منځپانگې ته ورتلل

یافا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یافا
יפו (عبراني)
يافا (عربي ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
پلازمېنه د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ښار[۱] ( – ۱۹۴۹)
quarter (en) ژباړل (۱۹۴۹ – ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
وګړو شمېر
۶۶٬۳۱۰[۲] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
غړی د
ځای
اداري سیمه
هېواد
اړين مالومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱۷٬۵۱۰ دونوم پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۲°۰۳′۰۸″شمال ۳۴°۴۵′۱۱″ختیځ / 32.0522°شمال 34.7531°ختيځ / 32.0522; 34.7531 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

یافا د فلسطین یو له پخوانیو او مهمو تاریخي ښارونو څخه دی. دا ښار نن ورځ د اسراییلو د اداري وېش له مخي د مدیترانې سمندرګي په ختیځ ساحل کي د اسراییلو د تل ابیب-یافو ښاروالۍ دننه پروت دی. یافا د بیت المقدس له لویدیځ څخه شاوخوا ۵۵ کیلومتره واټن لري. نن ورځ دا ښار شاوخوا 60,000 تنه نفوس لري، چي ډیری یې یهودیان دي، او د مسلمانانو او عیسویانو یو عرب لږکي هم پکښي مېشت دي. [۶] [۷]

د یافا ښار کنعانیانو په څلورمه زیږدیزه پېړۍ کي رامنځ ته کړ، او له هغه وخت راهیسي دا د سیمې لپاره یو ستر سوداګریز مرکز وو. د تاریخ په اوږدو کي د فلسطین ساحل وخت پر وخت د نفوسو ډېرېدلو شاهد وو، چي په سیمه کي یې تر ټولو ښه استوکنځای د یافا غونډۍ ګڼل کېده. دا ښار په لرغونو وختونو کي پرله پسې وده وکړه، او د فرعونانو، آشوريانو، بابليانو او یوناني واکمنیو او هڅوبونو سره یې ډیري نژدې اړیکي درلودې، څو چي په اخر کي د روم او بازنطیني واکمنۍ تر سرپرستي لاندي سو، او اوسیدونکي یې د لومړنیو خلکو څخه وه چي عیسویت یې ومانه. کله چې اسلامي لښکري فلسطین ته ننوتې ، عمرو بن العاص په هماغه کال کي چي عمر بن الخطاب بیت المقدس فتح کړ، نوموړي یافا لاسته راوړه. د عثماني دورې په ترڅ کي یافا په ځانګړې توګه په ۱۸۸۵ کال کي د لومړۍ ښاروالۍ شورا جوړه رامنځ ته کړه.

دا ښار د مدیترانې سمندرګي په ختیځ ساحل کې یو ځانګړی طبیعي موقعیت لري، چي د ۳۲.۳ درجو شمالي عرض البلد او ۳۴.۱۷ درجو ختیځ طول البلد په تقاطع کي پروت دی، او طبیعي عواملو یې د سیمي په جوړولو کي زیاته مرسته کړي، چي له همدې امله دا د فلسطین د لویدیځو دروازو څخه یوه دروازه ګڼل کیږي، او له اړخه یې فلسطین د مدیترانې حوزې له هیوادونو ، اروپا او افریقا سره نښلي. د یافا بندر د نړۍ یو له پخوانیو بندرونو څخه بلل کیږي، او له 4,000 کلونو څخه زیات وخت د سوداګریزو بېړیو جوګه پاته سوی دی. خو د ۱۹۶۵ کال د نومبر په ۳مه د یافا بندر د لویو کښتیو پر مخ وتړل سو، او پر ځای یې د اشدود بندر د بدیل په توګه وکارول سو. یافا بندر ددې سره سره بیا هم د کب نیولو، کوچنیو کښتیو او سیاحتي کښتيو یو ځانګړی ځای ګڼل کیږي.

یافا نن ورځ د تل ابیب څلور دویمه درجه ښارګوټي په ځان کي رانغاړي. دا ښار ۱۲ سیمې لري، چي په هغوی کي یې درې په عربانو پوري اړه لري.

په ۱۹۴۹ کال کي د اسراییلو حکومت پریکړه وکړه چي د یافا او تل ابیب ښارونه له اداري پلوه د "تل ابیب-جافا ښاروالۍ" په نوم د ښاروالۍ په نوي جوړښت کي سره یوځای کړي. دا پریکړه وروسته له هغه وسوه چي د ښار ډیری نښي بدلي سوې، او د یهودي سازمانونو لخوا د اپریل په ۲۶، ۱۹۴۸ کي د "ډرور عملیاتو" په نوم سیمه یهودي مېشه وګرځېدل. [۸] [۹] [۱۰]

  1. Small Soviet Encyclopedia (in روسي ژبه). {{cite journal}}: Missing or empty |title= (help)CS1 maint: unrecognized language (link)
  2. ويل شوي په: Muʻjam buldān Filasṭīn (Dār al-Maʼmūn, 1987). Page(s): 727. خپروونکی: Dar Al-Mamun lil Turath. اثر ژبه: عربي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۸۷. ليکوال: Muḥammad Muḥammad Ḥasan Shurrāb.
  3. سرچينې تړی: https://cn.wtcf.org.cn/citys/3423-3.html.
  4. ArchINFORM location ID: 6408. ويل شوي په: آرک انفارم. بياځلي سمون: ۵ نومبر ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  5. ۵٫۰۰ ۵٫۰۱ ۵٫۰۲ ۵٫۰۳ ۵٫۰۴ ۵٫۰۵ ۵٫۰۶ ۵٫۰۷ ۵٫۰۸ ۵٫۰۹ ۵٫۱۰ ۵٫۱۱ ۵٫۱۲ ۵٫۱۳ ۵٫۱۴ ۵٫۱۵ ۵٫۱۶ Hannes Möhring (۲۰۰۹). "The Muslim Strategy of Demo­lishing Frankish Fortresses and Towns in the Levant". Burgen und Schloesser: Zeitschrift fuer Burgenforschung und Denkmalpflege (in جرمني ژبه) (4): 211–217. doi:10.11588/BUS.2009.4.48565.{{cite journal}}: CS1 errors: invisible characters (link) CS1 maint: unrecognized language (link)
  6. مدينة يافا - You Tube په یوټیوب کې
  7. Jaffa threatens upheaval for Palestinians - AlJazeera English په یوټیوب کې
  8. حكاية بلد" مدينة يافا عروس فلسطين الجزء الثاني په یوټیوب کې
  9. من تل ابيب إلى شوارع يافا القديمة والقلعة - You Tube په یوټیوب کې
  10. صور نادرة (يافا - فلسطين) JAFFA-PALESTINE - You Tube په یوټیوب کې