آنتونی ګائودی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
آنتونی ګائودی
(كتالونیه: Antoni Gaudí i Cornet د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آنتونی ګائودی
آنتونی ګائودی

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ جون ۱۸۵۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 10 جون 1926 (74 کاله)[۱۴][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بارسلونا [۱][۱۵][۶][۱۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت اسپانیا [۱۶][۱۷][۱۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني [۱۹][۲۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه معماري [۲۱]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
آنتونی ګائودی
آنتونی ګائودی

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

آنتوني ګائودی آی کورنټ (زوکړه: د ۱۸۵۲ زکال د جون ۲۵ مه – مړینه: د ۱۹۲۶ زکال د جون ۱۰ مه) له هسپانیا څخه کاتالاني معمار و چې د کاتالاني موډرنېزم د مخکښ استازي په توګه پېژندل کېږي. د ګائودي اثار د ځانګړي سبک لرونکي و. د هغه ډېری آثار په بارسلونا کې دي چې په کې د هغه اصلي اثار لکه د ساګرادا فامیلیا کلیسا هم شاملېږي.[۲۲]

د ګائودي اثار د معمارۍ، طبیعت او مذهب په برخو کې د هغه د ژوند د علایقو تر اغېز لاندې و. هغه د خپلو ټولو چارو جزیاتو ته په پام د معمارۍ په برخه کې یو شمېر صنایع لکه سرامیک، نقاشي شوې شیشې، نرمه اوسپنه (فرفورژه)، آهنګري او نجاري ادغام کړل. نوموړي همدارنګه د توکو په تصفیه کې یو شمېر نوي تخنیکونه لکه د سرامیکي ضایعاتو څخه د کار اخیستو په برخه کې د ترنکادي تخنیک معرفي کړل. [۲۳]

ګائودي په خپلو چارو کې د نیوګوتیک هنر او ختیځو تخنیکونو د اغېز له امله د معاصر خوځښت برخه وګرځېد چې دغه خوځښت د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې خپل اوج ته ورسېد. د هغه اثار د معاصرتوب له اصلي جریان څخه مخکې شول او له طبیعي ډولونو څخه په الهام اخیستو سره د ارګانیک سبک له مخې خپل اوج ته ورسېدل. ګائودي په ډېر ندرت سره د خپلو آثارو دقیقې طرحې وړاندې کولې او پر ځای یې دا غوره بلله چې د هغو درې اړخیز (سه بعدي) موډلونه جوړ کړي او جزئیات یې هماغه ډول چې انګېرل، قالب بندي کړي.

د ګائودي آثارو نړیوال شهرت درلود چې تل به د معمارانو له خوا ستایل کېدل او د هغه له لارو چارو څخه به یې ګټنه کوله. د هغه شاهکار کار ساګرادا فامیلیا دی چې تر اوسه نه دی بشپړ شوی خو بیا هم په هسپانیا کې تر ټولو زیات لېدونکي لرونکې تاریخي وادنۍ ده. د ۱۹۸۴ زکال څخه تر ۲۰۰۵ زکال پورې د هغه اووه اثار د یونسکو له خوا د نړیوال میراث په توګه ثبت شوي. د ژوند په اوږدو کې د نوموړي کاتولیک باورنه لا پسې زیات شول چې له امله یې د هغه په ډېری اثارو کې مذهبي انځورونه تر سترګو کېږي. دغې چارې هغه ته د «خدای د معمار» مستعار نوم ورکړ او لامل وګرځېدې چې د کلیسا له خوا دهغه کس په توګه یاد شي چې مستقیم به جنت ته ځي. [۲۴][۲۵][۲۶]

بیوګرافي[سمول]

زیږون، ماشومتوب او زده کړې[سمول]

آنتوني ګائودي د ۱۸۵۲زکال د جون په ۲۵ مه په ریوډومز یا رئوس کې د مسګر فرانسیس ګائودي آی سرا (۱۸۱۳-۱۹۰۶ زکال) او آنتونیا کورنټ آی برتران (۱۸۱۹ -۱۸۷۶ زکال) په کورنۍ کې وزېږېد. نوموړی د دغې کورنۍ له پنځو ماشومانو څخه تر ټولو کوچنی و چې یوازې درې یې: روزا (۱۸۴۴- ۱۸۷۹ زکال) فرانچسک (۱۸۵۱ – ۱۸۷۶ زکال) او انټوني تر لویوالي پورې ژوندي پاتې شول. د ګائودي کورنۍ په اصل کې د سویلي فرانسې آورګن سیمې ته اړونده وه. د هغه نیکه جوآن ګائودي چې د توکو پلورونکی و په ۱۷ مه پېړۍ کې یې کاتالونیا ته کډه وکړه؛ په ډېر احتمال سره د دوی ګائودي کورني نوم ګائودی یا ګائودین ته اړوند دی. [۲۷][۲۸][۲۹]

د ګائودي اصلي زیږون ځان تر اوسه ناڅرګند دی، ځکه د هغو د اثبات په موخه هېڅ شواهد نه دي موندل شوي؛ همدا دی چې بایکش کمپ سیمې ته په ګاونډ ریوډومز یا رئوس شاروالیو کې د هغه د زیږون اړوند بحث شتون لري. د هغه د زده کړو او حرفوي ژوند ډېری اسناد ښيي چې هغه په رئوس کې زیږېدلی، خو ګائودي په بېلابېلو مراسمو کې بیا ویلي چې هغه په ریوډومز کې په خپل پلرني کلي کې زېږدلی. ګائودي ته د هغه له زیږون یوه ورځ وروسته د رئوس په سنت پره اپوسټول کلیسا کې د «آنتوني پلاسید ګئولیم ګائودي آی کورنټ» په نامه د تعمید غسل ورکړل شو. [۳۰][۳۱]

ګائودي خپله اصلي سیمه ډېره ستایله او په خپلو هنري چارو کې یې د مدیترانه یې میراث په شتون ویاړ کاوه. هغه باور درلود چې د مدیترانې وګړي د هنر او طراحۍ په برخو کې خلاقیت، اصالت او ذاتي حس لري. ګائودي دغه موضوع په دې توګه توصیف کړې، «موږ خپل انځور لرو. د خیال کولو احساس له روح څخه بنسټ اخلي. خیال هغه څه دی چې د شمال وګړي یې لري. موږ پیاوړي یو. دغه خیال له مدیترانې څخه راځي. اورستس خپله لار موندلې، چېرې هملت (د شکسپیره یوه افسانه ده) هغه په خپلو شکونو سره له منځه وړې». هغه مهال به چې ګئودي له کوره بهر و، په ځانګړې توګه چې د اوړي د رخصتیو پر مهال به د ګئودي کورنۍ په کور Mas de la Calderera کې و، هغه به دا فرصت موند چې د طبیعت اړوند مطالعه وکړي. له طبیعت څخه د هغه خوند اخیستل د دې لامل وګرځېدل چې په ۱۸۷۹ زکال کې د ۲۷ کلونو په عمر له Excursionista de Catalunya بنسټ سره یوځاي شي. دغه بنسټ په کاتالونیا او د فرانسې په سویل کې د څېړنیزو چارو په موخه یو لړ سفرونه تنظیم کول چې د دغو سفرونو ډېره برخه به په آسونو تلل، خو د ورځې به یې تر ۱۰ کیلومترو پیاده تګ هم کاوه. [۳۲][۳۳]

ځوان ګائودي له کمزورې روغتیا په ځانګړې توګه له روماتېزوم څخه رنځیده هغه چې کېدای شي د هغه له جنجال کوونکي او ګوښه خوښونکي شخصیت سره یې مرسته کړې وي. دغو روغتیايي اندېښو او همدارنګه د ډاکتر نیپ نظریاتو له دې سره مرسته وکړه چې هغه د خپل ژوند په لومړیو کې د شنو شیانو خوراک ته مخه کړي. د هغه دیني باورونه او د شنو شیانو خوراک د دې لامل وګرځېدل چې هغه د څو ورځو لپاره اوږدې او سختې روژې ونیسي. د هغه دغه روژې ځینې مهال له منځه وړونکې وې، لکه په ۱۸۹۴ زکال کې چې له امله یې په داسې ناروغۍ اخته شو چې د ده ژوند یې هم ګواښوه. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

ګائودي هغه ابتدايي ښوونځي ته ولاړ چې د فرانسیس برنګوئر له خوا اداره کېده؛ چې بیا د هغه زوی چې فرانچسک یې ورته ویل د ګائودي یو له اصلي همکارانو څخه شو. هغه په رئوس کې په پیاریست ښوونځي کې نوم ثبت کړ او خپل هنري استعداد یې د هارلکین په نامه سیمنار کې نندارې ته وړاندې کړ. دغه مهال نوموړي د «وافور ناو» په نامه د ټوکر جوړولو په کارخانه کې د شاګرد په توګه به کار بوخت شو. په ۱۸۶۸ زکال کې یې بارسلونا ته کډه کړ او د دل کارم په نامه صومعه کې یې په تدریس پیل وکړ. د ځوانۍ پر مهال ګائودي له آرمان پالي سوسیالېزم سره لیوالتیا پیدا کړه او له خپلو شاګردانو تودا آی ګوئل او جوزف ریبرا آی سانس سره یې په ګډه د پوبلټ صومعې د بیارغونې طرحه جوړه کړه، هغه چاره چې کولای یې شو هغه په آرمان پالونکي فالانسټر واړوي. [۳۹][۴۰]

د ۱۸۷۵ او ۱۸۷۸ زکلونو ترمنځ ګائودي خپل اجباري عسکري خدمت په بارسلونا کې د پیاده پوځ په کتار کې بشپړ کړ. د هغه د خدمت ډېره دوره د ناروغۍ په مرخصۍ سره تېره شوه او هغه ته یې لار برابره کړه څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. د هغه ناوړه روغتیايي حالت د دې لامل وګرځېد چې په دریمه کارلیستي جګړه کې له جګړې کولو راوګرځول شي؛ هغه جګړه چې له ۱۸۷۲ زکال څخه یې تر ۱۸۷۶ زکال پورې دوام درلود. په ۱۸۷۶ زکال کې د نوموړي مور د ۵۷ کلونو په عمر او همدارنګه د هغه ۲۵ کلن ورور چې په وروستیو کې د طبابت له زده کړو فارغ شوی و؛ مړه شول. دغه مهال ګائودي په للوتجا ښوونځي او د بارسلونا د معمارۍ په عالي ښوونځي کې د معمارۍ په برخه کې زده کړې وکړې او په ۱۸۷۸ زکال کې فارغ شو. ګائودي د خپلو زده کړو لپاره د مالي امکاناتو د برابرولو په موخه د نقشه جوړونکي په توګه د بېلابېلو معمارانو چې په کې لینډر سیرلاچ (Leandre Serrallach)، جان مارټوریل (Joan Martorell)، امیلا سالا کورټیس (Emili Sala Cortés)، فرانسېسکو ډي پاولا دل ویلار وای لوزانو (Francisco de Paula del Villar y Lozano) او جوزف پونټشر (Josep Fontserè) شاملېدل؛ کار وکړ. هغه د معمارۍ له زده کړو سربېره فرانسوي ژبه، تاریخ، اقتصاد، فلسفه او ښکلا پېژندنه ولوستل. د هغه نمرې په منځنۍ کچه وې او ځینې مهال به ناکام کېده. د بارسلونا د معمارۍ پوهنتون مدیر الیس روجنټ هغه مهال چې ده ته یې د زده کړو سند ورکاوه وویل: «دا به وخت معلومه کړي چې موږ دغه سند یو احمق ته ورکوو که یا یو نابغه ته». هغه مهال چې ګائودي خپل سند ترلاسه کړ خپل مجمسه جوړونکي ملګري لورنچ ماتامالا ته یې په ټوکه وویل: «لورنچ دوی وايي زه اوس یو معمار یم». [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

مړینه[سمول]

د ۱۹۲۶ زکال د جون په اوومه هغه مهال چې ګائودي سنټ فیلیپ نري کلیسا ته د خپل ورځني عادت له مخې د دعا کولو او اعتراف په موخه پیاده روان و د Gran Via de les Corts Catalanes او Girona and Bailén واټونو ترمنځ ۳۰مې شمېرې برېښنايي موټر وواهه او بېهوښه شو. ګائودي له دې امله چې په پیل کې دا تصور شوی و چې یو خیرات خور دی چا ورسره عاجله مرسته ونکړه. بالاخره په لار تېریدونکو کسانو هغه د یو ټکسي په واسطه سانتا کریو روغتون ته ولېږداوه او هلته ورسره لومړنۍ مرسته وشوه.  [۴۶][۴۷][۴۸]

راتلونکې ورځ هغه مهال چې د ساګرادا فامیلیا کشیش، موسن ګیل پارس هغه وپېژند؛ د ده وضعیت تر دې بریده خراب شوی و چې نور ورته اضافي درملنې کومه ګټه نه لرله. نوموړی د ۱۹۲۶ زکال د جون په ۱۰ مه د ۷۳ کلونو په عمر مړ شو او راتلونکې ورځ خښ کړای شو.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د خپرولو نیټه: ۱۱ جولای ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11940865g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Antoni Gaudi
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Antoni Gaudí y Cornet — نشرونه لخوا د: Benezit Dictionary of Artists — https://dx.doi.org/10.1093/BENZ/9780199773787.ARTICLE.B00071435
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6cv58c0 — subject named as: Antoni Gaudí — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Spanish Biographical Dictionary ID: https://dbe.rah.es/biografias/10617/antonio-gaudi-cornet — subject named as: Antonio Gaudí Cornet — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Diccionario biográfico español — خپرونکی: Real Academia de la Historia
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/9960 — subject named as: Antoni Gaudi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Structurae person ID: https://structurae.net/persons/1000014 — subject named as: Antoni Gaudí — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/gaudi-antoni-antonio — subject named as: Antoni (Antonio) Gaudí — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ https://cs.isabart.org/person/61323 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  11. National Library of Spain ID: https://datos.bne.es/resource/XX1636020 — subject named as: Antoni Gaudí — سرليک: El portal de datos bibliográficos de la Biblioteca Nacional de España — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ABC
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ http://arch-pavouk.cz/index.php/architekti/1665-gaudi-antoni — د نشر نېټه: ۷ مې ۲۰۲۳
  14. پیوستون : 119009692  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  15. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/119009692 — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  16. http://www.nytimes.com/2005/07/31/arts/design/31star.html?8hpib
  17. Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/2096 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  18. https://datos.gob.es/es/catalogo/e00123904-autores-espanoles-en-dominio-publico-fallecidos-desde-1900
  19. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11940865g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  20. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/13463395
  21. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0006450 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  22. Mackay, David (1985). Modern architecture in Barcelona, 1854–1929 (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Quiroga, Eduardo Daniel; Salomón, Eduardo Alberto. "Gaudí: Mecánica y forma de la naturaleza". Arquba.com (په كتالونیه ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Torres, I. Álvarez. "La Sagrada Familia de Barcelona ultima los preparativos para su apertura al culto". Lavoz Digital (په كتالونیه ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر 4 اکتوبر 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه 3 اګست 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Tremlett, Giles (11 جولای 2003). "God's architect on road to sainthood". The Guardian. UK. مؤرشف من الأصل في ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Klettner, Andrea (4 نومبر 2010). "Pope's visit could fast-track Gaudí sainthood". Bdonline.co.uk. مؤرشف من الأصل في ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. There is a certain controversy about whether he was born in Reus or Riudoms, his father's village near Reus. However, most specialists tend towards Reus: "Gaudí was born in Carrer Sant Joan, close to the Plaça Prim in Reus, according to most versions ... Nonetheless, Gaudí later on mischievously left these doors open when suggesting he might have been born in his father's workshop, just across the municipal border of Riudoms."Van Hensbergen 2004, pp. 33–35
  28. Massó Carballido, Jaume. "Gaudí's World – Gaudí and Reus". Gaudí Centre Reus. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۴. Gaudí himself explained that he had the ability to see space, to grasp it, because he was the 'son, grandson and great-grandson of coppersmiths'... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Castellar-Gassol 1999t، ص. 13.
  30. Throughout the early part of his life Gaudí named Reus as his birthplace in all his identity documents, but beginning in 1915 he declared himself Riudoms-born. His dissatisfaction with the rejection of his proposal to restore the Misericordia sanctuary of Reus at around this time may have been the cause of his decision to claim Riudoms as his birthplace.Bassegoda 1989, p. 552
  31. Férrin 2001a، ص. 61.
  32. Massó 1974، ص. 31.
  33. Bassegoda 1989، ص. 26.
  34. Stone 2011.
  35. Metello, Nuno (2008). "History of Vegetarianism—Antoni Gaudí (1852–1926)". International Vegetarian Union. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Castellar-Gassol 1999t، ص. 95.
  37. Van Hensbergen 2004، ص. 36.
  38. Van Hensbergen 2004، ص. 162.
  39. Tarragona, Josep M. (24 November 2006). "El Arlequín". Antonigaudi.org (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Bassegoda 2002، ص. 35.
  41. Vargas, Judith Rodríguez. "Antoni Gaudí, la visión de un genio". Artes e Historia México (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Bassegoda 2002، ص. 36.
  43. Bassegoda 2002، صص. 14–15.
  44. Tarragona 1999، ص. 11.
  45. Bassegoda 1989، صص. 24–25.
  46. Tremlett, Giles (2006). Ghosts of Spain. Faber and Faber, London. د کتاب پاڼې 351. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-571-22169-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Bassegoda 2002، ص. 263.
  48. Férrin 2001a، ص. 415.