ګرځنده راډيويي تيليفون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پيژندنه: ګرځنده راديويي تليفون دنړي هغه خلكو لپاره چي غواړي په متحرك ډول سره دمخابراتي خدماتوڅخه برخمن شي ډيرقيمتي اوبا ارزښته وسايل ګڼل کيږي د يوګرځنده تليفون استعمالونکی شخص کولای شی چی دحرکت په حال کی هم خپلې تليفوني اړيکې ټينګې کړي خوپدې شرط چې ذکرشوی هغه ساحه کې چې نوموړی شخص پکښې مخابراتي خدمات غواړي دکومې يوې مخابراتي شبکې پو سيله پوښښ(coverage)موجود وي يوګرځنده راديوېي تليفون په ظاهري بڼه د ډير کم وزن لرونکی اوسپکه وسيله ده چې په اسانۍ سره يی هر څوګ کولای شي ترڅو يو ځای څخه بل ځای ته انتقال کړي او همدا رنګه کيدای شي دډيرې کمې بريښنا داستعمال ضرورت ورته پيښ شي ګرځنده تليفونونه (موبائيل تليفونونه ) ديو استعمالونکی شخص لپاره لاندې وظايف اجرا کولای شي . ۱- تليفوني اړيکې (Calling) ۲- ليکلی لنډ پيغامونه (SMS (short massage system ۳- دڅوډوله خپرونې سيستم (MMS (Multimedia system ۴-جي پي ار اس خدمات GPRS(general pocket radio data service ) -5 لوبې يا رازراز دساعت تيری وسايل ((Entertainment همدا رنګه ګرځنده (موبائيل) تليفون ددې توان لري تر څودخپل استعمالونکي لپاره video conference او ددې تر څنګ دانټرنيټ په مرسته دپيغام (Email ) يا په بل عبارت بريښنا ليک استولو خدمات ارايه کوي . په اوسنی عصر کی د تکنالوجۍ دپرمختګ په اساس کوشش شوی تر څو ګرځنده تليفونونه داندازې له مخې کوچني شی اودلازياتو اختياراتو (Options ) لرونکي وي . موبائيل تليفونونو يو سيټ ته نژدی پايې (Tower ) ته سګنالونه انتقالوي او ټاورونه دګرځنده تليفونو څخه سګنالونه اخلي او حتی دkm 1.5 څخه تر km2.4 فاصلې پورې هم کولای شي سګنالونه ترلاسه کړي څو ځينې ددوی څخه km 48 څخه تر km 56 فاصلې پورې هم سګنالونود ترلاسه کولو توان لری . په يوه جغرافيوي ساحه کی دپوښښ د ټينګولو لپاره دهرې مخابراتي شبکی پواسطه يو (Tower) نصبيږي تر څو دمشتريانو لپاره تليفوني خدمات ميسر کړی شي خو په ځنې حالاتو کی کيدای شي ديو څخه زيات ټاورونه نصب کړي چې دجغرافيوي لوړو اوژورو پورې اړه لري. دګرځنده تليفون شبکې نژدې دنړۍ په ټولو لويو ښارونو کې موجود دي او ددې ډول پوښښ ورځ په ورځ دپراښه کيدو ډير زيات امکان موجود دى او نړيوال هره ورځ نوموړو مخابراتي شبکو ته د مخابراتي خدماتو دتهيه کونکو ډير لوړه معاوضه ور کوي او همدا رنګه ددغو مخابراتي شبکو پوښښ په نړۍ کې ليرې پرتو سيمو (کليو ) ته هم دغزيدو په حال کې دې . په اوسني عصر کی دګرځنده تليفون استعمالونکو ته PSC ( Personal communication service) (شخصی مفاهېموي خدمات ) نوم ورکړل شوی دی چې په ډيره لوړه اندازې سره فريکونسی (Frequency ) استعمالوي لکه دمثال په توګه دامريکا متحده ايالاتو تر ( MHz 1900) ميګا هيرتس پورې فريکونسی استعمالوي او په زياته توګه Digital Transmission ته په Analog Transmission باندې ترجيع ور کوي . بايد يادونه وشي چې په Digital Transmission کې Sound Transmissions Analog په ښه په اسانۍ سره انتقال مومي .

دګرځنده تليفون ميکانيزم لکه څرنګه چې مخکې يادونه وشوه چی يو ګرځنده تليفون د اړيکو انتقال لپاره ډيرو لوړو فريکونسي لرونکو څپو ته اړتيا لري لوړ فريکونسي لرونکي څپې لکه دراډيوېي (AM) څپې کيدای شي دهوا دخرابوالي په سبب ددوي سګنالونه ډير ژر دخرابوالي يا په بل عبارت دغږونو دجړوالي سبب وګرځي . په غه صورت کی چې لوړفريکونسي لرونکې څپې دکوم مخابراتي (Tower) پايې په واسطه موجودی وی اوورڅخه لږ شمير اشخاص په مخابراتې چاروکی استفاده کوي نو سګنالونه د ښه استفادی لپاره هر وخت تيار اواماده وي مګر بر عکس هغه وخت چې دزياتو اشخاصو پواسطه يو Tower څخه استفاده اخيستل کيږې نومخابراتې ګڼه ګوڼه Communication Traffic ) ) رامينځ ته کيږې ځينی وخت ديوې مخابراتی کمپنی په ذريعه ديوې کوچنۍ جغرافيوي ساحې لپاره ډير ټاورونه ودريږې تر څو بهتر سګنالونه مهيا کړې او يا نو موړې کمپنۍ پدی کوښښ کی وې تر څو ديوې معينيې ساحې څخه دمعمول نه زيات مشتريانو لپاره دمخابراتې خدماتو د تهيه کولو اداره ولرې . ګرځنده وايرليس (wireless) تليفون د wire يا لين لرونکې تليفون په پرتله ډير مغلق داخلي آلې (devices) لرې په ګرځنده تليفون کې داسې coding شوى تر څو يو استعمالونکی وکولاې شې چې د حرکت په حال کی هم دېو ټاور څخه بل ټاور او ساحې ته خپلې اړېکې ټينګې ولري او دمکمل مخابراتي سګنال څخه برخمن وې .



دګرځنده راديو ېي مفاهمو تاريخچه په 1985م کال کې دلومړي ځل لپاره يو تجارتي راديوېي تليفون دلينوس په ذريعه په شيکاګو کې امتحان کړی شو . دراديوېي تليفونونو خدمات په 1980 م لسيزه کی ډيره ملتو نو کې رايج کړی شو ل چې 800-900 MHz پورې فريکونسي څپې لري مخکې لدې چې ګرځنده تليفون رامينځ ته شي راديويې تليفون ديوانتن په ذريعه سګنالونه اخيستل چې نوموړي راديوېي سګنالونه به اکثره مهال دتجارتي راديوېي سګنالونو په ذريعه Interfere (متداخل ) وه خوپه مقابل ددې. دنن ورځ سګنالونه دنوي تکنا لوجۍ په مرسته غني دي . باید یادونه وشي چی د 1980 م لسيزې په نيمايي کې راديوېي مفاهمې نظريه د دوه انګليسى فزيک پوهانو تيوری څخه رامینځ ته شوه کله چی په 1988 م کال جرمني فزيک پوه Heinrich Het نوموړی تيوری په مرسته يو (speak –gap transmission ) مينځ ته راوړه چې راديوېي څپې ديوې برقي Spark پواسطه انتقالوي .

          -Spark gap Transmission

په 1985 م کال کې يو ايټاليوي بريښنا انجينر Guglielmo Marconi پورته کړه چې کولای شول ترڅو بې لاينه تليګراف سګنالونه تر لاسه او انتقال کړي . په 1901 م کال کې مارکوني يو Transoceanic ترانسيمټر جوړکړ کوم چې د England،Cornwall ،Poldhu څخه تر New Found land ,St John پورې د 3400 کيلو مترو ارتباط لاره. د Vacuum Tube Technologyدپر مختګ په اساس په 1990 م لسيزه کې دانګليسی فزيک پوه John Ambrose Fleming او امريکاييLee Deforest وکــــولای شول چې ) Modulateراديوېي ســګنالونه په مفيــــــــد ډول دنشرونې لپاره بـــــــدلول ) او Amplify (اصلاح شوی ) Wireless سګنالونه دغږيز انتقال ((phonetic transmission په شکل يې وليږی په 1915 م کال د امريکايي تليفون او تليګراف کمپنيو په ذريعه دغږ صافوالی مطمين او غږيز پيغام دامريکا څخه فرانسې ته انتقال کړی شو . په 1930م لسيزه کې دوه طرفه ټرانسميټر Two Way Transmitter مينځ ته راغی . په 2001 م کال کې دامريکا متحده ايالاتوکې 120 ميلونو څخه زيات دګرځنده تليفونو مشتريان موجود وه چی دغه شمير مشتريانو دګرځنده تليفونونو په مخاراتی اړيکو انټرنيټ دخدماتو څخه استقاده کوله . دګرځنده تليفونو خدمات هغه وخت ډيره کاميابي ترلاسه کړه چې نړيوالو دا محسوبه کړه چی دګرځنده مخابراتي خدمات کولای شي تر څو ددوي په ورځينې چارو تجارت او دژوندانه دحفاظت کې ډير مهم رول ولوبوي اوهمدا رنګه دوي کولای شي تر څو په هر ځای او هر وخت کې دمخابراتي امکاناتو څخه برخمن و اوسي . بيسيم مخابره Communication Wireless وايرليس کميونيکيشن هغه سيستم دی کوم چې دراديوېي څپو پذريعه سګنالونه په ساحه کې انتقالوي . وايرليس کميونيکيشن سيستم په لاندې شيانو باندې مشتمل دی. 1- Wireless Radio Telephone 2- Radio Telegraph 3- Satellite Telephone 4- Lap Top Computer 5- Short Way Radio 6- Two Way Radio که په ساده اصطلاح سره ووايو نو ذکر شوی وسايل دشخص ضرورياتو په اساس مفاهموي ((communicational مخابراتي خدمات انتقالوي . بايد يادونه وشي چې تجارتي راديو تلويزيون هم دوايرليس ټيلی کمونيکيشن يو ډيره عمده ساحه تشکيلوی خو راديو او تلويزيون سيستم دعامه نشرياتو لپاره پکار وړل کيږي . وايرليس تليفونونه د پخوانيو لين لرونکو تليفونونوپه نسبت ډير تيار او چټک دی او همدا رنګه لين لرونکی تليفونونه ديوې معينې ساحې او په هغه کې دنصب کولو ته ضرورت لري او بر عکس ددې وايرليس تليفونونه کولای شو چې ليرې پرتې سيمې لکه غرونه ځنګلونه او سحراوې او داسې نورو سيمو کې (اما داچې مخابراتي پوښښ موجودوي ) ترې استفاده وکړو . په اوسنی عصر کې پوليس اور وژونکی او نور شخصي اودولتي امنيتي وګړي دواير ليس تليفونونو دبيلابيلو عصري وسايلو څخه په مخابراتي چارو کې تر ډيره استفاده کوي . دتجارت او سودا ګرۍ په سکتور کی هم تاجران دوايرليس آلو څخه استفاده کوي په خاصه توګه دګرځنده تليفونو څخه تر څو دخپلو همکارانو او مشتريانو سره نژدې اړيکې ونيسي او خپل تجارتي مسايل حل کړي . نن ورځ ډير عام وګړي په ورځنې چارو کې دګرځنده تليفونو څخه دکار په مهال دمجالسو په Arrangement (ځای ټاکلو ) اوهمدا رنګه په خريدارۍ کې استفاده کوی .

ټولې وايرليس وسيلې دراديوېي څپو دسګنالونو په انتقالولوکې ګټه اخلي دغه وسيلې مختلفو راديوېي فريکونسيو څخه کار اخلي تر سګنالونه دنورو الو په ذريعه قطع نشی . دزيات شمير مخابراتي کمپنيو خدمات په نژدې  تيرو کلونو کې  زيات چټک شوی د بيلګې  په توګه په  1988 م  کال کې 500 مخابراتي کمپنيو مخابراتي خدمات تهيه کول اما په  2001 م  کال کی نوموړی ارقام تر  2500  کمپنيو پورې لوړ شول  چې  په  120 ميلونه مشتريانو باندې مشتمل وه . 	دا مهال په څرګنده تو ګه وايرلېس مخابراتي خدمات دلېن لرونکي تليفوني خدماتو په نسبت ډير زيات شمير مشتريان لري او ددې ډير لوی لاامل داګڼل کيدای شي چې وايرلېس مخابراتي خدمات ګرځنده خاصيت لري او ددې مشتريانو لپاره هروخت اوهر چيرې داستفادې په منظور اوهمدا رنګه دغږ صافوالی ېي هم دلين لرونکي مخابراتي خدماتو په نسبت مطمئن دی .

د بې لينه مفاهمې اساسات Principle of wireless communication وايرلېس کمونيکيشن ديو پېغام په ذريعه پيل مومي چې نوموړی پيغام په برقي سګنال باندې بد ليږي . بايد يادونه وشي چې دغه پيغام د Transmitter پذريعه په سګنال بدليږي . مونږ دوه قسمه Transmitter لرو چې Analog او Digital ترانسميټرونو په نومونو ياديږي . Analog ترانسميتر د Modulate څپو په څير برقي سګنالونه انتقالوي. Digital ټرانسميټر برقي سګنالونه په عددي ډول په کوډونو باندې بدلوي لکه (01011001011010) چې د کمپيوټر ابتدايي معلومات هم پدې شکل په ذخيره ځای کې پراته وي. اوددې څخه وروسته نوموړی کوډونه راديوېي څپو ته انتقالوي او دغې الې ته چې نو موړی کوډونه انتقالوی (Receiver Decoder) نوم ورکړل شوی دی . وايرليس کيمونيکيشن يوه طرفه ((One Way Transmission اودوه طرفه (Two Way Transmission) وړاندې کوي . يوطرفه دمعلوماتو انتقال لکه لکلی پيغامونه استول او تر لاسه کول .په دوه دوه طرفه انتقال دمعلوماتو کې مونږ تليفوني اړيکې دبيلګې په توګه يا دولی شو.

Pager   يو داسی اله ده چې One Way Transmission يا دمعلوماتو انتقال تر لاسه کوي کوم چې د لوړ راديوېي فريکونسي تر لاسه کونکي اله ده. Two Way Transmission کې اړتياء دې ته وي تر څو دواړه ټرانسميټر او Receiver دمعلوماتو ليږدولو اوترلاسه کولو عمليه اجراء کړي او هغه اله چې پورته دواړه عمليې په يوځای سرته رسوي د Transceiver په نامه ياديږي. ګرځنده راديوېي تليفونونه او دوه طرفه راديو د Transceiver  څخه استفاده کوي . دتکنا لوجۍ دپرمختګ په اساس transceiver د شکل او جسامت له مخې دپخوا په نسبت چې ‌‌ډير لوی جسامت به يې لرلو کوچنيوالی راغلی دی . دپوليسو دمراکزو په ذريعهfixed –base  (په ذريعه پروت ) ترانسيورونه په استعمال رسيږي . ډير داسې لاسي ټرانسيورونه هم شته چې وزن يې   0.2 کيلو ګرامه پورې  رسيږي.

د ټرانسيورونو ډولونه Type of Transceiver

   Sea and Air Transceiver   1
لومړی وايرليس ټيلي کمونيکيشن اله چې پيژندل شوی دټيليګراف راديو څخه عبارت دی چې نوموړی هغه اله ده چې دراديويي  څپو په څير برقي Pulses (دغږونو او يا وړانګو اندازه ) په مسي تارونو کې ليږ دي اودغه Pulses ددوه فلزاتو د سطحې دارتباط په اساس رامينځ ته کيږي او يا  Receiver  دغه Pulses  ديو Beep  يعنې اواز په څير تعبيروي دلته لوی او کوچنی کو‌ډونو ته انکشاف ورکول کيږي يا پراخه کيږي تر څو الفباء توري ورڅخه مينځ ته راشي او پدې توګه ټليګرافونو تر مينځ د پيغامونو استول تر سره  کيږي .راديويي ټليګرافونه دلين لرونکي ټيليګرافونو په نسبت زيات  راديويي څپې استعمالوي تر څو پيغامونه واستوي اوترلاسه يې کړي . راديويي تليګرافونه تر اوږدې فاصلې  پورې  ټليګرافيک سګنا لونه ليږي او د بيړيو  لپاره دمفاهمی ((communication ډير ښه او مناسب ټرانسيور دی نوموړی سيستم چې په لږه پيمانه په  1905  م کال کې ډير رايج او پراختياء ومونده . Main time او obviation ټيلي کمونيکيشن سيتمونه د واير ليس ټيلي ګرافونو په نسبت په ډيره پيمانه غږونه انتقالوي. 

دهوايي ځواکونو پيلوټان راديو استعمالوي تر څو دميدان هوايي دنور پرسونل سره په ارتباط کې وه اوسي . بايد يادونه وشي چې لوړ فريکونسي لرونکي سګنالونه اکثره دبدې هواء او برقي ټکان په ذريعه دسګنالونو په اندازه کې کموالی راتلی شي او دا حالت کيدی شي دلمردشعاع پذريعه هم متضررشي . Hand Held Radio Transceiver 2.

د 1930 م  لسيزې څخه راهيسې پوليس او نور عاجل پيښو پر ضد مبارزه کونکي ارګانونه اوهمدا رنګه فوځي قرار ګاوې دوه طرفه راديويي مفاهمې څخه يوې مخابراتي وسيلې په توګه استفاده کوي په پخوانيو وختونوکې په نقليه وسايطو باندی سواره مخابراتی ډير درانه او واحدونه يې لوی وه مګر په  1948  م  کال کېTransistor   رامينځ ته شو په ترانزستر کې عام دوه طرفه راديو سيستمونه شته چې په زياته پيمانه  Options (اختيارات) لري . دوه طرفه رادیو ته مونږ walkie –talkie  هم ويلی شو .

3. Short Wave Transceiver دلنډو څپو نشريات ((Short Wave Broadcast ترډير اوږده فاصلې پورې سفر کولای شي ځکه په فضاء کې Ionized شوی يا برقي چارج لري چې دې حالت ته مونږ ionosphere هم ويلی شو دايونو سره مل څپې راديويي سګنالونه انعکاسوی اودهمدی ionosphere انعکاساتو په اساس د ترانسميتر کړۍ پراختياء مومي اونوموړی نشريات کيدی شي تر زرها ؤ کيلومتر و پورې سګنالونه انتقال کړي دورځې په ساعتونو کې ionosphere دلنډو څپو راديويي چينلونو په لوړو فريکونسيو کې زيات ايونونوتوجو ته ضرورت دی خوبرعکس ددی دشپې په ساعتو نو کې لنډو څپو راديويي چينلونوپه ټيټو فريکونسي کې زيات ايونونو توجه ته ضرورت دی . 4. Cellular Radio Telephone ګرځنده تليفون چې په ننني عصر کې زمونږ ګران هيواد وال اکثره دنامه سره ېي بلتياء لري او موبائيل تليفون په نامه يي پيژني . خوشبختانه دروانې لسيزې په پيل کې هيوادوال ګرځنده تليفون (موبائيل ) دخدماتو څخه برخمن دي چې تر ډيره بريده يي په ورځني مشکلاتو کې اساني راغلی ده . ګرځنده مخابراتي شبکې ټولو هغو خلکو ته چې غواړي دحرکت په حال کې مخابراتي اړيکی ولري نوموړې شبکې هغوی ته مخابراتي خدمات وړاندې کوي . پخوانيو راديو تليفونونو به ديو لوی انتن په ذريعه په معينه جغرافيوي ساحه کې سګنالونه انتقالول چې د انتن څخه به يو اوږد لين د تليفون سره وصل وه او همدا رنګه زيات لوړ (Interference) په اساس به دمحدودو فريکونسيو د اړيکو انتقال کې استفاده اخيستل کيده . Modem لرونکي تليفونونه د کوچني Range لرونکي انتنونو پذريعه سګنالونه انتقالوي چې دTower په نامه ياديږي او 1.5-2.4کيلو متر ه فاصله دفريکونسي څپې انتقالوي نوموړی ټاورونه يو تليفون څخه درخواست (Request) (غوښتنه ) ترلاسه کوي اوددې غوښتنې دليږدولو لپاره بايد د تليفون استعمالونکی MTSO کې ځانګړې (Identity) هويت ولري . (Mobile Telephone Swatting Office)-MTSO 5. Satellite Communication د سټلايټ تليفوني مفاهېمو کې يوه برښه يا ونډه اخيستونکی اشخاص کولای شي دنړۍ په هر ځای کې او هر وخت تليفون شبکې سره اړيکې ټينګې کړي. خاص ډول تليفونونه موجود دي تر څو يو مشتري داړيکو دټينګولو لپاره ځمکې په مدارونوکې څرخيدونکی سټلايټ څخه سګنالونه تر لاسه کړی . بايد يادونه وشي چې ستلايټونه (سپوږمکۍ ) دځمکې مراکزو ته سګنالونه ورکوي . 6. Radio Modems Wi-fi (Wireless Fidelity) يو وايرليس کمونيکيشن تکنالوجي ده چې نوموړی تکنالوجی د انټرنيټ خدمات تهيه کوي. Wi-Fi وسايل په خپل ذات کې يو کمپيوټري کوچنۍ ټوټې (Chips) دي چې په ((Radio Modems باندې مشتمل دی او نوموړی کوچنۍ ټوټې په لپ تاپ کمپيوټرونو، ګرځنده تليفونونو، PDA (Personal Digital Assistant) کې ځای په ځای کيدای شي .Radio Modem بايد يوTransceiver او Receiver ولري ترڅو په صفحه ديو استعمالونکي لپاره دانټرنيټ خدمات مهيا کړئ شي .هغه ساحه چې Wi-Fi د ټرانسيورونه او رسيورونه مشتمل کوى د Hot Spot په نامه ياديږي . دHot Spot معياري فاصله 90 متره او دمعلوماتو د ليږدولو تيزوالي اندازه يي m/sec11 څخه m/sec 54 ميګا بايټه په ثانيې سره مشخص کړی شوی دی . 7. Ultra wide band Ultra Wide Band يو ډول راديويي تکنالوجي ده چې Wi-Fi په ذريعه تهيه کيږی. الټراوايد بينډ ديو راډيويي فريکونسي څخه استفاده کوي نوموړى سيستم د معلوماتي سيستم تر مينځ د سګنالونو داستفادی تر لاسه کولو عمل کې دمداخلې (Interference) اندازه تر ډيره حده پوری کولای شي چې د الټراوايد بينډ دکور دمورد استعمال ټول برقي وسايل دلين پرته و نـښلوي Stereo Speaker دتلويزيون دسيټ سره کولای شي سګنالونه DVD څخه ترلاسه کړي اوهمدارنګه DVD پرته دلين دوصل څخه د کمپيوټر سره و نښلوي. الټراوايد بينډ په 2005 م کال کې دمارچ په مياشت بازار عرضه کړی شوی دی. ټليفون Telephone

تليفون دغږيزو پيغامونو اومعلوماتو وسيله ده.  تليفون معلومات او غږونه په برقي انرجۍ باندې بدلوي. د Modem   تکنالوجۍ په مرسته د دې لايق کړی شو تر څو دوې د وزن دلحاظه سپک او مطمئن او څو اړخيزه وي . سپک او دستي تليفونونه د دې قابليت لري چې په ګرځنده يا متحرک ډول ورڅخه داړيکو په ټينګولو کې ګټه واخيستل شې.


د ټليفون اجزاوې Parts of Telephone يو ساده تليفون دلاندې اجزا ؤ لرونکی دی چې ور څخه به يادونه وشي. 1 Transmitter. 2 Receiver. 3 Alerter. 4 Dial. ترانسميترهغه اله ده چې تيلفوني اړيکې انتقالوي. مونږ په عمومي ډول سره دوه ډوله ترانسميترونه لرو چې يو ډول يې کاربن ترانسميتر او بل ډول يې برقي ترانسميتر دى. د کاربن ترانسميتر د Electro code په نامه د فلزي پليټونو تر مينځ د کاربن لرونکو دانو څخه تشکيل شوى دى. د دې دوو پردو څخه يوه نرۍ پرده چې د غږونو د څپو د بدلون (Variation) د فشار د بدلون په نتيجه کې مينځ ته راځي. Electro code بريښنا د کاربن پذريعه جريان پيداکوي. برقي ترانسميتر د يو نري فلز پواسطه پوښل شوى Disk دى .

	د تيلفون Receiver د اوارو مقناطيسي کړيو څخه تشکيل شوى دى، او همدارنګه مقناطيس د ولچک په څير د کړيو په بهرني څنډو کې موجود دى. د مقناطيسي کړيو او مقناطيسي ولچکونو په داخل کې کړۍ شوې سيم موجود دى چې همدا سيم د برقي شوکونو په مرسته د غږونو ښکارندوي کوي.

Alerter (خبرونکې) چې په معمول ډول يې مونږ د Ringer په نامه هم پيژنو. که مونږ د تيلفون تاريخ ته نظر واچوؤ نو زنګ (Bell) ددې لپاره استعماليده ترڅو د اړيکو ښکارندوي وکړي. د تيلفوني اړيکو څخه وروسته Alerter د خاص برقي فريکونسي په ذريعه د عکس العمل ښکارندوي کوي. د ګرځنده تيلفونونو نړيواله شبکه GSM Network GSM (Global System of Mobile) خدمات د ګرځنده (موبائيل) تيلفون د بڼو يا د کاري وسيلې لپاره يو معياري مجموعه ده چې په ټوله نړۍ کې مخابراتي خدمات ارائه کوي. يا په بل عبارت يو GSM مخابراتي شبکه د مختلفو وظيفوي وسايلو څخه ايجاده شوې ده . د يو GSM شبکه عمومي معيار دې ته لاره خلاصوي ترڅو د يو ځانګړې تيلفون د مختلفو شبکو د خدماتو څخه د نړۍ په هر ځاى کې استفاده واخيستل شي يعنې د پورته مطالبو څخه دا ارائه کيږي چې GSM مخابراتي شبکه په خپل ځان کې يو ځانګړى خاصيت لري او يو مخابراتي شبکه په خپل ځان کې د GSM لپاره يو خاص او ځانګړې خاصيت لرلاى شي. همدارنګه بايد يادونه وشي چې د Roaming څخه هم په نړيواله سطحه استفاده اخيستل کيږي. Roaming: د يو ځانګړي SIM Card په ذريعه په نړيواله سطحه د نړۍ د هرى ګرځنده تيلفوني شبکې څخه د مخابراتي ضرورياتو د حل په منظور استفاده اخيستل دي. د GSM شبکه د درې عمده او اساسي برخو څخه جوړه شوې ده . د عمده يا اساسي مرکز فرعي سيستم چې د موبائيل راديوېي اړيکې کنترولوي. د شبکې فرعي سيستم چې يو اصلي برخه ده همدارنګه ئې مونږ د موبائيل د Switch مرکز په نامه هم پيژنو او نوموړۍ برخه د موبائيل څخه د همدې شبکې بل موبائيل تيلفون يا د بلې شبکې موبائيل ته د تيلفون اړيکې ټينګوي او همدارنګه د موبائيل د خدماتو اداره لکه تصديق کول يا اعتبار د اړيکو وظيفه هم اجراء کوي.





د يوې GSM شبکې ضمايم په لاندې ډول دي. MS- Mobile Station NSS- Network Sub System HLR- Home Location Register BTS- Base Transceiver Station BSC- Base Station Controller VLR- Visitor Location Register center ISDN- Integrated Service Digital Network MSC- Mobile Service Switching Center PSTN- Public Switched Telecom Networks BSS- Base Station Sub system OSS- Operation Sub System NMS- Network Management System EIR- Equipment Identity Center AUC- Authentication Center OMC- Operation and Maintenance Center د GSM خدماتو ته لاس رسي پيداکول

ددې لپاره چې د GSM خدماتو ته لاس رسي وکړى شو نو بايد لاندې درې مرحلې طې کړو. 1- د يو مخابراتي شبکې سره اشتراک کول، ددې اشتراک لپاره بايد يو څه معاوضه ورکړل شي چې دې اصل ته مونږ Pay as you go يا هم Prepaid يعنې د مخکې څخه معاوضه ورکول ترڅو د موبائيل يا د انټرڼيټ د خدماتو څخه استفاده واخيستل شي. مونږ يو ډول بل وړانديز هم لرو چې Post Paid په نامه ياديږي او دا د وروسته اداينې په معنى دى پدې وړانديز کې يو څه ضمانت يااعتبارپه اساس په کرائې ډول د مخابراتي يا انټرنيټ د خدماتو څخه استفاده کول دي. 2- د يو ګرځنده تيلفون ترلاسه کول. اکثره مهال يو مخابراتي شرکت مشتري يا استعمالونکې لپاره دا حق ورکوي ترڅو د مارکيټ څخه د خپل استعمال لپاره يو ګرځنده تيلفون سيټ تر لاسه کړي. 3- د يو مخابراتي شرکت څخه د SIM Card (Subscriber Identity Module) يعنې د مشتري د مخابراتي هويت کارت اخيستل دي کوم چې د کار اخيستنې لپاره د يو مخابراتي شرکت پوسيله فعاليږي. د فعاليدو څخه وروسته د شبکې پواسطه (MISISDN) (Mobile Subscriber Integrated Service Digital Network Number) يا د تيلفون نمبر ته پروګرام ورکول کيږي. د کورنې يا د ملګرو د تيلفون شميرې کيدې شي د سيم کارډ په داخل کې د استعمالونکي په ذريعه ذخيره کړې شي.د مختلفو مخابراتي شبکو پذريعه يو SIM Card ته مختلفې اندازې ورکول کيږي ترڅو په سيم کارډ کې د اړيکو شميرې ذخيره شي او دغه اندازه د KB (Kilo Byte) په معيار اندازه کيږي. هر کله چې مونږ سيم کارډ خپل په ګرځنده تيلفون کې داخل کړو نو ګرځنده تيلفون د نژدې پائې څخه سګنال ترلاسه کو چې دې پائې ته مونږ BTS (Base Transceiver Station) هم ويلائې شو او هر وخت چې نوموړې BTS کاميابې سره ارتباط پيداکړي نو دې ته مونږ د سګنال پوښښ ويلې شو يعنې نوموړې ساحه د GSM د شبکې پذريعه پوښل شوې ده. هر چيرې چې پوښښ موجود وي نو د يو ګرځنده تيلفون تر ټولو عمده خاصيت دادې ترڅو يو تيلفوني اړيکه په کاميابې سره ترلاسه کړي او يا يې د بل ګرځنده تيلفون سره اړيکې ټينګې کړي. هره جغرافيوي ساحه چې د يو GSM انتن پذريعه پوښل شوې دې د يو Database يا معلوماتي پانګې باندې مشتمل وي چې دغې پانګې ته مونږ VLR (Visitor Location Register) هم ويلې شو او همدا VLR د ټولو هغو ګرځنده تيلفونو چې په شبکه کې شامل وي جزيات په خپل ځان کې ساتلى شي. هر کله چې تيلفوني اړيکې ونيول شي نو ټول هغه اوازونه چې د دواړو لورو څخه تيلفون ته داخليږي دوي بيا په عددي بڼه باندې (Digital Data) بدليږي او نوموړي بدلون د تيلفون پواسطه سرته رسيږي. د ګرځنده تيلفون مرکز Mobile Station د موبائيل سيستم د دوه برخو څخه جوړ شوى دى چې په لاندې توګه ورڅخه يادونه کوو . A. ME (Mobile Equipment) د موبائيل وسايل B. SIM Card (Subscriber Identity Module) سيم کارډ د موبائيل وسايل د موبائيل د فزيکي برخو څخه عبارت دي. SIM Card چې د يو ګرځنده تيلفون د پيژندنې کارډ دى همدارنګه نوموړې کارډ د محافظت پټ تورې (PIN Password) باندې مشتمل وي ترڅو د غير قانوني يا د بل شخص په لاس د نوموړي کارډ د استعمال ( بې ځايه استعمال ) مخنيوى وشي. بايد يادونه وشي چې PIN Password بايد په موبائيل کې فعال وي. هر ګرځنده تيلفون يو ګرځنده تشخيص کيدونکې شميره لري د کومې پذريعه چې د تيلفون پيژندنه کيږي او همدغه شميره په نړيوال تيلفوني وسائلو د پيژندې مرکز (International Mobile Equipment Identity) کې ثبت وي. مونږ په عمومي ډول سره درې ډوله ګرځنده تيلفون وسايل لرو چې په لاندې ډول ورڅخه په مکمل ډول يادونه شوې ده. 1. Vehicle Mounted (په ترانسپورتي وسايطو باندې سواره وسايل) نوموړي وسايل د حمل او نقل په ترانسپورتي وسايطو باندې سور شکل لري چې ټول سيستم په چټکې سره د يو ځائې څخه بل ځائې ته نقل کولائې شو. په دغه سيستم کې انتن په فزيکې بڼه د وسايطو په پورتنې برخه کې نصب شوى وي. 2. Portable Mobile Unit (سفري واحد) نوموړې وسايل په فوځي عملياتو کې پکار وړل کيږي او پدغه سيستم کې انتن د مخابراتي وسيلې (د غږ اوريدو او خبرې کولو وسيله) سره وصل نه وي بلکه انتن د عمومي سيستم په پورتني برخه کې وصل شوى وي.

3. Hand Portable Unit (لاسي سفري واحد) دغه وسيله کوچنې شکل لري چې حساب ماشين ته ورته دې اوپه ځينې مواردو کې انتن د تيلفون د سيټ پورې نښتې وي. SIM Card چې په يو مخابراتي شبکه کې د يو برخه اخيستونکې شخص هويت يا پيژندنه ثابتوي اونوموړې کارډ په خپل ذات کې يو مکمل کمپيوټري سيستم دې او د يوې مخابراتې شبکې سره د يو برخه اخيستونکې اړيکې نښلوي. سيم کارډ د يوې مخابراتې شبکې نماينده ګې کوي او نوموړې کارډ څخه پرته په يوه ګرځنده تيلفونې خدماتو څخه نشو برخمند کيدې چې د يوې مخابراتې شبکې پذريعه مونږ ته رارسيږي. د يو سيم کارډ پرته مونږ په موبائيل تيلفون کې يواځې عاجلې اړيکې (Emergency Calls) نيولې شو. لکه څرنګه چې مونږ مخکې يادونه وکړه چې سيم کارډ په خپل ځان کې په بيلا بيلو اندازو سره ذخيره لري ترڅو د يو استعمالونکي لپاره ذمينه برابره کړي چې د خپلې خوښې اړيکې شميرې ذخيره کړې . په افغانستان کې نژدې ټولې مخابراتي شبکې او ټول د هغوې پواسطه بازار ته عرضه کيدونکي سيم کارډونه 32 KB ذخيره لري. د گرځنده تيلفون ليکلي پيغامونه Short Message Service (SMS) د ګرځنده تيلفون ليکلي پيغامونو خدمات د يوې مخابراتي شبکې استعمالونکې لپاره دا ذمينه برابروي ترڅو په ليکلي بڼه لنډ پيغامونه ترلاسه کړي او يا يې هم وليږي. د يوې مخابراتي شبکې د انده نوموړي خدمات د يو عملياتي واحد پورې چې SC (Service Center) په نامه ياديږي اړه لري اوهمدغه واحد په NSS (Network Sub System) کې واقع دې او MSC (Mobile Service Switching Center) ته سګنالونه ورکوي. بايد په پاى کې يادونه وشي چې د پيغامونو د ليږدولو په خدماتو کې مونږ نه يواځې لنډ ليکلي پيغامونه ليږلې شو بلکه دا مهال استعمالونکې کولائې شي چې تصويرونه او Rings (زنګونه) هم د پيغامونو تر څنګ يو بل ته وليږي. د GPRS خدمات GPRS (General Pocket Radio Data Service) په نړيواله سطحه د ګرځنده تيلفون په مرسته د انټرنيټ خدمات تهيه کوي او د نړيوال موبائيل تيلفون استعمالونکو ډيرې ستونزې يې حلې کړي او په ټوله معنى نوموړي وګړي کولائې شي ترڅو د موبائيل تيلفون په مرسته د انټرنيټ د خدماتو څخه چې نوموړې موبائيل تيلفون په خپل ځان کې د انټرنيټ اختيارات ولري استفاده وکړي، او همدارنګه کولائې شي چې د يو ځانګړي Software ، د موبائيل کيبل ترڅو د کمپيوټر سره وصل شي او يا هم (USB Bluetooth) الې پذريعه د لين پرته د خپل Laptop او يا هم د Desk top کمپيوټر څخه د انټرنيټ د خدماتو څخه برخمن شي.

د لومړي ځل لپاره د GPRS خدمات په 1997 ميلادي کال کې د GSM په خدماتو کې اضافه کړې شول او دا خدمات د Local Mast يا Base Transceiver Station (BTS)( چې د مخابراتي پوښښ په منظور نصب کړې شوى وى) پذريعه تهيه کيدې شي يعنې دا هم د تيلفوني اړيکو پذريعه مونږ د دوي سګنالونه د نژدې BTS څخه اخيستلې شو. GPRS خدماتو پولي تاديه د وخت ياهم د معلوماتو د معاوضې په اساس ترسره کيدې شي، هره ځانګړې شبکه د GPRS د خدماتو معاوضه د دوې د خپل منځي پريکړو په اساس ترسره کيږي لکه د مثال په توګه د هيواد په داخل کې د افغان بيسيم مخابراتي شبکې پوسيله د نوموړو خدماتو تاديه د وخت په اساس په مياشتني ډول ده او د MTN مخابراتي شبکې پوسيله د نوموړو خدماتو د معاوضې لپاره د معلوماتو داندازې په اساس پولي معاوضه ترسره کوي. پورتني انځورونه د مخابراتي انتنونوبيلابيلي بڼي راښي. نتيجه(Conclusion) د ګرځنده تيلفون برقي سرکيټ چې د الکترونيک د برقي سرکيټونو له ډلې څخه يو پيچلى سرکيټ دى. صوتي او تصويري پيغامونه په راډيويې څپو تبديلوي. بيا نوموړې څپې د انتن پوسيله محلي پايې ته ورکوي. په محلي پايه کې نوموړى څپه تقويه کيږي او مربوطه سپوږمکۍ ته رسول کيږي. سپوږمکۍ نوموړې راډيويې څپې تر تقويه کيدو وروسته مربوطه SIM ته ليږي چيرته چې بيا هماغه راډيوېي څپې بيرته په صوت او تصوير بدليږي. ګرځنده تيلفون دغه پروسه د مختلفو الکترونيکي وسايلو په مرسته لکه برقي ولتاژ، برقي جريان، برقي مقاومتونه، ترانزيستورونو، اسيلاتورونو، ريکتيفارونو او داسې نورو وسايلو سرته رسوي. څرنګه چې ګرځنده تيلفونونه ارتباطي لينونه نلري بناء پردې له يوه ځايه څخه بل ځائې ته انتقال يې ډيره اسانه ده او هر هغه ځاى کې چې تر مخابراتي پوښښ لاندې وي په اسانۍ سره استعماليداى شي. د ګرځنده تيلفون دستګاوې د کار پر مهال انسان يا بل شي ته ضرر نه رسوي او د ښاري برقي انرژي په مرسته تر ډيرې مودې کولائې شو خپل د موبائيل سيټ فعاله وساتو او د خبرو اترو لپاره هغه د کريديت کارتونو په وسيله وکارو. د يو موبائيل سيټ څخه بل موبائيل سيټ ته صوتي او تصويري پيغامونه وروسته له هغه چې د موبائيل سيټ د انتن څخه خارجيږي د ساحوي پايو پوسيله تقويه کيږي. په نوموړي پايو کې د راډيوېي څپو د تقويې لپاره مختلفې آلې ځاى پر ځاى شوې دي.

ماخذونه References 1: Aster Teleservices (GSM Fundamentals) Pvt. Ltd India (2003) 2: Aster Teleservices (SATELLITE COMMUNICATION) Pvt. Ltd India (2003) 3: Bill Get (Microsoft Encarta Encyclopedia 2009)

/Search/Satellite and Internet Technical Pictures.www.google.com4: