اسيان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسيان چې په رسمي ډول د سويل ختيځې اسيا هېوادونو د ټولنې په نوم پېژندل کېږي، په سويل ختيځه اسيا کې د لسو غړيو هېوادونو ېوه اتحاديه ده، کومه چې د دې ټولنې د غړيو هېوادونو او اسيا پاسفيک د حکومتونو تر منځ همغږۍ ته وده ورکوي او د اقتصادي، سياسي، امنيتي، پوځي، تعليمي او ټولنيز کلتوري يووالي په برخه کې د اسانچاري دنده تر سره کوي. د اسيان بنسټيزه موخه اقتصادي وده چټکول او له دې لارې ټولنيز پرمختګ او کلتوري وده منځ ته راوړل و. ثانوي موخه يې د قانون د حاکمیت او د ملګرو ملتنو د منشور د اصولو پر بنسټ سيمه ييزه سوله او ثبات دودول و. په اسيان کې د نړۍ ځينې په تېزۍ سره وده کونوکي اقتصادونه شامل دي، دې سازمان خپلې موخې له اقتصادي او ټولنيزې دايرې څخه ورهاخوا پراخې کړې دي. په ۲۰۰۳ز کال کې اسيان له درې ارکانو څخه د جوړې اسيان ټولنې پر سر موافقه کولو له لارې، اسيان له اروپايي اتحاديې سره په يوه لاره روان شو چې دا درې ارکان دا دي: د اسيان امنيتي ټولنه، د اسيان اقتصادي ټولنه او د اسيان ټولنيزه کلتوري ټولنه. د اسيان په بيرغ او نښان کې د وريژو لس ډنډر دي چې د سويل ختيځې اسيا د لسو هېوادونو استازيتوب کوي، کوم چې يو له بل سره په يووالي تړلي دي.[۱][۲][۳][۴]

اسيان په منظم ډول د اسيا پاسفيک سيمې او له دې څخه ورهاخوا هېوادونو سره په اړيکه کې دی. اسيان چې د «UN, SCO, PA, GCC, MERCOSUR, CELAC» او «ECO» ستر لوی یک دی، د ائتلافونو او مذاکراتي شريکانو يوه نړيوله شبکه لري او ډېر ورته د یو نړيوال ځواک د مرکز په سترګه ګوري. دا ټولنه په ډېرو نړيوالو چارو کې ښکېله ده او په ټوله نړۍ کې د دیپلوماتيکو ماموريتونو کوربه توب کوي. د دې سازمان برياليتوب په تاريخ کې د يو لړ سترو سوداګريزو بلاکونو (دله يا اتحاد) پر مخ وړونکی ځواک ګرځېدلی چې په دې بلاکونو کې APEC او RCEP هم شامل دي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

تاريخ[سمول]

بنسټ اېښودل[سمول]

له اسيان مخکې د ۱۹۶۱ز کال د جولای په يو دېرشمه نېټه يو بل سازمان جوړ شوی و چې د سويل ختيځې اسيا ټولنې (ASA) په نوم يادېدو، دا ډله له تايلينډ، فلپين او مالایا فدراسیون څخه جوړه وه. اسیان خپله د ۱۹۶۷ز کال د اګست په اتمه نېټه جوړ شو، کله چې د پنخو هېوادونو هر يو اندونیزيا، ماليزيا، فلپين، سینګاپور او تايلينډ د بهرنيو چارو ويرانو د اسيان اعلاميه لاسليک کړه. څنګه چې په اعلاميه کې درج شوي دي، د اسيان موخې او اهداف په سيمه کې اقتصادي وده، ټولنيز پرمختګ او کلتوري ترقي ده، څو سيمه يیزه سوله، د شريکو ګټو په اړوند همغږي او دوه اړخيزه همکاري، يو بل ته د روزنې او څېړنې په برخه کې د اسانتيا منځ ته راوړلو سره مرسته کول، د خلکو د ژوندانه د معيارونو د پورته کولو لپاره د کرنې او صنعت څخه د ښې ګټې اخستل همغږي کول، د سويل ختيځې اسيا مطالعات دود کول او د همدې ډول موخو او اهدافو لرونکو نړيوالو سازمانونو سره د نژدې، ګټورې همکارۍ ساتل دي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د اسيان جوړېدلو په لومړي سر کې پر کمیونیزم د برترۍ ساتلو له هيلې انګېزه اخستې وه. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د شوروي اتحاد له خوا د شمالي کوريايي ټاپووزمې له نيولو، په شمالي کوريا کې د کمونستو حکومتونو (۱۹۴۵)، د چين د خلکو جمهوريت (۱۹۴۹) او له شمالي ویتنام سره د پخوانۍ اندو-چين د ځينو برخو چې په برتانوي مالايا کې ورسره کمونستي تاوتريخوالی (بېړنی حالت) هم ملګری و او د ۱۹۵۰ز لسيزې په لومړيو کې له متحده ايالاتو څخه د فلپين له خپلواکۍ وروسته نا امنۍ څخه پس کمونزم په مرکزي اسيايي سيمو کې پښې کلکې کړې وې.

دې پېښو په ۱۹۵۴ز کال کې همدا راز د لومړي « S.E.A.T.O.» (سويل ختيځ اسيا تړون سازمان) جوړېدلو سره هم مرسته وکړه چې مشري يې د متحده ايالاتو او انګلستان تر څنګ استراليا کوله، دې سازمان په سويل ختيځېه اسيا کې ګڼ شريکان درلودل چې دې سازمان د پراختيا د مخنيوي او له دې څخه د مخکې په ۱۹۴۹ز کال د لويديځې اروپا لپاره د جوړ شوي دفاعي مورچل ناټو د ختيځې نسخې په توګه يې کار وکړ. په هر حال، د اسيان د ډلې سيمه يیزو غړیو هېوادونو د ۱۹۷۰ز لسيزې په منځ کې د «سايګون» د زوال او د ۱۹۷۵ز کال په اپريل مياشت کې د ويتنام د جګړې د پای ته رسېدو او د «سيټو» له منځه تګ وروسته د ځواک په توازن کې د بدلون له راتګ پس زياته همغږي تر لاسه کړه.[۲۳]

د اسيان د لومړۍ سرمشريزې ناسته په ۱۹۷۶ز کال د اندونيزيا په «بالي» کې تر سره شوه، په کومه کې چې په ګڼو صنعتي پروژو توافق وشو او د دوستانه اړیکو او همکارۍ په يو تړون او د همغږۍ په يوې اعلاميې لاسلیک وشو. د سړې جګړې پای ته رسېدو د اسيان له هېوادونو سره مرسته وکړه چې په سيمه کې له زياتې سياسي خپلواکۍ څخه ګټه واخلي، په ۱۹۹۰ز لسيزه کې، اسيان د سيمه ييزې سوداګرۍ او امنيتي موضوعاتو په اړوند د يو مخکښ غږ په توګه راڅرګند شو.[۲۴]

د ۱۹۹۵ز کال د ديسمبر په پنځلسمه نېټه، له هستوي وسلې څخه د پاکې سويل ختيځې اسيا تړون لاسليک شو، څو په دې ډول سويل ختيځه اسيا له هستوي وسلو څخه پاکه سيمه وګرځي. دا تړون د ۱۹۹۷ز کال د مارچ په اته وېشتمه نېټه هغه مهال پلی شو، کله چې له يو پرته نورو ټولو غړيو هېوادونو تصويب کړ. دا تړون د ۲۰۰۱ز کال د جون د مياشتې په يوويشتمه نېټه له هغې وروسته بشپړ پلی شو، کله چې فلپين تصويب کړ او په عمل کې يې په سيمه کې ټولې هستوي وسلې بندې کړې.[۲۵]

پراختيا[سمول]

د ۱۹۸۴ز کال د جنورۍ په اومه نېټه برونای د اسیان شبږم غړی شو او د ۱۹۹۵ز کال د جولای په اته ويشتمه نېټه د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته ویتنام له دې سازمان سره د اوم غړي په توګه يوځای شو. لاوس او ميانمار (چې مخکې برما و) دوه کاله وروسته د ۱۹۹۷ز کال د جولای په درويشتمه نېټه ورسره يوځای شول. کمبوډيا هم د لاوس او ميانمار سره په يو وخت کې ورسره يو ځای کېدو، خو په ۱۹۹۷ز کال کې يوې کودتا او داخلي ناارامۍ دا يوځای کېدل وځنډول. دا هېواد د ۱۹۹۹ز کال د اپريل په دېرشمه نېټه هغه مهال له دې سازمان سره يوخای شو چې خپل حکومت يې باثباته کړ.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

په ۲۰۰۶ز کال کې، اسیان ته د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د څارونکي حيثيت ورکړل شو، د دې په بدل کې ياد سازمان ملګرو ملتونو ته د «مذاکرې شريک» حيثيت ورکړ.[۳۱][۳۲]

د اسيان د هېوادونو تر منځ تاريخي مشترکات[سمول]

د يو شان جغرافیايي موقعيت د شراکت تر څنګ، سويل ختيځ اسيايي هېوادونه د ختيځې اسيا او سويلي اسيا تر منځ د کلتوري څلور لارې په توګه بلل کېږي، کوم چې د سويلي چين د سمندر او تر څنګ يې د هند د بحر په مهمو نښلونکو سيمو پراته دي، له اروپايي نېواک پړاونو څخه مخکې يې همدا راز له اسلامي او پارسي اغېز څخه زيات اغېزمن شوي وو.[۳۳][۳۴]

د شا اوخوا ۱۰۰ مخزېديز راهيسې، سويل ختيځې اسياي مجمع الجزايز د هند بحر او سويلي چين سمندر د سوداګريزو لارو پر څلور لارو مرکزي موقعيت خپل کړی و، کوم چې اقتصاد او نظریات په خوځښت راوستل. په دې کې د سويل ختيځې اسيا د «ابوګيډا» ليکدود تر څنګ په ويتنام کې چينايي رسم الخط متعارف کول هم شامل و. د ګڼو اصلي متونونو تر څنګ، په تايلينډ، کمبوډيا، لاوس، اندونيزيا، مالايا او داسې نورو کې ګڼ ابوګيډا براهمي ليکدود هم په پراخه پیمانه خپور و. له تاريخي اړخه، د «پلاو»، «کاوي» (له لرغوني تاملي رسم الخط څخه) او «رينکونګ» يا «سورت اولو» په څېر ليکدودونه د لرغونې مالايي لیکنې لپاره کارول کېدل، تر دې چې په ماليا مجمع الجزاير کې د اسلامي تبليغي ماموريتونو پر مهال يې ځای «جاوی» ونيو.[۳۵][۳۶]

په ګڼو اسيان هېوادونو کې تاريخي اروپايي نېواکګرې اغېزې، د فرانسوي اندو-چين (اوسنی ويتنام، الوس اوکمبوډيا)، برتانوي برما، مالايا او بورنيو (اوسنی ميانمار، ماليزيا او سینګار او بورنيو)، هالنډي ختیځ هندوستان (اوسنی اندونيزيا)، اسپانوي شرق الهند (اوسنی فلپين او ګڼې نورې مستعمرې) او پرتګالي تيمور (اوسنی تيمور ليسټي) په ګډون په ټولو سويل ختيځو اسيايي هېوادونو اغېز پیدا کړ، يواځې تايلينډ (هغه مهال سايم بلل کېدو) يواځينی سويل ختيځ اسيايي هېواد و چې د اروپايي مستعمرې په توګه ونه نيول شو.[۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. "How do you say ASEAN?". Voice of America Pronunciation Guide. VOA. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "NLS/BPH: Other Writings, The ABC Book, A Pronunciation Guide". Library of Congress. 8 May 2006. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جنوري ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Asean.org Archived 2 March 2012 at the Wayback Machine., ASEAN-10: Meeting the Challenges, by Termsak Chalermpalanupap, Asean.org Archived 11 May 2011 at the Wayback Machine., ASEAN Secretariat official website. Retrieved 27 June 2008.
  4. "Overview". ASEAN. Association of Southeast Asian Nations. مؤرشف من الأصل في ۱۷ فبروري ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "International/Regional Organisation". ASEAN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "This is why ASEAN needs a common visa". World Economic Forum. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "ASEAN bloc must be tapped". www.theaustralian.com.au. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Association of Southeast Asian Nations (ASEAN) | Treaties & Regimes | NTI". www.nti.org. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "ASEAN-UN Partnership". Asia-Pacific Regional Coordination Mechanism. 20 December 2016. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "An Overview of ASEAN-United Nations Cooperation - ASEAN - ONE VISION ONE IDENTITY ONE COMMUNITY". مؤرشف من الأصل في ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Intergovernmental Organizations". www.un.org. مؤرشف من الأصل في ۲۳ مې ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "A trade pact nearly 10 years in the making: 5 things to know about RCEP | the Straits Times". 15 November 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "India stays away from RCEP talks in Bali". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "PECC - Back to Canberra: Founding APEC". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "What is ASEAN?". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Beating the Odds: How ASEAN Helped Southeast Asia Succeed". 15 March 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "ASEAN: An Unexpected Success Story". 16 May 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Tarling, Nicholas (1999). The Cambridge History of Southeast Asia: Volume 2, Part 2, From World War II to the Present (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 287. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-66372-4. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ooi, Keat Gin (2004). Southeast Asia: A Historical Encyclopedia, from Angkor Wat to East Timor (په انګلیسي ژبه کي). ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 186. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-770-2. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Liow, Joseph; Leifer, Michael (20 November 2014). Dictionary of the Modern Politics of Southeast Asia (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼي 82–85. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-62233-8. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "The Asean Declaration (Bangkok Declaration) Bangkok, 8 August 1967". ASEAN. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Overview". asean.org. ASEAN. مؤرشف من الأصل في ۱۷ فبروري ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Bernard Eccleston; Michael Dawson; Deborah J. McNamara (1998). The Asia-Pacific Profile. Routledge (UK). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-17279-0. مؤرشف من الأصل في ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Moon, C. (2014). ASEAN. Encyclopædia Britannica
  25. Bangkok Treaty (in alphabetical order) At UNODA United Nations. Retrieved 4 September 2008. Archived 28 July 2011 at the Wayback Machine.
  26. "Background Note:Brunei Darussalam/Profile:/Foreign Relations". US State Department. مؤرشف من الأصل في ۰۴ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Vietnam in ASEAN: Toward Cooperation for Mutual Benefits". ASEAN Secretariat. 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Carolyn L. Gates; Mya Than (2001). ASEAN Enlargement: impacts and implications. Institute of Southeast Asian Studies. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-230-081-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Statement by the Secretary-General of ASEAN Welcoming the Kingdom of Cambodia as the Tenth Member State of ASEAN: 30 April 1999, ASEAN Secretariat". ASEAN Secretariat. 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Diplomatic pragmatism: ASEAN's response to the July 1997 coup | Conciliation Resources". www.c-r.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. RP resolution for observer status in UN assembly OK'd, Philippine Daily Inquirer, 13 March 2007. Archived 26 August 2010 at the Wayback Machine.
  32. (په 7 March 2007 باندې). Philippines to Represent ASEAN in UN Meetings in NY, Geneva. Yahoo! News.
  33. Reid, Anthony (2015-03-03). A History of Southeast Asia: Critical Crossroads (په انګلیسي ژبه کي). John Wiley & Sons. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-118-51293-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. https://thesiamsociety.org/wp-content/uploads/2000/03/JSS_088_0q_Marcinkowski_PersianReligiousCulturalInfluences.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  35. Reid, Anthony (February 1990). "An 'Age of Commerce' in Southeast Asian History". Modern Asian Studies (په انګلیسي ژبه کي). 24 (1): 1–30. doi:10.1017/S0026749X00001153. ISSN 1469-8099. S2CID 128602618. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Fadeli, Muhammad Al-Amin Mohd; et al. (2019). Malay History & Culture – عبر Academia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Acharya, Amitav (2012-11-22). The Making of Southeast Asia (په انګلیسي ژبه کي). ISEAS Publishing. doi:10.1355/9789814311250. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-4311-25-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Treaty between Great Britain and Siam". The American Journal of International Law. 3 (4): 297–304. 1909. doi:10.2307/2212641. ISSN 0002-9300. JSTOR 2212641. S2CID 246007886 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)