اګوست رودن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اګوست رودن
(فرانسیسی: Auguste Rodin د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اګوست رودن
اګوست رودن

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: René François Auguste Rodin د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۲ نومبر ۱۸۴۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
پاريس [۲۴][۲۵]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 17 نومبر 1917 (77 کاله)[۱][۲][۳][۵][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه [۲۷][۲۸][۲۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل فرانسیسی [۳۰]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي [۳۱][۳۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک نوواله هنر [۳۳]
سمبوليزم [۳۴]  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اګوست رودن
اګوست رودن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فرانسوا اګوست رنه رودن (زوکړه: د ۱۸۴۰ زکال د نومبر ۱۲ مه – مړینه: د ۱۹۱۷ زکال د نومبر ۱۷ مه) فرانسوی مجسمه جوړونکی و چې تر ډېره پورې د معاصرې مجسمه جوړونې د بنسټ ګر په توګه ګڼل کېږي. هغه په سنتي ډول په دغه برخه کې روزل شوی و او د یو صنعتګر په توګه یې خپلو چارو ته دوام ورکاوه. رودن له رس خاورې څخه د یوې پېچلې، ستونزمنې او عمیقې سطحې په جوړولو کې ځانګړی مهارت درلود. نوموړی د خپلو یو شمېر مجسمو لکه د مفکر (The Thinker)، د بالزاک د یادګاري مجسمې (Monument to Balzac)، مچي (The Kiss)، برګر کالیه (The Burghers of Calais) او د دوزخ د دروازې (The Gates of Hell) د جوړولو له امله پېژندل کېږي. [۳۵][۳۶]

د رودن ګڼ شمېر پام وړ مجسمې له انتقاد سره هم مخ شوې ځکه چې د فیګوراټیو مجسمې جوړولو له سنتونو سره چې تر ډېره په کې تزئیني، فرمولي او یا هم په لوړه کچه مضمون لرونکي اثار شامل و په تضاد کې وې. د رودن تر ټولو اصیلو اثرونو د تمثیل او افسانه پوهنې له مضامینو څخه فاصله لرلې. نوموړي په خپلو مجسمو کې تر ډېره پورې د انسان بدن د هغو د طبیعي ډول له مخې کښلی او د هغو فردي شخصیت او جسم یې نندارې ته وړاندې کړی. په داسې حال کې چې رودن د خپل کار پر وړاندې د راولاړېدونکو ستونزو سره حساس و خو د خپل سبک له بدلون څخه یې ډډه وکړه او د فعالیتونو دوام یې له ده سره د دولت او هنري ټولنې د زیاتېدونکې لیوالتیا لامل وګرځېد.

د رودن اصلي شخصیت له ناڅاپي طبیعت پالنې څخه - چې په ۱۸۷۵ زکال کې یې ایټالیا ته د هغه له سفر الهام اخیست – تر هغو نامتعارفو یادګارونو پورې چې نوموړی وروسته د هغو اړوند د سپارښتونو د موندلو په لټه کې و؛ شهرت وموند او رودن د خپل مهال په مخکښ فرانسوي مجسمه جوړونکي واوښت. تر ۱۹۰۰ زکال پورې هغه یو مشهور نړیوال هنرمند و. بډایه خصوصي پېرودونکي د هغه له نړیوال نندارتون وروسته د نوموړي د آثارو په لټه کې و او ده هم له مخکښو روڼ آندو او هنرمندانو سره خپله همکاري وساتله. د هغه شاګرد کامیل کلودل چې د هغه همکار او پر ده مین و د ده په نوښتګر سیال واوښت. د رودن په نورو شاګردانو کې آنتوال بوردل، کنستانتین برانکوزي او چارلز دیسپیو شاملېږي. رودن او د هغه همیشنۍ ملګرې روز بیورټ د خپل ژوند په وروستي کال کې له یوبل سره واده وکړ. په ۱۹۱۷ زکال کې د ده له مړینې وروسته یې مجسمو خپل محبوبیت له لاسه ورکړ خو د څو راتلونکو لسیزو په ترڅ کې د هغه میراث تثبیت شو. رودن یو له هغو کم شمېر مجسمه جوړونکو څخه دی چې په پراخه کچه د تجسمي هنرونو له ټولنې بهر پېژندل کېږي.

بیوګرافي[سمول]

د رودن د ودې کلونه[سمول]

رودن په ۱۸۴۰ زکال کې د پاریس په یوه کارګري کورنۍ کې وزېږېد؛ هغه د ماري شفر او د پولیسو د ادارې د کارکوونکي ژان باتیست رودن دویم ماشوم و. نوموړي تر ډېره بریده هر څه له ځانه سره زده کړي و او په ۱۰ کلنۍ کې یې طراحۍ ته مخه کړه. له ۱۴ کلنۍ څخه یې تر ۱۷ کلنۍ پورې یې د Petite École په نامه ریاضي او هنر ته په ځانګړي شوي ښوونځي کې زده کړې وکړې؛ چېرې چې نوموړي رسامي او نقاشي زده کړه. د هغه د رسامي ښوونکي هوراس لیکوک دو بواسبودران په دې باور و چې باید لومړی د خپلو زده کوونکو شخصیت ورزوي په دې ډول چې هغوی هرڅه په خپلو سترګو وګوري او بیا د هغو له خاطراتو ګټنه وکړي؛ هغه چاره چې له امله یې رودن ډېر وروسته د خپل ښوونکي ستاینه وکړه. رودن هغه مهال چې په Petite École کې و له ژول دالو او الفونس لګروس سره بلد شو. [۳۷][۳۸][۳۹]

په ۱۸۵۷ زکال کې رودن خپل یو خټین موډل د اکول ده بوزار په نامه د ښکلو هنرونو کالج ته یووړ څو وکولای شي هلته شامل شي؛ هغه بریالی نه شو او دوه ځله نور یې هم ورته غوښتنلیک ولیکه خو وه نه منل شو.په داسې حال کې چې په ګرنډ اکول ښوونځي کې د شمولیت شرایط ډېر لوړ نه و، خو دلته هم د رودن رد کېدل د هغه د پام وړ ماتېدو لامل وګرځېدل. کېدای شي د رودن د نه منلو لامل هم د نیوکلاسیک انتخاب کوونکو د سلیقې له امله وي، ځکه چې رودن د اتلسمې پېړۍ په سبک مجسمه جوړونه زده کړې وه. هغه په ۱۸۵۷ زکال کې Petite École  پرېښود او په راتلونکې لسیزه کې یې تر ډېره د یو صنعتګر او تزئین کوونکي په توګه د تزئیني توکو او د معمارۍ د تزئینانو په جوړولو سره خپل ژوند چلاوه. [۴۰][۴۱]

د رودن خور، ماریا چې دوه کاله له هغه څخه لویه وه په ۱۸۶۲ زکال کې د خېټې د پوستکي د التهاب له امله په یوه صومعه کې مړه شوه؛ رودن د هغې له مړینې وروسته ځان ګنهګار باله ځکه هغه نوموړې د مذهبي مواردو اړوند بې وفا غوښتونکې بللې وه. هغه هنر ته شا کړه او له کاتولیکې ډلګۍ سره مل شو. سنټ پیټر جولیان ایمار چې د دغې ډلې بنسټګر او مشر و، د رودن استعداد ته یې پام شو، هغه یې د دیني چارو د ترسره کولو لپاره مناسب وه نه باله او وه یې هڅاوه څو بېرته خپلې مجسمې جوړونې ته دوام ورکړي. رودن د حیواناتو د مجسمه جوړونکي انتوان لوئیس باری په ټولګیو کې ونډه واخیسته او د طراح په توګه یې بېرته خپل کار ته مخه کړه. د حیوانانو جزیاتو او د هغوی حرکت لرونکو ماهیچو ته د هغه د ښوونکي پام په پام وړ توګه په رودن اغېز وکړ. [۴۲]

په ۱۸۶۴ زکال رودن د روز بیورټ (زیږون: د ۱۸۴۴ زکال جون میاشت) په نامه له یوې ځوانې خیاطې سره ژوند کول پیل کړل چې د ژوند تر پایه له هغې سره د بېلابېلو ژمنو په کولو پاتې شو. دغې جوړې د اګوست اوژن بوره (۱۸۶۶-۱۹۳۴ زکال) په نامه یو زوی وزېږاوه. همدغه کال رودن خپله لومړۍ مجسمه نندارتون ته وړاندې کړه او په دې سره یې د هنري توکو د بریالي جوړونکي البرت ارنست کریر – بلوز کاري سټوډیو ته لار ومونده. رودن تر ۱۸۷۰ زکال پورې د کریر – بلوز د همکار په توګه کار وکړ او د چت، د زینو او د دورازې د لارو په تزئینانو کې یې ورسره مرسته کوله. د فرانسې او پروس د جګړې په پیلېدو سره رودن د فرانسې په ملي ګارد کې خدمت ته وغوښتل شو خو د خدمت دوره یې په لید کې د ستونزې لرلو له امله لنډه وه. دغه مهال د جګړې له امله د طراحانو کار هم کم شوی و او رودن د خپلې کورنۍ ملاتړ ته اړتیا لرله، ځکه غریبي ورته تر ۳۰ کلنۍ پورې دوامداره ستونزه وه. کریر – بلوز ډېر ژر له هغه وغوښتل په بلجیم کې له هغه سره یوځای شي چېرې چې نوموړي د بروکسل د ارزښت لرونکو پاڼو پر تزئین کار کاوه. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

رودن هوډ درلود چې د څو میاشتو لپاره په بلجیم کې پاتې شي، خو هغه له فرانسې بهر شپږ کلونه تېر کړل. دغه دوره د هغه په ژوند کې تر ټولو مهمه دوره وه. هغه د یو صنعتګر په توګه مهارت او تجربه ترلاسه کړه، خو لا تر دې مهاله چا د هغه هنر نه و لیدلی ځکه په خپل کار ځای کې به و او لا یې هم د ریخته ګرۍ په برخه کې وړتیا نه لرله. له کریر – بلوز سره د هغه اړیکه هم مخ پر خرابېدو وه، همدا و چې نوموړي په بروکسل کې ځانته بله دنده پیدا کړه او یو شمېر خپل اثار یې په هنري سالونونو کې نندارې ته وړاندې کړل؛ د هغه مېرمن روز هم ډېر ژر ورسره یوځای شوه. دوی په کافي کچه د سفر لپاره د پیسو په غونډولو سره په ۱۸۷۵ زکال کې د دوه میاشتو لپاره ایټالیا ته ولاړل. رودن په ایټالیا کې د دوناتلو او میکل آنژ له کار سره لېوالتیا پیدا کړه او د هغه چارو د ده هنر ته په لوري ورکولو سره ژور اغېز وکړ. رودن بیا خپله وویل: «دا میکل انژ و چې زه یې له اکاډمیکې مجسمې جوړونې څخه خلاص کړم». هغه بلجیم ته په راګرځېدو سره د برونزو د دورې په نامه مجسمه باندې کار پیل کړ. [۴۷][۴۸][۴۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118601717  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11922352t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Auguste Rodin
  4. François Auguste René Rodin — خپرونکی: Ministry of Culture
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Auguste-Rodin — subject named as: Auguste Rodin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  6. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6d50nzp — subject named as: Auguste Rodin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa282036/auguste-rodin — subject named as: Auguste Rodin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/auguste-rodin — subject named as: Auguste Rodin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7748981 — subject named as: Auguste Rodin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/2382966 — subject named as: Auguste Rodin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?220499 — subject named as: Auguste Rodin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00154307 — subject named as: Auguste for René François Auguste Rodin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Benezit Dictionary of Artists — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ MSBI person ID: https://sculpture.gla.ac.uk/mapping/public/view/person.php?id=msib6_1210849605 — subject named as: Auguste Rodin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/rodin-auguste — subject named as: Auguste Rodin
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Auguste_Rodin — subject named as: Auguste Rodin — سرليک: Store norske leksikon
  16. Le Delarge artist ID: https://www.ledelarge.fr/30273_artiste_RODIN_Auguste — subject named as: Auguste RODIN — دوتنه: Jean-Pierre Delarge — خپرونکی: Gründ او Jean-Pierre Delarge — ISBN 978-2-7000-3055-6
  17. subject named as: (François-)Auguste(-René) Rodin — سرليک: Rodin, (François-)Auguste(-René) — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T072591
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0056297.xml — subject named as: François-Auguste Rodin — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=rodina — subject named as: Auguste Rodin
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=auguste;n=rodin — subject named as: Auguste Rodin
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/195863 — subject named as: Auguste Rodin
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=53153 — subject named as: Auguste Rodin — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  23. https://cs.isabart.org/person/5875 — د نشر نېټه: ۱ جولای ۲۰۲۲
  24. http://vocab.getty.edu/page/ulan/500016619
  25. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11922352t
  26. https://cs.isabart.org/person/5875 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  27. http://kulturnav.org/f8fcad3b-3c1c-4d2f-acdf-9cfccd6ac2c3 — د نشر نېټه: ۲۷ فبروري ۲۰۱۶ — د خپرولو نیټه: ۱۲ فبروري ۲۰۱۶ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  28. https://libris.kb.se/katalogisering/20dgh72l4hx54qd — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۲
  29. Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/4978 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  30. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Auguste-Rodin — سرليک: Encyclopædia Britannica
  31. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11922352t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  32. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/12212323
  33. https://cantorfoundation.org/resources/why-is-rodin-important/
  34. https://cantorfoundation.org/resources/why-is-rodin-important/ — دوتنه: Jean Cassou ، Pierre Brunel ، Francis Claudon ، Georges Pillement او Lionel Richard — سرليک: Encyclopédie du symbolismeISBN 2-85056-129-0
  35. . Auguste Rodin – Art History. Oxford Bibliographies.
  36. William Tucker, Early Modern Sculpture: Rodin, Degas, Matisse, Brancusi, Picasso, Gonzalez, 16.
  37. Schjeldahl, Peter. "The Stubborn Genius of Auguste Rodin". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۷. Rodin was a child of the working class. (His father was a police clerk.) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "(François) Auguste (René) Rodin." International Dictionary of Art and Artists. St. James Press, 1990. Reproduced in Biography Resource Center. Farmington Hills, Mich.: Thomson Gale. 2006.
  39. Jianou & Goldscheider, 31.
  40. (په 18 November 1917 باندې). [{{{url}}} Rodin, Famous Sculptor, Dead]. The New York Times.
  41. Hale, 40.
  42. Morey, C. R. (1918). "The Art of Auguste Rodin". The Bulletin of the College Art Association of America. 1 (4): 145–54. doi:10.2307/3046338. JSTOR 3046338. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "Auguste Rodin – Biography". rodin-web.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Date of death from Elsen, 206.
  45. Jianou & Goldscheider, 34.
  46. Jianou & Goldscheider, 35.
  47. Jianou & Goldscheider, 35.
  48. Hale, 49–50.
  49. Taillandier, 91.