منځپانگې ته ورتلل

کينډۍ:تانبه:پښتو ادبیات/پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ادبیاتو په باره کې تر ټولو پخوانی مهم کتاب کابو دوه زره څلور سوه کاله پخوا ارسطو لیکلی دی. ارسطو په خپل کتاب کې د ادبیاتو د ماهیت په اړه او د هغو ادبي اصنافو په باره کې خبرې کوي چې د ارسطو د زمانې په یوناني ادب کې ورته ډېر پام کېده. دغسې بحثونو ته چې ارسطو په بوطیقا کې کړي، نن سبا د ادب تیوري وایي. ادبیات څه ته وایي؟ ژانرونه یې کوم دي؟ او د هر ژانر ځانګړنې کومې دي؟ دغو پوښتنو ته د ادب تیوري ځوابونه ورکوي. خو کله چې د یوه ادبي اثر د ارزښت د معلومولو هڅه کوو، دا بیا کره کتنه ده. په کره کتنه کې وایو چې مثلا تر الف اثر ( ب) اثر په دې دې دلایلو ښه دی. خو کله چې وایو اول الف اثر و، بیا وروسته ( ب) اثر ولیکل شو، دا د ادبپوهنې یو بل عمده بحث دی چې د ادبیاتو تاریخ یې بولو. دلته د پښتو ادبیاتو د تاریخ د یوه کتاب په باره کې چې په اردو ژبه لیکل شوی او په ۲۰۰۶ کال کې چاپ شوی دی، غږېږو. کتاب ( پشتو زبان و ادب کی مختصر تاریخ ) نومېږي او په اسلام اباد کې د علامه اقبال اوپن یونیورسټي استاد عبدالله جان عابد لیکلی دی. ښاغلي عابد هڅه کړې ده چې د امیرکروړ له وخته رانیولې د کتاب د بشپړولو او چاپولو تر وخته پورې د پښتو ادب ټوله زمانه په خپل پنځه سوه دېرش مخیز کتاب کې راونغاړي. د اردو ژبې نامتو ادیب پروفیسر فتح محمد ملک د دغه اثر په باره کې کښلي دي چې د ښاغلي عبدالله جان عابد ارزښتناک تالیف یو ډېر عالمه او د قدر وړ کوشش دی. په دغه کتاب کې په تېرو دولس سوه کلونو کې د خپرې پښتو او د هغې د ادب لنډ تاریخ راټول دی. د اردو ژبې یو بل لیکوال او صاحب نظر افتخار عارف وایي چې په اردو کې د پښتو ژبې او ادب ګڼې تذکرې او تاریخونه شته خو دغه کتاب د خپل معیار له مخې له نورو ډېر بېل او منفرد دی.