. [۱۱][۱۲]

د ژوند په لومړیو کې[سمول]

د ایرکسون مور کارلا ابراهامسن د ډنمارک په کوپنهاګن کې له یوې لوړې یهودۍ کورنۍ نه وه. هغې له یهودي سهام خرڅوونکي والدمار ایسیدور سالومونسن سره واده کړی و، خو د ایریک د زېږون پرمهال څو میاشتې تر جلا شوې وه. د ایریک د اصلي پلار په اړه ډېر لږ معلومات شته، هغه دا چې پلار یې یو نا یهودی ډنمارکی و. کله چې کارلا متوجه شوه چې امیدواره ده؛ نو د المان فرانکفورت ته وتښتېده، دلته د ۱۹۰۲ز کال د جون په ۱۵مه ایریک وزېږېد او د سالومونسن کورنی نوم ورکړل شو. هغه مخکې له واده نه امیدواره شوې وه او له همدې امله وتښتېده؛ نو د ایریک د پلار هویت هېڅکله هم روښانه نه شو. [۱۳][۱۴]

د ایریک له زېږون وروسته، کارلا د یوې نرسې په توګه وروزل شوه او د المان کارلسروهه ته لاړه. هغې په ۱۹۰۵ز کال کې د اریک د یهودي ماشومانو له متخصص ټیوډور هومبرګر سره واده وکړ. په ۱۹۰۸ز کال کې د اریک سالومونسن نوم اریک هومبرګر ته بدل شو او په ۱۹۱۱ز کال کې د خپل میرني پلار له خوا د زوی په توګه ومنل شو. کارلا او ټیوډور ایریک ته وویل چې ټیوډور یې اصلي پلار دی او یوازې د ماشومتوب په وروستیو کې ورته ریښتیا په ډاګه شول؛ نو دا یې د ټول ژوند لپاره ورته د فریب ترخه خاطره وه. [۱۵][۱۶]

داسې ښکاري، چې د هویت پراختیا د ایرکسون په ژوند کې د هغه لپاره لویه اندېښنه وه او په نظري چارو کې یې هم مرکزي ونډه لرلې ده. د یوه سپین ږیري په توګه یې د هویت د ګډوډۍ په اړه په اروپایي وختونو کې د خپلې ځوانۍ په اړه لیکنې وکړې. هغه ولیکل: «ځینې وختونه د ځوانانو د رواني او عصبي ناروغیو ترمنځ پوله موجوده ده». د ایریکسون لور ولیکل، چې د هغې د پلار ریښتینی شننیز هویت تر هغه وخته نه و ثابت شوی، ترڅو یې چې د خپل میرني پلار تخلص «هومبرګر» له خپل جوړ شوي نوم «ایرکسون» سره یوځای کړ. د کورني نوم د بدلولو پرېکړه یې هغه وخت وکړه، چې په ییل کې یې کار پیل کړ او د ایرکسون نوم یې د کورنۍ له خوا هغه وخت ومنل شو، چې دوی د امریکا تابعیت واخیست. ویل کېږي، چې ماشومان یې له دې حقیقیت نه خوند اخلي، چې هغوی ته به نور هومبرګر نه ویل کېږي.  [۱۷][۱۸]

د رواني شننې تجربه او روزنه[سمول]

کله چې ایریک ۲۵ کلن و، ملګري یې پیټر بلوس هغه وین ته راوغوښت، ترڅو د بورلینګهام-رزنفلډ په کوچني ښوونځي کې د هغو ماشومانو لپاره، چې بډایه مور او پلار یې د زیګموند فرویډ د لور انا فروید تر رواني شننې لاندې وو، ورته د هنر تدریس وکړي. انا متوجه شوه، چې اریکسون په ښوونځي کې د ماشومانو پر وړاندې حساسیت ښیي او هغه یې دې ته وهڅاوه، چې د وین د رواني شننې په موسسه کې دې د رواني شننې په برخه کې زده کړې وکړي، دا هغه ځای و، چې ډېرو غورو شنونکو لکه اګوسټ ایشهورن، هاینز هارتمن او پل فدرن په کې د هغه پر نظري مطالعاتو څارنه کوله. هغه د ماشوم په شننه کې تخصص درلود او له انا فروید سره یې د روزنې تحلیل وکړ. هلن دویچ او اډوارډ بیبرینګ له یو پاخه عمر لرونکي سره د هغه لومړۍ درملنه څارله. هغه په هممهالي ډول د مونته سوري تعلیمي مېتود مطالعه کړ، چې د ماشوم پر ودې او پر جنسي مراحلو یې تمرکز درلود. په ۱۹۳۳ز کال کې یې د وین د رواني شننې له موسسې نه خپل ډیپلوم ترلاسه کړ. دغه او د مونته سوري سند د ایرکسون د ژوند او کار لپاره یوازینی تحصیلي سند و. [۱۹][۲۰][۲۱]

متحده ایالات[سمول]

په ۱۹۳۰ز کال کې ایرکسون له موات سرسون سره واده وکړ، دا یوه کاناډایي نڅاګره او هنرمنده وه او له هغې سره یې په محفلي جامو کې لیدلي وو. ایرکسون د واده په لړ کې مسیحیت ته مخه کړه. په ۱۹۳۳ز کال کې په المان کې اډولف هټلر واک ته ورسېد، په برلین کې د فرویډ کتابونه وسوځول شول او اطریش ته د نازیانو له خوا ګواښ د دې لامل شو، چې هغه له خپلو دوو ماشومانو سره غریبانه وین پرېږدي او کوپنهاګن ته کډوال شي. د استوګنې د شرایطو له امله دغې کورنۍ ونه شو کولای، چې د ډنمارک تابعیت ترلاسه کړي؛ نو متحده ایالاتو ته لاړل او هلته یې له استوګنې سره هېڅ ستونزه نه لیده. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

ایرکسون د متحده ایلاتو په بوستون کې د ماشومانو لومړی روانپوه شو او د ماساچوست په عمومي روغتون، د قاضي بېکر د لارښوونې په مرکز، د هاروارډ په طبي پوهنځي او د ارواپوهنې په کلینیک کې یې مقامونه ترلاسه کړل. دا په داسې حال کې، چې هغه د ډاکټر په توګه یو ځانګړی شهرت ترلاسه کړی و. ایرکسون په ۱۹۳۶ز کال کې هاروارډ پرېښود او د ییل پوهنتون له کارمندانو سره یوځای شو، دلته یې د ټولنیزو اړیکو په موسسه کې کار وکړ او ورسره په خوا کې یې په طبي پوهنځي کې هم تدریس کاوه.  [۲۷]

د شخصیت په اړه د ایرکسون نظریه[سمول]

د ایرکسون د ژوند مرحلې په اتو برخو وېشل شوې، چې په هغوی کې یې ژوند راپېژندل کېدای شي. دا مرحلې په لاندې ډول فهرست شوي او د ځینو فضیلتونو یادونه هم کوي، چې ایرکسون له دغو مرحلو سره یوځای کړي دي.

  1. هیله، لومړنی باور د لومړۍ بې باورۍ پر وړاندې، دا د هغه د ماشومتوب مرحله ده، چې له 0- 1½ کلنۍ پورې دوره رانغاړي. دا د ژوند تر ټولو اساسي مرحله ده؛ ځکه دا هغه مرحله ده، چې د ژوند زیاتره نورې مرحلې ترې جوړېدای شي. دا چې یو ماشوم بنسټیز باور یا بنسټیزه بې باوري پیدا کوي؛ نو دا یوازې یوه تربیتي موضوع نه ده؛ څو اړخیزه ده او پیاوړې ټولنیزې برخې لري، د مور د  اړیکې له کیفیت سره اړیکه لري. مور خپل د باور کولو داخلي ادراکات، د شخصي معنا احساس او نور رامنځته کوي او بېرته یې منعکسوي. د ماشوم لپاره په دغې مرحله کې مهمه برخه  هغه ته دوامداره او مستمره پاملرنه ده. دا له ماشوم سره مرسته کوي، ترڅو داسې یو باور رامنځته کړي، چې پر والدینو سربېره، له نورو سره اړیکې جوړې کړي. پر دې سربېره، ماشومان د نورو د ملاتړ لپاره پر نورو باور کوي. که چېرې بریا خپله کړي؛ نو ماشوم د باور حس رامنځته کوي، چې «په ماشوم کې د هویت د احساس بنسټ جوړوي». د دغه باور په نشتون کې ښایي د ډار او ځورولو احساس او د نړۍ د وړاندوینې خلاف احساس رامنځته شي. [۲۸][۲۹][۳۰]

شخصي ژوند[سمول]

ایرکسون په ۱۹۳۰ز کال کې له امریکايي نڅاګرې او هنرمندې سره چې په کاناډا کې زېږېدلې وه، واده وکړ. د هغې نوم جان ایرکسون (د پېغلتوب کورنی نوم یې، سارا لوکرتیان سرسون و)، چې له هغې سره تر مرګه یوځای پاتې شو. [۳۱]

ایرکسون څلور ماشومان درلودل: کای ټي ایرکسون، جان ایرکسون، سو ایرکسون بلولنډ او نیل ایرکسون. مشر زوی یې کای ټي ایرکسون یو امریکایي ټولنپوه دی. د دوی لور سو یوه رواني رغونکې او رواني شنونکې وه، چې خپل پلار یې د ټول عمر لپاره د بې کفایتۍ په احساس اخته وباله. هغې فکر کاوه، چې له خپل خاوند سره به د منابعو ترکیب جوړ کړي او له دې لارې به داسې پېژندنه ترلاسه کړي، چې ښایي ورته د کفایت احساس رامنځته کړي.  [۳۲][۳۳][۳۴]

ایرکسون د ۱۹۹۴ز کال د می په ۱۲مه د ماساچوست په هارویچ کې ومړ. هغه په هارویچ کې د ډله ییزې کلیسا په لومړۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.[۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11853078X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11901827b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Erik-H-Erikson — subject named as: Erik Erikson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bv7fdz — subject named as: Erik Erikson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/217119 — subject named as: Erik Erikson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/erikson-erik-homburger — subject named as: Erik Homburger Erikson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. پیوستون : 11853078X  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  8. https://www.nytimes.com/books/first/f/friedman-architect.html
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11901827b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۶ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/12519523
  11. "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Haggbloom et al. 2002.
  13. "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Friedman 2000، ص. 29.
  15. "Erik H. Erikson". Sweet Briar, Virginia: Sweet Briar College. د اصلي آرشيف څخه پر 15 مې 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه 30 اګست 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Erikson Bloland 2005، صص. 62, 64.
  19. "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Erik H. Erikson". Erikson Institute. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Hoare 2002، ص. 9.
  22. Schlein, Stephen, المحرر (2009) [2005]. "Stephen Schlein Erik Erikson Papers". Cambridge, Massachusetts: Harvard University. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Olsen, Rodney D.; Friedman, Lawrence J. (December 2000). "Identity's Architect: A Biography of Erik H. Erikson". The Journal of American History. 87 (3): 1112. doi:10.2307/2675414. ISSN 0021-8723. JSTOR 2675414. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 8 August 1997 باندې). Joan Erikson Is Dead at 95; Shaped Thought on Life Cycles.
  25. Hoare 2002، ص. 10.
  26. Stevens 2008، ص. 8.
  27. "Erik Erikson | American psychoanalyst | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. study.com https://study.com/academy/lesson/basic-trust-mistrust-erik-eriksons-theory.html. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  29. Rotenberg, Ken J. (1995-12-01). "The Socialisation of Trust: Parents' and Children's Interpersonal Trust". International Journal of Behavioral Development (په انګلیسي ژبه کي). 18 (4): 713–726. doi:10.1177/016502549501800408. ISSN 0165-0254. S2CID 145704944. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. McLeod, Saul (2017). "Erik Erikson". Simply Psychology. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 8 August 1997 باندې). Joan Erikson Is Dead at 95; Shaped Thought on Life Cycles.
  32. Erikson Bloland, Sue (2015). "Show Me a Hero and I Will Write You a Tragedy". New Philosopher. العدد 10. مقابلة مع Boag, Zan. ISSN 2201-7151. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Leiter, Robert (29 November 1999). "The Corrosive Nature of Fame". Jewish World Review. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Erikson Bloland 2005، صص. 67.
  35. Scribner's Encyclopedia of American Lives