منځپانگې ته ورتلل

کوین بیز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دCoinbase Global, Inc.  شرکت د کریپټو کرنسي یوه امریکايي صرافي ده چې په ۲۰‍‍۱۲ کال کې د برایان ارمسټرانګ له خوا جوړه شوه. کوین بیز څه باندې ۱۰۰ میلیونه کاروونکي لري او تر ۲۰۲۴ کال پورې په امریکا کې مېشت تر ټولو ستره کریپټو کرنسي او په نړۍ کې د بیټ کوین تر ټولو ستر د بیټ کوین لرونکی شرکت و. دغه شرکت په څه باندې ۱۰۰ هېوادونو کې فعالیت لري او څه باندې ۴۰۰ میلیارد امریکایي ډالر لري، چې څه باندې ۱۲ سلنه بیټ کوین په کې شامل دي. کوین بیز خپل محصولات د وړو او سازماني پانګه والو، کاروبارونو او د سافټ ویر پراختیاورکوونکو لپاره وړاندې کوي. دغه شرکت په بشپړ ډول سره په غیرمتمرکز او پرته له کوم مرکزي دفتر څخه فعالیت کوي. د ۲۰۲۵ کال د مۍ په میاشت کې اعلان وشو چې کوین بیز به د مۍ په ۱۹مه نېټه له S&P 500 سره یو ځای شي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تاریخچه

[سمول]

2012-2019: د دې شرکت جوړول او لومړني کلونه

[سمول]

کوین‌ بیز د ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې د برایان ارمسټرانګ له خوا، چې مخکې د ایربی‌ان‌بی (Airbnb) انجنیر و، تاسیس شو. ارمسټرانګ د Y Combinator د نوې ابتکار پروګرام کې شامل شو او ۱۵۰,۰۰۰ ډالر نغدي پانګونه یې ترلاسه کړه. فریډ ایرسام، چې مخکې د ګولډمن ساکس سوداګر و، وروسته یې په Reddit کې د آرمسټرانګ پوسټونو ته پام شو او د شریک بنسټ‌ګر په توګه ورګډ شو. بریتانوي پروګرام لیکونکی او د Blockchain.info شریک بنسټ‌ګر، بین ریوز، په لومړي سر کې د کوین‌ بیز د بنسټ‌ګرو ټیم برخه و، خو د Y Combinator د تمویل له پېښې څخه لږ مخکې د آرمسټرانګ سره د اختلاف له امله جلا شو. دا اختلاف د کوین‌ بیز د والیټ (بټوې) د فعالیت د څرنګوالې له امله و. د دې شرکت نوم د کوین بیز له معاملاتو را اخیستل شوی، کوم چې ځانګړي معاملې دي او د کار د اثبات (Proof of Work) له مخې کریپټوکرنسي ته دوران ورکوي. د ۲۰۱۲ کال د اکټوبر په میاشت کې، شرکت د بانک لیږدونو له لارې د بیټ کوین د پیرلو او پلورلو خدمات وړاندې کړل.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ۲۰۱۳ کال د می په میاشت کې، شرکت د یونین سکوار وینچرز د پانګوال شرکت له لوري، چې فریډ ویلسن یې مشري کوله، ۵ میلیونه ډالر پانګه‌ اچونه ترلاسه کړه. د همدې کال د ډسمبر په میاشت کې، شرکت د Andreessen Horowitz، Union Square Ventures (USV) او Ribbit Capital د پانګوال شرکتونو له لوري ۲۵ میلیونه ډالر پانګونه ترلاسه کړه. اولاف کارلسن-وي، چې له Vassar کالج څخه فارغ شوی و، په همدغه کال کې د لومړي کارمند په توګه وګومارل شو.[۲۲][۲۳][۲۴]

په ۲۰۱۴ کال کې، شرکت د خپلو کاروونکو شمېر یو میلیون کسانو ته لوړ کړ، د بلاک‌چین اکسپلورر خدمت Blockr او د ویب بوکمېکېنګ شرکت Kippt یې وپېرودل، په سرورونو کې د زېرمه شوي بیټ کوین ارزښت لپاره یې بیمه تأمین کړه، او د بیټ ‌کوین خوندي ذخیره کولو لپاره یې د والیټ سیسټم معرفي کړ. په ټول ۲۰۱۴ کال کې، شرکت د Overstock، Dell، Expedia، Dish Network او Time Inc. سره همکاري وکړه، چې دغو شرکتونو ته یې د بیټ ‌کوین تادیاتو د منلو امکان ورکړ. په همدې کال کې، شرکت د دودیزو تادیاتو شرکتونو، لکه Stripe، Braintree او PayPal ته د بیټ ‌کوین د تادیې پروسس کولو امکانات اضافه کړل. د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ په میاشت کې،Coinbase Global, Inc.  د یو هولډینګ شرکت په توګه د Coinbase او د هغه د فرعي شرکتونو لپاره د ډیلاویر په ایالت کې ثبت شو. د همدې کال د اپریل په میاشت کې، د شرکت تنظیمي تغییرات بشپړ شول چې Coinbase د Coinbase Global فرعي شرکت شو.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په میاشت کې، شرکت د Draper Fisher Jurvetson، د نیویارک د اسعارو د تبادلې (New York Stock Exchange)، USAA او یو شمېر بانکونو په مشرۍ ۷۵ میلیونه ډالر پانګونه ترلاسه کړه. وروسته، په همدغه میاشت کې، شرکت د مسلکي سوداګرو لپاره د امریکا په اساس د بیټ ‌کوین تبادله، چې Coinbase Exchange نومېږي، پیل کړه. په سپتمبر کې،Coinbase  په کاناډا او سنګاپور کې د خدماتو وړاندې کولو باندې پیل وکړ.[۳۵][۳۶][۳۷]

د ۲۰۱۶ کال د می په میاشت کې، شرکت د Coinbase Exchange نوم بدل کړ او هغه یې د Global Digital Asset Exchange (GDAX)  په نوم ونوماوه. په جولای میاشت کې، شرکت د Ether د پرچون پلور ملاتړ اضافه کړ. همداراز، په جولای کې، شرکت اعلان وکړ چې د اګسټ په میاشت کې به وروسته له هغه چې کاناډايي د انلاین تادیاتو چمتوکوونکی Vogogo وتړل شو، خپل خدمات وتړي.[۳۸][۳۹][۴۰]

د ۲۰۱۷  کال په جنورۍ او بیا په مارچ میاشتو کې، کوینبیز  BitLicense ترلاسه کړ او د نیویارک د مالی خدماتو له ریاست (DFS) څخه یې د اتریوم او لایټ ‌کوین د سوداګرۍ جواز واخیست. په نومبر میاشت کې، د امریکا د عوایدو د خدماتو ادارې (IRS) کوین‌ بیز ته امر وکړ چې هغه کاروونکي راپور کړي چې لږ تر لږه ۲۰,۰۰۰ ډالر معاملې یې په یوه کال کې ترسره کړي وي. د ډیسمبر په ۱۹مه، کوین‌ بیزد بیټ ‌کوین‌ کیش لیست جوړ کړ، او د کوین‌ بیز پلټفارم د نرخ غیرعادي بدلونونه تجربه کړل، چې د داخلي سوداګرۍ د تحقیقاتو لامل شو.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۲۳مه، کوین بیز نږدې ۱۳,۰۰۰ اغېزمنو مشتریانو ته خبر ورکړ چې شرکت به د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د دوی د مالیې د ثبت شمیره، نوم، د زیږون نیټه، پته او د معاملاتو تاریخچه د ۲۱ ورځو دننه IRS ته وړاندې کړي. په مارچ میاشت کې، کوین بیزد لینکډین پخوانی اجرایوي مدیر، امیلي چوي، د شرکت د کارپوریټ او سوداګریز پرمختګ مرستیاله وټاکله. د ۲۰۱۹ کال د مۍ په میاشت کې، هغې ته د شرکت د رئیسې او لویې عملیاتي مسؤولې درجه ورکړل شوه. د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۲۶مه، کوین‌ بیز اعلان وکړ چې د Ethereum ERC-20 توکنونو ملاتړ اضافه کوي. د ۲۰۱۸ د اپریل ۵مه، کوینبیز اعلان وکړ چې د کوین بیز ونچرز په نوم یوه ابتدایې پانګواله اداره یې تأسیس کړې، چې تمرکز یې د بلاک‌چین او کریپټوکرنسي اړوند شرکتونو باندې دی. د می پر ۱۶مه، کوین‌ بیز ونچرز د خپلې لومړۍ پانګونې اعلان وکړ، چې په Compound Labs کې وه، دا هغه یو نوښتګر شرکت ده چې د Ethereum څلاک قراردادونه جوړوي او له مالي بازارونو سره ورته دي. د مۍ میاشت په ۲۳، GDAX  د Coinbase Pro په نوم بدل شو. همداراز، په مۍ میاشت کې، کوین بیز د Prime پلټفارم معرفي کړ، چې د موسساتي مشتریانو لپاره ځانګړی شوی و. په اګسټ میاشت کې، د Amazon Cloud اجرایوي مدیر تیم واګنر د انجینیرۍ مرستیال په توګه کوین بیز ته ورګډ شو. په سپتمبر میاشت کې، کوین بیز د Circle او د بیت ‌کوین د استخراج شرکت Bitmain سره یو ځای د Centre کنسرسیوم برخه وه، چې USD Coin یې معرفي کړ، یوه دیجیتلي سکه چې له امریکایي ډالر سره تړلې ده.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په میاشت کې، کوین بیز د دې شک له امله چې د شبکې پر وړاندې برید ترسره شوی و نو د Ethereum Classic  ټولې معاملې یې ودرولې. په فبروري کې، کوین‌بیز اعلان وکړ چې د بلاک‌چین استخباراتي پلتفارم "Neutrino" یې د نامعلومې بیې په بدل کې ترلاسه کړی، چې یو ایټالوي نوښتګر شرکت دی. دغې پېرودنې د کوین‌ بیز ځینو کاروونکو ترمنځ اندیښنې راپیدا کړې، د Neutrino بنسټ‌ګرانو د HackingTeam سره د اړیکو له امله، چې تور پرې لګیدلی و چې د هغو حکومتونو لپاره د انټرنټي څارنې ټیکنالوژي چمتو کوي، چې د بشري حقونو کمزوري مخینه لري. د مارچ پر ۴مه، د کوین‌ بیز اجرایوي مشر برایان آرمسټرانګ وویل چې شرکت د معاملې ارزونه په سمه توګه نه ده ترسره کړې، او له همدې امله د Neutrino هر هغه کارمند، چې مخکې یې د HackingTeam سره کار کړی وي، هغه به له کوین بیز څخه واېستل شي. په اګسټ میاشت کې، کوین بیز اعلان وکړ چې د جون په نیمایي کې د یو هکینګ برید هدف ګرځېدلی و. دغه راپور شوي برید د اسپیر-فیشینګ او ټولنیزې انجینیرۍ تاکتیکونه کارولي وو (لکه له هک شویو برېښنالیکونو جعلي ایمیلونه لیږل او د کیمبریج پوهنتون ویب ‌پاڼه جوړول) او د فایرفاکس په براوزر کې دوه صفر ورځني زیان‌ منل کارول. د فایرفاکس یوه زیان‌ منونکي بریدګر ته اجازه ورکولای شوای چې د جاواسکریپټ له لارې د براوزر پاڼې امتيازات لوړ کړي (CVE-2019–11707)، او بل زیان منونکي یې بریدګر ته اجازه ورکوله چې د براوزر خوندیتوب محدودیتونه له منځه یوسي او پر کوربه کمپیوټر د (CVE-2019–11708) کوډ اجرا وکړي. د کوین بیز امنیتي ټیم برید کشف او بند کړ، شبکه زیانمنه نه شوه، او هیڅ ډول کریپټوکرنسي غلا نه شوه. [۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Kasumov, Aziza; Kruppa, Miles (2021-04-14). "Coinbase valued at $76bn in coming-of-age moment for cryptocurrency". Financial Times. بياځلي په 2025-03-06.
  2. Reutzel, Bailey (2023-01-30). "Coinbase review: A crypto exchange for new investors and traders". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2025-03-05.
  3. Paz, Javier (2025-01-28). "The World's Most Trustworthy Crypto Exchanges". Forbes (in انګليسي). بياځلي په 2025-03-05.
  4. Matthew Leising (March 1, 2021). "Coinbase mafia shows how tight a circle holds sway over Bitcoin". The Japan Times. خوندي شوی له اصلي څخه په May 7, 2022. بياځلي په May 7, 2022.
  5. Stempel, Jonathan; Lang, Hannah; Mccrank, John (2023-06-07). "US tightens crackdown on crypto with lawsuits against Coinbase, Binance". Reuters (in American English). بياځلي په 2025-03-05.
  6. Lang, Hannah; Prentice, Chris (2025-02-22). "US securities regulator to drop lawsuit against Coinbase, firm says". Reuters (in American English). بياځلي په 2025-04-16.
  7. Yaffe-Bellany, David (2025-02-22). "Big Day for Crypto Goes South in a Hurry After a Giant Hack". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2025-03-05.
  8. Paz, Javier (2025-01-28). "The World's Most Trustworthy Crypto Exchanges". Forbes (in انګليسي). بياځلي په 2025-03-05.
  9. Santoreneos, Anastasia (2022-11-28). "Successful thinking: Coinbase founder Brian Armstrong". Forbes Australia (in American English). بياځلي په 2025-04-16.
  10. "Coinbase Global Inc (COIN) reports earnings". Quartz (in انګليسي). 2025-02-13. بياځلي په 2025-03-06.
  11. Paz, Javier (2025-01-28). "The World's Most Trustworthy Crypto Exchanges". Forbes (in انګليسي). بياځلي په 2025-03-05.
  12. Reutzel, Bailey (2023-01-30). "Coinbase review: A crypto exchange for new investors and traders". CNBC (in انګليسي). بياځلي په 2025-03-05.
  13. "The Fierce Battle for the Soul of Bitcoin". Wired. March 26, 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په August 27, 2020. بياځلي په March 26, 2021.
  14. Popper, Nathaniel (27 November 2020). "'Tokenized': Inside Black Workers' Struggles at the King of Crypto Start-Ups". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په December 10, 2020. بياځلي په December 10, 2020.
  15. "Dish Network Says It Will Accept Bitcoin". The New York Times. May 29, 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په June 5, 2014. بياځلي په July 1, 2014.
  16. Leising, Matthew (2021-03-01). "Coinbase mafia shows how tight a circle holds sway over Bitcoin". The Japan Times (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په May 7, 2022. بياځلي په 2022-10-26.
  17. Locke, Taylor (April 14, 2021). "The Coinbase co-founders met on Reddit and launched the company out of a two-bedroom apartment when 'a bitcoin was worth $6'". CNBC (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په October 26, 2022. بياځلي په 2022-10-26.
  18. "Coinbase: Brian Armstrong — How I Built This with Guy Raz". wondery.com (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په October 26, 2022. بياځلي په 2022-10-26.
  19. "Coinbase Wallet Delists ETC, BCH and XRP" (in انګليسي). November 30, 2022. خوندي شوی له اصلي څخه په December 29, 2022. بياځلي په 2022-11-30.
  20. Antonopoulos, Andreas M. (2014). Mastering Bitcoin: Unlocking Digital Crypto-Currencies. O'Reilly Media. ISBN 978-1-4493-7404-4.
  21. Ludwig, Sean (February 8, 2013). "Y Combinator-backed Coinbase now selling over $1M Bitcoins per month". VentureBeat. خوندي شوی له اصلي څخه په April 9, 2014. بياځلي په August 30, 2017.
  22. Needleman, Sarah E. (May 7, 2013). "Coinbase Nabs $5M in Biggest Funding for Bitcoin Startup". The Wall Street Journal. خوندي شوی له اصلي څخه په October 16, 2014. بياځلي په October 10, 2014.
  23. Alex Williams (December 12, 2013). "Coinbase Raises $25M Led By Andreessen Horowitz To Build Its Bitcoin Wallet And Merchant Services". TechCrunch. خوندي شوی له اصلي څخه په December 13, 2013. بياځلي په December 13, 2013.
  24. Tom, Huddleston Jr. (2021-04-14). "Coinbase's first employee in 2013 cold-emailed the founders for a job — and was paid in bitcoin for 3 years". CNBC (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په May 15, 2021. بياځلي په May 15, 2021.
  25. Cutler, Kim-Mai (May 6, 2014). "Coinbase Acquires YC-Backed Kippt To Beef Up Its Product, Design Talent". TechCrunch. خوندي شوی له اصلي څخه په August 30, 2017. بياځلي په June 25, 2017.
  26. Cutler, Kim-Mai (August 18, 2014). "Coinbase Acquires Blockchain Explorer Blockr.io". خوندي شوی له اصلي څخه په August 30, 2017. بياځلي په June 25, 2017.
  27. Knight, Shawn (September 1, 2014). "Coinbase has been insuring Bitcoin deposits for nearly a year". TechSpot. خوندي شوی له اصلي څخه په July 6, 2015. بياځلي په May 5, 2015.
  28. Burns, Matt (December 21, 2013). "Overstock.com partners with Coinbase and starts accepting bitcoins as payment". TechCrunch. خوندي شوی له اصلي څخه په January 10, 2014. بياځلي په January 10, 2014.
  29. Kharif, Olga. "Expedia to Accept Bitcoins for Online Hotel Bookings". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په February 7, 2015. بياځلي په September 28, 2014.
  30. "Expedia.com Now Accepts Bitcoin to Give Travelers More Choice and Flexibility in Hotel Payments". Bloomberg. June 11, 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په February 7, 2015. بياځلي په September 28, 2014.
  31. Wilhelm, Alex (July 18, 2014). "Dell Now Accepts Bitcoin For All Online U.S. Purchases". TechCrunch. خوندي شوی له اصلي څخه په July 24, 2014. بياځلي په July 24, 2014.
  32. Del Rey, Jason (March 27, 2014). "Stripe Merchants Will Soon Be Able to Accept Bitcoin Payments". Recode. خوندي شوی له اصلي څخه په March 30, 2014. بياځلي په May 5, 2015.
  33. "Paypal to accept bitcoin through subsidiary Braintree". the Guardian (in انګليسي). 2014-09-11. خوندي شوی له اصلي څخه په May 15, 2021. بياځلي په 2021-05-15.
  34. "Coinbase S-1". خوندي شوی له اصلي څخه په May 28, 2021. بياځلي په February 28, 2021.
  35. Vigna, Paul; Casey, Michael (January 20, 2015). "Coinbase raises 75 million in funding round". Wall Street Journal. خوندي شوی له اصلي څخه په December 4, 2016. بياځلي په March 6, 2017.
  36. Bensinger, Greg (January 25, 2015). "First U.S. Bitcoin Exchange Set to Open". Wall Street Journal. خوندي شوی له اصلي څخه په January 12, 2017. بياځلي په March 6, 2017.
  37. "Coinbase launches retail bitcoin service in Singapore, Canada". Reuters (in انګليسي). September 2, 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په November 8, 2021. بياځلي په September 14, 2021.
  38. "GDAX – Trusted Digital Asset Exchange". GDAX. خوندي شوی له the original on June 3, 2017. بياځلي په June 7, 2017.
  39. Tepper, Fitz (July 21, 2016). "Coinbase is adding support for Ethereum". TechCrunch. خوندي شوی له اصلي څخه په July 22, 2016. بياځلي په July 23, 2016.
  40. "Coinbase!". read.cash (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په December 9, 2021. بياځلي په September 20, 2020.
  41. Suarez, Juan (January 17, 2017). "Coinbase obtains the Bitlicense". Coinbase. خوندي شوی له اصلي څخه په July 12, 2017. بياځلي په June 10, 2017.
  42. "DFS authorizes Coinbase, Inc. to provide additional virtual currency products and services". New York State Department of Financial Services. March 22, 2017. خوندي شوی له the original on May 18, 2018. بياځلي په May 26, 2017.
  43. "Coinbase ordered to report 14,355 users to the IRS". The Verge. خوندي شوی له اصلي څخه په November 30, 2017. بياځلي په November 19, 2017.
  44. Osipovich, Alexander (December 20, 2017). "Coinbase may have given away its own Bitcoin Cash surprise". TechCrunch. خوندي شوی له اصلي څخه په November 4, 2019. بياځلي په November 2, 2019.
  45. "Coinbase has hired LinkedIn's M&A boss to spearhead new acquisitions". TechCrunch (in American English). March 5, 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په December 23, 2021. بياځلي په May 15, 2021.
  46. "Adding ERC20 Support to Coinbase". The Coinbase Blog. March 26, 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په March 27, 2018. بياځلي په April 27, 2018.
  47. "Coinbase Hires New VP of Business to Fill Emilie Choi's Shoes". Finance Magnates | Financial and business news (in انګليسي). September 10, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په May 15, 2021. بياځلي په May 15, 2021.
  48. Choi, Emilie (April 5, 2018). "Introducing Coinbase Ventures". The Coinbase Blog. خوندي شوی له اصلي څخه په June 28, 2018. بياځلي په November 11, 2018.
  49. Rooney, Kate (April 5, 2018). "Bitcoin exchange Coinbase launches early-stage venture fund". CNBC. خوندي شوی له اصلي څخه په November 11, 2018. بياځلي په November 11, 2018.
  50. "Coinbase's first investment, Compound, earns you interest on crypto". Techcrunch. May 16, 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په May 16, 2018. بياځلي په May 16, 2018.
  51. Farmer, David (May 23, 2018). "Announcing Coinbase Pro". Coinbase Blog. خوندي شوی له اصلي څخه په February 5, 2021.
  52. "Coinbase goes after Wall Street with new services for institutional investors". TechCrunch. May 15, 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په May 13, 2021. بياځلي په March 22, 2021.
  53. "Coinbase goes after Wall Street with new services for institutional investors". TechCrunch. May 15, 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په May 13, 2021. بياځلي په March 22, 2021.
  54. Kharif, Olga (September 26, 2018). "Circle Joins Ranks of Stable Crypto Coins With Dollar Token". Bloomberg News. خوندي شوی له اصلي څخه په June 6, 2020. بياځلي په March 26, 2021.
  55. Kharif, Olga (October 29, 2018). "Stable Coin Backed by Circle, Coinbase Draws Most Early Demand". Bloomberg News. خوندي شوی له اصلي څخه په June 6, 2020. بياځلي په June 6, 2020.
  56. "Coinbase freezes Ethereum Classic trading following attack". TechCrunch (in American English). January 8, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په January 9, 2019. بياځلي په January 8, 2019.
  57. Russell, Jon (February 19, 2019). "Coinbase buys blockchain intelligence startup to boost security and new asset discovery". TechCrunch. خوندي شوی له اصلي څخه په March 7, 2019. بياځلي په March 7, 2019.
  58. Franceschi-Bicchierai, Lorenzo; Pearson, Jordan; Maiberg, Emanuel (February 26, 2019). "Former Hacking Team Members Are Now Spying on the Blockchain for Coinbase". Motherboard. خوندي شوی له اصلي څخه په March 7, 2019. بياځلي په March 7, 2019.
  59. Armstrong, Brian (March 5, 2019). "Living up to our values and the Neutrino acquisition". The Coinbase Blog. خوندي شوی له اصلي څخه په March 5, 2019. بياځلي په March 7, 2019.
  60. Currier, Cora; Marquis-Boire, Morgan (July 7, 2015). "A Detailed Look at Hacking Team's Emails About Its Repressive Clients". The Intercept. خوندي شوی له اصلي څخه په March 7, 2019. بياځلي په March 7, 2019.
  61. Orcutt, Mike (August 8, 2019). "An attempted heist at Coinbase was scary good, even though it failed". MIT Technology Review. خوندي شوی له اصلي څخه په August 19, 2019. بياځلي په August 22, 2019.
  62. Nichols, Shaun (June 20, 2019). "Digi-dosh exchange Coinbase: Someone tried to pwn our staff via this week's Firefox zero-day security hole". The Register. خوندي شوی له اصلي څخه په June 23, 2019. بياځلي په August 22, 2019.
  63. Martin, Philip (August 8, 2019). "Responding to Firefox 0-days in the wild". خوندي شوی له اصلي څخه په August 10, 2019. بياځلي په August 13, 2019.