منځپانگې ته ورتلل

کیوین اولېري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټرېنس توماس کیوین اولېري (د ۱۹۵۴ کال د جولای ۹ زېږېدلی)، چې د «مسټر ونډرفول» په نوم هم پېژندل کېږي، یو کاناډايي سوداګر، تلویزیوني څېره او اداکار دی. له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې، هغه په بېلابېلو کاناډايي تلویزیوني پروګرامونو کې راڅرګند شو، چې پکې د سوداګرۍ د خبرونو پروګرامونه SqueezePlay  او The Lang and O'Leary Exchange، او همدارنګه د کاناډا د ریالېټي تلویزیون خپرونې Dragons' Den  او Redemption Inc. شاملې وې. په ۲۰۰۸ کال کې، هغه د Discovery Channel په Project Earth  پروګرام کې راڅرګند شو. له ۲۰۰۹ کال راهیسې، هغه د Shark Tank  په نوم د Dragons' Den د امریکايي نسخې برخه ده.[۱][۲][۳][۴]

اولېري د SoftKey Software Products  په نوم د یوې ټکنالوژۍ شرکت ګډ بنسټ اېښی و، چې د کورنۍ د زده‌کړې او تفریح لپاره ځانګړي شوي سافټویرونه یې پلورل. د ۱۹۸۰ یمې لسیزې وروستیو او د ۱۹۹۰ لسیزې په اوږدو کې، SoftKey  د نړیوالو تعلیمي سافټویرونو په بازار کې یو لوی ادغام کوونکی شرکت شو او د(hostile takeover) له لارې یې څو سیال شرکتونه لکه Compton's New Media، The Learning Company او Broderbund  ترلاسه کړل. SoftKey وروسته خپل نوم The Learning Company  ته بدل کړ او په ۱۹۹۹ کال کې یې د Mattel  له لوري وپېرل شو — داسې معامله چې ډېری مالي شنونکي یې حیران کړل، ځکه هغوی د اولېري شرکت د «پاڼو کور» باله.[۵][۶]

سره له دې، دغه پلور اولېري ته شاوخوا شپږ میلیونه ډالر ګټه ورکړ. Mattel سمدستي اولېري له دندې لرې کړ. دغه اخیستنه د The Learning Company لپاره د پام وړ مالي زیانونو لامل شوه او د اولېري د ناسم مدیریت په اړه یې د ګڼو ونډه‌والو د دعوو سبب وګرځېده.[۷][۸][۹][۱۰]

په ۲۰۱۷ کال کې، هغه د کاناډا د محافظه‌کار ګوند د مشرۍ لپاره خپل کمپاین پیل کړ. هغه د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په میاشت کې، د ټاکنو څخه یو میاشت مخکې، د کبېک د کم ملاتړ له امله له سیالۍ څخه ووت.

د خپلې اصلي کاناډايي تابعیت تر څنګ، اولېري د ایرلینډ او متحده عربي اماراتو تابعیتونه هم لري.

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړې

[سمول]

اولېري د ۱۹۵۴ کال د جولای په ۹مه نېټه په مونټریال کې وزېږېد. هغه د جورجېټ (د بوکلام لور؛ عربي: جورجيت بوكلام) چې د یوه کوچني کاروبار خاوند او پانګه‌اېښودونکې چې د لبناني اصل لرونکې وه  او د ټېري اولېري زوی دی، چې د ایرلنډي اصل یو پلورونکی و. کوین یو ورور هم لري، شېن اولېري. د خپل پلار د ایرلنډي اصل له امله، اولېري د ایرلنډ تابعیت هم لري او د ایرلنډ پاسپورټ لري. اولېري د ډیسلېکسیا ستونزه لري، او هغه استدلال کاوه چې دې ځانګړتیا د سوداګرۍ په نړۍ کې د هغه د «له چوکاټه بهر فکر کولو» وړتیا پیاوړې کړې.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

اولېري په مونټ رويال، کبېک کې لوی شو. د هغه مور او پلار هغه وخت طلاق شول چې هغه ماشوم و، او د دې لامل د پلار له خوا پر الکولو اخته کېدل بلل شوی. د هغه پلار ډېر ژر وروسته ومړ، هغه مهال چې اولېري یوازې اووه کلن و. د پلار له مړینې وروسته، د هغه مور د کورنۍ د جامو کاروبار د اجرایي مشرې په توګه پر مخ یووړ. وروسته د هغه مور له یوه اقتصادپوه، جورج کاناواټي، سره واده وکړ — هغه سړی چې د ملګرو ملتونو د کار له نړیوال سازمان (ILO) سره یې کار کاوه. د هغه د ناتني پلار نړیوالو دندو د کورنۍ د ډېرې کډوالۍ لامل شوه، او اولېري د خپل ماشومتوب پر مهال په ګڼو هېوادونو کې ژوند کړی، لکه کمبودیا، ایتوپیا، تونس او قبرس. په خپله ځوانۍ کې، هغه د ایتوپیا له هایله سلاسي او د کمبودیا له پول پوت سره هم لیدلي دي. اولېري په Stanstead College  او St. George’s School  کې زده‌کړې کړې — دواړه په کبېک کې موقعیت لري. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د اولېري مور یوه ماهره پانګونکې وه. هغې د خپل اونیز معاش یوه پر درېیمه برخه په لویو شرکتونو کې د ونډو اخیستلو (large-cap, dividend-paying stocks)  او په سود لرونکو بانډونو کې پانګونه کوله، چې په پایله کې یې د پانګونې په پورټفولیو کې لوړې ګټې ترلاسه کړې. هغې خپل د پانګونې پورټفولیو پټ ساتلی و، نو اولېري یوازې د خپلې مور له مړینې وروسته، د هغې د وصیت د اجرا پر مهال، د هغې د پانګوونې مهارت ته متوجه شو. د هغه د پانګونې ډېری درسونه د مور له خوا وو، چې پکې د دې ټینګار هم شامل و چې باید د خپل عاید یوه درېیمه برخه وساتي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

اولېري غوښتل چې عکاس شي، خو د خپل ناتني پلار په مشوره — چې هغه یې د راتلونکي مسلک په اړه د واقع‌بینۍ پر لور هڅاوه — پوه شو چې باید پوهنتون ته ولاړ شي. هلته یې د سوداګرۍ او پانګونې په اړه هغه لېوالتیا نوره هم پیاوړې کړه چې له ځوانۍ څخه یې لرله. هغه په ۱۹۷۷ کال کې د واټرلو پوهنتون څخه د چاپېریالي څېړنو او ارواپوهنې په برخه کې د ویاړ وړ لیسانس (honours bachelor's degree) ترلاسه کړ، او په ۱۹۸۰ کال کې یې د لوېدیځ اونټاریو پوهنتون د Ivey Business School څخه د سوداګرۍ په پیل (entrepreneurship) کې MBA واخیست.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

سوداګریز مسلک

[سمول]

په ۱۹۷۸ کال کې، د خپل MBA د لومړي او دویم کال ترمنځ، اولېري د ټورنټو ښار په مرکز کې د نابیـسکو (Nabisco)  لپاره د انټرن‌شیپ لپاره وټاکل شو، او وروسته یې د نابیـسکو د پیشوګانو د خوراک د برانډ لپاره د مرستیال برانډ مدیر په توګه کار وکړ.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

اولېري د خپلې راتلونکې سوداګرۍ بریا — په ځانګړي ډول د The Learning Company په دوره کې — د هغو پراخو بازارموندنې مهارتونو پایله بلله چې هغه د نابیـسکو د برانډ مدیریت په ورځو کې ترلاسه کړي وو. له نابیـسکو څخه تر وتلو وروسته، اولېري د تلویزیون د تولید په برخه کې یوه لنډه دوره پیل کړه. هغه د خپلو دوو پخوانیو MBA ټولګیوالو، سکاټ مکنزي او ډېو ټامز (چې دواړو د اولېري د MBA مستند فلم په جوړولو کې مرسته کړې وه) سره یوځای د Special Event Television (SET) په نوم د تلویزیوني تولید یو خپلواک شرکت جوړ کړ. SET یو خپلواک تولیدي شرکت و چې اصلي ورزشي پروګرامونه یې جوړول، لکه: The Original Six،Don Cherry’s Grapevine، Bobby Orr & The Hockey Legends. دغه شرکت د کوچنیو تلویزیوني خپرونو، د فوټبال لنډو فلمونو، ورزشي مستندونواو د سیمه‌ییزو مسلکي هاکي لوبو د منځ‌مهاله اعلانونو په تولید کې محدود بریالیتوب درلود. وروسته، د هغه له شریکانو څخه یو تن د شرکت په پانګه کې د اولېري برخه د ۲۵ زره ډالرو په بدل کې واخیسته.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

سافټ کي

[سمول]

د SET د ونډې له پلورلو وروسته، اولېري خپل بل سوداګریز ګام ته داخل شو. هغه په ۱۹۸۶ کال کې د ټورنټو په یوه زېرخانه (basement) کې د خپلو سوداګریزو شریکانو، جان فریمن او ګېري بابکاک، سره یوځای د Softkey  بنسټ کېښود. دغه شرکت د CD پر بنسټ د شخصي کمپیوټر سافټویر خپرونکی او وېشونکی و، چې د Windows او Macintosh کمپیوټرونو لپاره یې محصولات تولیدول. یو مهم مالي ملاتړ کوونکی چې د ۲۵۰ زره ډالرو پانګې اچونې ژمنه یې کړې وه، د اسنادو د لاسلیک او چک د سپارلو څخه یوه ورځ مخکې له معاملې ووت، چې اولېري یې اړ کړ چې د خپل نوي پیل شوي کاروبار د ملاتړ لپاره له نورو سرچینو څخه د تمویل لټون وکړي. د تمویل د ترلاسه کولو په هڅه کې، اولېري د SET د ونډې د پلور له عوایدو څخه کار واخیست او خپله مور یې وهڅوله چې د SoftKey Software Products د بنسټ لپاره ورته ۱۰ زره ډالر د پیل پانګې په توګه پور ورکړي.[۵۵][۵۶]

د ۱۹۸۰ یمې لسیزې په لومړیو کې د سافټویر او شخصي کمپیوټر صنعتونو د چټک پراختیا له امله، اولېري د چاپګر جوړونکي قانع کړل چې د Softkey پروګرامونه له خپل هارډویر سره یوځای (bundle) کړي. کله چې د وېش لاره خوندي شوه، شرکت د ریاضي او لوستلو په زده‌کړه متمرکز څو تعلیمي سافټویرونه جوړ کړل. د Softkey محصولات عموماً د کورنیو کاروونکو لپاره وو، په ځانګړي ډول هغه CD-ROM ټولګې چې په "jewel-case" بکسونو کې د بېلابېلو وړیا یا shareware لوبو ټولګه پکې شامله وه.[۵۷][۵۸]

د ۱۹۸۰ لسیزې وروستیو کې، Softkey  د نورو سافټویر شرکتونو له سختې سیالۍ سره سره خپل فعالیت ته دوام ورکړ او په ۱۹۹۰ یمه لسیزه کې یې د پام وړ وده وکړه. تر ۱۹۹۳ کال پورې، Softkey  د تعلیمي سافټویر په بازار کې یو لوی ادغام کوونکی شرکت ګرځېدلی و او د WordStar او Spinnaker Software په څېر سیال شرکتونه یې ترلاسه کړل. په ۱۹۹۵ کال کې، Softkey  د The Learning Company (TLC)  په نوم شرکت د ۶۰۶ میلیونه ډالرو په بدل کې وپېرود، د همدې شرکت نوم یې خپل کړ، او خپل مرکزي دفتر یې د ماساچوسټس ایالت کیمبرېج ښار ته ولېږداوه.[۵۹][۶۰][۶۱]

TLC په ۱۹۹۸ کال کې د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په عایداتو سره ۱۰۵ میلیونه ډالر تاوان وکړ، او له دې مخکې دوه کلونه هم په زیان کې و.  TLC د ۱۹۹۸ کال د جون په میاشت کې خپل پخوانی سیال Broderbund  د ۴۱۶ میلیونه ډالرو په بدل کې وپېرود.[۶۲][۶۳][۶۴][۶۵]

په ۱۹۹۹ کال کې، TLC  د Mattel  له لوري د ۴.۲ میلیارده ډالرو په بدل کې واخیستل شو. له دې اخیستنې وروسته، د Mattel  پلور او عایدات ژر راولوېدل، او اولېري له دندې لرې کړل شو. د Mattel دا پېرود وروسته د معاصرې سوداګرۍ په تاریخ کې د تر ټولو ناکامو شرکتونو د اخیستلو له ډلې وبلل شو. که څه هم د اخیستنې د مدیریت وړاندوینه دا وه چې شرکت به ۵۰ میلیونه ډالرو ګټه وکړي، Mattel  په حقیقت کې ۱۰۵ میلیونه ډالر زیان وکړ.  د Mattel د ونډو بیه راولوېده او یوازې په یوه ورځ کې د ونډه‌والو درې میلیارده ډالر ارزښت له منځه ولاړ.  وروسته د Mattel ونډه‌والو د ټولیزې دعوې (class-action lawsuit) دوسیه پرانیسته او د Mattel اجرایوي چارواکو، اولېري، او د TLC پخواني اجرایي رییس مایکل پېرېک یې په دې تورن کړل چې پانګه‌وال یې د TLC د مالي وضعیت او د اخیستنې د ګټو په اړه غلط کړي دي. په دعوه کې ویل شوي وو چې TLC د حسابدارۍ له چلونو څخه کار اخیست ترڅو زیانونه پټ کړي او ربعوار عایدات په مصنوعي ډول لوړ وښيي.  په ځواب کې، اولېري او نورو تورنو ټول تورونه رد کړل. Mattel په ۲۰۰۳ کال کې د دې دعوې د هوارولو لپاره ۱۲۲ میلیونه ډالر ورکړل. اولېري د دې ناکامې معاملې پړه د ټکنالوژۍ د سکتور د سقوط او د دواړو شرکتونو د مدیریت د کلتوري ټکر پر غاړه واچوله.[۶۶][۶۷][۶۸][۶۹]

اولېري او د Citigroup مالي ملاتړ کوونکو هڅه وکړه چې د فرانسوي ویډیو لوبو شرکت Atari  وپېري، خو دا هڅه بریالۍ نه شوه. اولېري پلان درلود چې د ویډیویي لوبو لپاره یو تلویزیوني چینل پیل کړي، خو دغه پروژه هېڅکله عملي نه شوه.[۷۰]

کال کې، اولېري

[سمول]

په ۲۰۰۳ کال کې، اولېري د StorageNow Holdings  په نوم شرکت کې ګډ پانګه‌اېښودونکی او د شرکت رییس شو. دا یو کاناډايي شرکت و چې د اقلیم-کنټرول لرونکي ذخیره‌ګاوو (climate‑controlled storage facilities) د جوړولو پراختیا یې کوله او د رضا او اصف سچو (Reza & Asif Satchu) تر کنټرول لاندې و. StorageNow  د کاناډا تر ټولو لوی د ذخیره‌خونو چلوونکی شو، چې په ۱۱ ښارونو کې یې مرکزونه لرل، او په ۲۰۰۷ کال د مارچ په میاشت کې د Storage REIT  له لوري د ۱۱۰ میلیونه ډالرو په بدل کې وپېرل شو. اولېري وروسته خپلې ونډې وپلورلې، چې له امله یې د پانګې د زیاتوالي (capital gains) له لارې له ۴.۵ میلیونه ډالرو څخه زیات ناڅاپي ګټه ترلاسه کړه، په داسې حال کې چې د هغه لومړنۍ پانګه یوازې ۵۰۰ زره ډالر وه.[۷۱][۷۲]

د ۲۰۰۵ کال د مې په میاشت کې، رضا سچو او د اولېري عملیاتي شریک وېلر (Wheeler) د ۱۰ میلیونه ډالرو د ناسم برطرفیت دعوه (wrongful dismissal lawsuit) ثبت کړه. هغوی ادعا وکړه چې اولېري او سچو د موافقې شوې معاوضې په تړون کې بدلون راوستی او د وېلر د ګټې برخه یې په غیرقانوني ډول کمه کړې ده. اولېري او سچو په ځواب کې وویل چې وېلر د فعالیت ټاکل شوي هدفونه نه وو پوره کړي. دغه قضیه د محکمې له لوري نه، بلکې له محکمې څخه بهر هواره شوه.[۷۳][۷۴]

نورې سوداګریزې هڅې

[سمول]

د ۲۰۰۷ کال په مارچ کې، اولېري د Genstar Capital  د سلا مشورې بورډ سره یوځای شو. دا یوه شخصي پانګه‌اچوونه‌کوونکې اداره ده چې په روغتیايي پاملرنې، صنعتي ټکنالوژۍ، سوداګریزو خدماتو او سافټویر کې پانګونه کوي. Genstar Capital اولېري د خپل ستراتیژیک سلا مشورې بورډ ته وټاکه څو د خپل ۱.۲ میلیارده ډالرو فنډ لپاره نوې پانګونې فرصتونه ولټوي.[۷۵]

د O'Leary فنډونه

[سمول]

په ۲۰۰۸ کال کې، اولېري د O'Leary Funds Inc.  په نوم د متقابل فنډونو د مدیریت یوه اداره هم-جوړه کړه چې تمرکز یې په نړیوالو عایداتي پانګونو و. هغه د دې شرکت رئیس او مخکښ پانګه‌اچوونکی دی، او د هغه ورور شېن اولېري د شرکت دایرکټر دی. د دې فنډ د مدیریت تر شتمنیو لاندې پانګه له ۴۰۰ میلیونو ډالرو (۲۰۱۱) څخه ۱.۲ میلیارده ډالرو (۲۰۱۲) ته لوړه شوه.[۷۶][۷۷]

د فنډ اصلي مدیرStanton Asset Management  و، چې د مېړه او مېرمنې ډلې کانر اوبراین او لوئز ان پواوریه تر کنټرول لاندې و. د کاناډایي بانکوال مارک آر. مک‌کوین د څېړنې له مخې، اولېري خپل فنډونو کې د وېش عاید زیات کړی و، خو دا زیاتوالی پانګه‌اچوونکو ته د اصلي پانګې د بېرته ورکولو له لارې شوی و. که څه هم دا کار غیرمعمولي نه دی، خو د اولېري د عامه څرګندونو خلاف و. بله څېړنه هم دې پایلې ته رسېدلې وه چې د اولېري د یو فنډ شاوخوا یوه څلورمه برخه وېش د اصلي پانګې بېرته ورکول وو.[۷۸][۷۹]

د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې، د O'Leary Funds Management د Autorité des marchés financiers  له لوري د اوراقو د قانون د ځینو تخنیکي مادو د سرغړونې له امله جریمه ومنله. د موافقې پر مهال، شرکت راپور ورکړ چې د سرغړونو د سمولو لپاره یې ګامونه پورته کړي دي. د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر په ۱۵مه، O'Leary Funds  د Canoe Financial  شرکت ته وپلورل شو، چې د کاناډایي سوداګر ډبلیو. برېټ ولسن په ملکیت دی. ولسن پخوا د CBC د Dragons' Den  په خپرونه کې د اولېري سره ګډ پانګه‌اچوونکی و.[۸۰][۸۱]

سرچينې

[سمول]
  1. "Shark Tank's 'Mr Wonderful' O'Leary joins TikTok bid". Proactiveinvestors NA. 2025-01-08. بياځلي په 2025-01-16.
  2. "Why Is Kevin O'Leary Called Mr. Wonderful on 'Shark Tank'? There Are a Few Explanations". Bustle. 2014-11-14. بياځلي په 2025-01-16.
  3. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  4. "Kevin O'Leary – from Dragon's Den to Redemption Inc". The Montrealer. February 2012.
  5. "Leading Canadian Entrepreneur Kevin O'Leary Named to Genstar Strategic Advisory Board". CNW. 1 August 2007. خوندي شوی له the original on 2 October 2015. بياځلي په 31 July 2015.
  6. "Kevin O'Leary: He's not a billionaire, he just plays one on TV". The Globe and Mail. Toronto. 28 September 2012. خوندي شوی له the original on September 15, 2024.
  7. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  8. "Kevin O'Leary drops out of Conservative leadership race and will support rival Maxime Bernier". National Post. بياځلي په 26 April 2017.
  9. Lagerquist, Jeff (4 February 2017). "Kevin O'Leary proposes 'fast-track' to citizenship for skilled immigrants". CTV News. خوندي شوی له the original on May 19, 2024. بياځلي په February 11, 2017.
  10. "Kevin O'Leary makes late entry into Conservative leadership race". 18 January 2017.
  11. O'Leary, Kevin (2011). Cold Hard Truth: On Business, Money & Life. Doubleday. ISBN 9780385671750. بياځلي په 8 July 2015.
  12. O'Leary, Kevin (2011). Cold Hard Truth: On Business, Money & Life. Doubleday. ISBN 9780385671750. بياځلي په 8 July 2015.
  13. Jason McBride (24 August 2016). "Operation O'Leary". Toronto Life. خوندي شوی له the original on August 31, 2016. بياځلي په September 1, 2016.
  14. O'Leary, Kevin (2011). Cold Hard Truth: On Business, Money & Life. Doubleday. ISBN 9780385671750.
  15. Allemang, John. "Kevin O'Leary: The shark who swims alone", The Globe and Mail, 23 September 2011.
  16. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  17. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  18. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  19. "Kevin O'Leary – from Dragon's Den to Redemption Inc". The Montrealer. February 2012.
  20. O'Leary, Kevin (2011). Cold Hard Truth: On Business, Money & Life. Doubleday. ISBN 9780385671750. بياځلي په 8 July 2015.
  21. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  22. "Kevin O'Leary – from Dragon's Den to Redemption Inc". The Montrealer. 1 February 2012. بياځلي په 31 July 2015.
  23. Allemang, John. "Kevin O'Leary: The shark who swims alone", The Globe and Mail, 23 September 2011.
  24. Jane MacDougall (January 21, 2013). "Dragons' Den star Kevin O'Leary has another passion—photography". Maclean's.
  25. "Kevin O'Leary – from Dragon's Den to Redemption Inc". The Montrealer. February 2012.
  26. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  27. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  28. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  29. "Kevin O'Leary – from Dragon's Den to Redemption Inc". The Montrealer. February 2012.
  30. Laura Rosenfeld (13 March 2015). "Who Is Kevin O'Leary's Wife? Linda Is Mrs. Wonderful & Totally Lives Up to the Name". Bustle. بياځلي په 12 April 2015.
  31. "T. Kevin O'Leary". uwo.ca. خوندي شوی له the original on 10 July 2015. بياځلي په 9 July 2015.
  32. "The Kevin O'Leary machine". The Globe and Mail. Toronto. 6 September 2012.
  33. Laura Rosenfeld (13 March 2015). "Who Is Kevin O'Leary's Wife? Linda Is Mrs. Wonderful & Totally Lives Up to the Name". Bustle. بياځلي په 12 April 2015.
  34. "Kevin T. O'Leary". Bloomberg. بياځلي په 31 July 2015.
  35. "T. Kevin O'Leary". Ivey Business School, University of Western Ontario. خوندي شوی له the original on 10 July 2015. بياځلي په 8 July 2015.
  36. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  37. "Kevin T. O'Leary". Bloomberg. بياځلي په 31 July 2015.
  38. "T. Kevin O'Leary". Ivey Business School, University of Western Ontario. خوندي شوی له the original on 10 July 2015. بياځلي په 8 July 2015.
  39. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  40. Jane MacDougall (January 21, 2013). "Dragons' Den star Kevin O'Leary has another passion—photography". Maclean's.
  41. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  42. "T. Kevin O'Leary". uwo.ca. خوندي شوی له the original on 10 July 2015. بياځلي په 9 July 2015.
  43. "The Kevin O'Leary machine". The Globe and Mail. Toronto. 6 September 2012.
  44. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  45. "Kevin O'Leary – from Dragon's Den to Redemption Inc". The Montrealer. February 2012.
  46. Ellen Ashton-Haiste (24 August 2013). "The Real Kevin O'Leary". Forever Young Information. خوندي شوی له the original on 3 October 2015. بياځلي په 31 July 2015.
  47. "Kevin O'Leary: He's not a billionaire, he just plays one on TV". The Globe and Mail. Toronto. 28 September 2012. خوندي شوی له the original on September 15, 2024.
  48. "T. Kevin O'Leary". uwo.ca. خوندي شوی له the original on 10 July 2015. بياځلي په 9 July 2015.
  49. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  50. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  51. Steve Burgess. "Kevin O'Leary". NUVO Magazine.
  52. "Kevin O'Leary – from Dragon's Den to Redemption Inc". The Montrealer. 1 February 2012. بياځلي په 31 July 2015.
  53. "Kevin O'Leary on leaving the CBC, learning from Don Cherry and befriending Dragons". Toronto Life. خوندي شوی له the original on 4 August 2015. بياځلي په 31 July 2015.
  54. Ellen Ashton-Haiste (24 August 2013). "The Real Kevin O'Leary". Forever Young Information. خوندي شوی له the original on 3 October 2015. بياځلي په 31 July 2015.
  55. Steve Burgess. "Kevin O'Leary". NUVO Magazine.
  56. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  57. "Kevin O'Leary: He's not a billionaire, he just plays one on TV". The Globe and Mail. Toronto. 28 September 2012. خوندي شوی له the original on September 15, 2024.
  58. "The Kevin O'Leary machine". The Globe and Mail. Toronto. 6 September 2012.
  59. Willett, Shawn (24 May 1993). "Merger is first step to a consumer orientation for WordStar". InfoWorld. p. 31. بياځلي په 6 March 2011.
  60. Bergin, Thomas J. (Oct–Dec 2006). "Word Processing Timeline". IEEE Annals of the History of Computing. خوندي شوی له the original on 11 October 2012. بياځلي په 6 March 2011.
  61. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  62. Joe Castaldo. "Kevin O'Leary: The natural". Canadian Business. خوندي شوی له the original on July 18, 2015. بياځلي په July 31, 2015.
  63. Willett, Shawn (24 May 1993). "Merger is first step to a consumer orientation for WordStar". InfoWorld. p. 31. بياځلي په 6 March 2011.
  64. Bergin, Thomas J. (Oct–Dec 2006). "Word Processing Timeline". IEEE Annals of the History of Computing. خوندي شوی له the original on 11 October 2012. بياځلي په 6 March 2011.
  65. Joe Castaldo. "Kevin O'Leary: The natural". Canadian Business. خوندي شوی له the original on July 18, 2015. بياځلي په July 31, 2015.
  66. Steve Burgess. "Kevin O'Leary". NUVO Magazine.
  67. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  68. Joe Castaldo. "Kevin O'Leary: The natural". Canadian Business. خوندي شوی له the original on July 18, 2015. بياځلي په July 31, 2015.
  69. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  70. "Kevin O'Leary: He's not a billionaire, he just plays one on TV". The Globe and Mail. Toronto. 28 September 2012. خوندي شوی له the original on September 15, 2024.
  71. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  72. "Kevin O'Leary: He's not a billionaire, he just plays one on TV". The Globe and Mail. Toronto. 28 September 2012. خوندي شوی له the original on September 15, 2024.
  73. "A history of Kevin O'Leary's spotty business record, in four deals". Canadian Business (in American English). 19 January 2017. خوندي شوی له the original on January 22, 2017. بياځلي په 17 October 2017.
  74. "Kevin O'Leary: He's not a billionaire, he just plays one on TV". The Globe and Mail. Toronto. 28 September 2012. خوندي شوی له the original on September 15, 2024.
  75. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  76. Oysey, Dan (1 May 2012). "Kevin O'Leary and Connor O'Brien use celebrity branding to take on Canada's fund managers". Financial Post. بياځلي په 19 January 2016.
  77. "The Kevin O'Leary machine". The Globe and Mail. Toronto. 6 September 2012.
  78. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  79. "A history of Kevin O'Leary's spotty business record, in four deals". Canadian Business (in American English). 19 January 2017. خوندي شوی له the original on January 22, 2017. بياځلي په 17 October 2017.
  80. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.
  81. Daniela Cambone (9 May 2012). "Kevin O'Leary's 'Cold, Hard, Truth' on Gold Investing". Forbes. بياځلي په 31 July 2015.