کينډۍ:تانبه:هنرونه/برجسته لیکنه/جون, ۲۰۰۹

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پښتو ټولنه د ١٣١٦ لمريز کال د ثور په لومړۍ نېټه د کابل د ادبي انجمن او د کندهار د پښتو انجمن له يو ځای کېدلو نه جوړه شوه.

د پښتو ټولنې له جوړېدلو سره سم په ١٣١٦ لمريز کال دنده درلوده چې:

د افغانستان تاريخ تدوين او د افغانستان په تاريخي څرنګوالي له هره پلوه پوره پوره رڼا واچوي. ژبې او ادب ته تحول او ترقي ورکړي اولسي پانګه (فولکلور) د هېواد له هره ګوټه راټول او نشر کړي. د يوی عصري علمي ژبې په حېث د پښتو ژبې د راژوندي کولو او تدوينولو له پاره کار وکړي. د کابل مجلې، کابل کالنۍ او نورو هېوادنيو جريدو په وسيله ادب او ژبې ته ترقي ورکړي او جهان ته په يوه ابرومند ډول افغانستان وروپېژني.