اډولف تیرس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اډولف تیرس
(فرانسیسی: Adolphe Thiers د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اډولف تیرس
اډولف تیرس

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: Marie-Joseph-Louis-Adolphe Thiers د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۵ اپرېل ۱۷۹۷[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 3 سپټمبر 1877 (80 کاله)[۶][۷][۸][۹][۲][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۴][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د فرانسې درېیم جمهوریت
د فرانسې دویمه سترواکي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د فرانسې ولسمشر   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۳۱ اگسټ ۱۸۷۱  – ۲۴ مې ۱۸۷۳ 
دریم ناپلیون 
پاتریس دو مک ماهون 
عملي ژوند
دنده سياستوال[۴]
خبريال[۴]
ليکوال[۲۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي[۸][۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
اډولف تیرس
اډولف تیرس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ماري ژوزف لوئی اډولف تیرس (۱۵ اپرېل ۱۷۹۷ – ۳ سپټمبر ۱۸۷۷ زکال) فرانسوي چارواکی او تاریخ لیکونکی و. نوموړی د فرانسې دویم منتخب ولسمشر او د فرانسې د درېیم جمهوریت لومړنی ولسمشر و.

تیر د ۱۸۳۰ زکال د جولای د انقلاب، چې پاچا لسم چارلز یې د آزادي غوښتونکي پاچا لوئي فیلیپ په ګټه راوپرځاوه او همدارنګه د ۱۸۴۸ زکال د فرانسې د انقلاب یو له کلیدي شخصیتونو څخه و چې د اورلئان لړۍ سلطنت ته یې پای ټکی کېښود او د فرانسې دویم جمهوریت یې تاسیس کړ. نوموړي له ۱۸۳۶ زکال څخه تر ۱۸۴۰ زکال پورې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ؛ هغه د بریا څلی جوړ کړ او لار یې برابره کړه څو د ناپلیون پاتې شوني له سنت هلنا څخه فرانسې ته راوګرځي. هغه په پیل کې د لوئي ناپلیون بوناپارټ (له ۱۸۴۸ زکال څخه یې تر ۱۸۵۲ زکال پورې د دویم جمهوریت د ولسمشر او له ۱۸۵۲ زکال وروسته تر ۱۸۷۱ کال پورې یې د سترواک دریم ناپلیون په توګه واک وچلاوه) ملاتړی او وروسته یې کلک مخالف شو. هغه مهال چې دریم ناپلیون واک ته ورسېد؛ تیر ونیول شو او د لنډ مهال لپاره له فرانسې تبعید شو. هغه بېرته فرانسې ته راوګرځېد او د دولت مخالف شو.

د فرانسې او پروس په جګړه کې د فرانسې له ماتې وروسته؛ تیر چې له دغې جګړې سره مخالف و د فرانسې د نوي دولت د اجرایوي مشر په توګه وټاکل شو او د جګړې د پای اړوند د مذاکرې میز ته کښېناست. هغه مهال چې د پاریس کمون د ۱۸۷۱ زکال په مارچ میاشت کې واک ته ورسېد، تیر پوځ ته امر ورکړ هغوی وځپي. نوموړی د ۱۸۷۱ زکال په اګست میاشت کې د ۷۴ کلونو په عمر د فرانسې د ملي شورا له خوا د فرانسې د ولسمشر په توګه اعلان شو. د ولسمشر په توګه د هغه اصلي لاسته راوړنه دا وه چې جرمني ځواکونو د فرانسې اشغالي سیمې د وتو له ټاکل شوې نیټې دوه کاله وړاندې خوشې کړې. د فرانسې په ملي شورا کې د سلطنت غوښتونکو او د کیڼ اړخو جمهوري غوښتونکو د مخالفت له امله نوموړي د ۱۸۷۳ زکال د مۍ په ۲۴ مه استعفا ورکړه او پاتریس دو مک ماهون د هغه ځای ناستی شو. هغه مهال چې نوموړی په ۱۸۷۷ زکال کې ومړ، د جنازې مراسم یې په مهمه سیاسي پېښه واوښتل؛ د جنازې له مراسمو څخه یې ویکتور هوګو او لئون ګامبتا چې وړاندې د سلطنت غوښتونکو محافظه کارانو پر ضد د هغه ملاتړي او همدارنګه د جمهوري غوښتونکي خوځښت مشران و لاریون پیل کړ.

نوموړی همدارنګه یو مشهور تاریخ لیکونکی و. هغه د فرانسې د لومړي انقلاب اړوند په لویه کچه تاریخ په ۱۰ ټوکه کې ولیکه چې د ۱۸۲۳ – ۱۸۲۷ زکال پر مهال خپور شو. تاریخ لیکونکی رابرټ تومبز څرګندوي چې دا «د بوربن د بیارغونې پر مهال زړور سیاسي ګام ... او همدارنګه د الترا سلطنت پالو د انقلاب ضد ګامونو پر وړاندې د آزادي غوښتونکو د فکري ودې لامل» و. هغه همدارنګه د ناپلیون بوناپارټ د کنسولي حکومت او سترواکۍ په اړه شل ټوکیز تاریخ ولیکه (Histoire du Consulat et de l'Empire) او په ۱۸۳۴ زکال کې یې د فرانسې د علومو اکاډمي غړیتوب ترلاسه کړ. [۲۲]

ژوند لیک[سمول]

لومړی ژوند[سمول]

اډولف تیر د ۱۷۹۷ زکال د اپرېل په ۱۵ مه د ډایرکټورا حکومت پر مهال په یوه یوناني کورنۍ کې وزېږېد. د هغه نیکه لوئي شارل تیر په ایکس – ان ایالت کې څارنوال و چې بیا مارسیل ته کډه شو ځکه هغه د ښار د آرشیف امانتدار او همدارنګه د ښاري ادارې عمومي منشي وټاکل شو، خو هغه د فرانسې د انقلاب پر مهال دغه ځایګی له لاسه ورکړ. د هغه پلار چې تل له قوانینو سره په ستونزه کې وه د ناپلیون د واکمنۍ پر مهال سوداګر و او ځینې مهال به یې دولتي دنده هم مخته وړله. پلار یې د اډولف له زیږون لږ وروسته د هغه مور خوشې کړه. [۲۳]

مور یې د بوک – بل – ایر اوسېدونکې وه او بډایه نه وه؛ تیر د خپلې خاله او یوې مادر خوانده په مالي مرسته وکولای شول ښې زده کړې وکړي. هغه د رقابتي سیالۍ له لارې د مارسیل لیسې ته لار ومونده او وروسته یې د خپلو خپلوانو په مرسته وکولای شول د ۱۸۱۵ زکال په نومبر میاشت کې د ایکس – آن ایالت د حقوقو پوهنځي ته ولاړ شي. د حقوقو په پوهنځي کې د زده کړو پر مهال هغه له فرانسوا میګنیټ سره تل پاتې انډیوالي پیل کړه. دواړو په ۱۸۱۸ زکال کې د وکیلانو ډلې ته لار ومونده. تیر د دریو کلونو لپاره د یو وکیل په توګه ډاډمن ژوند نه درلود. تیر چې له ادبیاتو سره یې ځانګړې مینه څرګنده وه د مارکي دو ووونارګ په اړه یې د مقالې لیکلو له امله پنځه سوه فرانکي علمي جایزه ترلاسه کړه. له دې سره هغه په ایکس آن کې له ژوند ناخوښه و. هغه خپل ملګري تولون ته ولیکل: «زه له کومې شتمنۍ، ځایګي او هیلې پرته دلته ژوند کوم». هغه هوډ وکړ پاریس ته کډه وکړي او د یو لیکوال په توګه خپل ژوند ته دوام ورکړي. [۲۴]

خبریالي[سمول]

په ۱۸۲۱ زکال کې ۲۴ کلن تیر په خپل جیب کې یوازې د ۱۰۰ فرانکو په لرلو پاریس ته کډه وکړه. د توصیه لیکونو په مرسته هغه وکولای شول د مخکښ بشرپالونکي او ټولنیز اصلاح غوښتونکي فرانسو الکساندر فریدریک چې د لاروشفوکالت – لیانکور دوک و؛ د منشي په توګه دنده ترلاسه کړي. هغه یوازې درې میاشتې له دوک سره پاتې شو، ځکه د هغه سیاسي لیدلوری له ده ډېر محافظه کاره و او ده د هغه په خوا کې د ځان چټک پرمختګ نه لید. وروسته په پاریس کې د Le Constitutionnel په نامه د هغه مهال د تر ټولو اغېزمن سیاسي او ادبي ژورنال مسئول مدیر شارلز ګولیام آتین ته ور وپېژندل شو. دغه ژورنال د سلطنتي دولت د اپوزیسیون تر ټول مخکښ اخبار و چې ۴۴۰۰۰ ګډونوال یې لرل په داسې حال کې چې سلطنتي مطبوعاتو یوازې ۱۲۸۰۰ ګډونوال لرل. هغه آتین ته د سیاسي مخکښ فرانسوا ګیزو په اړه (وروسته د ده سیال شو) داسې مقاله وړاندې کړه چې کره، جنجالي او برید کوونکې وه او لامل وګرځېده د پاریس په سیاسي او ادبي غونډو کې غوغا رامنځته کړي؛ خو اتین تیزر د یو عادي ګډونوال په توګه وګاڼه. د تیر د لیکنو سره هم مهاله په حقوقو پوهنځي کې د هغه ملګري میګنیټ هم د کوریر فرانسیس په نوم د اپوزیسیون په بل مخکښ ژورنال کې په کار پیل وکړ او وروسته یې د پاریس د کتابونو په لوی خپرندویه ټولنه کې په کار پیل وکړ. پاریس ته د هغه له رسېدو څخه څلور میاشتې وروسته تیر د ښار په مشهور اخبار لیکونکي واوښت چې مقالو یې له نورو ډېر لوستونکي لرل. [۲۵]

هغه د سیاست، هنر، ادبیاتو او تاریخ په برخو کې لیکنې وکړې. د هغه ادبي شهرت لامل وګرځېد د پاریس اغېزمنو ادبي او سیاسي سالونونو ته لار ومومي. هغه له ستنډال، د پروس له جغرافیه دان الکساندر فون هومبولټ، مشهور بانکوال ژاک لافیت، لیکوال او تاریخ لیکونکي پروسپر مریمه او نقاش فرانسوا ژرارډ سره بلد شو؛ هغه لومړنی خبریال و چې د ځوان نوي نقاش اوژن دلاکروا لپاره یې ځلیدونکی نقد ولیکه. هغه مهال چې په ۱۸۲۲ زکال کې په هسپانیا کې انقلاب وشو، هغه تر پیرنه غرونو پورې سفر وکړ څو د هغو اړوند لیکنه وکړي. هغه ډېر ژر د خپلو مقالاتو ټولګې خپرې کړې لومړۍ ټولګه یې په ۱۸۲۲ زکال کې د پاریس د سالون او دویمه یې بیا پیرنه د سفر اړوند وه. هغه ته یوهان فریدریش کوتا د کانسټیټیوشنل د شریک په توګه ښه معاش وټاکه. د هغه د مسلک په راتلونکې کې ټر ټولو مهه دا وه چې هغه له مخکښ دیپلمات تالیراند سره ولیدل چې بیا د ده سیاسي لارښود او مربي شو. د تالیران تر مشرۍ لاندې تیر د بوربون د رژیم د مخالفینو د حلقې فعاله غړی شو چې په کې شتمن خزانه دار لافایت او مارکیز دولافایت هم شامل و.  [۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Gil Blas — پاڼه: 3 — پیدا کوونکی: Auguste Dumont — د خپرولو نیټه: ۵ سپټمبر ۱۸۸۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ subject named as: Marie, Joseph, Louis, Adolphe Thiers — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/7032 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/marie-joseph-louis-adolphe-thiers — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ https://cs.isabart.org/person/118622 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  5. CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=819 — subject named as: Adolphe Thiers — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  6. پیوستون : 118801937  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  7. http://www.senat.fr/senateur-3eme-republique/thiers_adolphe1814r3.html
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12125381w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  9. Adolphe Thiers
  10. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6x640cq — subject named as: Adolphe Thiers — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/12657 — subject named as: Adolphe Thiers — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/198525 — subject named as: Adolphe Thiers — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-34909-BD-.html — subject named as: Adolphe Thiers — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/thiers-adolphe — subject named as: Adolphe Thiers — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  15. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0065871.xml — subject named as: Louis Adolphe Thiers — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  16. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=thiersa — subject named as: Adolphe Thiers
  17. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=adolphe;n=thiers — subject named as: Adolphe Thiers
  18. HDS ID: http://www.hls-dhs-dss.ch/textes/d/D013725.php — subject named as: Adolphe Thiers — سرليک: Historische Lexikon der Schweiz، Dictionnaire historique de la Suisse او Dizionario storico della Svizzera
  19. Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/29895 — subject named as: Adolphe Thiers
  20. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  21. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/215155043
  22. Robert Tombs, "Making the Revolution History: Adolphe Thiers, 1823–73," in Historicizing the French Revolution (2008): 79–95 at p. 80.
  23. Martinengo-Cesaresco, Evelyn Countess (2020). Essays in the Study of Folk-Songs (په انګلیسي ژبه کي). د کتاب پاڼې 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7524-1526-1. Even with her own citizens Marseilles is stern; only after protest does she grant a monument to Adolphe Thiers—himself just a Greek Massaliote thrown into the French political arena. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. René De la Croix de Castries, Monsieur Thiers (1983) p. 27.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Castries 1983، صص. 36–37.
  26. Saintsbury 1911، ص. 848.