ويکيپېډيا:( صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ):(( علي په دنيا او اخرت کې زما ورور دى .))

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

د رسول الله (ص) ورور[سمول]

هر آيت چې به راته پاسه له عرشه[سمول]

لا په عرش به يې علــــــــــي ومتلي[سمول]

محمد چې هغه راز يې په معراج کړ[سمول]

يکايک وو،د علي و ته جــــــــــــــلي[سمول]

( صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) په خپل سند له ابن عمر(رض) څخه روايت کړى،چې رسول اکرم (ص) خپل اصحاب کرام سره ورونه کړل. حضرت علي په ژړا رسول الله (ص) ته راغى او ورته يې وويل : رسول الله ! ټول اصحاب دې سره ورونه کړل؛ خو زه دې له چا سره ورور نه کړم ؟ رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((ته په دنيا او اخرت کې زما ورور يې .))

همدا روايت حضرت زيد بن اوفي هم نقل کړى دى.

ليکوال : دا روايت حاکم ( درېم ټوک : ١٤ مخ ) او مناوي په کنوز الحقايق کې په لنډه راوړى دى او عبارت يې دادى : (( علي په دنيا او اخرت کې زما ورور دى .))

(صحيح ابن ماجه : دولسم مخ ) په خپل سند له عباد بن عبدالله له حضرت علي روايت کړى،چې ويلي يې دي : (( زه د رسول الله ورور او صديق اکبر يم او که چا هم تر ما وروسته داسې وويل؛ نو دروغجن به وي؛ ما تر ټولو اوه کاله مخکې لمونځ کړى و . ))

ليکوال : دا روايت حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېم ټوک:١١١ مخ )، ابن جرير طبري په خپل تاريخ ( دويم ټوک : ٥٦ مخ ) ، نسائي په خصايص ( ٣ او ١٨ مخونو ) او متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک : ٣٩٤ مخ ) راوړى او ويلي يې دي : دا روايت ابن شيبه او نسائئ په خصايص،ابن ابي  عاصم په السنه او عقيلي،حاکم،ابونعيم په المعرفه کې نقل کړى او متقي هم په کنزالعمال کې نقل کړى دى او په پاى کې يې ويلي : (( بې  له دروغجنه به تر ما وروسته هېڅ څوک دا خبره نه کوي .))  او يو سړي،چې دا خبره کړې وه؛بيا لېونى شو ( له عدني څخه نقل ) محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک : ١٥٥ مخ ) له قلعي روايت  کړى دى

( مستدرک الصحيحين: درېم ټوک،١٤ مخ ) په خپل سند له ابن عمر (رض) څخه روايت کړى،چې رسول الله مبارک خپل اصحاب سره ورونه کړل؛ عمر يې له ابوبکر، طلحه له زبېر، او عثمان بن عفان  يې له عبدالرحمن بن عوف (رضى الله عنهم) سره ورونه کړل، چې دا مهال حضرت علي وويل : رسول الله (ص) ! خپل ټول اصحاب دې سره ورورنه کړل؛زما ورور څوک دى ؟ رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((علي ! آيا خوښ نه يې،چې زه دې ورور شم؟)) ابن عمر(رض) وايي : علي تکړه او مېړنى و او ويې ويل : ولې خوشحاله نه يم اى د خداى رسوله ! پېغمبر اکرم ورته وويل : (( ته په دنيا او اخرت کې زما ورور يې .))

ليکوال : دا روايت محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي،چې له قلعي يې نقل کړى دى . 

( مستدرک الصحيحين: درېم ټوک،126 مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس راخستي دي : د رسول الله پر ژوندون حضرت علي وويل : ستر واکمن وايي : (أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ _؛يعنې که آيا هغه مړ او يا ووژل شي؛نو بېرته به ستانه شئ ) پر خداى قسم،چې وروسته به ستانه نه شو، سره له دې،چې خداى موږ ته هدايت کړى؛خو که هغه مبارک مړ او يا ووژل شي؛نو پر هماغه  لار به وينه تويې کړو، چې هغه تويې کړې، چې موږ هم ومرو او پر خداى قسم،چې زه د رسول الله ورور،ولي، د تره زوى او د پوهې یې وارث يم او څوک به تر ما وړ وي .

ليکوال : دا روايت نسائي په خصايص ( ١٨ مخ )، محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک:٢٢٦ مخ ) کې نقل کړى او ويلي يې دي، چې دا روايت احمد هم په مناقب کې ،هيثمي په مجمع ( نهم ټوک :١٣٤ مخ ) کې نقل کړى او ويلي يې دي :طبراني نقل کړى او ټول رجال يې صحيح دي .

( مستدرک الصحيحين: درېم ټوک،١٥٩ مخ ) په خپل سند له حضرت اسماء بنت عميس نه راخستي،چې وايي : زه د فاطمې بي بي د واده پر شپه له بي بي کره وم او همداچې سهار شو؛ نو رسول الله (ص) د وره مخې ته راغى او يې ويل : ام ايمن ! علي ته غږ کړه،چې راشي . ام ايمن ورته وويل : رسول الله (ص) ! سره له دې،چې علي مو ورور دى؛ نو بيا مو هم ورته خپل لور ورکړه؟رسول الله (ص) راته وويل: هو ! دا مهال علي راغى او رسول اکرم (ص) ورته پر مخ اوبه پخنک کړې او دعا يې ورته وکړه او بيا يې ورته وويل : فاطمې ته غږ کړه،چې راشي ! فاطمې له شرمه سم ګام نه شو اخستى او پښه يې خويېده .رسول اکرم (ص) وويل :(( ورو ګام اخله، چې ته مې په اهلبيتو کې تر ټولو راباندې ګران ته ورواده کړې يې . )) 

ليکوال : ابن سعد هم په طبقات کې د حضرت علي او حضرت  فاطمې د واده په باب نقل کړى،چې پکې راغلي،چې رسول اکرم  (ص)ور وواهه او ام ايمن ور خلاص کړ،چې د خداى رسول (ص) وپوښتل : (( ورور مې چېرې دى )) ؟ ام ايمن ورته وويل : څنګه دې ورور دى،چې خپله لور دې هم ورکړې ده ؟ رسول الله (ص) وويل :  (( هو هغه زما ورور دى.)) تر دې چې وايي : ((فاطمې! ستا حق مې ښه پر ځاى کړى؛ځکه  ته مې په اهلبيتو کې تر ټولو راباندې ګران ته ورواده کړې يې .)) او بيا يې همدا روايت په ١٥ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى .

( متقي؛کنزالعمال : اووم ټوک،١١٣ مخ ) د همدې کيسې روايت نقل کړى،چې پکې راغلي : پېغمبراکرم (ص) راغى او و يې ويل : (( ورور مې دلته دى ؟)) ام ايمن وويل :ورور دې ؟ په رښتيا دې ورور دى ؟ هغه دې څنګه ورور دى، چې خپله لور دې ورکړې ده . رسول الله وويل : (( هو هغه مې ورور دى .))

( هيثمي؛مجمع الزوايد:نهم ټوک،٢٠٥ ) همدا کيسه يې نقل کړې، چې پکې راغلي دي : رسول اکرم (ص) وپوښتل : ورور مې دلته دى ؟ام ايمن وويل : ورور دې؟ سره له دې، چې خپله لور دې ورکړې ؟ هيثمي وايي : دا روايت طبراني هم نقل کړى او د هماغه کتاب په ٢٠٩ مخ کې يې يو بل روايت هم نقل کړى،چې د خداى رسول راغى او ويې پوښتل : ورور مې  دلته دى؟ ام ايمن _ چې د حضرت اسامة بن زيد مور او حبشي او صالحه ښځه وه_ وويل : رسول الله ! دا ستا ورور دى، سره له دې،چې خپله لور دې هم ورکړې ده ؟ پخوا رسول اکرم (ص) خپل اصحاب سره دوه په دوه ورونه کړي ول او حضرت علي يې خپل ورور کړى و؛ نو رسول اکرم (ص) ورته وويل :  (( هو! داسې هم کېداى شي )) او په ٢١٠ مخ کې يې درېم حديث راوړى،چې پکې راغلي : بيا يې وويل : ام ايمن ورور ته مې غږ کړه،چې راشي . ام ايمن وپوښتل : هغه دې ورور دى او بيا دې هم لور ورکړې ده ؟. 

نسائي هم د خصايص په ٣٢ مخ کې په همدې اړه  يو حديث راوړى، چې پکې راغلي : پېغمبراکرم (ص) په وره کې و او و يې پوښتل : ورور مې دلته دى؟ ورور دې هم دى او لور دې هم ورکړې ؟ رسول الله (ص) :هو! داسې هم کېداى شي .

(د امام احمد بن حنبل مسند :لومړى ټوک،١٥٩ مخ ) په خپل سند له ربيعة ابن ناجذ له روايت کړى،چې حضرت علي وويل : رسول اکرم (ص) د عبدالمطلب ټول ټبر راټول کړ او داسې کسان هم پکې ول، چې ځان ته به يې يو چېلى خوړ او درې منه اوبه به يې څښلې او بيا وايي : پېغمبراکرم(ص) د يو کيلو هومره خواړه چمتو کړي ول؛ټولو وخوړل او ټول ماړه هم شول؛خو بيا هم خواړه پاتې وو،ته وا  بېخي چا ترې خوړلي نه وي او بيا يې وويل : د عبدالمطلب زامنو ! مبعوث شوى يم، په تېره تاسې ته او بيا ټولو خلکو ته او تاسې پر دې معجزه پوه شوئ؛نو اوس په تاسې کې څوک دى،چې بيعت راسره وکړي،چې هغه خپل ورور او وصي کړم ؟ حضرت علي وايي : بې له ما څوک اوچت نه شو _حال داچې تر ټولو کوچنى وم _ رسول اکرم وويل : کېنه ! او دا خبره يې را ته درې ځل وکړه او درې ځل زه اوچت شوم او هغه به راتله ويل :کېنه !   

او په درېم ځل يې زما لاس په خپل لاس کې ونيو او ما بيعت ورسره وکړ .

ليکوال : دا روايت هيثمي هم په مجمع ( اتم ټوک:٣٠٢ مخ ) راوړى او ويلي يې دي،چې ټول رجال يې ډاډمن دي او همداراز ابن جرير طبري هم د خپل تاريخ د دويم ټوک په ٦٣ مخ کې راوړى او د هغه په نقل کې پېغمبراکرم (ص) وايي : (( چې زما ورور،وصي او وارث شي )) او محب طبري هم په رياض النضره (دويم ټوک:١٦٧ مخ ) کې راوړى او يلي يې دي، چې دا روايت احمد په مناقب او نسائئ د خصايص په ١٨ مخ کې راوړى او په وروستي نقل کې يې راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل:(( په تاسې کې څوک بيعت راسره کوي،چې زما ورور،وصي او وارث شي؟ )) تر دې چې حضرت علي وايي : ؛نو ځکه زه د خپل د تره زوى وارث شوم او تره مې د هغه وارث نه شو .

متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک:٤٠٨ مخ ) کې راوړي او ويلي يې  دي : احمد بن حنبل،ابن جرير او ضياء مقدسي نقل کړى او همداراز د هماغه ټوک په ٤٠١ مخ کې يې راوړي : ((څوک دى، چې بيعت راسره وکړي،چې زما ورور او تر ما وروسته زما  وصي شي؟ بيا مې خپل لاس مخکې کړ او ورته مې وويل : زه درسره بيعت کوم. )) او بيا وايي : دا روايت ابن مردويه هم نقل کړى دى .

( د امام احمد بن حنبل مسند:لومړى ټوک،٢٣٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى : چې پېغمبر اکرم(ص) له مکې ووت؛نو حضرت علي د حضرت حمزه لور له ځان سره له مکې بوتله، چې بيا په دې اړه  حضرت جعفر او حضرت زيد ،رسول اکرم (ص) ته ګيله وکړه. حضرت علي وويل : هغه زما د تره لور ده او له مکې څخه مې مدينې ته راوستې ده . حضرت جعفر وويل : زما د تره لور هم ده او ترور يې زما کورودانه ده. حضرت زيد وويل: هغه زما ورېره ده _ زيد او حمزه د رسول الله (ص) په حکم ورونه شوي وو _ رسول اکرم(ص)، زيد ته وويل : ته زما او د هغې مولا يې. حضرت علي ته يې وويل :ته زما ورور او وصي يې او جعفر ته يې وويل: ته په خلق او خوى کې زما په څېر يې او بيا يې د حمزه لور له جعفر سره ولېږله،و يې ويل : بايد له خپلې ترور سره وي . 

ليکوال : دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩١ مخ کې په لنډه له ابن النجار څخه راخستى دى .  

( طبقات ابن سعد؛اتم ټوک،١١٤ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويې ويل : حضرت عمارة بنت حمزه بن عبدالمطلب چې مور يې سلمى بنت عميس وه،په مکه کې وه؛ نو پېغمبراکرم (ص) چې مدينې ته راغى؛ نو حضرت علي يې په اړه له رسول اکرم (ص) سره خبرې وکړې؛چې د حضرت حمزه پلار مړې لور بايد په منافقينو کې پاتې نشي، او بيا حضرت علي هغه له مکې راوايسته . حضرت زيد بن حارثه _ چې د حضرت حمزه وصي و او رسول اکرم له حمزه سره ورور کړى و _ ادعا وکړه،چې زه تر ټولو وړ يم، چې د حمزه د لور پالنه وکړم؛ځکه زما ورېره ده او دا خبره چې جعفر بن ابيطالب واورېده؛ نو و يې ويل : ترور هم د مور په څېر وي او زه د حمزه د لور پالنې ته وړ يم؛ ځکه  ترور يې اسماء بنت عميس زما کورودانه ده . حضرت علي وويل : تمه مې نه درلوده،چې زما د تره د لور په پالنه کې راسره شخړه وکړئ او بله دا چې هغه خو ما له مکې راايستې ده . رسول اکرم (ص) وويل : زه به مو پرېکړه وکړم . زيده ! ته د هغې او زموږ مولا يې . علي ! ته زما ورور او وصي يې . جعفره! ته په خلق  و خوى کې زما په څېر يې او دا چې د عمارة ترور درته ناسته ده؛ نو د ترور په شتون کې يې نور څوک نشي بوتللى؛ نو عمارة يې ته له ځان سره بوځه .

ليکوال : دا روايت متقي د کنزالعمال د درېم ټوک په ١٢٤ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : له ابن عساکر يې راخستى دى .

(ابن سعد؛طبقات :درېم ټوک،لومړى قسم، ١٣ مخ ) په خپل سند له محمد بن عمر بن علي بن ابيطالب څخه روايت کړى : چې د خداى استازى راغى؛ نو ځينې مهاجر يې له مهاجرو او ځينې يې له انصارو سره ورونه کړل او دا خبره د بدر تر جګړې مخکې وشوه،چې په حقوقو کې مساوات وساتل شي او حضرت علي يې هم خپل ورور کړ .

ليکوال : ابن سعد په ١٤ مخ کې يو بل حديث راخستى او د محمد بن عمر بن علي له خولې يې راوړي،چې کله د خداى رسول خپل اصحاب سره ورونه کړل؛ نو لاس يې د حضرت علي پر اوږه کېښود او بيا يې وويل : (( ته زما ورور او ميراث مې دررسي او ستا ما ته رارسي))؛ خو چې د ارث آيت راغى؛ نو دا ډول میراث له منځه ولاړ .

سيوطي په درالمنثور کې د [ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ(انفال/۷۲)] دآيت تر تفسير لاندې ويلي : ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې رسول اکرم (ص) مسلمانان سره ورونه کړل؛حمزه بن عبدالمطلب يې له زيد بن حارثه، عمر بن خطاب او معاذ بن عفراء، زبير بن عوام او عبدالله بن مسعود،ابوبکر او طلحة، عبيدالله او عبدالرحمان بن عوف او سعد بن ربيع (رضى الله عنهم) يې سره ورونه کړل او نورو اصحابو ته يې وويل : تاسې هم دوه په دوه سره ورونه شئ او دا_؛يعنې علي بن ابيطالب _ هم زما ورور دى .

سيوطي په درالمنثور کې د (رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي) د آيت تر تفسير لاندې ليکلي : چې د (وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي  ) آيت راغى ؛ نو د خداى استازى پر يوې غونډۍ و او و يې ويل : (( پالونکيه ! ورور مې علي هم  زما ملاتړ کړه )) او خداى يې هم دعا ومنله .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٤ مخ ) وايي : د حضرت علي وينا ده : رسول اکرم(ص)، عمر او ابوبکر، حمزه او زيد، عبدالله بن مسعود او زبير بن عوام او عبدالرحمان بن عوف او سعد بن مالک (رضى الله عنهم) او زما او خپله ورورولي يې جوړه کړه . ( په خلعيات کې له خلعي او بيهقي، عقيلي او سعد بن منصور راغلى دى )

ليکوال : دا روايت محب طبري په رياض النضره (لومړى ټوک،١٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي :دا روايت خلعي نقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٤٠٠ مخ ) وايي : له ابي  رافع له ابي  ثمامه روايت دى،چې و يې ويل : چې رسول الله (ص) اصحاب سره ورونه کړل؛ نو حضرت علي يې خپل ورور کړ( ابن عساکر) البته هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک،١١٢ مخ ) کې له ابي  امامه نقل کړي او ويلي يې دي :دا روايت طبراني هم نقل کړى او مناوي هم د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٥ مخ کې د طبراني له اوسط او ديلمي نقل کړى دى . 

( کنزالعمال : درېم ټوک،١٥٥ مخ ) وايي : له  زافر مردي له حارث بن محمد له ابي  طفيل له عامر بن واثله روايت دى،چې ويلي يې دي : د شورا پر ورځ په وره کې ولاړ وم،چې شور زوږ شو او وامې ورېدل،چې حضرت علي وويل : خلکو له حضرت ابوبکر سره بيعت وکړ او پر خداى قسم، چې زه ترې وړ وم؛خو څه مې و نه ويل او اطاعت مې يې وکړ؛ځکه  د خلکو له ستنېدو مې وېره درلوده او بيا خلکو تر حضرت ابوبکر وروسته له حضرت عمر سره بيعت وکړ او بيا مې هم څه و نه ويل؛ځکه د خلکو له ستنېدو او کورنۍ جګړې وېرېدم او تردې وروسته غواړئ له  حضرت عثمان سره بيعت وکړئ؛خو بيا به هم څه و نه وايم او لاروي به وکړم؛که څه هم په دې پينځو کې يې شپږم شمېرلى يم  او په هېڅ فضيلت او وړتيا راته نه دي قايل او دا پينځه هم په هېڅ ډول فضيلت راته قايل نه دي او موږ ټول په حکومت کې سره برابر يو؛خو پر خداى قسم که غوښتل مې چې خبره وکړم او ځان معرفي کړم او خپل فضايل وشمېرم؛ نو نه به يې عرب ، نه عجم، نه مشرکين او نه به يې کتابيان رد کړاى شي او بيا يې وويل : پر خداى مو قسم ،چې په ناستو کې بې له ما بل د رسول اکرم ورور شته ؟ ورته وويل شول : نه ! . 

( کنزاالعمال : درېم ټوک، ١٥٤ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي ذر څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : چې د حضرت عثمان د بيعت ړومبۍ ورځ شوه؛ نو مهاجر او انصار په جومات کې راټول شول او حضرت علي بن ابيطالب هم راغى او په خطبه کې يې د خداى تر ستاينې او پر رسول الله (ص) تر درود وروسته وويل : پر خداى مو قسم آيا خبر ياست،چې رسول اکرم (ص) وويل :_زه یې چې اووم اسمان ته بوتلم _زه يې د رڼا درجې ته پورته کړم او د نور له حجابونو يې تېر کړم او بيا هلته سبحان پالونکي خپل استازي ته وحې وکړه او په راتګ کې يې د پردې تر شا يو غږ واورېد : محمده ! څومره ښه و ستا پلار ابراهيم او څومره ښه دې ورور دى علي ؟ نو مهاجرو او انصارو ! پر دې مانا پوهېږئ که نه ؟ حضرت عبدالرحمان بن عوف په ډله کې وويل : هو دا خبره مې پردې دوو غوږونو له رسول الله (ص) اورېدلې که نه مې وي اورېدلې؛نو کاڼه دې شي .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٢٢ مخ ) وايي : د قيامت پر ورځ به له عرشه غږ  شي : محمده ! څومره ښه و پلار دې ابراهيم او څومره ښه و ورور دې علي . ( رافعي له علي څخه نقل کړى )

( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٦١مخ ) وايي : چې  اووم اسمان ته یې بوتلم؛ نو جبراييل راته وويل : محمده مخکې ولاړ شه، چې داسې کرامت لا د يوې پرښتې او پېغمبر هم نه دى په برخه شوى؛ نو خداى مې راته وحې وکړه . د راستنېدو په تکل کې وم، چې له حجابونو هخوا راباندې غږ وشو : څومره ښه دې ستا پلار ابراهيم او څومره ښه دى ستا ورور علي؛نو په هکله  يې ښه سپارښتنې وکړه ( د حديث تر پايه ) دا روايت يې په ٤٢٣ مخ کې هم راوړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٣٩٥ مخ) وايي : له حضرت جابر څخه روايت دى،چې وا مې ورېدل،چې حضرت علي لاندې شعرونه پاک نبي ته وايي :

انا اخوا المصطفى لا شک فى نسبى

معه ربيت و سبطاه هما ولدى

جدى و جد رسول الله منفرد

و فاطم زوجتى لا قول ذى فند

صدقته و جميع الناس فى بهم

من الضلالة و الاشراک و الکند

فالحمد لله شکرا لا شريک له

البر بالعبد و الباقى بلا امد


يعنې زه د  مصطفى ورور يم او زما په نسب کې څوک شک نه لري له هغه سره روزل شوى يم او دوه سبطه يې زما زامن دي، زما او د رسول اکرم نيکونه يو دي ،فاطمه مې کورودانه ده او دا بې ځايه خبره نه ده ، ما هغه په داسې وخت کې تصديق کړ،چې ټول خلک په تياره او شرک ککړ وو؛ نو د شکر لپاره د خداى ستاينه کوم،هغه خداى چې شريک نه لري او پر خپلو بندګانو احسان کوي او بې له هغه څوک پاتې شوني نه دي .

پېغمبراکرم (ص) موسکې شو او و يې ويل : (( سمه دې وکړه علي )) ( له ابن عساکر څخه رانقل شوې وينا ده )

( کنزالعمال : درېم ټوک ،٦١ مخ ) وايي : له ابن عمر (رض) څخه راويت دى چې وايي : په حجة الوداع کې پېغمبر اکرم(ص) پر اوښ سپور و او  د حضرت علي پر اوږه يې لاس کېښود او وا مې ورېدل،چې داسې يې وويل : خدايه ! ته يې مل شې، ما خلکو ته ورسول ؛ دا زما ورور، د تره زوى، زوم او زما د زامنو پلار دى؛ نو خدايه ! دښمنان يې د اور په لمبو کې وسوځوې .( له ابن نجار څخه نقل شوى دى )

ليکوال : دا روايت يې د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې هم راوړى دى،چې پکې راغلي دي : ((خدايه ! شاهد وسه ، ما خلکو ته ورسول .)) دا روايت شيرازي ( د القاب په کتاب کې ) او ابن النجار له ابن عمر (رض) څڅه روايت کړى او لرې هم نه ده،چې د ( اشدد : مل يې شه ) ټکى،چې په ړومبي روايت کې و، د هماغه ( اشهد : شاهد وسه ) تصحيف او سم شوى وي،چې په دويم روايت کې راغلى او په چاپخونه کې غلط چاپ شوى وي.

( رياض النضره : لومړى ټوک،١٣ مخ ) د حضرت زيد بن ابي اوفي وينا راخستې،چې وايي : رسول الله مبارک په جومات کې ناست و، چې زه هم راغلم او وا مې ورېدل،چې وايي : پلانى د پلاني زوى چېرې دى؟ او بيا يې خپل يو يار ته اشاره وکړه، چې ولاړ شه او را پېدا يې کړه او هغوی چې په غونډه کې نه وو،يو يو يې را يېدا کړ او چې راټول شول ؛ نو رسول اکرم (ص) د خداى ستاينه وکړه او بيا يې وويل : غواړم  يو حديث درته ووايم ،ټول غوږ شئ، ياد يې کړئ او راتلونکيو ته يې هم ووياست : خداى په خپلو مخلوقاتو کې ځينې غوره کړل  او بيا وويل : (( الله يصطفى من الملائکة رسلا )) او په خلکو کې يې هم ځينې غوره کړل،چې جنتيان يې کړي او زه به هم په تاسې کې هغه چې راباندې ګران دى، غوره کړم او نور ټول به سره دوه په دوه ورونه کړم؛لکه څنګه چې خداى پرښـتې دوه په دوه سره ورونه کړي دي ( بيا د مواخات کيسه کوي تر دې چې وايي  ) حضرت علي وويل : زړه  او ملا مې ماته شوه،چې ومې ليدل، ټول اصحاب دې سره ورونه او زه دې له چا سره ورور نه کړم؛ نو که له ما خپه يې؛نو څومره غوسه چې دې خوښه وي،راباندې يې وکړه . پاک نبي ورته وويل : پر هغه خداى قسم، چې مبعوث کړى یې يم؛ځکه مې له چا سره ورور نه کړې،چې خپل ورور دې کړم؛ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ او ته زما ورور او وارث يې . حضرت علي وپوښتل : رسول الله ! ايا ميراث دې رارسي؟ رسول الله (ص) : هماغه ميراث، چې تر ما مخکې پېغمبرانو پرېښى و. حضرت علي بيا وپوښتل : تر تا مخکې پېغمبرانو څه په ميراث کې پرېښي ول؟ پاک نبي وويل : د خداى کتاب او خپل سنت او ته او لور به مې په جنت کې له ماسره په يوه ماڼۍ کې ياست  او بيا يې دا آيت ووايه  : (إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ) او ويې ويل : د خداى په لار کې يو له بل سره مينه کوي او يو بل ته ګوري . ( د اربعين طوال په کتاب کې له حافظ ابوالقاسم دمشقي څخه روايت شوى دى ) امام احمد حنبل هم د مناقب آل علي په کتاب کې د مواخات د حديث مانا په لنډه نقل کړې ده .  

ليکوال :دا روايت متقي هم ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٤٠ مخ ) راخستې او وايي : بغوي او طبراني په معجم او باوردي د الموقت په کتاب او ابن عدى نقل کړى او سيوطي هم په درالمنثور د ((اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا)) د آيت تر تفسير لاندې او د حج د سورت په پاى کې يې تر نقلولو وروسته ويلي : ابن عساکر او ابن قانع نقل کړى دى .

  دا روايت متقي  ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٤٠ مخ ) په لنډه راخستى او وايي : احمد بن حنبل د مناقب آل علي په کتاب کې ،ابن عساکر او محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٩ مخ  کې د دويم ځل لپاره په لنډه راخستى او ويلي يې دي : له حضرت زيد ابن اوفي روايت دى،چې ويلي يې دي : د خداى رسول، علي ته وويل : ته او فاطمه به راسره په جنت کې په يوه ماڼۍ کې وسئ ، ته مې ورور او  ملګرى يې او بيا  يې ((إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ)) ووايه . ( نقل : د احمد له مناقبو )

( رياض النضره : لومړى ټوک،١٥ مخ ) وايي : ابن اسحاق د اصحابو تر منځ د ورورلۍ خبره داسې کړې ده : رسول اکرم _ هغسې چې موږ ته رارسېدلي دي _ وويل : دوه په دوه سره ورونه شئ او بيا يې د حضرت علي لاس ونيو او ويې ويل : (( دا زما ورور دى )) او رسول الله (ص) او حضرت علي سره ورونه شول او حضرت جعفر بن ابيطالب او حضرت معاذ بن جبل ( د بني سلمه هم ژمنې ) او همداراز نور ټول  اصحاب سره دوه په دوه ورونه شول .

( رياض النضره : لومړى ټوک،١٧ مخ ) وايي : ابوعمرو بن عبدالبر وايي : پاک نبي ړومبى مهاجر او بيا انصار سره ورونه کړل او چې دوه دوه يې ورونه کول، حضرت علي ته يې  ويل : (( ته په دنيا او اخرت کې زما ورور يې )) او حضرت علي يې له ځان سره ورور کړ .  

( رياض النضره : دويم ټوک،١٦٨ مخ ) وايي : له عمرو بن عبدالله له پلار او له نيکه يې روايت دى،چې د خداى رسول(ص) ټول خلک سره ورونه کړل او حضرت علي يې له چا سره ورور نه کړ او تر پايه بې وروه پاتې شو؛ نو دا مهال حضرت علي، رسول الله مبارک ته وويل : ټول دې سره ورونه کړل او زه دې بې وروره پرېښـووم ! رسول اکرم (ص) ورته وويل : خبر يې چې ولې؟ځکه ته مې خپلې ورورولۍ ته پرېښى يې؛ته زما او زه ستا ورور يم او چا چې درته څه وويل؛نو ورته ووايه،چې زه د خداى بنده او د رسول الله ورور يم او بې له دروغجنه بل داسې خبره او ادعا نشي کولاى. ( د احمد مناقب)

ليکوال : دا روايت متقي هم ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ١٥٣ مخ ) راخستى او ويلي يې دي : ابن عدى په کامل کې راوړى او همداراز متقي هم په 399  مخ کې په لږ اختلاف له ابويعلي نقل کړى دى .

( رياض النضره : دويم ټوک،٢٠١ مخ ) وايي : له مخدوج بن زيد ذهلي روايت دى،چې ويلي يې دي : (( رسول الله مبارک، حضرت علي ته وويل : خبر يې چې زه ړومبى تن يم،چې په قيامت کې به راته غږ کېږي ( حديث ته دوام ورکوي،تردې چې د لواء الحمد خبرې ته رارسي او وايي : )  درسره به لواء وي او حال داچې حسن به دې ښي اړخ او حسين به دې کيڼ اړخ ته وي،د عرش سيوري ته به راورسئ او هلته به زما او د ابراهيم ترمنځ ودرېږئ او بيا به د جنت جامې درواغوندي او له عرشه به غږ شي : ابراهيم څومره ښه پلار او علي څومره ښه ورور دى ؛ علي ! نو زېرى دې پر تا وي،چې په بشپړ درناوي درته جنتي جامې در اغوندي ، غږ درباندې کوي او انعام درکوي ))  (د احمد مناقب)

( ذخاير العقبى : ٩٢ مخ ) وايي : له حضرت انس بن مالک څخه روايت دى : د خداى رسول پر منبر کېناست او ډېر څه يې وويل او بيا يې وويل : علي بن ابيطالب چېرې دى ؟ دا مهال علي له ځايه پاڅېد او و يې ويل : دلته يم د خداى رسوله ! رسول اکرم خپلې سينې ته رانږدې کړ، دوه سترګې يې ورښکل او پر لوړ غږ يې وويل : مسلمانانو ! دا مې ورور، د تره زوى، زوم، زما غوښه، وينه او وېښتان دي . زما د دوو سبطو حسن او حسين پلار دى،چې د جنتي ځوانانو ښاغلي دي . ( د حديث تر پايه )

( اسدالغابه : درېم ټوک ،٢١٧ مخ ) يو حديث د حضرت عبدالرحمان بن عويم ساعدة انصاري ( چې يو داسې تن و، چې د خداى د رسول او له هغه څخه په وروسته وخت کې هم و ) په سند نقل کړى او ويلي يې دي : رسول اکرم (ص) حکم وکړ،چې دوه په دوه سره ورونه شئ او بيا يې له لاسه ونيو او و يې ويل : (( دا زما ورور دى )) .

( استيعاب،دويم ټوک،٤٦٠ مخ ) په خپل سند له حضرت جابر څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : دويم خليفه، چې ټپي شو؛نو د خليفه ټاکل يې د علي ، عثمان، عبدالرحمان بن عوف، طلحه،سعد بن ابي وقاص او زبېر (رضى الله عنهم) شورا ته ورپرېښوول،چې حضرت علي ورته وويل :  ((پر خداى مو قسم آيا په تاسې کې څوک شته،چې له رسول الله سره يې ورورولي وي؟)) ورته وويل شول : نه ! ( استيعاب وايي : ) له ځينو اصحابو کرامو هم روايت شوي،چې حضرت علي وويل : ((زه د خداى بنده او د رسول الله ورور يم او که بې له ما چا دا خبره وکړه؛نو دروغجن به وي .)) 

( حلية الاولياء : اووم ټوک، ٢٥٢ مخ ) په خپل سند د حضرت جابر بن عبدالله وينا راخستې،وايي : د خداى نبي وويل : (( د ځمکې او اسمانونو تر پنځونې دوه زره کاله مخکې يې د جنت پر وره يې ليکلي وو :  لا اله الا الله ، محمد رسول الله ،على اخو رسول الله ))  

ليکوال : دا روايت خطيب بغدادي هم په خپل تاريخ ( اووم ټوک،٢٨٧ مخ ) او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٩ مخ کې له د خطيب د  (المتفق و المتفرق ) له کتابه نقل کړى دى . ابن جوزي هم ( ٣٩٨ مخ ) کې له ابن عساکر نقل کړى او مناوي هم په فيض القدير ( دويم ټوک،١٥٩ مخ ) کې د طبراني له اوسطه نقل کړى او محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٥٩ مخ کې د احمد له مناقبو نقل کړى دى.

( د بغداد تاريخ: دولسم ټوک، ٢٦٨ مخ ) په خپل سند له محمد بن علي بن الحسين له پلار له علي روايت کړى،چې ويلي يې دي : د خداى رسول وويل :((علي!ته زما ورور او په دنيا او اخرت کې مې ملګرى يې .))

ابن عبدالبر هم دا روايت په استيعاب ( دويم ټوک،٤٩٠ مخ ) کې له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

( صواعق محرقه :٧٤ مخ ) وايي : ديلمي له حضرت عايشې بي بي روايت کړى چې وايي : د څښتن استازي وويل : (( تر ټولو غوره ورور مې علي ، تر ټولو غوره تره مې حمزه او د علي ياد عبادت دى .))

ليکوال : دا روايت مناوي هم د فيض القدير د درېم ټوک په ٤٨٢ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : دا روايت ديلمي د فردوس په کتاب کې عباس بن ربيعه نقل کړى دى او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٢ مخ کې راوړى او د سند په اړه يې ويلي،چې له فرودوس له  حضرت عايشې بي بي له ابن حجر څخه د اصابه د کتاب د څلورم ټوک،لومړي قسم له دويم مخ يې راخستى دى .

( صواعق المحرقه؛٧٥ مخ ) وايي : احمد په مناقب کې د حضرت علي وينا راخستې، وايي : پېغمبراکرم (ص) زما په لټه کې و او پر يوه (چمبر)  څلوردېوالۍ یې ويده وموندم . په خپله يې ووهلم او راته يې وويل : ((پاڅه چې خوښ دې کړم؛ ته مې ورور او زما د زامنو پلار يې؛ نو زما د سنت لپاره وجنګېږه،څوک چې زما په وخت کې ومړ؛ نو ځاى به يې د جنت په خزانو کې وي او څوک چې تر ما وروسته ستا  په وخت کې  ومري؛نو اجل به يې راغلى او مړ شوى به وي او څوک چې زما او ستا تر وختونو وروسته،ستا په مينه او دوستۍ کې ومري؛ نو خداى به يې ژوند په ايمان پاى ته ورسوي او دا خبره تر قيامته ده .))

(  مناوي؛ کنوزالحقايق : ٢٧ مخ ) پېغمبراکرم(ص)، حضرت علي ته  وايي : (( ته زما او زه ستا ورور يم ))  ( له طبراني نقل شوى )؛ البته هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٣١ مخ کې راوړى دى .

( هيثمي ؛مجمع : نهم ټوک،١٢١ مخ ) د حضرت علي وينا را اخلي،وايي : پېغمبر اکرم (ص) زما په لټه کې و او زه يې په خاور کې وېده وموندم او راته يې وويل : ((بد نه وايي،هغوى چې "اباتراب" درته وايي )) او د خداى رسول چې وننګېرله - احساس کړل،چې زه خپه يم؛ نو را ته يې وويل : (( پاڅه چې خوشحاله دې کړم؛ته زما ورور او زما د زامنو پلار يې، زما د سنتو لپاره به جګړه کوې،زما غاړه به پر خلکو خلاصوې،څوک چې زما په وخت کې ومړ؛ نو د جنت په خزانو کې دى ،څوک چې ستا په وخت کې ومړ؛نو اجل به يې رارسېدلى وي او څوک،چې ستا تر مړينې وروسته ستا په مينه او دوستۍ کې ومري؛نو خداى به يې له ايمان سره له دې دنيا بوځي او چې څوک درسره په دښمنۍ کې ومري؛نو د جاهليت پر مرګ به مړ وي او دا خبره به د قيامت تر ورځې وي .)) (له ابو يعلي يې نقل کړى دى )

ليکوال : دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٤ مخ کې له ابويعلي راخستى او بيا وايي : بوصيري ويلي: ددې روايت ټول راويان ډاډمن دي ( او په ١٥٥ مخ  کې هم ) وايي : د خداى استازي وويل : (( آيا غواړې خوښ دې کړم؛ته زما ورور او وزير يې،زما پورونه به ورکوى، له خلکو سره به مې کړې ژمنې سر ته رسوې او پر خلکو به مې غاړه خلاصوې )) ( د حديث تر پايه ) ( طبراني له ابن عمره راخستى دى ) . دا روايت شنقيطي هم د کفاية الطالب دکتاب په ٣٤ مخ کې راوړى او وايي : احمد په مناقب کې هم نقل کړى دى .

( ابن حجر؛اصابه :شپږم ټوک،لومړى قسم،١٨٣ مخ ) د ليلاى غفاريه په ژباړه کې وايي : ابن منده _ د علي بن هاشم بن بريد له روايته _ وايي چې ليلاى غفاريه (رض) وايي : تل مې له رسول الله (ص) سره په جګړو کې ګډون کاوه،چې د ټپيانو پالنه وکړم . تر رسول الله  (ص) وروسته،علي،چې د بصرې جګړې ته ولاړ؛ نو زه هم ورسره ولاړم او جګړه،چې پاى ته ورسېده؛ نو عايشه بي بي مې وپوښتله : آيا له رسول الله دې د علي فضايل اورېدلي که نه ؟ راته يې وويل : هو ! يوه ورځ پېغمبر اکرم له ما سره و،چې علي راغى او زما او د رسول الله په منځ کې کېناست؛ نو ما ورته وويل : بل ځاى نه و،چې راغلې او دلته کېناستې ؟ رسول الله وويل : (( عايشې ! له علي سره داسې چلن مه کوه؛ هغه په اسلام راوړو کې ړومبى و او وروستى تن به وي،چې په ژوندون یې ګورم او په قيامت کې به ړومبى تن وي، چې زه يې ګورم .))