گور کتري
گور کتري، گورکاتري يا گور کترۍ (اېنکو او اوردو: گورکهتری) (چې د کشتري قبر مانا لري چې په زاړه اريايي قومونو کې جنگيالۍ پوړۍ ته کشتري ويل کېده[۱][۲] د خيبر پښتونخوا په پېښور کې يو لرغونځی دی[۳][۴] چې د مغلو دورې کې د شاه جهان د لور جهان ارا بيگم له خوا د کاروانسرای په توگه جوړ شوی وو.[۲][۵]
پېښليک
[سمول]گورکتري په خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور کې يوه لرغونې سيمه ده چې په مربع شکل پرته ده[۴]، چې په ۱۶۴۱ ز کال کې د شاه جهان د لور جهان ارا بيگيم له خوا د کاروانسرای په توگه جوړ شوی وو.[۲][۵]
الېگساندر کونينگهم گور کتري هغه ځای بولي چېرته چې پخوا چې د کنيشکا ستوپا موجوده وه، احمد حسن داني بيا دا هم وموندله چې دلته پخوا د بودا برج کاسه هم په همدې ځای وه[۴][۵]
مشهور چينايي گرځندوی شوان زانگ چې د اوومې زېږديزې پېړۍ لومړيو کې يې له گندهارا ليدنه کړې، په خپلو يادښتونو کې دا ښار او کنيشکا ستوپا په ډېر درناوي ياد کړي دي. همدارنگه هغه په خپلو يادښتونو کې د يوې سيمې يادونه کړې چېرته چې د بودا لويه کاسه ساتل شوې وه؛ډېری تاريخ پوهان استدلال کوي چې دا سيمه همدا گورکتري سيمه ده. مغلي سترواک بابر هم په خپل ژوندليک بابرنامه کې د دې سيمې څخه د ليدنې پېښه ذکر کړې ده.[۶]
د شپاړسمې زېږديزې پېړۍ په لومړيو کې د مغل سترواک شاه جهان لور جهان ارا بيگم په دې لرغونځی کې يوه کيږدۍ جوړه کړه، او دا ځای يې په کاروانسرای بدل چې د سرای جهان اباد نوم يې پرې کېښود، هغې په دې کاروانسرای کې د مسافرينو د اسانتيا په موخه د سرای دننه يو جومات، د سونا حمام او دوه څاه گانې هم جوړې کړې.[۷]
سيکانو دا ځای د خپل اجير جنرال پاولو اويتابيل په استوگنځي او رسمي مرکزي دفتر بدل کړ چې له ۱۸۳۸ ز څخه تر ۱۸۴۲ ز پوې د پېښور والي وو.[۸]دوی هلته د شيوا هندو مندر هم جوړ کړ.[۸] پوهاند اېس اېم جعفر په خپل کتاب پېښور:تېر، اوس او راتلونکی کې دا ځای د هندوانو زيارتځی بللی چېرې چې هندوان د سردوکر رسم (سر خرېيلو) دود ترسره کوي. له ۱۹۱۷ ز څخه تر ۲۰۰۲ ز کال پورې گورکتري د پوليسو د مرکزي دفتر او د اوروژنې د مرکز په توکه کارول کېده.[۴]
ودانۍ جوړښت
[سمول]گور کتري ۱۶۰ په ۱۶۰ متر مربع ودانۍ ده چې د پېښور په سوېل ختيځ اړخ کې موقعيت لري، دا دوه مهمې دروازې لري، د گورک نات مزدک يې منځ کې او سمڅي جوړښتونو ټولگه او ودانۍ يې د دې ودانۍ په سوېلي او لوېديځ اړخ کې موقعيت لري.[۴]
کيندنې
[سمول]د گور کتري سيمې لومړنۍ کيندنۍ په ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ کلونو کې ډاکټر فرزند علي دوراني په عمودي ډول پيل کړې چې د بوديجي د نشتوالي له کبله کار بشپړ نه شو، خو هغه تاييد کړه چې د ښار بنسټ لږ تر لږه درېيمې مخزېږديزې پېړۍ ته رسيږي. دوهم ځل لپاره په ۲۰۰۷ ز کال کې د گورکتري شمال ختيځ اړخ کيندنې پيل شوې چې د دې کيندنو په پايله کې دا څرگنده شوه چې پېښور په سوېلي اسيا کې تر ټولو زوړ ژوندی ښار دی.
د گور کتري ځينې انځورونه
[سمول]-
د گور کتري پارک ته د ننوتلو لار
-
په گور کتري کې هندو مزدک
-
د پېښور گور کتري کې د گوراکنات مندر
-
اوروژنې زړه اداره
-
گور کتري ته د ننوتلو يو نژدې ليد
-
د سکهانو د دورې د جنرال پاولو اویټبل د پخواني استوګنځي نښه کوونکې تخته
-
گور کتري د پېښور يو پخوانی يادگار
سرچينې
[سمول]- ↑ University, Bopal, Sarvepali Radakrishnan (.). "Gor Khatri". srku.edu.in.
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ "Peshawar, Gor Khuttree". World Archaeology (in American English). 2006-09-07. بياځلي په 2023-11-29.
- ↑ "تاریخ افغانستان در عصر گورکانیان (تیموریان) هند". دانشنامه افغان. .
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ Malik, Ayesha Mehmood; Memoona, Rashid; Jamil, Farah. "Gor Khatri Peshawar - Retrospect of the Archeological Remains to Rebuild". Pakistan Journal of Social Research. 4 (4): 264–285.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ "Within the Walls of Gor Khatri".
- ↑ Page 141 published by Penguin
- ↑ Elisseeff, Vadime (1998). The Silk Roads: Highways of Culture and Commerce. Berghahn Books. ISBN 9781571812223.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Shah, Ibrahim (2016-07-02). "Hindu Iconography in the Gor Khatri Temple (Peshawar): Sacred Imagery Painted in the Śaiva Shrine". South Asian Studies (in انګليسي). 32 (2): 185–198. doi:10.1080/02666030.2016.1218125. ISSN 0266-6030.