ګل آغا شېرزی
| ګل آغا شيرزی ګل آغا | |||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|
شېرزى د ٢٠٠٩ زېږدیز کال د اکتوبر مياشت، جلال آباد
| |||||||
| د افغانستان د ننگرهار ولايت والي | |||||||
| د واکمنۍ دوران ١٢ جولای ۲۰۰۵ – اکتوبر ٢٠١٣ | |||||||
| |||||||
| د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر | |||||||
| د واکمنۍ دوران ٢۵ جولای ٢٠١٧ – ۱۵ اګست ۲۰۲۱ | |||||||
| د شخص معلومات | |||||||
| پيدايښت | ۱۹۵۴ کندهار، افغانستان |
||||||
| تابعیت | |||||||
| مذهب | اسلام | ||||||
| ګوند | خپلواک | ||||||
| عملي ژوند | |||||||
| کار/مسلک | سياستوال | ||||||
| سمول |
|||||||
ګل آغا شېرزی د افغانستان ۱۳۹۳ د ولسمشریزو ټاکنو نوماند وو، همداراز نوموړی د ننگرهار ولايت او کندهار ولايت والي هم تېر شوی. کله چې په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کې د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت حکومت ړنگ شو نو له هماغه وخت وروسته له ۱۹۹۲ ز. کال څخه تر ۱۹۹۴ ز. کال پورې د کندهار والي او ملي محاذ غړی وو.
مخينه
ښاغلی شیرزی په ۱۳۳۳لمریز کال دکندهار دډنډاولسوالی په روح ابادکلي کي زیږیدلی دی گل آغا شېزی په خټه پښتون او د کندهار د بارېکزیو څخه دی. کله چې گل آغا شېرزی پيدا شو نو نوم يې شفيق ؤ. نوموړی د يوه غښتلي مجاهد حاجي عبدالطیف خان اکا زوی دی. کله چې د روسانو پر وخت جهاد اعلان شوی ؤ او گل آغا شېرزی د خپل د پلار تر څنگ د جهاد لپاره ودرېده نو په همدغه وخت کې ورته د گل آغا نوم ورکړ شو. د نوموړي پلار چې کله ووژل شو نو ده هم د خپل نوم سره د شېرزي تخلص وتاړه.
ستاینه
گل آغا شېرزی له دې امله ستایل کیږي چې له کندهار نه یې د طالبانو په ایستلو کې له امریکا سره مرسته کړې ده. د هغه په باب دا هم ویل کیږي چې د کندهار د والي په توگه یې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کر او کاروبار مخه نیولې وه.
