ابو الاعلى مودودي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
علامه مولانا مودودي

مولانا سيد ابو الاعلی مودوديد شلمې پېړۍ په هغو نامتو روڼ آندو او اسلامپوهانو کې راځي، چا چې په خپل شپېته کلن پوهنیز، ادبي، دیني، ملي او ټولنیز ژوند په هر هړخ باندې رڼا اچولې، او څېړنیزه لیکنې یې پکې کړي دي.

مولانا مودودي یو عبقري، د ډول، ډول صلاحیتونو څښتن، د معاصرو اسلامي غورځنگونو لارښود او سرچینه او د اسلام سم او ژور پوه او عالم ؤ. ده ته څښتن تعالی داسې وړتياوې ورکړي وې چې د اسلامی غورځنگ د لارښوونې لپاره داسې پالېسۍ او لارې جوړې کړي، چې دگوتو په شمېر کلونو کې لوړو درجو ته ورسېږي.

د ژوند لومړي حالات

د یوه انسان عبقریت او لوړوالي نښې له هماغه کوشنیتوب څخه ښکاري، نو په همدې ډول د علامه مودودي دسې ستر او اریانوونکي کارونه ترسره کړه، چې دا ډول کارونه د نورو کوشنیانو له وسې بهر خبره وي.

د لومړنیو زده کړو په دور کې د هغه امتیازي حیثیت په خپل ځای پاتې ؤ، هغه یواځې د دیارلسو کالو په عمر د اتم ټولگي زد کوونکې ؤ، او په همدې کوشنیوالي کې یې لیکنې کولې او د ښوونځي په غونډو کې به یې ویناوې کولې.


باندنيو هېوادو ته سفرونه

د ۱۹۵۶ز او ۱۹۷۴ز کلونو ترمنځ علامه مودودي د نړۍ کوټ، کوټ ته سفرونه وکړل،او په خپلو مختلفو سفرونو کې قاهرې، دمشق، عمان، مکه معظمه، مدینه منوره، کویټ، ربات، استنبول، لندن، نیویارک، ټورنټو او نورو ښارونو سره سره، ډېرو نړیوالو مرکزونو کې لېکچرونه ورکړي، په همدې کلونو کې یې په لسو نړیوالو کانفرانسونو کې گډون وکړ، او

په نورو ژبو کې د مولانا د لیکنو ژباړې

د علامه مودودي لیکنې د نړۍ ډېرو ژبو ته ژباړل شوي، چې ددې ډلې څڅه پښتو، عربي، انگرېزي، پاړسي، ترکي، بنگالي، جرمني،فرانسوي، هندي، جاپاني، سواحلي، تاملي، تېلگو په گډون ۲۲ څخه زیاتو ژبو ته ژباړل شوي دي. د یادولو وړ ده، چې د علامه مودودي کتابونه د مدینې منورې، ریاض، سوډان، مصر او نورو اسلامي هېوادونو په پوهنتونو په ښوونیز نصاب کې شامل کړای شوي دي.

مړینه

په ۱۹۷۹ز کال علامه مودوي د گردې او زړه ل رنځ څخه سخت په تکلیف کې شو، نو دده زوی (چې په امریکا کې رنځپوه) ؤ څنگ ته ولېږل شو. د څو جراحي عملیاتو کولو څخه وروسته هم ونه رغېد، او د نوموړو ټپونو څخه په همدې کال د ستمبر په ۲۲مه نیټه د ۷۶ کلونو په عمر ومړ. لومړنۍ جنازه یې د نیویارک په بفیلو ښارگوټي کې وشوه، او بیا پاکستان ته په راوړو سره یې د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې د قتر پوهنتون مرستیال رییس (د شام هېواد د اخوان المسلمون پخوانې لارښود) علامه یوسف قرضاوي لخوا د زرگونو مسلمانانو په شتون کې وشوه، او هورې په منصوره کې خاورو ته وسپارل شو.

د مودوي فلسفي نظریات

د څښتن تعالی تصور

د انسان پیداېښت

د انسان د پېداېښت په اړه هر پیر کې ډول، ډول نظریات وړاندې شوې دي. چا انسان د نور نظام په څېر یو حادثه او پېښه وگڼله، او هغه دا، چې انسان په خپل سر پیدا شو، او دده په پیداېښت کې د څښتن هېڅ سر و کار نه ؤ.

د انسان د پیداېښت په اړه مودودي یو ځانگړې نظریه لري. دې وایی، چې انسان له کومې مادې څخه په خپل سرهېڅکله هم نشي پیداکېدای.

ادبي ژوند او لیکنې

  1. تفهيم القرآن (6 ټوکه)
  2. تفهيمات (5 ټوکه)
  3. رسائل و مسائل (5 ټوکه)
  4. سيرت سرور عالم (2 ټوکه)
  5. پردہ
  6. الجهاد في الاسلام
  7. تنقيحات
  8. مسئله قوميت
  9. خطبات
  10. دينيات
  11. شهادت حق
  12. دين حق
  13. سلامتی کا راسته
  14. بناؤ اور بگاڑ
  15. اسلام اور جاهليت
  16. اسلام کا اخلاقي نقطه نظر
  17. تحريک اسلامي: کاميابي کې شرايط
  18. اسلام کا نظام حيات
  19. اسلام کا سرچشمه قوت
  20. سنت کی آئينې حيثيت
  21. اسلامي تهذيب اور اس کې اصول و مبادي
  22. خلافت و ملوکيت
  23. حقوق الزوجين
  24. سود
  25. معاشيات اسلام
  26. اسلام اور ضبط ولادت
  27. شرکت و مضاربت کې چند شرعي اصول
  28. مسئله ملکيت زمين
  29. هندوستان کا صنعتي زوال اور اس کې اسباب
  30. اسلامي عبادات پر ايک تحقيقي نظر
  31. قرآن کی چار بنيادي اصطلاحيں
  32. تجديد و احيائے دين
  33. تعليمات
  34. سانحه مسجد اقصی
  35. اسلامی کا نظریه سياسي
  36. اسلامي سياست
  37. خطبات يورپ
  38. خطبات حرم

د علامه مودودي پښتو ژباړل شوي کتابونه

  1. اسلامي سياست - ليکوال - مولانا گوهر الرحمٰن- ژباړن - قريب الرحمن سعيد
  2. د سلامتې لار
  3. يو خطب
  4. د حق شادت
  5. د طاقت اصلي سرچشمه
  6. محمدي رسالت د پوهې په رڼا کې
  7. اسلام او جاهليت
  8. مطالبات
  9. پرده
  10. خطبات
  11. اسلامي معيشت
  12. اسلامي جهاد
  13. د دعوت اسلامي درې نکتې

دا هم وگورﺉ


باندنۍ تړنې

سرچينې

  1. علم کلام، لیکوال: صفدر علي، چاپځای: فاروق سنز، ۱۶ الکریم مارکېټ-اردو بازار، لاهور.


مسلمان فیلسوفان
يعقوب کندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفیل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسکوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي | ابو الفتح الشهرستاني