ګيبرايل سوشان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګيبرايل سوشان
(فرانسیسی: Gabrielle Suchon د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګيبرايل سوشان
ګيبرايل سوشان

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ ډيسمبر ۱۶۳۱
مړینه 5 مارچ 1703 (72 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي [۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګيبرايل سوشان (۲۴ ديسمبر ۱۶۳۲ په سيمور اين اکسويس کې – ۵ مارچ ۱۷۰۳ په ديجون کې) يوه فرانسوۍ اخلاقي فيلسوفه وه، چا چې د نوي پړاو په لومړيو کې د ښځو د ټولنيز، سياسي او مذهبي حالت په اړه بحثونو کې برخه واخسته. د هغې تر ټولو اوڅار آثار د « Traité de la morale et de la politique » (د اخلاقياتو او سياست په اړه رسالې) او « Du célibat volontaire» (په خپلواک ډول د مجردۍ غوره شوي ژوند په اړه) په نومونو دي.[۲][۳]

سوشان لومړۍ هغه فيلسوفه بلل کېږي چې د خپلو آثارو د پام وړ برخې توليد يې يواځې د ښځو موضوع ته ځانګړې کړی وې. د سوشان ليکنې بې ساري دي، ځکه هغه په ځانګړي ډول ښځې مخاطبوي، د هغه مهال د ډېرو اخلاقي فلسفيانو په خلاف، د چا لومړي مخاطبين چې نارينه وو. هغه د خپل وخت لومړۍ ښځينه فيلسوفه بلل کېږي چې نه يې نارينه فکري سلاکار درلود او نه مېړه.[۴][۵]

سوشان په خپلو آثارو کې استدلال کوي چې مېرمنې د آزادۍ، زده کړې او واکمنۍ د طبيعي حقوقو حق لري. هغې ادعا کوله چې يوه ښځه بې واده هم کولای شي بشپړ ژوند وکړي او د سيکولر شرايطو سره سم په رضاکار ډول بې واده پاتې کېدو ځواک ته يې وده ورکوله. [۶][۷][۸]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ګيبرايل سوشان د فرانسې په « سيمور اين اکسويس » (برګنډی) کې د ۱۶۳۲ز کال د ديسمبر په ۲۴ مه نېټه د «کلاود مونګين» او «کلاود سوشان» کره زېږېدلې وه. د ګيبرايل مور، کلاود مونګين په پرتليز ډول د سوکاله او ځمکو لرونکې کورنۍ څخه وه. د مونګين د کورنۍ ډېرو نارینه وو په فرانسه کې د حقوقپوهانو په توګه دندې تر سره کړې وې. د ګيبرايل پلار د کوچنيو اشرافو څخه و چې د تاريخ له مخې هغه يو دولتي مامور و. کلاود سوشان په ۱۶۴۵ز کال کې تر مړينې پورې د پاچا د څارنوال په توګه کار وکړ.[۹]

د اټکل له مخې ګيبرايل سوشان يو کشر ورور هم درلود چې «کلاود سوشان» نومېده.[۹]

زده کړه[سمول]

سوشان خپله زده کړې کړې وې، ځکه چې د هغې د ژوند پر مهال ښځو نه شول کولای په عامه ادارو کې زده کړې وکړي. د هغې له ليکنو روښانه کېږي چې په سپېڅلو متنونو، د کلاسيکو او معاصرو فيلسوفانو او لیکوالانو په آثارو يې بشپړ واک درلود. [۱۰][۱۱]

سوشان د سقراط، اپلاتون، ارستو، سيسيرو، سينيکا، پلوتارک او نورو لرغونو فيلسوفانو آثار لوستي وو. هغې د ښځو د وړتياوو يا شخصيتونو څخه د يادو فيلسوفانو ستاينې د ښځو د برابرۍ لپاره د خپلو دلايلو په توګه وکارولې.[۱۲]

سوشان د «سکولاستيکانو» آثارو ته اشاره کوي، لکه «سينټ تاماس» او «سينټ جان اف کراس» (سکولاسټک مکتبي ته ويل کېږي چې د تحقيقي تګلارې لاروی وي). هغه همدا راز د «فرانکوس پولين ډی لا بيري» د يادونې وړ د ښځمنپالنې رسالې «د دوو جنسونو برابري» ته هم ځواب وايي.[۱۳]

سوشان په خپل کتاب « Traité de la morale et de la politique» کې له بايبل د بېلا بېلو څپرکو څخه د شواهدو حواله ورکړې ده. هغې د ژوند لومړي کلونه په یوه خانقاه کې تېر کړل، چېرې چې هغې تر ډېره بريده له يوې راهبې څخه مذهبي زده کړه وکړه. ښځينه راهبانو نه شول کولای، چې د نارينه مفسر اسقف پرته نېغ به نېغه خپله له انجيل څخه لوستل وکړي، دا په دې معنا چې سوشان له خانقا بهر د بايبل زده کړو ته دوام ورکړ.سوشان خپله زده کړه کړې وه، هغې له خانقا له تېښتې وروسته د بايبل، کلاسيکې او معاصرې فلسفې پوهه لاس ته راوړه.[۱۴]

د بلوغ ژوند[سمول]

په سيمور کې خانقاه[سمول]

د سوشان د بلوغ ژوند په لومړي سر کې د رسمي کليسا د اسنادو په مټ راټول شوی دی. د هغې د بلوغ د کلونو ځای ځایګی پټ پاتې دی. ډېرې سرچینې وايي چې په ۱۶۴۵ز کال کې د پلار له مړينې وروسته سوشان په سيمور کې ډومینيکي خانقاه ته استول شوې وه او دلته تر ۱۶۶۶ ز کال پورې لويه شوه.[۱۵]

وروستيو تاریخي څېړنو له دې سره اختلاف ښودلې چې کله او ولې سوشان په سیمور کې خانقاه ته استول شوې وه. ځينې اټکل کوي چې د پلار له مرګ ډېر ژر وروسته سوشان خانقاه ته واستول شوه، څو د هغې د کورنۍ مالي بوج کم کړي. ځينې نور بيا وايي شونې ده چې د خپلې خوښې واده په کولو کې له ناکامۍ پس، څو کاله وروسته خانقاه ته استول شوې وي.[۱۶]

د منښتو مخالفت[سمول]

د کليسا اسناد روښانه کوي چې د ۱۶۶۶ز کال د اکتوبر په پنځلسمه نېټه سوشان په قانوني ډول په سيمور کې له خانقاه څخه په «لانګريس» کې يعقوبي مدرسې ته ولېږدول شوه. دا روښانه نه ده چې ايا سوشان د لانګر په خانقاه کې هستوګنه غوره کړه که نه. ځينې اټکل کوي چې شونې ده سوشان په څرګند ډول دا لېږد په بشپړ دول د تېښتې او روم ته دسفر لپاره کارولی وي. سوشان خپله له پاپ غوښتي و چې له خپلې منښتې سره په مخالفت کې ولاړه شي او عادي ژوند غوره کړي. د ۱۶۷۲ز کال د سپتمبر په لسمه نېټه په روم کې د شورا ټولنې ولوست.اسناد ښيي چې په ۱۶۷۳ز کال کې، سوشان نوره په لینګرز کې د راهبانو په نوملړ کې نه وه. د خپلو منښتو څخه د لاس اخستلو لپاره د سوشان د هيلې لامل د ژوند د ډېرو کلونو لپاره د هغې له کورنۍ سره د هغې خړې پړې اړيکې وې.[۱۶]

د يوې عامې ښځې په څېر ژوند[سمول]

له خانقاه دباندې د سوشان د ژوند په اړه ډېر کم معلومات شته. په ډېرې شونتيا سره هغې په ۱۶۷۳ز کال کې د يوې عامې ښځې په توګه ژوند پيل کړ. شواهد دا څرګندوي چې سوشان مخکې له دې چې په ۱۶۹۳ز کال کې د « Traité de la morale et de la politique » خپله ليکنه خپره کړي، په «ډيجون» کې يې شل کاله په تدريس او ليکلو تېر کړل. [۱۶]

سوشان د ژوند تر پايه بې واده پاتې شوه. ګيبرايل سوشان د ۱۷۰۳ز کال د مارچ په پنځمه نېټه د فرانسې په «ډيجون» کې مړه شوه، وروستي کلونه يې ماشومانو ته په ښوونه او ليکلو تېر کړل.[۱۷]

آثار[سمول]

مخینه[سمول]

سوشان په داسې وخت کې لیکل کول چې په اروپا (له ۱۴مې تر ۱۷مې پېړۍ) کې د « querelle des femmes» په نوم فکري بحثونه منځ ته راتلل. د « querelle des femmes» ژباړه په دې ډول شوې چې «د ښځې پوښتنه. د خوځښت لیکوالانو په ښځو د کېدونکو بريدونو ځواب د ښځې د اخلاقي او ټولنيز نوعيت په اړوند بحث کولو سره ورکړ. د « querelle des femmes» ګډونوال نابرابر ګډ نارینه او ښځينه مکرين وو. نارينه په دې خوځښت واکمن و، ان په هغه برخه کې هم چې د ښځو پر حالت يې تمرکز درلود. د هغې د اثارو محتوا او هغه وخت ته چې هغې په کې لیکل کول په کتنې سره، ډېری تاريخپوهان په دې باور دي چې سوشان له دې مشهور فکري خوځښت سره مرسته کړې ده.[۱۸][۱۹]

د « querelle des femmes» خوځښت سره اړیکه لرونکو دلايلو منځ ته راغلي جوړښت کې دوه کړنلارې شاملې وې: په ټول تاريخ کې د هغو ښځو نوملړ جوړول، د چا کارونه چې د هغوی د وړتيا لپاره بېلګه وې او ښځو ته په نابرابره توګه نظر کولو تر شا د ټولنيز او اقتصادي لاملونو شننه کول. د سوشان د « Traité de la morale et de la politique» نمونه له هغې څخه مختلفه او پراخه ده، کومه چې د « querelle des femmes» نومياليو ليکوالو وړاندې کړې وه. سوشان په « querelle des femmes» کې یواځينۍ ښځينه ګډونواله وه چې يوه ليکنه يې وکړه، کومه چې د ليکنې يوه جامع او مستنده بڼه وه. هغې په خپله ليکنه کې ثابته کړه چې د هغې طریقه او کړنلاره اصلي دي او د يوې لیکوالې په توګه په خپل انفراديت ټينګار کوي. د هغې له ليکنو معلومېږي چې هغې باور درلود، طريقې يې  د « querelle des femmes» د معياري استدلال له اندازې څخه لوړې دي.[۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120822066 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. "Suchon, Gabrielle (1631–1703) - Routledge Encyclopedia of Philosophy". www.rep.routledge.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Suchon, Gabrielle (2010). A woman who defends all the persons of her sex : selected philosophical and moral writings. Stanton, Domna C., Wilkin, Rebecca May. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 1–72. OCLC 642206246. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779232. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Desnain, V. (2012-11-15). "Gabrielle Suchon: Militant Philosophy in Seventeenth-Century France" (PDF). Forum for Modern Language Studies. 49 (3): 257–271. doi:10.1093/fmls/cqs030. ISSN 0015-8518. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Suchon, Gabrielle (2010). A woman who defends all the persons of her sex : selected philosophical and moral writings. Stanton, Domna C., Wilkin, Rebecca May. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 1–72. OCLC 642206246. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779232. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. O’NEILL, EILEEN (1998). "History of Philosophy". Philosophy in a Feminist Voice. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 17–62. JSTOR j.ctt7s6sv.6. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780691019369. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Desnain, V. (2012-11-15). "Gabrielle Suchon: Militant Philosophy in Seventeenth-Century France" (PDF). Forum for Modern Language Studies. 49 (3): 257–271. doi:10.1093/fmls/cqs030. ISSN 0015-8518. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Gabrielle Suchon | Querelle". querelle.ca (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Suchon, Gabrielle (2010). A woman who defends all the persons of her sex : selected philosophical and moral writings. Stanton, Domna C., Wilkin, Rebecca May. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 1–72. OCLC 642206246. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779232. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. O’NEILL, EILEEN (1998). "History of Philosophy". Philosophy in a Feminist Voice. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 17–62. JSTOR j.ctt7s6sv.6. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780691019369. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Wiesner-Hanks, Merry (2008). Women and Gender in Early Modern Europe. University Printing House, Cambridge, United Kingdom: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-69544-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Suchon, Gabrielle (2010). A woman who defends all the persons of her sex : selected philosophical and moral writings. Stanton, Domna C., Wilkin, Rebecca May. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 1–72. OCLC 642206246. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779232. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. O’NEILL, EILEEN (1998). "History of Philosophy". Philosophy in a Feminist Voice. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 17–62. JSTOR j.ctt7s6sv.6. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780691019369. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Suchon, Gabrielle (2010). A woman who defends all the persons of her sex : selected philosophical and moral writings. Stanton, Domna C., Wilkin, Rebecca May. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 1–72. OCLC 642206246. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779232. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Suchon, Gabrielle (2010). A woman who defends all the persons of her sex : selected philosophical and moral writings. Stanton, Domna C., Wilkin, Rebecca May. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 1–72. OCLC 642206246. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779232. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ Suchon, Gabrielle (2010). A woman who defends all the persons of her sex : selected philosophical and moral writings. Stanton, Domna C., Wilkin, Rebecca May. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 1–72. OCLC 642206246. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779232. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Gabrielle Suchon | Querelle". querelle.ca (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Desnain, V. (2012-11-15). "Gabrielle Suchon: Militant Philosophy in Seventeenth-Century France" (PDF). Forum for Modern Language Studies. 49 (3): 257–271. doi:10.1093/fmls/cqs030. ISSN 0015-8518. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Wiesner-Hanks, Merry (2008). Women and Gender in Early Modern Europe. University Printing House, Cambridge, United Kingdom: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-69544-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Wiesner-Hanks, Merry (2008). Women and Gender in Early Modern Europe. University Printing House, Cambridge, United Kingdom: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-69544-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Suchon, Gabrielle (2010). A woman who defends all the persons of her sex : selected philosophical and moral writings. Stanton, Domna C., Wilkin, Rebecca May. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 1–72. OCLC 642206246. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226779232. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)