امير عبدالرحمان خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالرحمن خان
هديرهکابل, افغانستان, ۱۹۰۱ ز.
مېرمنېمریم بېګم
ولیده جهان بېګم
حلیمه بېګم
اصل بېګم
کورنۍبارکزي
پلارامير محمد افضل خان

امیر عبدالرحمن خان (۱۸۴۴ يا ۱۸۴۰ ز. - ۱ د اکتوبر، ۱۹۰۱ ز.) د ۱۸۸۰ څخه د ۱۹۰۱ کال پورې د افغانستان امير پاتې شوی دی. امير عبدالرحمن خان د افغانستان په تاريخ کې د هغه ځواکمن حاکم په توگه پېژندل کېږي چې په هېواد کې یې له هغو ناخوالو او گډوديو وروسته چې د افغان- انگرېز له دوهمې جگړې وروسته رامنځ ته شوې وې، بېرته په کابل کې د افغان دولت واک له سره ورغوه.

کورنۍ[سمول]

(ماندينې) (ښځې) لومړنی واده يې د سردار فقير محمد خان بارکزي د لور مریم بېګم چې لقب يې بوبو جهان قلای هزارا وه سره وکړ او له هغې يې هېڅ کوم اولاد پيدا نه شو. بيا يې دويم واده د بدخشان د يوه اوزبک مشر د لور ولیده جهان بېګم سره وکړ. درېيم واده يې د بخارا د امير اعلحضرت امير المومنين سيد امير مظفر الدين عبدل خان بهادر سلطان د لور سره وکړ. څلورم واده يې د واخان يوې کنيزې، اصل بېگم چې پخوا گلراز بي بي نومېده وکړ، پينځم واده يې د سيد امير عتيق الله خان لور بي بي حليمې سره چې لقب يې بوبو جهان جاغدار بېگم سره وکړ، شپږم واده يې د مير حکيم خان د شبرغان نظام الدوله د لور سره وکړ. اووم واده يې يوې چترالۍ پېغلې صفورا بېگم چې لقب يې بي بي ستارو وه وکړ، اتم واده يې د بلخ د مزاري سيد د لور پادشا بېگم سره وکړ، نهم واده يې بي بي گلراز دويمې سره چې د قولاب وه واده وکړ. لسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ، يوولسم واده يې د بدخشان د مير محمد علي خان يفتلي مشرې لور ساجده بېگم سره وکړ چې له هغې يې هم اولاد و نه شو. دوولسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ. ديارلسم واده يې يوې چترالۍ سره چې نوم يې بي بي نېک آدمه وه وکړ څوارلسم واده يې د محمد حسين خان منگ د لور سره واده وکړ. د امير عبدالرحمن خان نه دوولس زامن او څلور لوڼې پاتې شوې.

مخينه[سمول]

هغه د امير محمد افضل خان مشر زوی او د دوست محمد خان لمسی و. په بلخ کې يې دوديزې زده کړې ترلاسه کړي.

زامن او لوڼې[سمول]

  1. سردار عبدالله خان (د مريم بېگم زوی)
  2. سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا (د اصل بېگم زوی)
  3. سردار نصرالله خان نايب السلطنة اتواد الدوله (د اصل بېگم زوی)
  4. سردار فتح الله خان (د اصل بېگم زوی)
  5. سردار عبدالفحد خان (د اصل بېگم زوی)
  6. سردار شمس الدين خان (د بي بي حليمې زوی)
  7. سردار حفيظ الله خان (د بي بي گلراز زوی)
  8. سردار محمد امين خان (د بي بي نېک قدم زوی)
  9. سردار اسد الله خان (د قولابۍ کنيزې زوی)
  10. سردار محمد افضل خان (د پادشا بېگم زوی)
  11. سردار محمد عمر خان (د بي بي حليمې زوی)
  12. سردار غلام علي جان (سخي داد خان) (د پادشا بېگم زوی)
  13. گوهر خانم (د بي بي وليده جهان لور)
  14. روقيه خانم (دصفورا بېگم لور)
  15. فاطمه بېگم (د بي بي زهرا لور)
  16. حاجره بېگم (د صفورا بېگم لور)

سياست[سمول]

کله چي انگرېزانو امير عبدالرحمن د سردار محمد افضل خان زوی د تاشکند څخه راوغوښت نو يې د ده سره د يو شمېر مرستو قول و کړ پدې شرط چي که دی په خارجي سياست کي د انگرېزانو سره مشوره و کړي . امير عبدالرحمن هم د مجبوريت له مخي قبوله کړه . دی ډېر تجربه کاره سړی وو ، دی پوهېدئ چي د قومي خلکو سره څرنگه چلند و کړي او هم د انگرېزانو سره څرنگه په خپله گټه په نرمي چلند و کړي .

ده و کولای شول چي د څو ورځو په مدت کي په کابل کي امنيت راولي او بيا د افغانستان نورو ښارونو ته پام شو . او پدې ډول د افغان او انگليس دويمه جگړه پای ته و رسېده .

امير عبدالرحمن په ډېر لږ وخت کي په هيواد کي خپل مخالفان يا له مينځه يوړه ، يا يې بنديان او يا يې فراره کړه . انگرېزانو هم د ده سره مرستي کولې . په ١٨٨٠ م کال کي يې پنځه لکه روپۍ ، څو سوه توپونه او څو زره توپکان امير ته ور کړه او هر کال به يې ١٨٠٠٠ پونډه مرسته ور سره کوله .

ده ډېر ژر ټوله بلواگر لکه د غزني غلجيان او د منځني افغانستان هزاره گان د ځان تابع کړه . د سپاه سالار جنرال غلام حيدر خان چرخي په واسطه يې د هيواد ټولي هغه برخي چي د افغاني دولت له لاسه وتلي وې بيرته په لاس راوړې . په نورستان کي يې د اسلام دين خپور کړ او هغه ځای يې د نورستان په نامه و باله .

امير په هيواد کي د جاسوسۍ دايره جوړه او قوي کړه ، تکړه قاضيان يې مقرر کړ ه، د پوستې دفترونه يې خلاص کړه ، شرعي محکمې يې د سره خلاصي کړې ، د کابل په شاهي مدرسه کي يې ديني عالمان مقرر کړه ، چاپخانه يې بيا خلاصه کړه ، په کابل کي يې د توپک جوړولو فابرکه په کار واچول . د ماليې دفترونه يې خلاص کړه ، د لارو غله يې له منځه يوړه .

د خارجي سياست په برخه کي يې په نرمي گام اخيسئ . په ١٨٨٥ م کال کي تزاري روسيې پر شمالي پنجده حمله وکړه او هغه يې و نيوله . که څه هم انگرېزانو بايد پدې هکله د ده سره مرسته کړې وای خو و يې نه کړه .

امير عبدالرحمن خان يوه لويه غلطي چي کړېده هغه د ډيورنډ معاهده ده چي بېله د ملت د نمايندگانو د خبرتيا يې په خپل سر امضا کړه . پدې معاهده کي افغانستان په شرقي او جنوبي سيمو کي ډيري مځکي له لاسه ور کړې ١٨٩٣ م . امير عبدالرحمن خان په کابل کي په ١٩٠١ کال کي مړ سو او پر ځای يې د ده زوی سردار حبيب الله خان پاچا سو .

انځورتون[سمول]