منځپانگې ته ورتلل

یزید بن عبدالملک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
يزيد بن عبدالماک
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۶۸۷ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۸ جنوري ۰۷۲۴ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
Irbid (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

یزید بن عبدالمالک بن مروان (زوکړه؛ شاوخوا 690/91 - مړینه ۲۶ جنوري ۷۲۴) چي په عمومي توګه د دوهم یزید په نوم پیژندل کیږي، د امويانو نهم خلیفه وو، چي له ۷۲۰ زیږدیز کال څخه تر ۷۲۴ کال پوري یې ددغه حکومت چاري په لاس کي درلودې. نوموړي که څه هم اداري یا پوځي تجربه نه درلوده، خو د خپل نسب پر بنسټ یې زیات شهرت درلود، ځکه چي د اموي کورنۍ د دواړو واکمنو څانګو لکه د سفیانیانو چي په ۶۶۱ کال کې یې د اموي خلافت بنسټ کیښود او د مروانیانو چي په ۶۸۴ کال کي یې دی ځای ناستی سو، سره اړه درلوده.

یزید واک ته له رسېدو وروسته د عمر بن عبدالعزیز مخکني اصلاحات بیرته لغوه کړه، او پر موالي (غیر عرب مسلمانو) باندي یې د جزیې لګولو ترڅنګ د خلافت په سرحدونو کي د جګړې هڅي هم پیل کړې، او په ځانګړې توګه یې د قفقاز په خزارانو او په اناتولیا کي د بازنطینیانو په وړاندي نښتو ته لاس واچاوه. د یزید اقدامات که څه د عربي بڼه لرونکي پوځي لوړتیا او اموي کورنۍ د غوښتنو سره سم روان وه، خو د خلافت مالي بحران یې حل نه کړ، دا ځکه چي د جګړې غنیمتونه د خلافت لپاره کافي نه وه او د جزیې بیا لګول د خراسان او افریقیه په لویو ولایتونو کي د خلکو له سخت مقاومت سره مخ سوه. یزید د واک په اوږدو کي په کلیساګانو کي د عیسوي انځورونو د له منځه وړلو لپاره یو رسمي فرمان صادر کړ، چي له امله یې د بازنطیني امپراتور لیو دریم لخوا هم په رومي سیمو کي ورته فرمان نافذ کړل سو.

د یزید د واکمنۍ له لومړنیو پیښو څخه یوه د یزید بن المهلب په مشرۍ د عراقیانو پراخه پاڅون وو، چي ځپلو یې په دغه ناکراره ولایت کي ډیري سختي ورځي په بار راوړې. ابن المهلب د یمنیانو یو ملاتړی وو او د یزید لخوا د عراق د واکمنۍ لپاره د قیس د پلویانو ټاکلو هلته د ډلو ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړ، چي له امله یې یزید دده سره په اختلاف او جګړه کي ښکېل سو.