منځپانگې ته ورتلل

گل حميد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ګل حميد نه مخ گرځېدلی)

گل حميد (په انګليسي ژبه: Gul Hamid‎) له (۱۹۰۵-۱۹۳۶) يو پښتون[۱] هندي فلمي ستوری و. هغه د اداکارۍ پيل له بې غږه فلمونو څخه پيل کړ چې وروسته يې خبرې لرونکو فلمونو کې هم مخکښ رولونه ولوبول. هغه د پنجابي ژبې لومړني فلم هير رانجا کې اداکاري کړې، د دې ترڅنګ هغه په سيتا فلم کې چې لومړنی هندي فلم گڼل کېږي چې په نړۍ‌وال فستيوال کې ښودل شوی دی او په ۱۹۳۴ز کال يې د وينس فلم فستيوال کې افتخاري ډيپلوم ترلاسه کړه، هم د اداکار په توگه کار کړی دی. گل حميد د خيبرپاس ۱۹۳۶ فلم سکريپټ هم ليکلی دی او په هماغه فلم کې يې تمثيل هم کړی دی او لارښود يې هم خپله دی. هغه په ۱۹۳۶ ز کال د هودکن ناروغۍ له کبله مړ شو. [۲]

گل حميد
اړوند
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۹۰۵ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۱۹۳۶ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې لامل
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

ژوند

[سمول]

گل حميد په ۱۹۱۰ زېږديز کال د خيبرپښتونخوا د نوښار په پيرپيای کلي[۴] کې چې کابل سيند ته نږدې موقعيت لري زېږېدلی دی.[۵] او د يوسفزو په گمرياني ټبر پورې اړه لري.[۶] د هغه پلار سيف الله خان نومېده، گل حميد درې ورونه لرل چې عبدالحميد خان، گل جمال خان او سيدجمال خان نومېدل. گل حميد خان په ۱۹۳۰-۱۹۳۶ز کې د خاموشو فلمونو له يوې اداکارې پېشنس کوپر (وروسته صابره بېگم) سره واده وکړ.[۷] گل حميد لومړنی کس و، چې د پښتنو په اړه يې فلم جوړ کړ[۸] چې دا فلم د ده وروستی فلم و.

مسلکي ژوند

[سمول]

حميدگل په اوو بې غږه فلمونو کې کار کړی دی چې لومړنی يې صفدرجنگ وو، چې د ۱۹۳۰ زېږديز کال په نومبر کې خپور شو.[۹] دې پسې هندي سينما ته غږيز فلمونه راتلل پيل شول، دا چې گل حميد تر ډېره له بې غږه فلمونو سره روږدی شوی و، نو دا کار هغه ته لږ ستونزمن تمامېده ترڅنگ يې نوموړی يو پښتون ممثل و؛ نو هندي او اوردو ويلو کې يې يو څه ستونزې درلودې [۱۰]چې دا کار د هغه د فلمي کيرير د ځنډ سبب وگرځېد او بالاخره څه موده وروسته يې هير رانجا لومړنی غږيز فلم په ۱۹۳۲ ز کې سينما ته راووت، نوموړي پرلپسې څوارلس بريالي فلمونه سينما ته راووتل چې هغه يې د ستاره هند او يوسف ثاني په لقبونو ونازاوه.[۱۱]

مړينه

[سمول]

حميدگل په ۱۹۳۶ ز کال د هودکن ناروغۍ له کبله د۲۶ کالو په عومر مړ شو.[۱۲] او په اوسني امان گړ کې خاورو ته وسپارل شو.

سرچينې

[سمول]
  1. خان, هدايت (۲۰۱۴ می ۱۷مه). "Gul Hamid: The silent star who was heard" [گل حميد: هغه خاموش ستوری چې اورېدل شوی و]. The Express Tribune (in انگليسي ژبه).{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. manzoor.ali (2012-04-14). "Peshawar artists in Bollywood: Starry surprise". The Express Tribune (in انګليسي). بياځلي په 2024-07-21.
  3. "Gul Hamid: The silent star who was heard". انګليسي ژبه.
  4. خان, هدايت (۲۰۱۴ می ۱۷مه). "Gul Hamid: The silent star who was heard" [گل حميد: هغه خاموش ستوری چې اورېدل شوی و]. The Express Tribune (in انگليسي ژبه).{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  5. manzoor.ali (2013-12-10). "Bombay talkies: Tracing Bollywood's history in Peshawar". The Express Tribune (in انګليسي). بياځلي په 2024-07-21.
  6. خان, هدايت (۲۰۱۴ می ۱۷مه). "Gul Hamid: The silent star who was heard" [گل حميد: هغه خاموش ستوری چې اورېدل شوی و]. The Express Tribune (in انگليسي ژبه).{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  7. hidayat.khan (2014-05-17). "Gul Hamid: The silent star who was heard". The Express Tribune (in انګليسي). بياځلي په 2024-07-21.
  8. خان, هدايت (۲۰۱۴ می ۱۷مه). "Gul Hamid: The silent star who was heard" [گل حميد: هغه خاموش ستوری چې اورېدل شوی و]. The Express Tribune (in انگليسي ژبه).{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  9. خان, هدايت (۲۰۱۴ می ۱۷مه). "Gul Hamid: The silent star who was heard" [گل حميد: هغه خاموش ستوری چې اورېدل شوی و]. The Express Tribune (in انگليسي ژبه).{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  10. خان, هدايت (۲۰۱۴ می ۱۷مه). "Gul Hamid: The silent star who was heard" [گل حميد: هغه خاموش ستوری چې اورېدل شوی و]. The Express Tribune (in انگليسي ژبه).{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  11. خان, هدايت (۲۰۱۴ می ۱۷مه). "Gul Hamid: The silent star who was heard" [گل حميد: هغه خاموش ستوری چې اورېدل شوی و]. The Express Tribune (in انگليسي ژبه).{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  12. خان, هدايت (۲۰۱۴ می ۱۷مه). "Gul Hamid: The silent star who was heard" [گل حميد: هغه خاموش ستوری چې اورېدل شوی و]. The Express Tribune (in انگليسي ژبه).{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)