منځپانگې ته ورتلل

ګل محمدګلبيدار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګل محمد ګلبيدار د پښتو ژبې خوږژبی شاعر، د غلام قادر زوی په ۱۲۹۸ لمريز کال کي د کندهار ښار په درېيمه ناحيه کي وزېږېد٬ لومړنۍ زده کړي يې د کندهار په مشرقي ښوونځي کې  تر شپږم صنفه کړې دي او بیا د میرویس لېسې څخه فارغه سوی  دی. په قوم قریش وو .

کله چي په افغانستان کي د هوا پوهني اداره جوړه شوه٬ نو ارواښاد ګلبيدار د هوا پوهني لومړنی کورس په کابل کي ووايه او تر بشپړېدو وروسته يې د افغانستان د لومړني مترويولوجست په توګه په کندهار کي دنده ونيوه او د هغه مهال د مترويولوجستانو په ډله کي  لومړی  سړی وو . ارواښاد ګلبيدار د خطاطۍ  او انځورګری  پر هنر هم ښه برلاسی  و  ، او د دې تر څنګ يې دیني سبقان هم وویل .  ورسته  يې د خپل ذوق سره سم  شعر وايه٬ چي ورو ورو يې له شعر او تصوف سره مينه زياته سوه په پای کي يې خپله دنده پرېښول  او له دنيايي چارو څخه ګوښه سو . پر افغانستان د روسانو تر تېري وروسته يې کډه په شا او د کوټي په سرانانو کي يې واړول٬ د سيمي او شاوخوا خلګو مينه ورځ په ورځ ورسره زياتېده او تل به يې مينه وال پر رامات ول٬  او ډېر  مشهوره سو ٬ دوه ځلي د بي بي سي راډيو له خوا مرکې ورسره وشوې دی د کندهار د سيمي د ولسي شاعرانو په کتار کي د غوره ځای څښتن دی او د خورا سوځنده ميني سوزناکه شعرونه يې هر نرم زړه ته لاره پيدا کوي او د کندهار د خوږ آوازي سندرغاړي ارواښاد عبيدالله جان کندهاري د پاسته او خوندور ږغ له لاري زيات پښتانه د ده له شعرونو سره اشنا دي. دا خوږ ژبی  شاعر د ۱۳۷۹ لمريز کال د جوزا  پر ۲۸مه  په سرانانو کي د مهاجرینو  په  کمپ  کي د یو اتیا کالو په عمر   وفات سو  . جنازه یې کندهار ته رانقل سول او د طالبانو هدیرې ته نژدې ښخ سو .