یني چري (جان نثاري)
یني چري یا جان نثاري( پښتو ' نوی پوځ' ) د هغو غوره پیاده ځواکونو سرتیري وه چي د عثماني سلطان کورنۍ له لوري ددغه واکمنۍ د ساتني او بهرني دښمن سره د جګړو لپاره رامنځ ته سول. دوی لومړني عصري ګرځنده پوځ او پیاده ځواک وو چي په پرمختللو وسلو سمبال او د عثماني واکمن مراد II د واکمنۍ پرمهال یې کار پیل کړ. [۱] [۲] [۳] [۴] د یني چري قول اردو د سلطان اورخان یا مراد اول [۱] په زمانه کي جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه، او تر څو پېړیو خدمت کولو وروسته په ۱۸۲۶ کال کي د دوهم محمود له خوا ړنګه سوه.
عمومي مالومات | |
---|---|
مرکز | |
ځای | |
هېواد |
د ړنګېدو وخت |
۱۸۲۶[۵] ![]() |
---|---|
جګړه |
برخه د |
---|
یني چري پوځ د عثماني واکمنانو له لوري په جګړو کي د نیول سویو ماشومانو څخه جوړ سوی وو، چي د روزني تګلاره یې devşirme (دوشیرمه) نومېدل، او له مخي یې اصلي اروپایی عیسوي زلمیان په ځانګړې توګه د بالکان څخه نیول سوي هلکان د اسلامي اصولو پر بنسټ زدکړو ته داخلېدل، او بیا یې تر اسلام راوړلو وروسته په عثماني پوځ کي دنده ترلاسه کول. [۶] دوی د خپلي منظمي زدکړي او ښه تمرین له امله په عثماني سلطنت کي ټینګ امنیت راوست، او ددې ترڅنګ یې په بهرنیو فتوحاتو کي هم ښه لاسته راوړني درلودې.
یني چري ته د عادي غلامانو پر خلاف منظم معاشونه ورکول کېدل، او تر ۴۰ کلنۍ مخکي واده کول یا په سوداګرۍ کې ښکیلیدل ددوی لپاره منع وه، ترڅو عثماني سلطان ته بشپړه وفاداري وښيي. په اوولسمه زیږدیزه پیړۍ کي د عثماني امپراتورۍ د پوځ د اندازې د زیاتوالي له امله د یادي قول اردو په پیل کي د استخدام سخته پالیسي نرمه سوه، او دې چاري عثماني واکمني بیرته د ناتوانۍ لوري ته ټېل وهل.
یني چري په لومړیو پیړیو کي یو پیاوړی پوځي ځواک وو، خو کله چي لویدیځي اروپا خپل پوځي سازمان او ټیکنالوژي عصري کړه، نو دوی د عصري ژوند خوښولو پر ځای په یو ارتجاعي ځواک بدل سوه، او د عثماني واکمنۍ په دننه کي یې د ټولو اصلاحاتو او بدلونونو په وړاندي مقاومت وښود. ددوی د همدغه مقاومت له امله عثماني پوځ په تدریجي ډول زوړ حالت خپل کړ، او دومره کاواکه سو چي یوشمېر اروپایي ځواکونه ژر ترې مخکي سول.
د یني چري د پرله پسې بغاوتونو او پاڅونونو له کبله یاده قول اردو په ۱۸۲۶ کال کي د دوهم سلطان محمود لخوا د عوامو په ملاتړ د یوې خونړي جګړې په پایله کي لغوه سوه، او نژدې ۶۰۰۰ کسام یې د سلطان له لوري د دار تختې ته پورته سوه. [۲]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ "Janissaries". Encyclopaedia of Islam, THREE 2. (2017). Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_ei3_COM_30927. ISBN 978-90-04-33571-4.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Kinross 1977.
- ↑ Goodwin 1998.
- ↑ . Philadelphia.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ Small Soviet Encyclopedia (in روسي ژبه).
{{cite journal}}
: Missing or empty|title=
(help)CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ . Lanham, Maryland.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help)
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- هغه پاڼي چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P159 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P576 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P607 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- CS1 errors: missing title
- CS1 maint: unrecognized language
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره