اي. او. ویلسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اي. او. ویلسن
(انګلیسي: Edward Osborne Wilson د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اي. او. ویلسن
اي. او. ویلسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ جون ۱۹۲۹[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 26 ډيسمبر 2021 (92 کاله)[۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تخصص تعلیم ژونپوهنه   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان) [۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹][۱۰][۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ټولنيزه بيالوژي [۱۲]
ژوپوهنه [۱۲]
خزدکپوهنه [۱۲]
دژوندبڼو ډولونه [۱۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
اکاډمي اف ارچيومينټ د سرو زرو پلاټ جایزه (۱۹۸۸)[۱۳]  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اډوارډ اوسبورن ویلسن (زوکړه د ۱۹۲۹ز کال د جون ۱۰مه ـــ مړینه د ۲۰۲۱ ز کال د ډسمبر ۲۶مه ) یو امریکایي بیولوژي پوه، طبیعت پوه او لیکوال و. د هغه تخصص په مایرمېکولوژۍ (myrmecology)، د مېږتونونو په پوهنه کې و. د ډېویډ اتېنبورو په حواله هغه د نړۍ مخکښ متخصص و. هغه ته د "مېږتانه سړي" لقب ورکړل شوی و.[۱۴][۱۵][۱۶]

ویلسن له چاپېریال څخه د هغه د ملاتړ او د دیني او اخلاقي موضوعاتو سره په تړاو د هغه د سیکولرو او ډئېستو (خدای پالو) نظریو له امله د ټولنیزې بیولوژۍ د پلار او د ژواک د تنوع پلار بلل شوی دی. د چاپېریال پوهنې په تیورۍ کې د هغه له ونډې اخیستنې څخه د ټاپو ګانو د بایوجغرافیې تیوري (چې د ریاضیکي چاپېریال پوه مک ارتر سره یې په ګډه وړاندې کړې ده)، کومه چې د محفوظې ساحې د طرحې او همدارنګه د ستیفن پي. هبل د ژواک د تنوع د متحدې شوې طبیعي تیورۍ لپاره د بنسټ په توګه وکارول شوه. [۱۷][۱۸]

وېلسن چې د هاروارډ پوهنتون د اورګانېزمي او تکاملي بیولوژۍ د څانګې لپاره  د پېلېګرینو پوهنتون په حشره پوهنه څانګه کې ویاړلی څېړنیز متقاعد پروفیسور، او د شکمنو څېړنو د کمېټې یو غړی و. سویډني سلطنتي اکادمۍ ویلسن ته د کرافورډ جایزه اعطا کړې ده. هغه ته د وګړ پالنې د نړیوالې اکادمۍ له لوري د وګړ پال لقب ورکړل شوی دی. هغه د غیر تخیلي عامه اثارو پولتیزر جایزه دوه ځله ګټلې ده (چې یو ځل په ۱۹۷۹ز کال کې د انسان طبیعت اثر لپاره، او دویمه یې په ۱۹۹۱ز کال کې د مېږتانه اثر لپاره وه) او د نیو یارک ټایمز ښه پلور لرونکو مقالو لکه د ځمکې ټولنیزې فتحې، یوه ځوان ساینس پوه ته د لیکونو او د انسان د وجود معنا مقالو لیکوال و.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د ژوند لومړني وختونه[سمول]

اډوارډ اوسبورن ویلسن د ۱۹۲۹ز کال د جون په ۱۰مه نېټه، د اینېز لینېت فریمن او اډوارډ اوسبورن ویلسن د یوازینې ماشوم په توګه د الاباما په بیرمینګهام کې زیږېدلی دی. د هغه د خپل ځان د ژوندلیک طبیعت پال له مخې، نوموړی د متحده ایالاتو په سوېل کې د الاباما د موبایل او د فلوریډا د پېنساکولا په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې رالوی شوی دی. هغه د خپل عمر له لومړیو څخه، له طبیعي تاریخ سره لېوالتیا درلوده. د هغه پلار یو د شرابو معتاد و چې بالاخره یې ځان وژنه وکړه. د هغه مور او پلار هغه ته اجازه ورکړې وه تر څو کور ته تورې کونډې غڼې راوړي او په  دالان کې یې وساتي. کله چې هغه ۷ کلن و مور او پلار یې طلاق واخیست[۲۴][۲۵][۲۶]

په هماغه کال کې چې د وېلسن مور او پلار طلاق واخیست، هغه د کب نیونې په یوه پېښه کې په یوه سترګه ړوند شو. هغه د څو ساعتونو لپاره وکړېد، اما د کبانو نیولو ته یې ادامه وکړه. هغه کوم شکایک ونکړ ځکه له کوره د بهر پاتې کېدلو څخه یې ښه نه راتلل. هغه د طبي درملنې لپاره هڅه ونکړه. څو میاشتې وروسته، د هغه د ښۍ سترګې کسی د یوې پردې په واسطه تت شو. نوموړی د پنساکولا روغتون ته ولاړ تر څو خپله عدسیه ایسته کړي. ویلسن د خپل ځان په ژوند لیک کې لیکي چې، "عملیات د ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ یو وحشتناکه تجربه وه. وېلسن د خپلې چپې سترګې پوره لید بېرته په لاس راوړ، چې د لید ساحه یې ۲۰/۱۰ وه. د لید د ۲۰/۱۰ ساحې درلودلو هغه د دې جوګه کړ تر څو "کوچینیو شیانو" ته ځیر شي: "زما پام به له نورو ماشومانو څخه زیات مېږیانو او پتنګانو ته اوښت، او په اتوماتیکه بڼه مې ورسره لېوالتیا پیدا شوه. "[۲۷]

که څه هم هغه خپل ستریوسکوپیک لید (stereoscopic vision) له لاسره ورکړی و، اما بیا یې هم کولی شول تر څو د کوچینیو حشراتو په بدن باندې نازکې نښې او وېښتان وویني. په نوموړي کې د تي لرونکو او مرغانو د تشخیصولو رالږ شوې وړتیا هغه دې ته وهڅاوه تر څو په حشراتو باندې تمرکز وکړي.[۲۷]

په نهه کلنۍ کې، ویلسن په واشنګټن ډي سي کې په راک کریک پارک کې خپل سفرونه پیل کړل. هغه د حشراتو په راټولولو پیل وکړ او له پتنګانو سره یې ځانګړې علاقه پیدا کړه. هغه به پتنګان له جارو ګانو، د بالا پوښ د کوټ بندونو او د پنیر کڅوړو څخه د جوړو شوو جالونو په واسطه  نیول. دغو سفرونو ته تګ له مېږیانو سره د ویلسن د لېوالتیا سبب شو. هغه په خپل ژوند لیک کې تشرېح کړي دي چې هغه څرنګه یوه ورځ د یوې ورستې شوې ونې پوستکی راجلا کړ او سیترونېلا مېږیان یې ترې لاندې وموندل. هغه کارګر مېږیان چې ده هلته وموندل لنډي، چاغ، ځلاند زېړ وو، او له ځانه یې یو قوي لیمویي بوی خپراوه.

وېلسن ویلي دي چې یادې پېښې په ده باندې یو ښکاره او پایېدونکی اغېز پرېښود. هغه همداراز د عقاب څېړنیزه جایزه وګټله او خپلې ډلې د هلکانو د طبیعت د دوبني څېړنیز کمپ مشري یې په غاړه واخیسته. په ۱۸ کلنۍ کې، هغه له دې موخې سره چې غوښتل یې یو حشره پوه شي، د مچانو په ټولولو پیل وکړ، خو د حشراتو د نیولو د الاتو د کمښت له امله چې د دویمې نړیوالې جګړې له امله رامنځته شوی و، هغه اړ شو تر څو مېږیانو ته پام ورواړوي، کوم چې په کوچینیو بوتلونو کې ساتل کېدی شول. ویلسن د ماریو آر. سمېت په هڅوونه، چې په واشنګټن کې د طبیعي تاریخ په ملي موزیم  کې یو مېږتون پېژندونکی و، د الاباما د ټولو مېږیانو سروې پیل کړه. دغې مطالعې نوموړی د دې جوګه کړ تر څو په متحده ایالاتو کې د موبایل ښار بندر ته څېرمه د اور د مېږیانو لومړنۍ کالوني راپور کړي،. ویلسن ویلي دي چې هغه د ښوونځي د ۱۱ کلونو په اوږدو کې له ۱۵ تر ۱۶ ښوونځي تبدیل کړي دي.[۲۷][۲۸]

زده کړې[سمول]

ویلسن د دې لپاره چې ښایي ونشي کولی تر څو په یو پوهنتون کې د داخلې فیس تادیه کړي، او په دې موخه یې چې د خپلو زده کړو لپاره مالي ملاتړ ومومي، هڅه وکړه چې ځان د متحده ایالاتو په اردو کې شامل کړي. هغه د خپلو سترګو د نا سم لید له امله د ارودو په ازموینه کې ناکام پاتې شو، اما له هر څه وروسته، هغه وکولی شول چې د الاباما په پوهنتون کې نوم لیکنه وکړي، او خپل د لېسانس او ماسترۍ سندونه یې په ۱۹۵۰ له هغه ځایه تر لاسه کړل. ویلسن په ۱۹۵۱ز کال کې هاروارډ پوهنتون ته تبدیل شو.[۲۹]

څرنګه چې هغه ته د هاروارډ د محصلینو په ټولنه کې ځای ورکړل شو، نو کولی یې شول تر څو له سمندرونو ورهاخوا سفرونه وکړي، تر څو د کیوبا او مکسیکو د مېږیانو بېلابېلې نوعې راټولې کړي او د استرالیا، نوې ګیانا، فیجي، نوې کالېدونیا او سریلانکا په ګډون د ارام سمندر سوېل ته سفرونه وکړي. هغه په ۱۹۵۵ز کال کې خپل د دوکتورا سند تر لاسه کړ او له ارېن کېلي سره یې واده وکړ.[۳۰][۳۱]

حرفه[سمول]

له ۱۹۵۶ز کال څخه تر ۱۹۹۶ز کال پورې، ویلسن د هاروارډ د تدریسي هیئت یوه برخه و. نوموړي د مېږیانو د طبقه بندي کوونکي په توګه پیل وکړ او د هغوی په مېکرو تکامل باندې د پوهېدو لپاره یې، او دا چې مېږیان له چاپېریالي ناخوالو څخه په تېښته او  نویو استوګنځایونو ته په تګ سره، څرنګه نویو نوعو ته انکشاف کوي، کار وکړ.[۳۲]

ویلسن له ویلیام اچ. بوسېرت سره په ګډه، د حشراتو د اړیکې نیونې د نښو نښانو پر بنسټ د فېرومونونو یوې طبقه بندۍ ته پراختیا ورکړه. په ۱۹۶۰مه زېږدیزه لسیزه کې، هغه له ریاضي پوه او اېکولوژېست رابرت مک ارتر سره په ګډه د نوعو د تعادل تیورۍ ته په پراختیا ورکولو کې هلې ځلې وکړې. په ۱۹۷۰یمه زېږدیزه لسیزه کې هغه او دنیال اس. سیمبرلاف دغه تیوري د فلوریډا کیز (Florida Keys) د ګڼو ونو په ټاپو ګانو کې وازمویله. دوی د حشراتو ټولې نوعې له منځه یوړې او د نویو نوعو په واسطه یې د نوي نفوس مشاهده وکړه. د ویلسن او مک ارتر کتاب د ټاپو د بایوجغرافیې تیوري د چاپېریال پوهنې په یو ستندرد متن باندې بدل شو.[۳۳][۳۴]

په ۱۹۷۱ز کال کې، هغه د حشراتو ټولنې کتاب خپور کړ، په کوم کې یې چې تر یو شان تکاملي فشار لاندې د حشراتو او نورو حیواناتو د چلند د اغېزمنېدو په اړه استدلال کړی و. په ۱۹۷۳ز کال کې، ویلسن د هاروارډ د پوهنتون د مقایسوي زولوجۍ د حشره پوهنې څانګې چارسمبالی وټاکل شو. په ۱۹۷۵ز کال کې، هغه د ټولنیزې بیولوژۍ کتاب نوی ترکیب ( The New Synthesis) خپور کړ چې د ملا تیر لرونکو حیواناتو پر وړاندې او په وروستي فصل کې یې د انسانانو په پر وړاندې د حشراتو د چلند تیوري ګانې پکې پلې کړې وې[۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6km3rmm — subject named as: E. O. Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Edward-O-Wilson — subject named as: Edward O. Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?126380 — subject named as: E. O. Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/wilson-edward-osborne — subject named as: Edward Osborne Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000015987 — subject named as: Edward O. Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. E.O. Wilson, naturalist dubbed a modern-day Darwin, dies at 92 — د نشر نېټه: ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۱ — خپرونکی: Reuters — د خپرولو نیټه: ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۱
  7. E.O. Wilson, a Pioneer of Evolutionary Biology, Dies at 92 — د نشر نېټه: ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۱ — دوتنه: Carl Zimmer — سمونګر: Joseph Kahn — خپرونکی: The New York Times Company او A. G. Sulzberger — د خپرولو نیټه: ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۱
  8. دوتنه: Ernesto van Peborgh — سرليک: Homo Hacker, Gestionando la complejidad para enfrentar los desafíos planetarios — نسخهاول — پاڼه: 44 — ISBN 978-950-12-9513-9
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119292647 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990009175 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  11. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/29221475
  12. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990009175 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  13. https://www.achievement.org/our-history/golden-plate-awards/ — د نشر نېټه: ۲۴ مې ۲۰۱۹
  14. Sullivan, Patricia (په December 27, 2021 باندې). [{{{url}}} Edward O. Wilson, Harvard naturalist often cited as heir to Darwin, dies at 92].
  15. (په December 27, 2021 باندې). Edward O. Wilson, biologist known as 'ant man,' dead at 92. ABC News
  16. Georgina Ferry (6 January 2022). "Edward O Wilson obituary: US biologist and champion of biodiversity who specialised in the study of ants and was regarded as a modern-day Charles Darwin". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په April 9, 2009 باندې). MSU presents Presidential Medal to famed scientist Edward O. Wilson.
  18. . Lifetime achievement: E.O. Wilson. CNN
  19. "E.O. Wilson advocates biodiversity preservation". Duke Chronicle. February 12, 2014. د اصلي آرشيف څخه پر July 25, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Natural Connections > Edward Wilson Bio". د اصلي آرشيف څخه پر October 2, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 6, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "E. O. Wilson biography". AlabamaLiteraryMap.org. د اصلي آرشيف څخه پر December 8, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. . Print & E-Books. The New York Times.
  23. Hoffman, Jascha (March 25, 2013). "Advice to Researchers and Reanimating Dead Mice". The New York Times. د اصلي آرشيف څخه پر January 1, 2022 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  24. (په December 27, 2021 باندې). E.O. Wilson, a pioneer of evolutionary biology, dies at 92. The New York Times.
  25. Wilson, Edward O. (2006). Naturalist. Washington, D.C. د کتاب پاڼې 52. OCLC 69669557. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-59726-088-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په December 27, 2021 باندې). Video: The Last Word: E.O. Wilson. The New York Times.
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ ۲۷٫۲ Wilson, Edward O. (2006). Naturalist. Washington, D.C.: Island Press [for] Shearwater Books. OCLC 69669557. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-59726-088-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Buhs, Joshua Blu (2004). The Fire Ant Wars: Nature, Science, and Public Policy in Twentieth-Century America. University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 32–34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-07981-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Wilson, Edward O. (2006). Naturalist. Washington, D.C.: Island Press [for] Shearwater Books. OCLC 69669557. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-59726-088-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Edward O. Wilson biography and interview". www.achievement.org. American Academy of Achievement. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Fuller, Amy Elisabeth, المحرر (2011). "Edward O. Wilson". Contemporary Authors. 211. Gale. د کتاب پاڼي 432–437. ISSN 0275-7176. OCLC 755975998. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4144-6167-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Edward O. Wilson biography and interview". www.achievement.org. American Academy of Achievement. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Chambers Concise Dictionary of Scientists. Chambers. 1989. د کتاب پاڼي 405–406. OCLC 20820593. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85296-354-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Vandenbergh, John, المحرر (December 2, 2012) [1983]. Pheromones and Reproduction in Mammals (په انګلیسي ژبه کي). Elsevier. د کتاب پاڼې 254. doi:10.1016/B978-0-12-710780-6.X5001-8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-323-15651-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Moore, Randy; Decker, Mark D. (2008). "Edward O. Wilson (b. 1929)". More than Darwin: An Encyclopedia of the People and Places of the Evolution-Creationism Controversy. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼي 371–373. OCLC 177023758. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-34155-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)