اوتو فون بیسمارک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اوتو فون بیسمارک
(الماني: Otto von Bismarck د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اوتو فون بیسمارک
اوتو فون بیسمارک

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Otto Eduard Leopold von Bismarck)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱ اپرېل ۱۸۱۵[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱]
مړینه 30 جولای 1898 (83 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند خپلواک کاندید  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 3   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۰]
ډیپلوماټ[۱۰]
پوځي افسر
ليکوال[۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه آلماني ژبه[۱۰]  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
فرانسوي
آلماني ژبه[۱۲][۱۰][۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام بريدمن (۱۸۴۱–)[۱۰]  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د فرانسې او پروس جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
اوتو فون بیسمارک
اوتو فون بیسمارک

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اوتو، د بیسمارک شهزاده، کنت بیسمارک – شونهاوزن، د لوئنبورګ دوک (په جرمني ژبه: Otto Fürst von Bismarck, Graf von Bismarck-Schönhausen, Herzog zu Lauenburg، ۱ اپرېل ۱۸۱۵ – ۳۰ جولای ۱۸۹۸ زکال) چې د اوتو ادوارد لئوپولډ فون بیسمارک په نامه وزېږېد، جرمني محافظه کاره سیاستوال او دیپلومات و. بیسمارک په یونکر (Junker) ځمکه لرونکو کې د لوړ ځایګي لرلو له امله په چټکۍ سره د پروس په سیاست کې وده وکړه. هغه په ۱۸۷۱ زکال کې د جرمني د یووالي طراح و او تر ۱۸۹۰ زکال پورې د جرمني لومړی وزیر و چې له دغه ځایګی څخه یې د دوو لسیزو لپاره د اروپا پر چارو واک درلود. هغه له ۱۸۶۱ زکال څخه تر ۱۸۷۱ زکال پورې د شمالي جرمني د کنفدریشن د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ او د دغه ځایګی په خوا کې هغه له ۱۸۶۲ زکال څخه تر ۱۸۹۰ زکال د پروس د وزیرانو د شورا مشر او هم د پروس د بهرنیو چارو وزیر و.

بیسمارک په اجرائیه قوه کې واک ته له رسېدو وړاندې د روسیې او فرانسې لپاره د پروس سفیر و او هم یې د پروس د پارلمان په دواړو جرګو کې خدمت کړی و. هغه د پروس له پاچا لومړي ویلهلم سره مرسته وکړه، څو د جرمني بېلابېل ایالتونه یوموټي کړي، هغه مشارکت چې د ویلهلم د ژوند تر پایه یې دوام درلود. پاچا ویلهلم په ۱۸۶۵ زکال کې لومړي وزیر بسمارک ته د کنت بیسمارک – شونهاوزن او په ۱۸۷۱ زکال کې یې هغه ته د شاهزاده بیسمارک لقبونه ورکړل. بیسمارک د ډنمارک، اطریش او فرانسې پر وړاندې درې برخلیک کوونکې لنډې جګړې پیل کړې. د اطریش پر وړاندې له بریا وروسته هغه د جرمني فراملي کنفدریشن لغوه کړ او پر ځای یې د شمالي جرمني کنفدریشن د جرمني د لومړني ملي ایالت په توګه رامنځته کړ او کوچني جرمني شمالي ایالتونه یې د پروس په ملاتړ کې ودرول.

په جرمني باندې له ۱۸۷۱ زکال وروسته د پروس د واکمنۍ پر مهال، بیسمارک په ډېرې ځیرکتیا سره  په سوله يیزه اروپا کې د جرمني د ځایګي ساتلو په موخه د دیپلماسي له موازنې کار واخیست. د تاریخ لیکونکي اریک هبسبام پر باور: بیسمارک «له ۱۸۷۱ زکال وروسته د نږدې شلو کلونو لپاره د څو اړخیزې دیپلماسۍ د شطرنج له شک پرته اتل پاتې شو او ځان یې په انحصاري او بریالۍ توګه د ځواکونو ترمنځ د سولې ساتلو ته وقف کړی و». له دې سره د هغه له خوا د الزاس لورن الحاق کولو فرانسوي غچ اخیستنې او د جرمني پر وړاندې طرحې ته سون توکي برابر کړل. د واقعي سیاست او په کور دننه د پیاوړي حکومت دیپلماسي نوموړی په اوسپنیز لومړي وزیر مشهور کړ. د جرمني یووالی او د هغو چټکه اقتصادي وده د نوموړي د بهرني سیاست پر بنسټ وه. هغه له استعمار نه کرکه لرله، خو اړ و، څو د اشرافو او عامه وګړو د غوښتنو له مخې لویه بهرنۍ سترواکي جوړه کړي. هغه د یو لړ پېچلو کنفرانسونو، خبرو اترو او اتحادونو پر مهال له خپلو دیپلماتیکو وړتیاوو څخه د جرمني د ځایګي د خوندیتوب په موخه کار واخیست. [۱۴][۱۵]

بیسمارک چې په کور دننه د پېچلي سیاست ماهر و، په معاصره نړۍ کې یې لومړنی هوسا دولت د کارګري طبقې د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه رامنځته کړ چې پرته له دې دا شونې وه چې د هغه له سوسیالېست مخالفینو سره لاس یو کړي. په ۱۸۷۰ مه لسیزه کې هغه د کمو تعرفو له پلویانو کاتولیک ضد لیبرالانو سره لاس یو کړ او د کاتولیک کلیسا سره یې د کامپف کلتور («کلتوري مبارزې») په نامه مبارزه وکړه. هغه دغه جګړه وبایلله، ځکه کاتولیکانو د جرمني پیاوړی مرکزي ګوند رامنځته کړ او د نارینه وو لپاره یې د نړیوالې رایې ورکولو د حق په کارولو سره د یوه بلاک چوکیو په لاسته راوړو کې ګټنه وکړه. بیسمارک پر شا شو، کامپف کلتور ته یې د پای ټکی کېښود، له لیبرالانو سره برخلافه شو او ملاتړیزې تعرفی یې وټاکلې او له مرکزي ګوند سره یې د سوسیالیستانو پر وړاندې د مبارزې په موخه اتحاد وکړ. [۱۶]

هغه چې یو ژمن لوتري و، خپل واکمن سترواک لومړي ویلهلم ته چې له هغه سره یې بحث هم کړی و وفادار و. لومړي ویلهلم د خپلې مېرمنې اګوستا او د خپل ولیعهد فریدریک ویلیام د مشورې پر خلاف له بیسمارک ملاتړ وکړ. په داسې حال کې چې د جرمني پارلمان د نارینه وو په عمومي رایه ټاکل کېده، د دولت پر سیاست یې چندان کنټرول نه درلود. بیسمارک په دیموکراسي باور نه درلود او د یونکر سنتي اشرافو او همدارنګه د پروس په ختیځ کې د ځمکې لرونکو اشرافو په کنټرول کې یې د پیاوړې او روزل شوې بیروکراسۍ له مخې حکومت وکړ. د لومړي وزیر په توګه نوموړي تر ډېره داخلي او بهرنۍ چارې کنټرول کولې. ۱۸۸۸ زکال په چټکۍ سره له لومړي ویلهلم څخه د هغه زوی درېیم فریدریک او له هغه څخه د هغه زوی دویم ویلهلم ته د واک د لېږد شاهد و. سخت سري دویم ویلهلم بیسمارک له دندې ګوښه کړ. هغه د خپلو خاطراتو د لیکلو په موخه تقاعد وکړ.

بیسمارک پیاوړې، صریحه او سرسخته اراده لرله، خو همدارنګه یې مؤدب، جذاب او شوخ طبیعت هم درلود. هغه به کله ناکله تریخ چلن کاوه – چې ځینې مهال به یې هغو پایلو ته د رسېدو په موخه څرګنداوه چې غوښتلې به یې – همدارنګه یې په ملوډراماتیک ډول څو ځله د استعفا ورکولو په ګواښ خپل ځایګی ساته، هغه چاره چې لومړی ویلهلم به یې حیران کاوه. هغه نه یوازې دا چې اوږد مهالی ملي او نړیوال لیدلوری یې درلود، بلکې د پېچلو تحولاتو د کنټرول لنډ مهالې وړتیاوې یې هم لرلې. بیسمارک د جرمني ملت پالو لپاره په اتل واوښت. هغوی د نوي رایش د بنسټګر څخه د ستایلو په موخه ګڼ شمېر تاریخي بنسټونه جوړ کړل. ګڼ شمېر تاریخ لیکونکي هغه د رویايي کس په توګه ستایي چې د جرمني په یو موټي کولو کې یې ونډه لرله او له دغې چارې وروسته یې د ماهرانه دیپلماسي پر بنسټ په اروپا کې سوله وساتله. تاریخ لیکونکی رابرت کی. ماسی څرګندوي چې د بسمارک عامه انځور«بی رحمتوب» او «پوځي توب» و، په داسې حال کې چې په واقعیت کې د «بیسمارک وسایل تهاجمي او بې رحمانه پالیسي وه».[۱۷][۱۸][۱۹]

مړینه[سمول]

بیسمارک خپل وروستي کلونه د خپلو خاطراتو په لیکلو (Gedanken und Erinnerungen، یا افکار او خاطرات) تېر کړل، هغه اثر چې د تاریخ لیکونکو له خوا یې ستاینه وشوه. بیسمارک په خپلو خاطراتو کې له دویم ویلهلم سره د خپلې دښمنۍ او په هره پېښه کې یې د ځان د داخلولو او همدارنګه په مطلوبه فضا کې د ځان ښکارولو په اړه لیکلي. هغه همدارنګه په خپلو دغو خاطراتو کې له روسیې سره د اتکایي بیمې متن خپور کړ، هغه چاره چې د ملي امنیت لپاره ستر ګواښ و او د ترسره کولو له امله یې کېدای شو، د لږ ټیټ ځایګي لرونکی چارواکي په کلکه مجازات شوي وای.[۲۰]

بیسمارک په ۱۸۹۶ زکال کې ناروغ شو، د هغه ناروغي په پښه کې ګانګرین وپېژندل شوه ،خو د هغو د درمنلې له منلو یې ډډه وکړه. له همدې امله هغه په تګ کې ستونزه پیدا کړه او تر ډېره به یې له ویلچر ګټنه کوله. د ۱۸۹۸ زکال له جولای میاشتې وروسته هغه په بشپړ ډول ویلچر ته اړتیا لرله، تنفسي ستونزه یې لرله او تل یې تبه او درد درلود. د همدغې میاشتې په ۲۸ مه نېټه هغه د لنډ مهال لپاره د ښه توب احساس وکړ، خو له دوو ورځو وروسته نوموړی د ۱۸۹۸ زکال د جولای د ۳۰ مې نېتې په نیمه شپه کې په Friedrichsruh کې مړ شو او همالته خښ کړای شو، چېرې چې اوس د بسمارک د مقبرې په توګه یادېږي. د بسمارک د شاهزاده په توګه د هغه مشر زوی هربرت د هغه ځای ناستی شو. د بیسمارک له مړینې وروسته دویم ویلهلم، د هغه په تابوت باندې «سترواک لومړي ویلهلم ته د وفادار جرمنی خدمتګار» عبارت ولیکه. [۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ دوتنه: various authors — سرليک: Neue Deutsche Biographie — ورځپاڼه: 2 — پاڼه: 268-277 — خپرونکی: Historical Commission of the Bavarian Academy of Sciences — د خپرولو نیټه: ۱۹۵۵ — https://dx.doi.org/10.1163/9789004337862_LGBO_COM_140215
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 11851136X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12014643j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Otto-von-Bismarck — subject named as: Otto von Bismarck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tq6b38 — subject named as: Otto von Bismarck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/otto-von-bismarck — subject named as: Otto von Bismarck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/20797 — subject named as: Otto von Bismarck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ https://frankfurter-personenlexikon.de/node/1637 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bismarck-otto-eduard-leopold — subject named as: Otto von Bismarck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ ۱۰٫۳ ۱۰٫۴ ۱۰٫۵ subject named as: Bismarck, Otto Eduard Leopold — د نشر نېټه: ۱ جنوري ۲۰۲۳ — سمونګر: Anton Bettelheim — سرليک: Biographisches Jahrbuch und Deutscher Nekrolog — ورځپاڼه: 3 — پاڼه: 1-42
  11. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12014643j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/55243619
  14. Eric Hobsbawm, The Age of Empire: 1875–1914 (1987), p. 312.
  15. Hopel, Thomas (23 August 2012) "The French-German Borderlands: Borderlands and Nation-Building in the 19th and 20th Centuries" Archived 3 October 2017 at the Wayback Machine.
  16. Steinberg, 2011, pp. 8, 424, 444; Bismarck specifically referred to Socialists, among others, as "Enemies of the Reich".
  17. Edgar Feuchtwanger (2002) p 2 states he had an, "almost poetic quality that made him a wizard with words and a brilliant and fascinating conversationalist."
  18. Henrik Bering states, "historians tended to portray Bismarck as embodying the essence of a visionary and responsible statesmanship." Bering, "Being Bismarck." Policy Review 173 (2012): 104.
  19. Massie, Robert K., Dreadnought: Britain, Germany, and the Coming of the Great War (1991) New York: Random House. p. 76. کينډۍ:ISBN
  20. Egerton, George W. (1994). Political Memoir: Essays on the Politics of Memory. Psychology Press. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7146-3471-5. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Steinberg, pp. 462–63.
  22. Steinberg, pp. 463–64.