د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
59.910.6
پلازمینه اوسلو
پيسې نارويجن کرون (NOK)
نفوس ۵،۲ ميليونه (٢٠١۶)
برق ٠+٢۴٠ ولټ / ٠+٢٣٠ هیټز (یوروپولګ، شوکو) د استعمال په حال کې دي
د هيواد کوډ ۴٧+
سيميز وخت یوټی‌سی ٠١:٠۰+
بېړني شمېرې ١١٢ (پوليس)، ١٠١ (د اور وژنې څانګه)، ١٠٣ (بیړنی روغتیایی خدمتونه)
د موټر چلولو لاس ښي لورۍ
سمونه په ويکيډاټا کي

ناروۍ (نارویژي: Norge او Noreg) شمال لویدیځ، شمال- او د حیرانتیا وړ د دریو سکینډیاویه هیوادونو ختیځ هم ده. ناروې د لویدیز ساحل په اوږدو کې د پیچلې او ژور فجري لپاره پیژندل کیږي، او همدارنګه د نيمي شپي لمر او د شمالي رڼا سره.بغل ته يي لوي شمالي سمندر پروت دي ناروي د سويډن او ډنمارک سره ډيره ښه رابطه لري، همدارنګه ناروي د فينلنډ او روسيي سره هم پوله لري.

د ناروۍ ولایتونه[سمول]

د ناروۍ د ١٩ ولايتونو لړليک
د ناروې مهمې سیمې

ناروۍ ١٩ ولايتونه لري، هر ولایت ځانته ولایتي نظام لري، لکه څنګه چې د ولسوالۍ لپاره هر څلورم کال مشران ټاکل کېږي، نو همدارنګه د ولایت لپاره هم په همدې انتخاباتو کي مشران ټاکل کېږي. د ولایت دندې لکه: د پوهنتون مشري، د ولايتي لارو جوړونه، بغير د لويو لارو، د ولسوالۍ تر منځ سوله او همغږۍ راوستل، د نشه يي توکو د کارونکو راګرځونه، د ولايتي روغتونونو مشرتوب.  او بله دنده يي داده چې دوي وګوري چې ايا ولسوالۍ د اساسي قانون مطابق خپل وظیفه کوي او که نه.

هندي ريسټورانټ په تروندهايم کي

د ناروۍ ولسوالیاني ناروۍ په ٢٠١٣ کال کي په ٤٢٨ ولسوالیو وویشل سول، چه ځينې يي کوچني او ځينې نورې يي بيا غټې دي. هره يوه ولسوالۍ ځان ته مشران او مخور خلګ لري. دوي د هري ولسوالۍ څخه په هر څلورم کال کې کاندیدان ټاکي. هره ولسوالۍ د ډيرو کارونو توان او اجازه لري لکه : د مکتب، روغتون، روغتیایي خدمتونه (عمومي ډاکټر، روغتیا ځايونه)، فعالیتي مرسته، وړوکتون، اوبييز خدمات، داخلي لارې او نور. ولسوالۍ بايد د ناروۍ اساسي قانون پلي کړي، خو دوی د ډيرو کارونو اجازه پخپله لري. ځينې ولسوالۍ ښه اکانومي لري او ځينې نورې يي بيا دومره ښه اکانومي نه لري.

ساميان[سمول]

يو سامي کورنۍ په کال ١٩٠٠ کې

په ناروۍ کي شاوخوا ۴٠٠٠٠ ساميان اوسيږي، او ساميان خپل يو بيرغ او خپله نړیواله ورځ لري، چي هر کال په ۶ فبرورۍ باندې يي لمانځني. دوي همدارنګه خپل پارلمان لري چې د سامنو پارلمان يا نارويژي (Sametinget) په نامه يادېږي.

د ساميانو بيرغ

ليکن ددوي پارلمان د اساسي قانون کومه ماده نسي بدلولای خو دوي  په قانون کې د يو څه وراظافه کولو غوښتنه يا رايه ورکولای سي. د ناروۍ ټول ساميان په ناروېژي ژبه خبرې کولې سي که څه هم مورنۍ ژبه يي سامي ژبه ده.

کريسمس او ١٧ مې[سمول]

کريسمس يا ددوي په ژبه يول په ناروۍ کي د مهمو رخصتيو څخه دي، يول د ټولو مسيحيانو لپاره يو عمومي رخصتي ده، دوي فکر کوي چې عيسی عليه السلام په همدې ورځ پيدا سوي دي. که څه هم په ناروۍ کي ټوله خلګ مذهبي نه دي خو بيا هم د خپلې خوښې لپاره دا ورځ لمانځي، او يو بل ته ډالۍ ورکوي. دوي په همدې ورځ باندې په هر کور کې ميلمنو ته د خوراک لپاره هر څه برابر کړي وي. لکه وريجي او غوښې، تر خوراک وروسته بيا يو بل ته ډالۍ ورکوي.

١٧ مې

١٧ مې په سانرويا باروم کي

١٧ مې  د ناروۍ نړیواله ورځ ده، په دي ورځ شاوخوا ټوله خلګ په دي هيواد کې د کارونو څخه رخصتي لري،  همدارنګه په دغه ورځ دوي ټول ښکلې کالي يا د پښتو په ژبه وطني کالي اغوندي اغوندې. په دي ورځ ماشومان پر لارو باندې ډله ډله روان وي چي دي ته دوي په خپله ژبه کې (Barnetoget) وايي. په دي ورځ دوی يو بل ته ددي ورځې مبارکي ورکوي. د ١٧ مې ١٨١۴ څخه مخکې ډنمارکي باچاه پر دوی مشري درلوده. په ١٧ مې ١٩١۴ کي ناروۍ د خپل اساسي قانون سره سره خپل پارلمان هم تر لاسه کړ.

وېشنيزي[سمول]

د ناروۍ په نوم دا ليکنه يو ښه ليکنه ده. په دي ليکنه کې د سيمي ګرځيدو ډيري لارښودنې موجودي دي. د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.