انګز هيلر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انګز هيلر
(مجارستانی: Ágnes Heller د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انګز هيلر
انګز هيلر

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲ مې ۱۹۲۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
بوډاپسټ [۸][۷]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 19 جولای 2019 (90 کاله)[۹][۱۰][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت هنګري   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاذہ ګئورګ لوکاچ   د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فیلسوف   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه هنګري ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هنګري ژبه [۱۱][۱۲][۱۳]
انگليسي [۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه [۱۴]
اخلاق [۱۴]
جمالیات [۱۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

انګز هيلر (۱۲ مۍ ۱۹۲۹ – ۱۹ جولای ۲۰۱۹ز کلونه) د هنګري تبعه فيلسوفه او ښوونکې وه. نوموړې په ۱۹۶۰ز لسيزه کې د بوداپست د فلسفي ټولنې مرکزي غړې او وروسته يې په نيويارک کې د ټولنيزې څېړنې لپاره په نوي ښوونځي کې د پنځه ويشتو کلونو لپاره د سياسي نظريې ښوونه وکړه. هغه په بوداپست کې و اوسېده، همدلته يې ليکنې او تدريس وکړ.[۱۵]

د ژوند لومړي کلونه او سياسي پرمختګ[سمول]

انګز هيلر د ۱۹۲۹ز کال د مۍ په ۱۲ نېټه د «پال هيلر» او اينګيلا «انګياليکا» ليګيټي په کور کې زېږېدلې وه. دا د منځنۍ طبقې يوه يهودۍ کورنې وه. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د هغې پلار د خپلې حقوقي روزنې او الماني ژبې د پوهې په کارولو سره له خلکو سره په اړينو اداري چارو کې مرسته وکړه، چې له نازي اروپا څخه وکوچېږي. په ۱۹۴۴ز کال کې، د هيلر پلار د «اشويتش» اجباري پنډغالي ته واستول شو، چېرې چې نوموړی د جګړې له پای ته رسېدو مخکې مړ شو. هيلر او مور يې وکولای شول له تبعيد وژغورل شي.[۱۶][۱۷]

د هغې پر آثارو د هالوکاسټ د اغېزو په اړوند هيلر ويلي:

ما د تل لپاره په پوښتنه کې لېوالتيا درلوده: د اټکل له مخې دا څه ډول پېښېدای شي؟ زه په دې څه ډول پوهېدای شم او د هالوکاسټ په اړوند زما دا تجربه د مطلق العنان حکومت سره زما له تجربې سره يو ځای شوه. دې چارې زما د روح په لټون او نړيوالو څېړنو کې يو بل ته ورته پوښتنې وپنځولې: دا څه ډول پېښېدای شي؟ خلک څه ډول داسې کارونه کولای شي؟ نو په همدې بنسټ ما بايد دا موندلي وای چې اخلاقيات څه دي، د ښه او بد طبيعیت څه دی، زه د جرم په اړه څه کولای شم، زه د اخلاقو او بدۍ د سرچينو په اړوند څه ډول معلومولای شم؟ دا لومړۍ څېړنه وه. بل لټون يوه ټولنيزه پوښتنه وه: کوم ډول نړۍ دا شی توليدولای شي؟ کوم ډول نړۍ د داسې کارونو پېښېدو ته اجازه ورکولای شي؟ تجديد د څه په اړه دی؟ موږ د ژغورنې تمه لرلای شو؟[۱۸]

په ۱۹۴۷ز کال کې، هيلر د بوداپست په پوهنتون کې د فزيک او کيميا لوستل پيل کړل، خو هغې هغه مهال خپله پاملرنه د فلسفې په لور واړوله، کله چې په دې وخت کې د هغې هلک ملګري وهڅوله چې د فلسفې او کلتور د متقاطعاتو په اړه د فيلسوف «ګيوجي لوکاکس» درسونو ته غوږ ونيسي. هغه ډېره ژر پوه شوه چې په نوې نړۍ کې د ژوند د څرنګوالي په اړه د هغه درسونو څومره زيات د هغې اندېښنو او لېوالتياوو ته ځواب ويلی دی، په ځانګړي ډول د دويمې نړيوالې جګړې او هالوکاسټ له تجربې وروسته.

په ۱۹۴۷ز کال کې هيلر له کمونستي ګوند سره يو ځای شوه، دا هغه وخت و چې نوموړې په صهيوني کاري پنډغالي کې وه او له مارکسيزم سره يې لېوالتيا پيدا شوه، خو هغې احساس کړه چې دا ګوند په خپل جمهوري مرکزيت د پاتې کېدو له امله د خپلو پلويانو د ازاد فکر کولو د وړتيا مخه نيسي. نوموړې په لومړي ځل په ۱۹۴۹ز کال کې له ګوند و ايستل شوه، دا هغه کال و چې «موټياس روکوسي» واک ته ورسېد او د سټالني واکمنۍ کلونه يې پيل کړل.[۱۹]

ساينسي کار[سمول]

په هنګري کې لومړي مسلک[سمول]

له ۱۹۵۳زکال او د لومړي وزير په توګه د «امري ناګي» له ټاکل کېدو وروسته، هيلر وکولای شول چې د «لوکاکس» تر څارنې لاندې د خپلې دوکتورا زده کړې پيل کړي، په ۱۹۵۵ز کال کې، هغې د بوداپست په پوهنتون کې استادي پيل کړه.

د ۱۹۵۶ز کال د هنګري له اوښتون څخه د پراګ تر ۱۹۶۸ز کال پسرلي پورې[سمول]

د ۱۹۵۶ز کال د هنګري اوښتون د هغې د ژوند تر ټولو مهمه سياسي پېښه وه، دا مهال هغې د مارکسيستي تنقيدي اند د علمي آزادۍ اغېز د هنګري د ټول سياسي او ټولنيز جوړښت لپاره ګواښمن وليد. دا پاڅون هيلر ته د خپلو اندونو د تاييد په توګه ښکاره شو چې د مارکسيزم اصلي مطلب د خلکو لپاره د سياسي خپلواکۍ او ټولنيز ژوند ټوليز عزم دی.

لوکاس، هيلر او نور تنقيدي انديالان له اوښتون څخه له دې باور سره راووتل چې مارکسيزم او اشتراکيت بايد په بېلا بېلو ملتونو په انفرادي لارو عملي شي، په ځانګړي ډول يې د هنګري په راتلونکي کې د شوروي اتحاد ونډه تر پوښتنې لاندې نيوله. دې اندونو هيلر د «جانوس کاډر» په مشرۍ د ماسکو له ملاتړ څخه برخمن نوي حکومت سره د نظریاتي ټکر پر لاره روانه کړه؛ هيلر يو ځل بيا له کمونستي ګوند څخه و ايستل شوه او په ۱۹۵۸ز کال کې له دې امله له پوهنتون څخه وشړل شوه چې هغې په اوښتون کې د يو همکار په توګه په لوکاکس د تور لګولو څخه انکار وکړ. هغه تر ۱۹۶۳ز کال پورې د خپلو څېړنو پر بيا پيل ونه توانېده، تر هغه وخته چې هغې ته د هنګري اکاډمۍ د ټولنپوهنې انسټيټيوټ سره د څېړونکې په توګه د يو ځای کېدو بلنه ورکړه (ټومي۴-۱۸)(ګروملي ۵-۱۵).

له ۱۹۶۳ز کال راهيسې د هغه څه راپورته کېدل ليدل کېږي کوم چې وروسته د بوداپست مکتب فکر بلل کېږي، يوه فلسفي ټولنه چې لوکاکس جوړه کړې وه، تر څو د عملي او نظرياتي اشتراکيت په وړاندې مارکسيستي تنقيدي نويتابه ته وده ورکړي. د بوداپست په مکتب فکر کې نورګډونوال له هيلر سره د هغې دویم مېړه «Ferenc Fehér» همدا راز «György Márkus, Mihály Vajda» او ځينې نور پوهان شامل وو، ځينو له دې ښوونځي سره ډېرې کمې اړيکې پاللې (لکه András Hegedüs, István Eörsi, János Kis او György Bence».

له دې پړاو څخه د هيلر کار په داسې موضوعاتو متمرکز و، د بېلګې په ډول: له دې څخه د مارکس موخه څه ده چې د نويو ټولنو شخصيت و اوسي، د آزادۍ اند، لکه چې په افرادو پلی کېږي، «له بېخ څخه تر څوکې پورې» د ټولنې او حکومت د بدلون کار او د «ورځني ژوند» د ارزښتونو، باورونو او دودونو د کچې له لارې د بدلون راوستل.

د پراګ له پسرلي وروسته په هنګري کې مسلک[سمول]

د ۱۹۶۸ز کال د پراګ د پسرلي تر پېښو پورې، د بوداپست مکتب د اشتراکيت په وړاندې د سمونپالو درېځونو ملاتړ کاوه. د وارسا تړون د ځواکونو له خوا پر چکسلواکيا له بريد او د مخالفينو له ځپلو وروسته، دا مکتب او هيلر دې باور ته رسېدلي وو چې د ختيځې اروپا دولتونه په بشپړ ډول مفسد او سمونپال اند يواځې دفاعي حالت لری. له «پولوني» سره په يوه مرکه کې هيلر دا ډول تشرېح ورکړې چې:

دا حکومت دومره هم نه شي کولای چې، بل نظر وزغمي، همدا مطلق العنان دولت دی، خو يو مطلق العنان حکومت په بشپړ ډول مکمل کېدای نه شي، نه شي کولای ګڼ اندي(ګڼ ګوندي) له منځه يوسي، په اوسنۍ نړۍ کې ګڼ اندي(ګڼ ګوندي) شته، خو ګڼ اندي(ګڼ) ګوندي ناقانونه ګرځولای شي. دا چې ګڼ اندي(ګڼ ګوندي) ناقانونه وګرځوي. د دې مطلب دا دی چې ګوند پرېکړه کړې، د کوم ډول مخالف نظر اجازه ورکوي. د دې دا مطلب دی چې ته نه شې کولای، داسې څه وليکې، کوم څه ته چې ګوند اجازه نه وي ورکړې، خو موږ په خپلواک ډول ليکل او فکر کول پيل کړل، کوم څه چې ټول نظام د کار کولو د لارې په وړاندې يو سترګواښ و. د اټکل له مخې: دوی نه شول کولای، د لوبې د اصولو سره سم نه لوبېدل وزغمي او موږ د لوبې د اصولو سره سم نه لوبېدو.

دې نظر، د ۱۹۵۶ز کال له اوښتون وروسته د هنګري د سياسي راتلونکې په اړه د «کادر» له اند سره په هېڅ ډول سمون نه خوړ. په ۲۰۱۰ز کال کې د المانۍ ورځپاڼې «جنګل ورډ» سره د هيلر د يوې مرکې له مخې، هغه په دې باور وه چې له ۱۹۵۶ز کال وروسته سياسي او جرمي جريانات د يهوديانو پر ضد و.[۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w69w4g71 — subject named as: Ágnes Heller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. subject named as: Agnes Heller — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=13094 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/heller-agnes — subject named as: Ágnes Heller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11907186c — subject named as: Ágnes Heller — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/119903 — subject named as: Ágnes Heller
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000028979 — subject named as: Agnes Heller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Le Monde ID: https://www.lemonde.fr/disparitions/article/2019/07/20/mort-de-la-philosophe-hongroise-agnes-heller_5491389_3382.html/ — سمونګر: Jérôme Fenoglio — سرليک: Le Monde — خپرونکی: Societe Editrice Du Monde
  8. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/119067129 — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  9. Hungarian philosopher Agnes Heller dies at age of 90 — د نشر نېټه: ۱۹ جولای ۲۰۱۹ — د خپرولو نیټه: ۱۹ جولای ۲۰۱۹
  10. https://www.derstandard.at/story/2000106497569/ungarische-philosophin-agnes-heller-gestorben — د نشر نېټه: ۲۲ جولای ۲۰۱۹ — سمونګر: Oscar Bronner او Alexandra Föderl-Schmid — د خپرولو نیټه: ۲۰ جولای ۲۰۱۹ — ارزښت: Ágnes Heller verstarb am 19. Juli im Badeort Balatonalmadi am Plattensee. Sie wurde 90 Jahre alt. Laut Augenzeugen schwamm sie auf den See hinaus und kehrte nicht zurück.
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11907186c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  12. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=js20070223007 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  13. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/37399651
  14. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=js20070223007 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  15. Agnes Heller (2018-09-16). "What Happened to Hungary?". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Genzlinger, Neil (July 30, 2019). "Agnes Heller, Hungarian Philosopher and Outspoken Dissident, Dies at 90". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Heller, Agnes (1999). Der Affe auf dem Fahrrad. Berlin, Wien: Philo. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Interview with Csaba Polony, Left Curve Journal
  19. 'We lived in community, we felt we belonged together. We needed neither money nor the rich ... I didn't like the rich, today I am ashamed of it. I abominated the black market dealers, the dollar speculators, the men of rapacity and greed. No problem! I'd stay loyal for ever to the poor. So, crazy chick that I was, I joined the Communist party to be with the poor'. Cited Eric Hobsbawm, Interesting Times,,2002 p.137
  20. "Es gibt jetzt einen stärkeren Antisemitismus denn je". jungle.world (په الماني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Genzlinger, Neil (July 30, 2019). "Agnes Heller, Hungarian Philosopher and Outspoken Dissident, Dies at 90". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)