ارتر شوپنهاور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ارتر شوپنهاور
(الماني: Arthur Schopenhauer د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ارتر شوپنهاور
ارتر شوپنهاور

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۲ فبروري ۱۷۸۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 21 سپټمبر 1860 (72 کاله)[۱۶][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرانکفورت[۱۷][۱۸]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای هامبورگ
فرانکفورت  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر  د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف[۱۵]
ليکوال[۱۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۲۰][۲۱]
فرانسوي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه مېتافزیک
اخلاق
جمالیات
ساپوهنه
د فلسفې تاريخ  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر اپلاتون
جان لاک
باروچ سپینوزا
ډيويډ هيوم
امانوېل کانت
ګوېټه  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ارتر شوپنهاور
ارتر شوپنهاور

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ارتر شوپنهاور (۱۷۸۸ د فبرورۍ ۲۲ – ۱۸۶۰ د سپتمبر ۲۱) يو المانی فيلسوف و. نوموړی د خپل ۱۸۱۸ز کال  اثر له امله شهرت لري چې د « The World as Will and Representation» (نړۍ د ارادې او تمثيل په توګه) (چې په ۱۸۴۴ز کال کې خپور شو) په نوم و، په کوم کې چې فوق العاده نړۍ د يو ړانده د موجود د تولید خصوصيت لرونکې په توګه ښودل شوې ده. د «امانول کانت» (۱۷۲۴-۱۸۰۴) د ماورائي معنويت پر بنسټ، شوپنهاور يو ملحدانه ماوراء الطبيعياتي او اخلاقي سيستم جوړ کړی دی، کوم چې د الماني معنويت هممهالي اندونه رد کړي دي. نوموړي په لوېديځه فلسفه کې له لومړيو انديالانو څخه يو و، چا چې د هندوستاني فلسفې مهم اصول شريک او تايید کړل، لکه زهد، له خپل ځان څخه انکار او د نړۍ په اړوند هغه ډول تصور کول څنګه چې برېښي. د هغه کار د فلسفي ناهيلۍ د يو بېلګه ييز مظهر په توګه بلل شوی دی.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

که څه هم د هغه کار د خپل ژوند پر مهال د پام وړ توجه تر لاسه کولو کې ناکام شو، شوپهاور د فلسفې، ادب او ساينس په ګډون بېلا بېلو برخو کې له مړينې وروسته د پام وړ اغېز درلود. د جمالياتو (ښکلا/هنر)، اخلاقياتو او روانپوهنې په اړوند د هغه ليکنو پر ډيرو انديالانو او هنرمندانو اغېز درلود. په هغو کې چې د نوموړي د اغېز حواله يې ورکړې، فيلسوف ايمل چيوران، فريډريک نيچه او لډوګ وټګنسټاين، ساينسپوهان ايرون شروډنګر او البرټ اينسټاين، روانپوه سګمنډ فرويډ او کارل يونګ، لیکوالان ليو ټولسټوی، هرمن ميلويل، تاماس مان، هرمن هيس، ماچاډو ډي اسس، خورخه لويس بورخيس، مارسيل پروسټ او سمويل بيکټ، او موسيقار (د موسيقۍ سر او تال جوړونکی) ريچارډ واګنز، یوهانس برامس، ارنلډ شوينبرګ او ګستاف مهلر شامل دي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

ژوند[سمول]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ارتر شوپنهاور د ۱۷۸۸ز کال د فبرورۍ په دوه ويشتمه نېټه د ډانزګ (هغه مهال د پولنډي-ليتوانيايي ګډو ګټو برخه وه؛ اوسمهال د پولنډ برخه او د ګډانسک په نوم يادېږي) په هايليګيګسټګاس (اوسمهال Św. Ducha 47) کې زېږېدلی و، د مور نوم يې يوهانا شوپنهاور (چې اصلي نوم يې ټروسينر و: ۱۷۶۶-۱۸۳۸) او د پلار نوم يې هينريک فلوريس شوپنهاور و (۱۷۴۷-۱۸۰۵)، مور او پلار يې دواړه د شمتنې الماني-هالنډي اصيلو کورنيو غړي وو. دواړه زيات مذهبي نه وو، دواړو د فرانسې له انقلاب څخه ملاتړ کړی و او دواړه جمهوريت غوښتونکي وو، په اسپانوي او انګليسي يې خبرې کولای شوې او انګلستان پلوه وو. کله چې ډانزګ په ۱۷۹۳ز کال کې د پروشيا برخه وګرځېده، هينريک هامبورګ ته ولاړ – کوم چې د جمهوري اساسي قانون لرونکی يو ازاد ښار و. د هغه شرکت په ډينزګ کې سوداګرۍ ته دوام ورکړ، چېرته چې د هغه ډېرې کورنۍ پاتې شوې. «ايډيل» د «ارتر» يواځېنۍ خور وه چې د ۱۷۹۷ز کال د جولای په دولسمه نېټه زېږېدلې وه.[۴۲][۴۳][۴۴]

په ۱۷۹۷ز کال کې، ارتر د خپل پلار د سوداګرۍ شريک «ګريګوير ډي بلسيماير» له کورنۍ سره د استوګنې لپاره «لي هاور» ته واستول شو. داسې برېښې چې هغه په دې ځای کې له خپلې دوه کلنې استوګنې څخه خوند اخيستی دی، فرانسوي ژبه ويل يې زده کول او له «جين اينتايم ګريګوير ډي بلسيماير» سره يې خپله اوږده ملګرتيا جوړوله. په ۱۷۹۹ز کال کې، ارتر د شپېلۍ غږول پيل کړل.[۴۵][۴۶]

په ۱۸۰۳ز کال کې، نوموړی د خپل مور او پلار سره د هالينډ، انګلستان، فرانسې، سويټزرلينډ، اتريش او پروشيا اروپايي هېوادونو په سفر ولاړ. دې سفر ته د ساعت تېرۍ د يو سفر په سترګه کتل کېدل، هينريک له دې موکې څخه ګته واخيسته، څو له خپله هېواده دباند د خپلې سوداګرۍ ځينې ملګري وويني.

هينریک «ارتر» ته د يو انتخاب وړانديز وکړ: هغه کولای شول په کور کې پاتې شي او د پوهنتون لپاره چمتوالی ونيسي؛ يا هغه کولای شول چې له دوی سره په سفر ولاړ شي او خپل سوداګريز تعلیم ته دوام ورکړي. ارتر له هغوی سره سفر غوره کړ. وروسته هغه په خپل انتخاب ډېر پښېمانه و، ځکه چې د سواګرۍ روزنه ډېره ستړې کونکې وه. نوموړي د دې سفر دولس اونۍ په «ويمبلډن» کې ښوونځي ته په تګ تېرولو ولګولې، چېرته چې نوموړي د سخت او سرسري انګليکي مذهبيت څخه ډېر ناهيلی شو. سره له دې چې عموماً يې له انګليکي سره مينه درلوده، بيا يې هم په خپل ژوند کې په انګليکي مذهبيت سختو نيوکو ته دوام ورکړ. نوموړی همدا راز د خپل پلار تر فشار لاندې و، څوک چې د هغه په تعلیمي پايلو سختې نيوکې کولې.[۴۷]

په ۱۸۰۵ز کال کې، هينريک د خپل کور سره نږدې په يوې ويالې کې غرق شو. که څه هم شونې وه چې د هغه مړينه تصادفي وه، د هغه مېرمنې او زوی باور درلود چې دا ځانوژنه وه. هغه د اندېښنې او تشويش ښکار شوی و چې دا دواړه وروسته د هغه په ژوند کې ډېر روښانه وو. هينريک دومره اندېښمن و، ان چې د هغه مېرمنې د هغه پر ذهني روغتيا شک پیدا کړی و. «د پلار په ژوند کې يې د وېرې يوه تياره او مبهمه سرچينه موجوده وه، کومې چې هغه اړ کړ په هامبورګ کې خپل ځان د خپل کور د خونې له څنډې مرګ ته وغورځوي».[۴۸][۴۹][۵۰]

«اتر» په خپل زلميتوب کې دا ډول يوه خواشيني  وليده او ډېر ځله به يې دا منله چې دا چاره هغه ته د خپل پلار څخه په مېراث کې پاتې ده. د هغه د پلار د کورنۍ له اړخه د ذهني روغتيا د دا ډول جدي تاریخ نورې بېلګې هم موجودې وې. د هغه له ستونزو سره سره، شوپنهاور خپل پلار خوښولو او وروسته يې هغه ته له مثبت اړخه کتل. هينريک شوپنهاور خپله کورنۍ له يو مهم ميراث سره پرېښوده چې له امله يې دا کورنۍ د «يوهانا» او بچيانو تر منځ په درې برخو ووېشل شوه. ارتر شوپنهاور هغه مهال د خپلې برخې د واک تر لاسه کولو حق درلود، کله چې هغه د بلوغ عمر ته رسېدلی و. هغه خپله برخه په خونديتوب سره د دولتي پورونو پرخه کې وپانګوله او دومره کلنۍ ګټه يې تر لاسه کړه چې د يو پوهنتون د استاد له معاش دوه برابره وه. د سوداګرۍ د زده کړې خپلې روزنې له خوشې کولو وروسته او د خپلې مور په يو څه هڅونې سره، هغه خپل ځان د ارنسټاين جمنازيم، ګوتها، سيکسي-ګوتا-الټبرګ کې زده کړې ته وقف کړ. په دې ځای کې، هغه همدا راز د سيمه ييزو اشرافو په منځ کې له خپل ټولنيز ژوند څخه خوند واخيست، ډېرې پيسې به يې لګولې، د کوم څه په اړه يې چې سپمونکې مور ډېره اندېښمنه وه. د ښوونځي د يو ښوونکي په اړه د يو تنزيه (مسخره يي/هجاء) شعر تر ليکلو وروسته هغه جمنازيم خوشې کړ. که څه هم «اتر» ادعا درلوده چې په خپله خوښه يې دا ځای خوشې کړی، د هغه مور وروسته څرګنده کړه چې شونې ده هغه شړل شوی وي.[۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

اتر د خپل مړ پلار په وياړ د سوداګر په توګه خپل کار ته دوام ورکړ. په دې موده کې، د يو عالم په توګه د نوي ژوند د پيل کولو په اړوند هغه شکونه درلودل. د هغه ډيری لومړۍ زده کړې د يو عملي سوداګر په توګه وې او هغه د لاتيني ژبې په زده کولو کې له ستونزو سره مخ شو؛ کوم څه چې د علمي مسلک لپاره يو مخکې شرط و.[۵۷][۵۸]

د ليکوالانو او هنرمندانو په منځ کې د ټولنيز ژوند تېرولو لپاره د هغه مور د خپلې لور «ايډيل» سره يو ځای «وايمر» ته ولاړه – چې هغه مهال د الماني ادب مرکز و. «ارتر» او د هغه مور په ښو شرايطو کې سره جلا نه شول. په يو ليک کې هغې ليکلي دي: «ته د زغملو وړ نه او يو بوج يې او ستونزمنه ده چې له تا سره ژوند وشي؛ ستا ټولې ښېګڼې ستا د غرور له امله پټې شوې دي او د نړۍ لپاره يواځې له دې امله بې ګټې ګرځېدلی يې چې ته د نورو خلکو د غندنې لپاره خپل د رغبت مخه نه شې نيولی». د هغه مور «يوهانا» عموماً يوه متحرکه او ټولنيزه ښځه بلل شوې ده. نومړې څلورويشت کاله وروسته مړه شوه. شونې ده چې د ښځو په اړه د ارتر د ځينې منفي اندونو جرړې له خپلې مور سره د هغه ناسمو اړيکو ته ورسېږي. [۵۹][۶۰][۶۱]

«ارتر» د خپل ملګري «جين اينتايم» سره د استوګنې لپاره «هامبرګ» ته ولاړ چې هغه هم د سوداګر جوړېدو لپاره زده کړې تر لاسه کولې.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11924112h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w65b0f1n — subject named as: Arthur Schopenhauer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/arthur-schopenhauer — subject named as: Arthur Schopenhauer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/12793 — subject named as: Arthur Schopenhauer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1730606 — subject named as: Arthur Schopenhauer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ https://frankfurter-personenlexikon.de/node/1129 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/schopenhauer-arthur — subject named as: Arthur Schopenhauer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Arthur_Schopenhauer — subject named as: Arthur Schopenhauer — سرليک: Store norske leksikon
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: Arthur Schopenhauer — سرليک: Schopenhauer, Arthur — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T076768
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0061422.xml — subject named as: Arthur Schopenhauer — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=arthur;n=schopenhauer — subject named as: Arthur Schopenhauer
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3863 — subject named as: Arthur Schopenhauer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/2535 — subject named as: Arthur Schopenhauer
  14. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=54965 — subject named as: Arthur Schopenhauer — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ https://cs.isabart.org/person/17064 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  16. پیوستون : 118610465  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  17. پیوستون : 118610465  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  18. پیوستون : 118610465  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Шопенгауэр Артур — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  19. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  20. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11924112h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  21. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/9888611
  22. Wells, John C. (2008), Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd), Longman, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4058-8118-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Arthur Schopenhauer (2004). Essays and Aphorisms. Penguin Classics. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-044227-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. The Oxford Encyclopedic English Dictionary. 'Schopenhauer': Oxford University Press. 1991. p. 1298. کينډۍ:ISBN.
  25. Dale Jacquette, المحرر (2007). Schopenhauer, Philosophy and the Arts. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 162. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-04406-6. For Kant, the mathematical sublime, as seen for example in the starry heavens, suggests to imagination the infinite, which in turn leads by subtle turns of contemplation to the concept of God. Schopenhauer's atheism will have none of this, and he rightly observes that despite adopting Kant's distinction between the dynamical and mathematical sublime, his theory of the sublime, making reference to the struggles and sufferings of struggles and sufferings of Will, is unlike Kant's. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. See the book-length study about oriental influences on the genesis of Schopenhauer's philosophy by Urs App: Schopenhauer's Compass. An Introduction to Schopenhauer's Philosophy and its Origins. Wil: UniversityMedia, 2014 (کينډۍ:ISBN)
  27. Hergenhahn, B. R. (2009). An Introduction to the History of Psychology (الطبعة 6th). Cengage Learning. د کتاب پاڼې 216. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-50621-8. Although Schopenhauer was an atheist, he realized that his philosophy of denial had been part of several great religions; for example, Christianity, Hinduism, and Buddhism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Arthur Schopenhauer (2004). Essays and Aphorisms. Penguin Classics. د کتاب پاڼي 22–36. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-044227-4. …but there has been none who tried with so great a show of learning to demonstrate that the pessimistic outlook is justified, that life itself is really bad. It is to this end that Schopenhauer's metaphysic of will and idea exists. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Studies in Pessimism – audiobook from LibriVox.
  30. David A. Leeming; Kathryn Madden; Stanton Marlan, المحررون (2009). Encyclopedia of Psychology and Religion, Volume 2. Springer. د کتاب پاڼې 824. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-387-71801-9. A more accurate statement might be that for a German—rather than a French or British writer of that time—Schopenhauer was an honest and open atheist. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Addressed in: Cate, Curtis. Friedrich Nietzsche. Chapter 7.
  32. Culture & Value, p. 24, 1933–34
  33. Albert Einstein in Mein Glaubensbekenntnis Archived 2022-03-11 at the Wayback Machine. (August 1932): "I do not believe in free will. Schopenhauer's words: 'Man can do what he wants, but he cannot will what he wants,[Der Mensch kann wohl tun, was er will, aber er kann nicht wollen, was er will]' accompany me in all situations throughout my life and reconcile me with the actions of others, even if they are rather painful to me. This awareness of the lack of free will keeps me from taking myself and my fellow men too seriously as acting and deciding individuals, and from losing my temper." Schopenhauer's clearer, actual words were: "You can do what you will, but in any given moment of your life you can will only one definite thing and absolutely nothing other than that one thing." [Du kannst tun was du willst: aber du kannst in jedem gegebenen Augenblick deines Lebens nur ein Bestimmtes wollen und schlechterdings nichts anderes als dieses eine.] On the Freedom of the Will, Ch. II.
  34. Magee, Bryan. The Philosophy of Schopenhauer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-823722-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Maertz, Gregory (1994). "Elective Affinities: Tolstoy and Schopenhauer". Wiener Slavistisches Jahrbuch. Harrassowitz Verlag. 40: 53–62. ISSN 0084-0041. JSTOR 24748326. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Melville, Herman. "Melville's Marginalia". Melville's Marginalia Online. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Punsly, Kathryn (2012). The Influence of Nietzsche and Schopenhauer on Hermann Hesse. CMC Senior Theses. Paper 347. https://scholarship.claremont.edu/cgi/viewcontent.cgi?article=1353&context=cmc_theses Retrieved on 19 March 2021.
  38. Wicks, Robert (2011). Schopenhauer's The world as will and representation : a reader's guide. London: Continuum. OCLC 721337622. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8264-3181-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Shapshay, Sandra, "Schopenhauer's Aesthetics", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Summer 2018 Edition), Edward N. Zalta (ed.), https://plato.stanford.edu/archives/sum2018/entries/schopenhauer-aesthetics Retrieved on 19 March 2021.
  40. Wicks, Robert (2018). Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – عبر Stanford Encyclopedia of Philosophy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Schönberg's Library – Alphabetical List". www.schoenberg.at. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Schopenhauer, Arthur; Günter Zöller; Eric F. J. Payne (1999). Chronology. Prize Essay on the Freedom of the Will. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې xxx. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-57766-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Cartwright (2010). pg. 79
  44. Cartwright (2010). pg. 13
  45. Cartwright (2010). pg. 18
  46. Cartwright, David E. (2010). Schopenhauer: a Biography. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-82598-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Cartwright (2010). pg. 56
  48. Safranski (1990), pg. 12
  49. Cartwright (2010). pg. 43
  50. Cartwright (2010). pg. 88
  51. Cartwright (2010). pg. 4
  52. Cartwright (2010). pg. 43
  53. Cartwright (2010). pg. 90
  54. Cartwright (2010). pg. 136
  55. Cartwright (2010). p. 128
  56. Cartwright (2010). p. 129
  57. Cartwright (2010). p. 120
  58. Cartwright (2010). p. 117
  59. Wallace, W. (2003). Life of Arthur Schopenhauer. Honolulu: University Press of the Pacific. د کتاب پاڼې 59. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4102-0641-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. Cartwright (2010). pg. 9
  61. Durant, Will, The Story of Philosophy, Garden City Publishing Co., Inc., New York, p. 350