کينډۍ:دنغا/2009-03-07

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د نن غوره انځور
د چين دېوال

د چين دېوال ۶،۳۵۲ کيلومتره (۳،۹۴۸ ميله) اوږد دی. دا دېوال د يوې قلا په ډول په دې موخه جوړ شوی چې په بېلابېلو وختونو کې د مغولستان له لارې پر دغه هېواد د بېلابېلو قومونو د يرغلونو مخه ونيسي. دا دېوال د چين په شمال کې د مغولستان او د چين پولو ته څېرمه جوړ شوی. وييل کېږي چې د چين دېوال له تشيال نه هم په سترگو ليدل کېږي، خو دا په هغه وخت کې شونی دی چې د زمکې د آب و هوا له سببه د ليدو وړتيا وي او بل دا چې ليدونکي ته هم دا مالومه وي چې دقيقاً کوم لور خوا ته وگوري.

د انځور د امتياز خاوند: Herbert Ponting
خونديځنور مستند انځورونه...

دا هم وگورئ[سمول]