ابن اثیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابوالحسن عزالدین علي بن محمد چي مشهوره په ابن اثیر سره دی داسلامي نړۍ یوله سترو تاریخ پوهانوڅخه ګڼل کیږي، نوموړی په ۱۱۶۰زیږدیزکال کي په اوسنی ترکیه کي وزېږېدی . دابن اثیر په نسل کي تاریخ پوهان اختلاف لري ځکه یوشمېر تاریخ پوهان ادعاء کوي چي ابن اثیر له ذاته کرد دی خوځیني نوربیا وايي چي عرب دی .

عزالدین علي ابن اثیر
پیدایښت1160 ابن عمر جزیره Cizre, ترکیه
مرګ۱۲۳۳ زیږدیزکال
نور معلومات
سرلیکابن اثیر
مذهبي مسلک
کارونهالکامل فی التاریخ او اسدالغابة فی معرفة الصحابة

دابن اثیر ژوند[سمول]

دابن اثیر پلار چي محمد نومېدی پخپله زمانه کی دشام اومنځني ختیځ له مشهوره تجارانوڅخه ګڼل کېدی اوپه هغه وخت کي یې سوداګرې کول کله چي پراسلامي نړۍ دصلیبانو تاړاک روان وو اوسلطان صلاح الدین ایوبي له هغوی سره په جګړه بوخت وو . دصلیبیانو ددغه تاړاک له کبله څوځله دعزالدین پلار هم دهغوی له لوري لوټ اوقافلي یې تباه سوې . دمحمد درې زامن وه چي په هغوی کي منځنئ همدغه عزالدین وو اوپه وړوکوالي یې دقرآن کریم په زکړه پیل وکړ، تردې وروسته نوموړئ په ۵۷۹هجري ق کي له خپل پلار او وروڼو سره موصل ته کډه سو . څرنګه چي موصل دهغه زمانې ترټولو علم پاله اوله پوهي ډک ښار ګڼل کېدی عزالدین سمدستي دغه ځای له علماوو اوپوهانوسره ناستي او زدکړې پيل کړې چي په دې ترڅ کي یې ترټولو لمړی ناسته له مکي بن ریان سره وسوه اوله هغه وروسته یې له مشهورو علماوو څخه خپلي زدکړي پوره او لاسته راوړې . تر زدکړو وروسته دعزالدین نوم ورځ تربلي په علوموکي پراخېدی اوپه تاریخ، سیرت، حدیث، قرائت اوبېلابیلو علوموکي یې ځانګړئ ځای خپل کړ څوچي اخریې دموصل دواکمن نورالدین پام ځان ته واړاوه اودئ یې خپل دربارته وغوښت ترڅو یوشمېر لیکونه دبغداد دخلیفه لپاره ورته وسپاري .

دنورالدین څخه ترلیکونو اخیستلو وروسته عزالدین مخ دبغداد په لوري ولاړی اودهغه ځای له علماوو اوپوهانوڅخه یې نوري زدکړې هم لاسته راوړې . تردې ځای وروسته عزالدین دشام او عراق نورو ښارونوته هم سفرونه وکړه اوپه بېلابیلو ځایونوکي یې دهغه سیمي له نوموتو پوهانوسره لیدني وسوې چې دې کار دعزالدین علم اوپوهه نوره هم زیاته کړه . عزالدین له علماوو څخه دپوهي لاسته راوړلو په پایله کي دومره مخته ولاړی چي په اخرکي یې داسلامي نړۍ ټول تاریخ ترخپلي زمانې پوري ولیکی او نوم یې ورته (الکامل فی التاریخ) کښېښود . دغه کتاب چی اوس هم داسلامي تاریخ یوه مهمه سرچینه ګڼل کیږي عزالدین یې دسترو تاریخ پوهانو په قطارکي راوستلی دی . همدرانګه بل کتاب چي د (اسدالغابة فی معرفة الصحابة) په نامه دی هم په اسلامي نړۍ کي ځان ته ځانګړی مقام لري .

وفات[سمول]

عزالدین ابن اثیر په ۱۲۳۳ز کال کي د۷۳کلونو په عمر دشام په حلب ښارکي وفات سو .