جرمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له المان نه مخ گرځېدلی)
بيرغ نښان
Location of  جرمني  () – on the European continent  (green & ) – in the په اروپا کې  (green)  —  [Legend]
Location of  جرمني  ()

– on the European continent  (green & )
– in the په اروپا کې  (green)  —  [Legend]

نخشه
موقعيت
Location of  جرمني  ()

– on the European continent  (green & )
– in the په اروپا کې  (green)  —  [Legend]

حکومت
 -  ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر
 -  د المان قونسلره انګلا مرکل
 -  Upper House بوندسرات
 -  Lower House بوندستاق
جوړښت
 -  واتیکان ۲ فبرورې ۹۶۲ 
 -  د المان هیواد کنفدراسیون ۸ جون ۱۸۱۵ 
 -  آلمان ۱۸ جنورې ۱۸۷۱ 
 -  ولسمشریزه ۱۱ اګست ۱۹۱۹ 
 -  لویدیځ المان ۲۳ مې ۱۹۴۹ 
 -  EEC Foundation[lower-alpha ۱] ۱ جنوري ۱۹۵۸ 
 -  المان ۳ اکتوبر ۱۹۹۰ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۳۵۷٬۱۶۸ کيلومتر2 (۶۳)
۱۳۷٬۸۴۷ sq mi 
د وګړو شمېر
 -   estimate ۸۲٬۱۷۵٬۷۰۰ 
GDP (nominal) ۲۰۱۵ اټکل
 -  ټولټال $۳٫۳۷۱ تریلیون[۱] (۴)
 -  پر کس $۴۱٬۲۶۷[۱] (۲۰)
Gini (۲۰۱۴) ۳۰٫۷ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۴) ۰٫۹۱۶ (۶)
د وخت سيمه (UTC+۱)
 -  اوړی (DST) CEST (UTC+۲)
د موټر چلولو لوری ساغ
د انټرنټ مخکښ شپول .de او .eu
پيل ګڼ ۴۹


جرمني (په جرمني ژبه کې دویچلند) چې په رسمي توګه د جرمني فدرالي جمهوریت نومېږي، په مرکزي اروپا کې یو هېواد دی. نوموړی هېواد په اروپا کې له روسیې نه وروسته دویم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی او په اروپایی اتحادیه ترټولو ډېر نفوس لرونکی غړی هېواد ګڼل کېږي. جرمني په شمال کې د بالتیک او شمالي سمندرګیو او په سویل کې د آلپ د غرونو په منځ کې پروت دی. دا هېواد ۳۵۶۰۲۲ کلیومتره مربع (۱۳۷۸۴۷ مایل مربع) مساحت لري او په ۱۶ ایالاتونو کې له ۸۳ میلیونه وګړو نه ډېر نفوس لري. دا هېواد له ډنمارک سره په شمال کې، له پولنډ او چک جمهوریت سره په ختیځ کې، له اطریش او سویس سره په سویل کې او له فرانسې، لوګزامبورګ، بلجیم او هالنډ سره په لویدیځ کې ګډه پوله لري. د دې هېواد پلازمېنه او لوی ښار برلین دی او مالي مرکز یې فرانکفورت دی او رور(Ruhr ) یې تر ټولو لویه ښاري سیمه ده.  

بېلابېل جرمن قومونه له کلاسیکې لرغونې دورې راهیسې د اوسني جرمني په شمالي برخو کې مېشت دي. د جرمنیه په نوم یوه سیمه له ۱۰۰ کاله مخکې له میلاد نه مستنده شوې ده. د دې هېواد سیمو په ۱۰ پېړۍ کې د سپېڅلي  روم د سترواکۍ مرکزي برخې جوړولې. د ۱۶ مې پېړۍ په ترڅ کې، د دې هېواد سیمې د پروتستانت سمونونو مرکز شو. په ۱۸۰۶ ز کال کې د ناپلیوني جګړو په ترڅ کې د مقدس روم سترواکي نسکوره شوه چې په پایله کې یې په ۱۸۱۵ ز کال کې، د جرمني کنفدراسیون رامنځ ته شو. جرمني هغه وخت یو میلتي دولت شو، چې ډېر جرمن ایالتونه په ۱۸۷۱ ز کال کې، د پروشیا په واکمنۍ کې د جرمني په سترواکۍ کې سره یوځای شول.  لومړۍ نړیوالې جګړې او له ۱۹۱۸ نه تر ۱۹۱۹ ز پورې د جرمني له انقلاب نه وروسته، نوموړې سترواکۍ د نیمه ولسمشریز ویمار جمهوریت په بڼه بدلون وکړ. په ۱۹۳۳ ز کال کې واک ته د نازي ګوند رسېدل،  د دیکتاتورۍ د رامنځته کېدو، د دویمې نړیوالې جګړې او د هولوکاست د عامې وژنې لامل شو. په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته او د متحدینو د اشغال په دوره کې، دا هېواد د جرمني د فدرالي جمهوریت په نامه، چې په لوېدیځ کې په عمومي توګه د لویدیځ جرمني په نوم پیژندل کېده او د جرمني په دیموکراتیک جمهوریت، یا ختیځ جرمني تجزیه شو. د جرمني فدرالي جمهوریت، د اروپا د اقتصادي ټولنې او اروپايي اتحادیې بنسټ ایښودونکی غړی و، په داسې حال کې چې، د جرمني دیموکراتیک جمهوریت د کمونیست ختیځ بلاک دولت او د وارسا تړون غړی و. کله چې کمونیزم  نسکور شو، د ۱۹۹۰ ز کال د اکتوبر میاشتې په ۳ مه نېټه،  د ختیځ جرمني پخواني ایالتونه، د جرمني له فدرالي جمهوریت سره یوځای شول، چې یو فدرالي پارلماني جمهوریت یې را منځ ته کړ.  

دا هېوا د ځواکمن اقتصاد په درلودلو سره یو لوی ځواک ګڼل کېږي، چې په اروپا کې ترټولو لوی اقتصاد له ځانه سره لري. د GDP پر بنسټ د نړۍ څلورم لوی اقتصاد دی  او د پېرودلو  د وړتیا د تساوي یا PPP پر بنسټ پنځم لوی اقتصاد ګڼل کېږي. په ډول ډول صنایعو، علمي او تکنالوژيکې برخو کې د نړۍ د مخکښ هېواد په توګه، دا هېواد د نړۍ د لویو صادرونکو او واردونکو هېوادنو په منځ کې درېم ځای لري. د یوه پرمختللی هېواد په توګه، چې د بشري پراختیا په شاخص یا HDI کې خورا لوړ ځای لري، دا هېواد خپلو وکړو ته د ټولنیز خوندیتوب امتیازات  او د روغتیا پاملرنې بشپړ نظام، د چاپېریال ساتنه، او د زده کړې لپاره وړیا پوهنتونونه وړاندې کوي. جرمني د ملګرو ملتونو، ناټو، G7، G20 او OECD هېوادنو غړی دی. دا هېواد د یونسکو نړیوال میراث ځایونو په لړۍ کې درېم لوی هېواد دی.

رېښه

د جرمني (Germany)انګلیسي کلیمه، د لاتیني کلیمې له جرمنیا( Germania) نه اخیستل شوې ده او دې کلیمې هغه وخت کاروونکې بڼه و موندله، چې جولیوس سیزار دا کلیمه د راین سیند ختیځو اوسېدونکو ته وټاکله. د جرمني ژبې اصطلاح Deutschland، په اصل کې diutisciu land  ده چې، د جرمنیانو د خاورې په معنا ده، له deutsch نه اخیستل شوې، چې د پخوانۍ عالي جرمني له diutisc چې 'د خلکو په معنا' ده اخیستل شوې او دا په خپل وار سره، د (diot or diota ' خلکو' نه)، اخیستل شوې ده، چې په اصل کې له لاتیني او د هغې له رومي رېښې نه د عامه وګړو د ژبې د توپیر لپاره کارول کېږي. دا په خپل وار سره ،د پروتو-جرمنیک له  þiudiskaz چې 'د خلکو' په معنا ده ،اخیستل شوې ده (لاتیني شوې بڼه Theodiscus وګورئ) چې په خپل وار سره، د þeudō نه اخیستل شوې ده چې، دا کلیمه له پورتو-هندو-اروپایي tewtéh₂ نه مشتق شوې  ده چې، د 'خلکو' په معنا ده چې له دې نه، دا شان Teutons کلیمه هم سرچینه اخلي.[۲][۳]

دینونه

ددغه هيواد زياتره اوسيدونكي مسيحيان دي. او ژوند ته هيله پكې په ښځو كې تر ۸۱ كلنۍ او په نارينه وو كې تر ۷۶ كلونو پورې ده. د جرمني فدرال جمهوريت ۱۶ فدراسونه لري. دغه فدراسونونه كولاى شي چې په ځينو مـسایلو كې خپلواك عمل وكړي.

ښارونه

بادن وورتمبرګ، بایرن، برلين، فرانکفورټ، برمن، هامبورگ، هسن، ملنبورګ-فورپومرن، نيدرزاكسن، نوردراين-وستفالن، راينلاند-فالټز، زارلاند، زاكسن-آنهالت، اشلسويگ-هولشتاين او تورينگن ددغه هيواد ۱۶ فدراسینونه دي. د المان پلازمينه او د حكومت مركز برلين دى. دغه هيواد د ملگرو ملتونو ، ناټو، جي اته هیوادونه، اروپایي ټولنه او 5+1هیوادونه په څير سازمانونو کې غړى دى. له دوهمي نړيوالي جګړې وروسته چې جرمني يې پرانستونكى وو دغه هيواد په دوه برخو لويديځ او ختيځ وويشل شو او د برلين ديوال د برلين ښار په دوه برخو يعني ختيځ او لويديځ وويشلو.

بیا رغونه

د ختيځ جرمني خلكو چې د شوروي اتحاد تر څارنې لاندې يې ژوند كاوه ښه اقتصادي وضعيت نه درلود. د برلين ديوال له منځه تللو سره د المان اقتصاد وغوړېد او د څو كلونو په اوږدو كې دغه هيواد د امريكا او جاپان ترڅنګ د اقتصاد له نظره د نړۍ په لومړيو هيوادونو كې راغى.[۴]

تاریخ

د برلین دیوال د المان هیواد په تاریخ کې یو مشهور دیوال وو چې ترننه یې یوه برخه ولاړه ده.

جغرافیه

Topografik harita.
سیمه آلمان هیواد
نقشه

اقتصاد

المان د داخلي ناخالص توليد له نظره د نړۍ دريم هيواد دى او د عايد له نظره د كاليو ستر صادروونكى او په نړۍ كې د كاليو د ورادوونكو هيوادونو په دوهمه درجه كې راځي. د نړيوالې سوداگرۍ د سازمان د احصائې په اساس په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې د آلمان د صادراتو كچه ۱.۱۳۳ تريليونه ډالره وو. لدې سره سره د المان په لويديځه نيمايي كې ژوند د هغه د ختيځې نيمايي برخې په نسبت ډير ښه كيفيت لري.

په آلمان كې زيات صنايع فعال دي. لكه د الكترونيكي ، ميخانيكي ، كيمياوي موادو ، منسوجاتو خوراكي او نقليه وسايطو په څير صنايع. د بنز ، بي ام او فالكس واگون په څير د موټر جوړونې كارخانې يې هم خپل محصولات ټولې نړۍ ته وړاندې كوي. ددغه هيواد مهم صادرات د ليږد راليږد وسيلې او الكترونيكي وسايل جوړوي. په ۲۰۰۲ ميلادي كال كې آلمان په نړۍ كې د انرژۍ پنځم مصرفوونكى هيواد وو او دغه هيواد ته د لومړنۍ انرژۍ د دريو برخو څخه دوه برخې واردېدلې. په همدې كال آلمان په اروپايي هيوادونو كې د بريښنا تر ټولو ستر مصرفوونكى هيواد هم وو. په همدې كال كې د المان واكوالانو د خپل هيواد له تجديدونكې انرژۍ څخه د مصرفي انرژۍ د نيمايي برخې تامين د خپل كار په اجنډا كې راووست. آلمان په زياتو ډبرو سكرو سربېره د اوسپنې ، بوكيسټ ، مسو ، نېكل ، قلعي ، سپينو زرو ، پټاسو او مالگې په څير نسبتاً كوچنۍ طبيعي زيرمې هم لري. بانكوالي او مالي چارې د بهرنيو اسعارو د عايد مهمې سرچينې دي او فرانكفورت په نړۍ كې د مالي او سوداگريزو چارو يو اصلي مركز گڼل كيږي. په دغه هيواد كې د بېكارۍ كچه ۷.۱ سلنه ده چې همدا چاره ددغه هيواد د سياستوالانو په وړاندې يوه مهمه ستونزه ده.

سياست

په المان كې د تصميم نيونې مبنا ددغه هيواد اساسي قانون دى چې پكې ددغه هيواد په ډيموكراټيك اوسېدو ټينگار شوى دى. د دغه هيواد د حكومت په مشرتابه كې ولسمشر دى چې زياتره سمبوليك رول لري او مهم تصميمونه زياتره د حكومت د مشر په غاړه دي چې هغه لومړى وزير يا صدر اعظم دى. په آلمان كې لوى او واړه گوندونه هم فعاليت لري چې پكې مسیحی ډيموكراټيك (CDU)، سوسیال ‌مسیحي (CSU)، سوشيل‌ دموکراټ (SPD)، لیبرال (FDP)، د شنو ۹۰ فيصدي اتحاد (Bündnis 90/Die Grünen) او چپ گوند (Die Linke) زيات قدرت لري. آلمان او فرانسه له ډېر پخوا څخه سياسي نږدېوالى لري چې دغه موضوع په آلمان كې د هلموت كهل او په فرانسه كې د فرانسيس ميتيران د لومړيو وزارتونو په مهال لازياتوالى وموند.

اړيكتيايي چارې

په دغه هيواد كې ۳۷۳ ټلويزیوني چينلونه پروگرامونه خپروي او ۳۸ ميليونه او شپږ لكه انټرنيټي كاروونكي لري. دغه هيواد له اړيكتيايي نظره په پرمختللو هيوادونو كې راځي. په دغه هيواد كې ۵۴ ميليونه ثابتې ټلفوني كرښې شته او څه دپاسه ۸۴ ميليونه مبايل كرښې هم پكې په فعاليت بوختې دي. ۱۶ ميليونه او څلور لكه او ۹۴ زره اينټرنيټي كوربانه لري او انټرنيټي كود يې هم de دى.

ایداري وېش

'د المان هیواد د آیالاتونو نوملړالمان هیواد د ولایتونو نوملړ/د المان ایداري وېش)

د المان نقشه
نښان بیرغ نوم مرکز مساحت نفوس بنسټ
بادن وورتمبرګ شتوتګارت ۳۵،۷۵۲ ۱۰،۷۵۵،۰۰۰ ۱۹۴۹
بایرن مونیخ ۷۰،۵۵۲ ۱۲،۵۴۲،۰۰۰ ۱۹۴۹
براندنبورگ پوتسدام ۲۹،۴۷۹ ۲،۵۰۰،۰۰۰ ۱۹۹۰
برلین برلین ۸۹۲ ۳،۴۶۹،۰۰۰ ۱۹۹۰
برمن برمن ۴۱۹ ۶۶۱،۰۰۰ ۱۹۴۹
تورینګن ارفورت ۱۶،۱۷۲ ۲،۲۳۱،۰۰۰ ۱۹۹۰
راینلند پالڅ ماینڅ ۱۹،۸۵۳ ۴،۰۵۲،۸۰۳ ۱۹۴۹
زارلاند زاربروکن ۲،۵۶۹ ۱،۰۱۸،۰۰۰ ۱۹۵۷
زاخسن درسدن ۱۸،۴۱۶ ۴،۱۴۳،۰۰۰ ۱۹۹۰
زاخسن-انهالت ماګدبورګ ۲۰،۴۴۶ ۲،۳۳۱،۰۰۰ ۱۹۹۰
شلسویګ-هولشتاین کیل ۱۵،۷۹۹ ۲،۸۳۳،۰۰۰ ۱۹۴۹
مکلنبورګ-فورپومرن شورین ۲۳،۱۸۰ ۱،۶۳۹،۰۰۰ ۱۹۹۰
نوردراین-وستفالن دوسلدورف ۳۴،۰۸۵ ۱۷،۸۳۷،۰۰۰ ۱۹۴۹
نیدرزاخسن هانوفر ۴۷،۶۰۹ ۷،۹۱۴،۰۰۰ ۱۹۴۹
هامبورگ هامبورگ ۷۵۵ ۱،۷۸۸،۰۰۰ ۱۹۴۹
هسن ویسبادن ۲۱،۱۱۵ ۶،۰۶۶،۰۰۰ ۱۹۴۹

سرچینې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱
  2. Schulze, Hagen (1998). Germany: A New History. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-80688-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lloyd, Albert L.; Lühr, Rosemarie; Springer, Otto (1998). Etymologisches Wörterbuch des Althochdeutschen, Band II (په الألمانية ژبه کي). Vandenhoeck & Ruprecht. د کتاب پاڼي 699–704. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-525-20768-0. مؤرشف من الأصل في ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) (for Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value).). Lloyd, Albert L.; Lühr, Rosemarie; Springer, Otto (1998). Etymologisches Wörterbuch des Althochdeutschen, Band II (په الألمانية ژبه کي). Vandenhoeck & Ruprecht. د کتاب پاڼي 685–686. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-525-20768-0. مؤرشف من الأصل في ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) (for Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value).).
  4. http://www.rohi.af/fullstory.php?id=41592/[مړه لينکونه] د المان فدارلي جمهوریت سره اشنایي، روهي ویب پاڼه