د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
پلازمینه کابل (په ۱۷۷۲ کې د کندهار څخه واړول سو)
پيسې افغانۍ (AFN)
نفوس ٣١.٨ ميليونه (٢٠١٣)
برق ٠+٢۴٠ ولټ / ٠+۵٠ هیټز (یوروپولګ، ډول، شوکو) د استعمال په حال کې دي
د هيواد کوډ ٩٣+
سيميز وخت یوټی‌سی ۴:۳۰+
بېړني شمېرې ١١٢، ١٠٠ (پوليس)، ١٠١ (د اور وژنې څانګه)، ١٠٢ (بیړنی روغتیایی خدمتونه)
د موټر چلولو لاس ښي لورۍ
سمونه په ويکيډاټا کي

افغانستان یو لرغونی هېواد دی چې د اسیا په زړه کې موقیعیت لري، لویدځ ته یې ایران، سویل او ختیځ ته یې پاکستان، شمال ته یې تاجېکستان، اوزبکستان، تورکمنېستان، او شمال ختیځ ته یې د ۱۰۰ کیلو مترو په واټن له چین سره پوله لري. مهم ښارونه یې له کابل، کندهار، هرات، مزار شریف، او داسې نورو څخه عبارت دي. ددې هېواد وګړي لکه: پښتانه، تاجېک، ترکمن، هزاره، بلوڅ، ایماق، پشه یي، نورستاني او داسې نور دي.

سیمې[سمول]

د افغانستان سیمې
لویدیځ افغانستان
ختیځ افغانستان
شمال لویدیځ افغانستان
شمال ختیځ افغانستان
سویلي افغانستان (کندهار، هلمند، زابل)
د افغانستان د تاريخ يوه ډيره لويه برخه ده، چي په زرګونو کلونو تاريخ لري او په دي سيمو ډير لوي باچاهان او تکړه خلګو دنيا ته سترګي راولغړولي لکه: احمدشاه بابا، ميرويس نيکه، ملا محمد عمر، حامد کرزي، او داسي نور..
یادونه

د افغان ځایونو نومونه په انګلیسي کي توپیر لري. د مثال په توګه، قوندز کیدای سي د کندز یا قندز په څیر ق بدل کړي.

په هغه څه چې باید وپوهېږي[سمول]

په افغانستان کې ويونکي ژبې:

  • پښتو
  • بلوڅي
  • فارسی
  • هندی
  • دری
  • هزارګي
د ولسمشرۍ ماڼۍ کابل

افغانستان پر ولایتونو ويشلي هيواد دي، چي هر ولایت يي ځان ته پلازمېنه او ولسوالیاني لري، او په هره ولسوالۍ کې د لوي پروژي د بنياد ايښودني پر وخت باید د ولایتي پلازمېنې څخه اجازه واخيستل سي. او که د مثال په توګه ولايت وغواړي چي په خپله سیمه کې د نړیوالي لارې په جوړولو کار پیل کړی، نو باید د پلازمېنې څخه اجازه واخلي.

د باميانو بودا

د باميانو بودا د افغانستان يو ډير تاريخي ځاي دي، بت يي د طالبانو په دوران کې د منځه يووړل سو، او يادونه يي په لاندې ډول وي.

د اوسني افغانستان جغرافيايي موقعيت[سمول]

واورې په افغانستان کې د سالنګ د تونل څخه بهر شاواخوا غرونه هر وخت پوښلي وي

د  افغانستان شمال او سوېل لوېديځ ډېرې وچې او هوارې سيمې لري او سوېل کې يې د پاکستان پولې ته نږدې شګلنې دښتې پرتې دي.افغانستان په ختيځ او سوېل کې له پاکستان سره  ٢۴٣٠ کيلو متره ، په لوېديځ کې له ايران سره ٩٣۶ کيلومتره ، په شمال لوېديځ کې له ترکمنستان سره ۷۴۴ کيلومتره ، په شمال کې له ازبکستان سره ١٣٧ کيلومتره ، په شمال ختيځ کې له تاجکستان سره  ١٢٠۶ کيلومتره او چين سره د ٧۶ کيلومترو په اوږدوالي  پوله لري. افغانستان د ۶۵٢٨٦۴ کيلومتر مربع مساحت په درلودو سره په سيمه کې له چين، ايران او پاکستان څخه وروسته څلورم ستر هېواد دى. دغه هېواد د واحدونو له پلوه پر ٣۴ ولايتونو او ٣٩٨  ولسواليو وېشل سوي دى.

ښارونه[سمول]

  • کابل: د افغانستان په ختیځ کي پروت دي او ددي هیواد پلازمېنه ده.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د بابا  صاحب زيارت، دا ځای د طالبانو د جوړوښت او واکمنۍ د يادګار په طور هم پيژندل کيږي. ددي ځاي د جوړولو لپاره ګل اغا شېرزي ډير تکلیفونه وګالل.
  • کندهار: د افغانستان په جنوب کې يو ښار دی، او اوسمهال د يو ډير امنیتي ښار په نوم هم پيژندل سوي.
د هرات تاريخي مسجد
  • هرات: د افغانستان په لویدځ کې موقعیت لري، چې یو صنعتي او کلتوري ښار ګڼل کېږي.
  • بامیان: د افغانستان تاریخی ولایت دي
  • غزني:په جنوب ختيځ کي د کابل او کندهار تر منځ پروت دي.
  • مزار شریف: د يو ښکلی زيات لرونکي دي، او تاجکستان ته د تګ لاره هم ددې ښار څخه ده.
  • کندوز: د افغانستان يو مهم ښار دي چي په شمال ختیځ کي موقعیت لري، او د تاجکستان هيواد سره لويه پوله لري.

خوراک[سمول]

د قورتو يوه ريړي يا ټيله په پلخمري افغانستان کي

قورت يو ډول لبنيات خواړه دي، چې په افغانستان، پاکستان، ايران، ترکيې او تاجکستان کي موندل کېږي دا په پخواني وختونو کې د منځنۍ آسیا مهم خوراکونه وه دي خوړو ډير زيات خوښونکي لرل چي ډېرې يي افغانان او ايرانيان وه

وروستۍ ځای[سمول]