ککړتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
دویمه نړیواله جګړه کې د هوا ککړتیا د یوې فابریکې په وسیله .

ککړتیا هغو بې کاره موادو ته چې په یوه چاپېریال کې ژوندیو موجوداتو ته د اختلال، نا انډولتیا او نا راحتۍ لامل کېږي؛ ککړتیا ویل کېږي. ککړتیا کېدای شي د کېمیاوي موادو په شکل وي یا د انرژۍ په شکل لکه غږ، ګرمي یا هغه رڼا چې چاپېریال ککړ کړي. ککړوونکي مواد هغه وخت د طبیعي پدیدو له پېښېدو وروسته رامنځته کېږي او هغه وخت ککړتیا ګنل کېږي چې ددې ککړتیا حد له طبیعي شمېرې زیات شي. یا ککړتیا ضایع شوي توکي ته وایي چې هوا، خاوره یا اوبه ککړې کړي.

ککړتیا[سمول]

ککړتیا په طبعي محیط کې د ککړونکو شیانو تعریف ده چې منفي بدلون رامنځ ته کوي. ککړتیا کېدای شي د کیمیاوي موادو یا انرژي په شکل کې وي لکه اواز، وړانګې، یا ګرمي. ککړونکي د ککړتیا مرکبات یا اجزا کېدای شي بهرني او یا هم طبعي ککړونکي وي. ککړتیا د ټکي سرچینې او بې ټکي سرچینې په برخو وېشل شوې (پواینټ سورس، نان پواینټ سورس).

لرغونی کلتور[سمول]

Beijing air on a 2005-day after rain (left) and a smoggy day (right)
Air quality monitoring, New Delhi, India.

د هوا ککړتیا تل له تمدن سره مل وه. ککړتیا له تاریخ نه مخکې یا ماقبل تاریخ دورې نه پېل شوه کله چې انسان اور ولګولی شو. د یو ې ساینسي رسنۍ د راپور مطابق کال ۱۹۸۳، په یوه لرغوني غار کې چې د تاریخ نه وړاندې وه د کاربون یا اور د لوګي ډېر غلیظ تور والی ېې پر دېوارونو او د اور لپاره د لوګي وتلو ځای کې پېدا کړ چې د دې دورې انسانانو ډېر ستر اور لګولی وو او لوګي ېې فضا ککړه کړې وه. د وسپنې جعل هم ښي چې د هوا د ککړتیا وجه ګرځي. په ګرینلینډ کې د یخ یچالونه کچه ښي چې د رومان، چین او یونان د وسپنې تولید هوا ککړه کړې وه، خو په دې وخت کې ککړتیا ډېره کمه وه چې د طبعیت لخوا اداره کیدای شوه.

ښاري ککړتيا[سمول]

Air pollution from a fossil-fuel power station

د سکرو او لروګیو سوزولو او په ډېر ځایونو کې د اسانو شتون له ښارونو د ککړتیا مرکز جوړ کړی. صنعتي انقلاب د کیمیاوي موادو داسې توکي له ځان سره راوړل چې بې درملنې وو او د اوبو په پایپونو کې وکارول. په انګلستان کې چې کله د سمندر د سکرو سوزول مضر وګڼل شول نود انګلستان پاچا لمړی ایډوارډ د سمندر سکاره سوزول په کال ۱۲۷۲کې بند کړل. خو د ککړتیا دزېږون لامل چې نن ېې مونږ د تودوخې په نامه پیژنو صنعتي انقلاب وو. انګلستان هم همداسې مخکې په ۱۸۵۸ کې د ګریټ سټینک (بد بوی ) په نامه په دیمس سیند کې ککړتیا لویه کچه ثبت کړې چې وروسته ېې سم د لاسه د خپلې ابادي لپاره د فاضله اوبو کانالونه او سیستم جوړ کړ. د ککرټیا یو بل لامل په تېزی سره د نفوس زېاتوالی او د کثافاتو یا اضافي توکو لپاره مناسب سیستم نشتون ده. نو په دې وخت کې اصلاح غوښتونکو د فاضله اوبو لپاره د سیستم او پاکو اوبو ته د لاس رسي غوښتنه وکړه. په کال ۱۸۷۰ کې برلین د ککړتیا له مخې په خورا بد وضعیت کې وه او اوګوست بېبل مخکې له دې چې د فاضله اوبو سیستم په کال ۱۸۷۰ کې جوړ شي د شرایطو یادونه وکړه. په هغه وخت کې به د کورونو فاضله اوبه به د کورونو تر څنګ په ذخیرو کې راټولیدې چې ډېر بد بوی ېې کاوه او همداسې په لارو کوڅو او نورو عامه ځایونو کې عمومي تشنابونه نه وو. د دې ترڅنګ په عمومي تعمیرونو کې صحي لارې چارې او سهولتونه په نظر کې نه وو نیول شوي. برلین تر ۱۸۷۰ پورې له بنسټیزو انساني ضروریاتو بې برخې وو دغه وضعیت خلکوته نور د زغم نه وو په همدې وجه جرمني خپل ساینس پوهان، د ښار پلان جوړونکي او انجنیران راغونډ کړل تر څو نه یوازې بنسټیزې اسانتیاوې برابرې کړي بلکه د برلین نه د نړۍ د خورا پرمختللو ښارونو یوه نمونه جوړه کړي. په ۱۹۰۶ کال کې انګریز ماهر دې پایلې ته ورسېد چې په برلین کې ساینس په بشپړ توګه کارېدلی ترڅو د خلکو د ژوند میتود بدل کړي. د غټو فکټریو را څرګندېدل او د سکرو کارونې هوا ډېره ککړه کړه، همداسې اضافي کیمیاوي موادو هم په ککړتیا کې پوره ونډه واخیسته. په ۱۸۸۱ کې شیکا ګو انسیانتي د امریکا دوه اولني ښارونه وو چې د پاکې هوا لرلو قوانین ېې وضع کړل. په کال ۱۹۰۰ کې د امریکا د کوڅو او لارو د ککړتیا لامل د اسانو کارونه، د هوا د ککړتیا لامل د سکرو سوزول او د اوبو د ککړتیا لوی لامل د فاضله اوبو لپاره د سیستم نشتوالی وه. په کال ۱۹۴۰ کې د لاس انجلس د هوا د ککړتیا لوی لامل د موټرو لوګي وو. کله چې په لاس انجلس، دونارا، پنسلوانیا کې د هوا ککړتیا خپل اوج ته ورسېده نو د امریکا د کورنیو چارو وزارت یو بخش خلاص کړ تر څو د ککړتیا مخه ډب کړي. په انګلستان کې چې ککړتیا د صنعتي انقلاب سره زېاته شوې وه په ۱۹۵۲ کې خپل اوج ته ورسېده. کله چې دوېمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده نو د هوا د ککړتیا په اړه راپورونه خپاره شول او د خپرېدو لامل وجه ېې د رادیو اکتیف موادو عواقب, هوا ککړول او اتومي ازموینې وې. له دې پرته د انګلستان په لندن ښار کې، د هوا ککړتیا په کال ۱۹۵۲ کې، د ۴۰۰۰ کسانو ژوند واخیست نو په همدې وجه د پاکې هوا قانون په نامه قوانین وضع شول. همداسې په امریکا کې کانګریس د غږ د مخ نیوي، د پاکې هوا قانون، د پاکو اوبو او د ملي محیط پالیسي په نامه قوانین تصویب کړل چې د خلکو پام ېې خپل کړ او د پاکې هوا ساتلو لپاره ېې هلې ځلې پېل کړې ځنې جدي پېښو د ککړتیا په اړه ډېر زېات پوهاوی رامنځ ته کړ لکه په کال ۱۹۷۴ کې د هډ سن په سیند کې د پي سي بي (داورګانیک کلورین ترکیب) اچونه د دې پاېله شوه چې اي پي اې (د متحده ایالاتو دمحیط د ساتنې اداره) د دې سیند ماهیانو په خوړولو باندې بندیز ولګاوه. لکه په کال ۱۹۴۷ کې د ډیوکسین ککړونکي توکي (د پولي هالي جینیټېډ عضوي ترکیب) د لف په کانال کې، په کال ۱۹۷۸ کې یو ملي رسنیز خبر وګرځېد او پاېله ېې د چاپېریال غبرګون ته د قانون جوړونې ځواب شو. همداسې صنعتي ک کړتیا خلکو ته یو لفظ برون فیلډ (هغه ځمکه چې د صنعت لپاره کارېدلې وي) ور وپېژانده چې اوس مهال د ښاروالۍ لخوا د ښار جوړونې پلان لپاره کاریږي. د اټومي یا هستوي ساینس پرمختګ د رادیو اکتیف ککړونکي توکي خلکو ته ورپه ګوته کړل دا وژونکي ککړونکي د زرګونو کلونو لپاره رادیو اکتیف پاتې کیږي. د روسې د کراچې تالاب کله چې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې د نړۍ تر ټول ککړ تالاب شو نو د د ورلډ واچ انسټیټیوټ په نامه ونومول شو. همداسې د سړې جګړې پر مهال اتومي ازموینې وشوې چې د خلکو روغتیا ته ېې لوی تاوان واړوه او له هماغه وخته تر اوسه پورې پر اټومي ځواک بندیزونه ولګول شول. همداسې په دې انډسټري کې د احتیاط لارې چارې وټاکل شوې له دې وروسته دازموینې بندیز تړونونه وشول. تاسې کولای شې د تري مایل ټاپو او چېرن بوای انډسټریانو په اړه مالومات وګورئ. په کال ۱۹۷۸ کې د بریتاني او په کال ۱۹۸۴ کې د بوپال پېښې دا په ډاګه کړه چې طبعېت او اتومسفیر پولې یا سرحد نلري او د طبعیت ساتنې لپاره نړیوالو هڅو ته اړتیا ده. تر ټولو وروستۍ اصطلاح د پي او پي (مقاومت لرونکې عضوي) ککړتیا په نامه کیمیاوي ککړتیاوې په نښه کړي. لکه د پي بي ډي اي اېس ککړتیاوې او پي اېف سي اېس ککړتیا. تر ټولو وروستۍ ستونزه د اقیانوس پچ ده چې د پلاستیک فاضله، کیمیاوي سایبین اوپه نور فاضله توکو تمرکز کوي کوم چې په شمالي اقیانوس کې راغونډ شوي. د ۵ جاېر په نامه اداره د ځنې ککړتیاو په اړه لکه د ماریانا ککړتیا څېړنې کوي او پر اغیز ېې د راپور جوړلو لپاره بوخت دي.

د ککړتیا ډولونه او ککړونکي[سمول]

Before flue-gas desulfurization was installed, the emissions from this power plant in New Mexico contained excessive amounts of sulfur dioxide.
Nitrogen dioxide diffusion tube for air quality monitoring. Positioned in London City.
Schematic drawing, causes and effects of air pollution: (1) greenhouse effect, (2) particulate contamination, (3) increased UV radiation, (4) acid rain, (5) increased ground level ozone concentration, (6) increased levels of nitrogen oxides.

دهوا ککړتیا :[سمول]

په هوا کې د کیمیاوي ګازونو خوشې کېدنه په ذراتو وېشل کیږي. د هوا عام ککړونکي ګاز لرونکي کیمیاوي توکي دي لکه : کاربن مونو اکساید، سلفر دیو اکساید، کلروفلوروکاربن (سي اېف سي اېس) او نایتروجن اکساید کوم چې د انډسټریانو لخوا تولیدیږي او همداسې موټر هم د هوا غټ ککړونکي دي. فوټو کیمیاوي اوزون ګاز او لوګی د نایتروجن اکساید، هایدرو کاربن په څېر د لمر وړانګو ته له عکس العمل نه تولیدیږي. د دې کیمیاوي توکو ذرې د مایکرومتر سایز لري پي اېم ۱۰ تر پي اېم ۲.۲۵ . (PM10 تر PM2.5)

درڼا ک کړتیا:[سمول]

د لمریز نظام په وړانګو کې دزېاتې رڼا ګډېدنه چې د لمریز نظام رڼا ککړوي. غږیزه ککړتیا : په غږیزه ککړتیا کې د سرکونوغږ، د الوتکو غږ، صنعتي غږونه شامل دي او همداسې هره هغه اله چې لوړ غږ تولیدوي د طبعېت ککړونکي بلل کیږي. دځمکې ککړتیا: خاوره هغه وخت ککړیږي چې کیمیاوي کارېدلي توکي پرې پرېښودل شي. د پام وړ د خاورې ککړونکي : هایدرو کاربونونه، درانده فلزات او کلورین لرونکي هایدروکاربونونه دي. رادیو اکتیف ککړونکي: له ۲۰ پېړۍ د اتومي فزیک فعالیت او کړنې لکه د اتومي برېښنا تولید او اتومي څېړنې، تولید او بیا پلي کول. د ډېرو مالوماتو لپاره د ( آلفا رادیو او په چاپېریال کې اکتینیدونه وګوری). حرارتي ک کړتيا: په طبعي اوبو کې د حرارت بدلون چې لامل ېې د انسانانو ځنې کړنې دي لکه اوبه د یخوونکي مادې په څېر کارول یا ګرم توکي په اوبو یخول. عيني ککړتیا: د برېښنا مزي، کېبل یا لین، په غټو سرکونو د لوحو نصب، د خزلو او کثافاتو سر لوڅې ذخیرې، د ټولنې هغه جامد توکي چې د کثافاتو په څېر په ټولنه کې د سرک لارو او کوڅو کې پراته وي. د اوبو ککړتیا: د صنعت او سوداګرۍ خونو لخوا د ځمکې په سطح اوبو کې فاضله اوبه پرېښودل، یا د کورونو کارېدلې فاضله اوبه له پاکو اوبو سره ګډول، او یا ککړونکي کیمیاوي توکي لکه کلورین

د پلاستیک ککړتیا:[سمول]

د پلاستیک یوځای ته راغونډونه چې د وحشي ژوو اوانسان پر ژوند اغیز کوي

د ککړتیا سرچینې او لاملونه[سمول]

د هوا دککړتیا لامل دواړه طبعیت او دانسان چلند له طبعیت سره ده. خو تر ټولو زېات ککړونکي د انسان په لاس جوړ احتراق، ودانۍ، په کانونو کار، زراعت او جګړې دي. د دې تر څنګ موټر هم د پام وړل د هوا په ککړولو کې برخه اخلي. چین، جاپان، امریکا، روسیه، هندوستان او مکسیکو د هوا د ککړتیا نړیواله مشري کوي. د قرطاسې لپاره کیمیاوي بوټي، دسکرو لرونکي بوټو سوزونه، د تیلو تصفیه، پترو کیمیاوي نباتات، اتومي کاریدلو توکو غورځول، د څارویو غوشایي د سوڼ موادو په څېر کارونه، د پي وي سي فابریکې، د وسپنې تولیدونکې فابریکې او همداسې نور درانده صنعتونه. زراعتي د هوا ککړتیا له عصري انساني فعالتونو منځ ته راغلې لکه د افت وژونکو دوا پاشل تر څو په زراعت کې فصل ته تاوان رسونکي حشرې له منځه ویسي او یا هم طبعي شنه بوټې پرې وسوزوي. همداسې د کال تقریبا دخطرناکه ضایعاتو تولید تقریبا ۴۰۰ میلیونه میټرک ټنه ته رسیږي چې یوازې امریکا ۲۵۰ میلیونه میټرک ټنه تولیدوي. امریکا د نړۍ له ۵% نفوس نه کم جوړوي خو د نړۍ ۲۵% کاربن ډای اکساید تولیدوي. همداسې د نړۍ ۳۰% کاریدلي توکي یا اضافي توکي تولیدوي. په ۲۰۰۷ کال کې چین د نړۍ تر ټولو لوی د کاربن دای اکساید تولیدونوکو کې لومړی مقام لره.

په انساني روغتیا د ککړتیا اغیز[سمول]

د هوا ناوړه کیفیت کولای شي په انسان کې ډېر غړي ووژني. د ګاز یا اوزون ککړتیا د تنفسي جهاز مرضونو، د زړه د رګونو مرض، د ستوني التهاب سوزېدنه یا نور مرضونه، په سینه کې درد او د وینې جمع کېدل یا اخطلاط پیدا کېدو ته لمن ووهي. د اوبو ککړتیا تقریبا د ورځې ۱۴۰۰۰ کسان وژني. په ځانګړي ډول د پرمختګ په حال کې ملکونه چېرته چې ډېر خلک پاکو اوبو ته لاس رسی نلري. ۵۰۰ میلیونه هندوان تخمین شوي چې نورمال تشناب ته لاس رسی نلري. په ۲۰۱۳ کال کې تر ۱۰ میلیونه هندیان یوازې د اوبو دککړتیا له وجې په مرضونو اخته شوي او له دغو لس میلیونو چې ډېر ېې ماشومانو وو ۱،۵۳۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ. همداسې ۵۰۰ میلیونه چینایان پاکو اوبو ته لاس رسی نلري او ۱.۲ میلیونه چینایان هر کال د هوا د ککړتیا نه د پیدا شوو مرضونو له وجې خپل ژوند له لاسه ورکوي. په ۲۰۰۷ کال کې د چین هوا ډېره زېاته ککړه شوه، د ډبلیو ایچ اوڅېړنې ښي چې په همدې وجې تر اوسه هر کال میلیون نه زېات خلک مړه کیږي. په امریکا کې هم تر ۵۰۰۰۰ پورې انسانان د هوا د ککړتیا له وجې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د تیلو تصفیه کول د پوستکي مرضونه او همداسې پر پوستکي بخار پیدا کوي. دغږیزې ککړتیا له وجې لوړ د وینې فشار، سټرس یا ژور خفګان، د غوږ کڼېدل او په خوب کې نا ارامي ته لمن وهي. همداسې ککړتیا په ماشومانو کې د ودې کسر رامنځ ته کوي او عصبي غېرې نورمال علایم. د زېات عمر خلک کوم چې د زړه یا سږو مرضونه لري د هوا د ککړتیا له وجې ډېر له خطر سره مخ وي.

This video provides an overview of a NASA study on the human fingerprint on global air quality.
Dust storm approaching Stratford, Texas.
Controlled burning of a field outside of Statesboro, Georgia in preparation for spring planting.

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]

ذکریا رحیمي علمي او پوهنیز بلاګ/ ککړتیا