ګوګل امنیت کاریال (Google Authenticato)
ګوګل امنیتي کاریال (په انګلیسي: Google Authenticator) کې د یو ځلي امنیتي کوډ رامنځته کوونکی سافټویر چې د ګوګل له خوا ډیزاین او چمتو شوی ترڅو خپلو کاروونکو ته د لا ښه امنیت چوپړتیاوې وړاندې کړي. دا کاریال د Android او iOS ویرژنونو لپاره وړیا دی، او د ګوګل اکاونټونو یا نورو ویبپاڼو / ویب ساټونو ته د دننه کېدو یا ننوتلو لپاره کارول کېږي، چې موخه یې دوه ځلي امنیت کوډ تاییدول دي.
د دې کاریال تر ټولو ستره ګټه دا ده، خپل په اتوماتیک ډول ځانګړي امنیتي کوډونه د هویت تایید لپاره کاروي ترڅو کاروونکی پرته له دې چې پیغام واستووي بلکې له دې لاري خپل امنیت خوندي کړي. په دې توګه د SMS پیغامونو لېږلو اړتیا له منځه وړلو سره،کوم حکومتونه چې مخابراتو ته لاسرسی لري او د کاروونکو جاسوسي کوي ) د کاروونکو محرم حسابونو ته د لاسرسي مخه نیوال کېږي دې کاریال تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې د هویت د تایید لپاره ځانګړي امنیتي کوډونه په اتومات ډول کاروي. کاروونکی اړ نه دی چې پیغام واستوي، ځکه د تایید بهیر پخپله د سیستم له خوا ترسره کېږي او حساب خوندي ساتل کېږي.