گوډ تېمور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګوډ تېمور
ګوډ تیمور

زېږېدنه ۱۳۳۶
مړينه ۱۴۰۵
کوړنی تیموریانو کورنۍ
مخکنی حکمران امیر حسین
پیرو خلیل سلطان

گوډ تېمور (۱۳۳۶-۱۴۰۵ ) د تیموریانو کورنۍ څخه یو مشهور حکمران، فاتح او د تیموریانو د واکمنی بنسټ ایښودونکی وو چې په مرکزی آسیا کې یي لوی امپراطوري جوړ کړ.

ژوند

تاریخ

د تیممور لنگ واکمنی

گوډ تېمور په اوزبکستان کې د شهر سبز په ښار کې پیدا شو. په دی وخت کې اوزبکستان د چغتهایانو د خانانو په لاس کې وو. په ۱۳۶۹ کال کې گوډ تېمور د چغتهای خان ته ماته ورکړه او نوی دولت یی جوړ کړ. تیمور د سمرقند په ښار کې خپل مقر چوړ کړ. کله چې گوډ تېمور پر شاهی تخت کښیناست نو خپل دولت په پراخه کولو یی پیل وکړ. په دی وخت کې د تیمور پوځ ایران او عراق ونیو. په ۱۳۹۸ کال کې تیمور پر هندوستان برید وکړ او هندوستان یی له منځه ورکړه. په ۱۴۰۰ کال کې گوډ تېمور سوریه لاس ته راوړ. په ۱۴۰۲ کال کې تیمور د عثمانی امپراطوری ماته ورکړه. تیمور لنگ په ۱۴۰۵ کال کې وفات وکړ.