د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
34.533369.1667

کابل ولايت دهېواد په مرکزي زون کې موقعيت لري، چې مرکز يې هم د کابل ښار او د افغانستان پلازمېنه ګڼل کېږي. دا ولايت په شمال لوېديځ کې له پروان، په شمال ختيځ کې له کاپيسا، په  ختيځ کې له لغمان، په سوېل ختيځ کې له ننګرهار ، په سوېل کې له لوګر او په سوېل لوېديځ کې له ميدان وردګو ولايت سره ګډه پوله لري.

Travel Warning خبرداری : په کابل کې پر انټرکانټيننټل هوټل ډله ييز ځانمرګی بريد د طالبانو لخوا ترسره سو. دا بريد چې د شپې پر ۹ بجو پيل سوی و، د ورپسې ورځې د غرمې تر يوې بجې روان و. د شمېرو له مخې بريد کې ټولټال ۲۲ کسان وژل سوي، چې ۱۴ تنه یې بهرنيان وو. مطلب کابل ته تګ ښه دي خو د نړیوالو ادارو او ډکو سيمو څخه ليرې اوسي

دا سيمه د افغانستان ختيځ لور ته پرته ده او د افغانستان د څلوردېرشو ولايتونو څخه يو ولايت گڼل کېږي. د کابل ولايت مرکز د کابل ښار په نامه يادېږي او همدا ښار د سمندر د سطحې نه ۱۸۰۰ متره په لوړه کې پروت دی او په همدې توگه دا يو د هغو پلازمېنو څخه دی چې په نړۍ کې تر ټولو لوړه سطحه موقعيت لري. د ۱۳مې پېړۍ په پيل کې کابل په ټوله نړۍ کې د زده کړو ځای او د ښکلو ځايونو په کتار کې شمېرل کېده. خو د هماغه وخت نه راپدېخوا د بېلابېلو جگړو او تاريخي ناورينونو، او د باندنيو ځواکونو د يرغل وروسته کابل ړنگ شو. کابل د افغانستان يو گڼ هڅوبيز ښار دی چې د حکومت اداري مرکزيت هم همدلته دی.

اړوند[سمول]

ددې ولايت پراخوالى ۴۵۸۵ کيلومتره مربع او تر نيمايي زياته برخه يې (٪۵۶٫٣ ) غرونو او نا هواره غونډيو پوښلې ده، په داسې حال کې، چې ٪٣٧،٧ سلنه يې هوارې ځمکې دي. په ١٣٩١ لمريز کال کې د احصايې مرکزي ادارې ددې ولايت د وګړو شمېر نږدې ٣٩٥٠٣٠٠ تنه دى. کابل دافغانستان اقتصادي او فرهنګي مرکزى دى، چې د سمندر له کچې يې لوړ والى ١،٨٠٠ متره دى، چې په تنګو او باريکو لارو دهندوکش غرونو او کابل سيند په اوږدو کې موقعيت لري. دا ښار د کندهار، هرات او مزار ښارونو سره په ټول هېواد کې د غځېدلي حلقوي سړک له لارې نښلول سوى او ددې ترڅنګ د پاکستان د پېښور ښار پر لور د جلال اباد لويې لارې اصلي مسير دى. کابل ددې ترڅنګ ګڼ شمېر تاريخي ځايونه، جوماتونه، زيارتونه، بڼوڼه، مشهورې دروازې، نوماند شاعران او ليکوالان هم لري.

دې ولايت په خپله غېږ کې تاجکو، پښتنو او هزاره قومونو ته ځاى ورکړى او خلک يې غالبا په دري او پښتو خبرې کوي او سني مذهبه دي، خو ځينې اهل تشيع، هندوان او سيکان هم په کې اوسېږي، چې په ځانګړې ډول په مرکز کې يې مېشت دي.

په ۲۰۱۰ کال کې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ګمرک چارواکي

ددې ولايت مشهورې دروازې هم عبارت دي له: دروازۀ سفيد، لاهوري دروازه، ګذرګاه دروازه او سردار جان خان دروازه، ددې ترڅنګ د خيرخانې او ارغندۍ کوتلونه هم لري. کابل له ١٠٥٣ کليو او ۱۴ ولسواليو ( ده سبز، چهار اسياب، پغمان، موسهي، قره باغ، استالف، فرزه، کلکان، ګلدره ، ميربچه کوټ، سروبي، بګرامي، خاکجبار او شکردرې) څخه جوړ سوى، ددې څنګ کابل  ښار هم ٢٢ ناحيې لري.

دکابل اقليم[سمول]

کابل د شپی

دکابل ساحو د څلورو فصلونو په درلودلو سره وچ اقليم لري او د باران کلنۍ اندازه يې د وري او غويي په مياشتو کې ٤٠٠ ملي مترو ته رسېږي. په اوړي کې يې د حرارت درجه له -١٥ او٢٠- وي، په داسې حال کې چې په اوړي کې يې درجه ١٥+  او ٣٨+ درجه ده. د ژمي د مرغومي په مياشت کې تر ټولو يخه ګڼل کېږي، چې د تودوخې منځنۍ کچه يې ١٢- او تر ټولو ګرمه هغه يې د زمري مياشت ده، چې د تو دوخې منځنۍ درجه په کې ٣٥+ ته رسېږي. کابل ددې تر څنګ د لاجوردو او ياقوتو په څېر قېمتي ډبرې هم لري. د کابل اقلمي وضعيت ( اب و هوا) د هېواد دعمومي وضعيت تابع ده، څرنګه چې دا هېواد نږدې داسيا په منځ کې پروت دى، نو د جغرافيايي موقعيت عرض، طول، لوړ والى ، دغرونو او سيندونو مسير او نور ټول هغه عوامل دي، چې ددې هېواد په اقليمي وضعيت يې تاثير کړى دى. ددې ولايت د پسرلي موسم له وري مياشتې( مارچ ، اپرېل) څخه پيلېږي او د غرګولي تر پايه( مى، جون ‎) پورې په منظم ډول دوام لري. دا موسم ددې ولايت يو د ودې او انسباط موسم بلل کېږي، چې هوا يې عطرينه او زړه راښکوونکې وي او داقليم له نظره هم دا درې مياشتې د کابل تر ټرلو ښکلې او تازه ورځې وي. د اوړي موسم يې له ګرمو ورځو شپو څخه دى، چې د چنګاښ له مياشتې( جون، جولاى) څخه پيل او د وږي مياشتې تر وروستيو( اګست، سپټمر) پورې دوام پيدا کوي. ددې موسم ورځې دومره ګرمې او خسته کوونکې وي، چې د خلکو دکار او فعاليت مخنيوى کوي. د مني موسم يې د تلې مياشتې څخه ( سپټمبر، اکتوبر) څخه پيل او د ليندۍ مياشتې تر پايه( نومبر، ډسمبر) پورې دوام لري، چې د کرنيزو محصولاتو او ميوې د ټولولو وخت دى، چې کابل په کې ښې لاسته راوړنې لري او ارزاني هم په وي. د کال درې مياشتې، چې د مرغومې مياشتې څخه پيل( ډسمبر، جنوري) او د سلواغې( جنوري، فبروري) او کب مياشتې (فبروري، مارچ) پورې دوام لري، چې ټولې ورځې يې سړې او له واورو ډکې وي.

د کابل عايداتي سرچينې[سمول]

د بابر باغ ٢٠١٣

کرنه، مالداري، سوداګري، ټولنيز خدمات، صنايع او نور ددې ولايت عايداتي سرچينې دي. ددې ولايت ۱۶.۵٪وګړي په کرنه،۱۶.۹٪ په صنعتي مسايل، کانونو او ودانيو، ۵۰.۱٪ دخدماتو په برخه کې او ۱۶.۱٪ سلنه نور يې په عامه اداره يا حکومت کې بوخت دي. ددې ولايت کرنيز محصولات له غنمو، وربشو او ميو څخه عبارت دي، چې د باغونو په برخه کې يې تر ټولو غوره حاصلات له انګورو (۶۸٪) تر لاسه کېږي، چې  (۳۰٪) يې زړي لرونکې مېوې دي. د غنمو او کچالو په څېر حبوبات ددې ولايت عمده محصولات شمېرل کېږي، په داسې حال کې چې غنم يې په هېواد دننه لګېږي، بيا هم په دې کچه نه دي، چې دهېواد کورنۍ اړيتاوې دې پوره کړي.
بېړني خطرونه: کوچنۍ زلزلې، د نيزونو راوتل او دځمکې خوځېدل په دې ولايت کې پېښېدونکي عمده بيړني خطرونه ګڼل کېږي. نفوس او ديمو ګرافي: کابل ولايت ۳۹۵۰۳۰۰ اوسېدونکي لري(1391- CSO)، چې د کورنيو شمېر يې ۷۸۵۹۳ ته رسېږي او دهرې کورنۍ د غړو منځنۍ شمېره ٧ کسه ده، چې اولس سلنه نفوس يې په ولسواليو او پاتې ٨٣ سلنه
يې په ښار کې ژوند کوي.  ددې ولايت د وګړو له شمېر څخه ٥٢سلنه نارينه او ٤٨ سلنه يې ښځې دي.
د پوهنې سکتور: ددې ولايت د پوهنې سکتور نظر نورو ولايتونو ته پرمختګ کړى، سره له دې چې دتېرو څو لسيزو تپل سوو جګړو په جريان کې ددې ولايت د پوهنې بهير سخت زيان وليده، خو بيا هم اوسمهال په دې ولايت کې ٤٣٧ ښوونځي، چې له دې ډلې يې ٢٢٥ لومړني ښوونځي،٧٨ يې منځي ښوونکي او ١٢٥ يې لېسې دي، په ټولو ولسواليو کې فعاليت لري او له کومې جدي ستونزې سره هم نه دي مخ سوي. د کابل ولايت په کچه ٢٣٥ ښوونځي ودانۍ نه لري او د ٢٤ نورو ښوونځيو ودانۍ تر کار لاندې دي، خو لا هم ددې ولايت د ١٧٠ ښوونځيو زده کوونکي تر خېمو او د ٢٣ نورو بيا په  کرايي کورونو کې فعاليت کوي. په دې ولايت کې د ٨٦٥٥٥ نجونو په ګډون  ٢٥٣٧٧٢ زده کوونکي زده کړه کوي، چې تدريس چارې يې د ٥٥٩٩ښوونکو له خوا چې ١٦٢٩ يې ښځينه دي، مخته وړل کېږي. د لوړو  او مسلکي زده کړو وزارت دمعلوماتو له مخې، اوسمهال( ١٣٩٢) په ټول هېواد کې ٣١ دولتي پوهنتونونه او د لوړوز ده کړو ٨٠ خصوصي موسسې او پوهنتونونه فعاليت لري. د سرچينې په وينا، ١٥٠ زره محصلين د لوړو زده کړو په دولتي موسسو او پوهنتونونو او نږدې سل زره نور بيا په خصوصي پوهنتونونو کې زده کړه کوي، چې ٢٥ سلنه يې نجونې جوړوي.
بنسټيز سکتور او طبيعي سرچينې : د کابل ولايت ٩٠ سلنه وګړي د برېښنا له وېش څخه برخمن دي او ٦٠ سلنه سړکونه يې هم پاخه سوي، خو پاتې نور يې لا هم خام دي.
د کرنې سکتور او دکليو پراختيا: کابل يو کرنيز ولايت دى، چې د ٩٠ سلنه خلکو اقتصاد يې په کرنه  او مالدارۍ ولاړ دى. ددې ولايت کرنيز محصولات له غنمو، وربشو، جوارو، پيازو، کچالو او انګورو، مڼو، زردالو او الو بالو په څېر مېوو نه عبارت دى، چې نورو ولايتونو او بهر ته صادرېږي. د کابل ١٢٥٥٦٣ هکتاره ځمکه  کرل کېږي، او د کروندګرو شمېر يې له ٦٠ زرو څخه زيات اټکل سوى دى. همدارنګه نږدې يو ميليون څاروي هم، چې له وزو، پسونو او غواګانو عبارت دي، په دې ولايت کې سته.
رسنۍ: په دې ولايت کې  ١٣٤ ټولنيزې خبري رسنۍ سته چې د ( خبري اژانسونو، تلويزيونونو، راډيوګانو، ورځپاڼو، اونيزو او څلورلس ورځينو( جريدو، مياشتينو او مجلو) څخه عبارت دي، تر نورو ولايتونو د پام وړ پرمختګ کړى دى. اوسمهال په دې ولايت کې ٣٠ تلويزيوني کانالونه، ٣٤ راډيويي دستګاوې، ١٤ ورځپاڼې، ٣٧ اونيزې، ٤ څلورلس ورځنۍ، ٤ مياشتينۍ، ٤ مجلې او اته خبري اژانسونه فعاليت لري. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ټول هېواد په کچه  ٣٤ ټلويزيونونه په کابل، ٥٢ سيمه ييز ټلويزيونه په ولايتونو، ٦١ راډيويي پروګرامونه په کابل او ١٥٦ په ولايتونو کې موجود دي.
د کابل تاريخي شاليد: دکابل له هسکو ټيټو ډک سياسي تاريخ د نړۍ ګڼ سياستوال حيران کړي، ځکه چې کابل تل د جګړو او تصادفاتو ډګر دى او له وياړه ډک تاريخ يې هېڅ وخت د هېرېدو نه دى. کابل ښار د اسمايي غره او شير دروازې په لمنو کې د کابل سيند پر دواړو غاړو ودان سوى دى، چې د سمندر له کچې نږدې شپږ نيم زره فوټه لوړ والى لري. په پخوانيو زمانو کې د کابل ګرد چاپېره دېوالونه هم تاوو سوي وو، چې دکابل ښار د ناحيو اړيکه يې ددې ښار له اوو دروازو سره ټينګه کړې وه. نن هم ددې دېوال نښې په اسمايي غره او شير دروازه کې د کابل د پخواني تاريخي عظمت شاهدي ورکوي. کابل دهېواد په تاريخي او خورا  لرغونو ښارونو کې راځي، چې د ژوند ګڼې پېښې، لوړې ژورې يې ليدلې دي. دا چې د ختيځ شمال او سوېل لوېديځ په سوداګريزه څلور لارې پروت دى، نو سوداګريز اهميت يې لا زيات سوى. د ريګويدا په لرغوني کتاب کې دې ښار ته دکيسبها نوم اخيستل سوى، چې لرغونتيا يې د بلخ او باميانو له لرغونو ښارونو سره سيالي کوي.

سفارتونه[سمول]

موږ د ويکيسفر په پاليسي کي پته يا آدرس (Address) نه بدلوو، ځکه چې پيداکول يي زيات ستونزمن کيږی

  • Canada کاناډا، Street No. 15, House No. 256 Wazir Akbar Khan

،  +۹۳ ۷۹۹ ۷۴۲ ۸۰۰، برېښنالیک: .

  • China چين، Sardar Shah Mahmoud Ghazi Wai

،  +۹۳ ۲۰ ۲۱۰ ۲۵۴۵، فکس: +۹۳ ۲۰ ۲۱۰ ۲۷۲۸، برېښنالیک: .

  • Finland فنلنډ، Street 10, Lane 1, House 728 Wazir Akbar Khan

،  +۹۳ ۲۰ ۲۳۱ ۲۰۳۱، فکس: +۳۵۸ ۹ ۱۶۰ ۵۸۱۵۰۴، برېښنالیک: . Su-Th 8:30AM - 4:15PM.

،  +۹۳ ۲۰ ۲۱۰ ۱۵۱۲, +۹۳ ۲۰ ۷۹۹ ۸۸۳ ۱۷۳ (بېړنيزي پيښي)، فکس: +۴۹ ۳۰ ۵۰۰۰ - ۷۵۱۸. شنبه ورځې د غرمي د ٩ څخه - ٢:٣٠ ماښام-٣:٣٠ ماښام.

  • Greece يونان، Hay Babil, AL-Jadriyah Sector 913, Rd. 31/ Built 63

،  +۹۶ ۴۱ ۷۷۸ ۲۲۷۳, +۹۶ ۴۱ ۷۷۸ ۴۳۶۰, +۹۶ ۴ ۷۹۰۳۶۴۲۰۴۶ (بېړنيزي پيښي)، فکس: +۸۷۰ ۷۶۳۲۶۲۲۷۲، برېښنالیک: .

،  +۸۷۰ ۷۶۲-۸۵۳-۷۷۷، فکس: +۸۷۰ ۷۶۱ ۲۱۸ ۲۷۲.

،  +۹۳ ۷۰۰ ۱۰۲ ۰۰۰، برېښنالیک: .

،  +۹۳ ۷۰۰ ۱۰ ۸۰۰۱, +۹۳ ۷۰۰ ۲۰۱ ۹۰۸ (له څو ساعته بیړنیو حالتونو وروسته)، فکس: +۹۳ ۷۰۰ ۱۰۸ ۵۶۴. شنبه د ورځې د ٨ څخه بجو څخه د ماښام تر ٨ بجو پوري.

وروستۍ ځای[سمول]

دا ليکنه د کابل په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.