گردېز
گردېز د افغانستان د پکتيا ولايت پلازمېنه ده، چې د ۱۲۲ كيلومترو په فاصله كې د کابل ښار سويل لوري ته پروت دى. نوموړى ښار د افغانستان يو زوړ او تاريخي ښار دى.
د گردېز نوم
د گردېز نوم دوې برخې لري، چې يوه يې (گر) او دويمه برخه يې (دېز) دى. دا دواړه كليمې بېلې، بېلې ماناوې لري. د پوهاند عبدالشکور رشاد په قول په اوستا او سانسكريت ژبو د (گېر) كلمه د غره په مانا راغلې ده، چې بيا وروسته د منځنۍ دورې په ايراني ژبو كې رالنډه شوې ده او د (گېر) نه په (گر) بدله شوې او تراوسه په پښتو، فارسي او دري ژبو كې د غره په مانا باندې معموله ده. د بېلگې په توگه په كهرد كې يو كوتل د (گردرې) په نوم يادېږئ او په كټواز كې هم يو لوى غر د (گرلامي) په نوم نومول شوى دى. همدغه د (گر) كلمه وروسته بيا په (غر) بدله شوې ده، چې اوس مهال په پښتو، دري او فارسي ژبو كې د ځينو لويو غرونو او كوتلونو په نومونو كې تر سترگو كېږي. د بېلگې په توگه د چونغر په نوم يو غر، چې د سمنگانو په جنوب ختيځ كې واقع شوى او دويم د چونغر په نامه يو غر د كابل په لويديځ كې د قلعه قاضي او چوكۍ ترمېنځ واقع شوى او درېيم د سپين غر مشهور غر دى، چې د پكتيا ولايت په شمال كې پروت دى.
د گردېز د نوم دويمه برخه يانې (دېز) د لومړي كسر له مخې د كلا په مانا ده، چې د (دژ) له كليمې څخه اخيستل شوې ده.
بالا حصار
د گردېز د ښار بالا حصار، چې يو ځانگړى تاريخ لري، د گردېز ښار بالا حصار د يوې مستطيل شكلې خاورينې غونډۍ پر سر جوړ شوى دى، چې اوږدوالى يې تقريباً ۳۵۰ متره او لوړوالى يې له هوارې ځمكې څخه د ۴۰ مترو په شاوخوا كې اټكل شوى. چارچاپېره يې خندقونه (مورچې) تر سترگو كېږي. نوموړى بالاحصار له اسلام څخه وړاندې جوړ شوى دى، خو دقيقه نېټه يې نه ده معلومه، چې په كوم كال او كومه نېټه كې اباد شوى دى، خو تاريخ پوهانو ويلي، چې ډېره موده د بوديزم مركز پاتې شوى دى.
د تاريخ پوهانو له قوله ويل كېږي، چې د كابل شاه د اسلام د لښكرو د فتوحاتو پر وخت كې گردېز ته پناه وړې وه، چې هلته يې بيا په همدې بالاحصار كې پوځي مركز جوړ كړ او تر ډېره موده يې د اسلام له لښكرو سره جگړه وكړه او د ډېر مقاومت وروسته يې ماته وخوړه.
د (حدودالعالم) مولف د گردېز ښار په هكله ويلي دي: "گردېز شهريست برحد ميان غزنين و هندوستان بر سرتلي نهاده و مراورا احصار محم است و سه باره دارد".
په دې مانا چې گردېز د غزني او هندوستان ترمېنځ داسې يو ښار دى، چې د يوې خاورينې غونډۍ پر سر جوړ دى او د يوې كلكې كلا درلودونكى دى او دا كلا درې برجونه لري. د گردېز ښار د بالاحصار په هكله ډېرې مختلفې نظريې موجودې دي، خو د ډېرو په تعبير دا بالاحصار د چنگيز خان د ظالمې بادشاهي په دوران كې جوړ شوى دى. په كومه غونډۍ، چې نوموړى بالاحصار جوړ شوى دى، داسې ويل كېږي چې نوموړې غونډۍ طبيعي غونډۍ نه ده، بلكې د ظالم بادشاه د بادشاهۍ پر مهال د نوموړي د بادشاه په امر د غلامانو په لاس جوړه شوې ده، خو دا چې دا خبره تر كومه رښتيا ده، دا يوه پوښتنه ده، چې تراوسه يې ځواب نه دى پيدا شوى.
ګردېز او د هغې جیوپولیټیک ارزښت
ګردېز د افغانستان په ختیځ کې د پکتیا ولایت اداره کونکي مرکز او یو له خورا پخوانیو ښارونو څخه دی. دا ښار د سلیمان غرونو په لمنو کې د بحر له کچې څخه په نږدې ۲۳۰۰ متره لوړوالي کې پروت دی، چې دا ځانګړنه ګردېز د افغانستان یو له لوړو او ستراتیژیکو ښارونو څخه ګرځوي. ګردېز د تاریخ په اوږدو کې د کابل، غزني او د هند د نیمې وچې ترمنځ د سوداګریزو او نظامي لارو د نښلونکي پله په توګه رول لوبولی دی. د ښار موقعیت او د هغې دفاعي جوړښت ښيي چې دا سیمه له پېړیو راهیسې د سیمه ییزو قدرتونو لپاره د پام وړ مرکز پاتې شوی دی.[۱]
تاریخي مخینه او بالاحصار
د ګردېز تاریخي قدامت د اسلام څخه وړاندې دورو ته رسېږي. د ښار په زړه کې د "ګردېز بالاحصار" د دې سیمې د لرغونتوب ژوندی ثبوت دی. لرغونپوهان په دې باور دي چې دا کلا د بېلابېلو تمدنونو لکه کوشانیانو، یفتليانو او وروسته د هندو شاهي واکمنۍ شاهد پاتې شوې ده. په لسمه میلادي پېړۍ کې، ګردېز د ابو علي لويک په څېر د سیمه ییزو واکمنو مرکز و، چې وروسته د غزنوي سلطان محمود لخوا فتحه شو. دا ښار نه یوازې د یوې نظامي اډې په توګه، بلکې د عرفان او پوهې د مرکز په توګه هم پېژندل شوی، چې د "کشف المحجوب" د لیکوال حضرت هجویري په څېر شخصیتونو په لیکنو کې یې یادونه شوې ده.[۲]
کلتوري او اقتصادي حالت
په اوسني عصر کې، ګردېز د پکتیا د کلتوري او اقتصادي فعالیتونو زړه ګڼل کېږي. د ښار خلک په پښتو ژبه خبرې کوي او خپلې پخوانۍ جرګې او کلتوري دودونه یې تر ډېره ساتلي دي. له اقتصادي پلوه، ګردېز د نږدې ولسوالیو د کرنیزو محصولاتو لکه لرګیو، وچې مېوې او حبوباتو د راکړې ورکړې لوی بازار دی. د سړکونو د شبکې پراختیا او له خوست او لوګر سره د ښار نښلېدو د ګردېز په سوداګریز اهمیت کې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی. د ښار د نويو تعلیمي او روغتیايي بنسټونو رامنځته کېدل ښيي چې ګردېز د عصري کېدو په لور روان دی، خو لا هم خپل تاریخي هویت ته ژمن پاتې شوی دی.[۳]
سرچينې
- ↑ Adamec, L. W. (2012). "Historical Dictionary of Afghanistan". Scarecrow Press, UK Edition. p. 165.
- ↑ Bosworth, C. E. (1973). "The Ghaznavids: Their Empire in Afghanistan and Eastern Iran". Edinburgh University Press.
- ↑ Dupree, L. (1980). "Afghanistan". Princeton University Press, USA. pp. 312-315.
ر
|
- هغه پاڼې چې د P1376 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1082 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P131 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- د پکتيا ولايت
- د افغانستان ښارونه
- نیمگړی لیکنۍ
- All stub articles
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه
