کوشانو- ساساني پاچهي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کوشانو- ساساني پاچهي (کوشان شاهي، KΟÞANΟ ÞAΟ یا په باختر کې کوشانو شاو، یا هندي – ساسانیان) د تاریخ لیکنې هغه اصطلاح ده چې د معاصرو پوهانو له خوا فارسي ساسانیانو ته کارول کېږي چې د درېیمې او څلورمې میلادي پېړۍ پر مهال یې د کوشانیانو د زوال په بیه په باختر کې د خپلې واکمنۍ بنسټ کېښود. دوی په ۲۲۵ ز کال کې سغد، باختر او ګندهارا له کوشانیانو ونیول. ساسانیانو د خپلې سترواکۍ په موخه والیان وټاکل، چې خپلې سیکې یې ووهلې او د کوشان شاهانو یا «کوشاني پاچایانو» لقب یې خپل کړ. ځینې مهال هم د ساساني سترواکۍ د «فرعي پاچهۍ» په توګه یادېږي. د دوی واکمنۍ تر ۳۶۰-۳۷۰ ز کال پورې تر هغه مهاله دوام درلود، کله چې کوشانو- ساسانیانو تر خپلې واکمنۍ لاندې ډېرې سیمې د بریدګرو کیداري هونانو پر وړاندې له لاسه ورکړې او پاتې نورې برخې یې له ساساني سترواکۍ سره یوځای شوې. وروسته، کیداریان هم په خپل نوبت سره د هپتالیانو له خوا وشړل شول. ساسانیانو د ترکانو په مرسته وکولای شول ،په ۵۶۵ ز کال کې د هپتالیانو په له منځه وړو سره، خپل واک بیا رامنځته کړي، خو حکومت یې د اوومې پېړۍ په نیمايي کې د عربو د بریدونو له امله له منځه لواړ.[۱][۲][۳][۴][۵]

کوشان شاهان، تر ډېره د هغوی د سیکو له مخې پېژندل کېږي. د دوی سیکې په کابل، بلخ، هرات او مروه کې ضرب یا وهل شوې، چې د قلمرو د پراختیا څرګندويي یې کوي.[۶]

داسې ښکاري چې، د وخت د ساساني سترواکۍ د سترواک دویم بهرام (۲۷۶-۲۹۳ ز کال) پر وړاندې کوشاني پاچا لومړي هرمزد (۲۷۷-۲۸۶ ز کال) چې د کوشاني شاهانو د پاچا («د کوشانیانو د پاچایانو پاچا») په نامه یې سیکه ووهله، بغاوت کړی، خو ماته یې خوړلې ده.[۷]

تاریخچه[سمول]

د کوشاني- ساساني لومړۍ دوره (۲۳۰-۳۶۵ ز کال)[سمول]

ساسانیانو پر اشکانیانو باندې له بریا ډېر ژر وروسته، د لومړي اردشېر د واکمنۍ پر مهال په نږدې ۲۳۰ ز کال کې خپله واکمني باختر سیمې ته پراخه کړه، وروسته د هغه د زوی لومړي شاپور د واکمنۍ پر مهال (۲۴۰-۲۷۰ ز کال) یې د خپلې سترواکۍ ختیځې لمن ته تر لویدیځ معاصر پاکستان پورې پراختیا ورکړه. له همدې امله کوشانیانو خپل لویدیځ قلمرونه (د باختر او ګندهارا په ګډون) د کوشان شاهانو یا «د کوشانیانو پاچایان» په نامه ساساني اشرافو ته پرېښوده. داسې ښکاري چې په ختیځ کې د کوشانو- ساساني لړۍ پرته سیمه ګندهارا وه او په ښکاره ډول له سیند سیند نه نه دي تېر شوي، ځکه د دوی یوه سیکه هم له سیند سیند هغه غاړه په ټکیلا ښار کې نه ده موندل شوې.[۸]

داسې ښکاري چې کوشانو- ساساني د کوشان شاه لومړي هرمزد تر مشرۍ لاندې د وخت د ساساني سترواک دویم بهرام (۲۷۶-۲۹۳ ز کال) پر وړاندې بغاوت وکړ، خو پاتې راغلل. د پانجیریسي لاتیني په خبره (درېیمه – څلورمه میلادي پېړۍ)، د یو ه ځانګړي اورمیس (اورمیسداس) له خوا د خپل ورور دویم بهرام پر وړاندې بغاوت وشو، چې اورمیس د ساکیس (سیستان یا ساکستان) د وګړو ملاتړ له ځان سره درلود. کوشان شاه لومړي هرمزد د کوشان شاهانو د شاه («د کوشانیانو د پاچایانو د پاچا») په عنوان سکه ووهله، چې احتمال لري د ساسانيانو له واکمنۍ نه د سرغړونې په موخه یې وهلې.[۹][۱۰][۱۱]

د ۳۲۵ ز کال په شاوخوا کې، دویم شاپور په مستقیم ډول د سویلي قلمرو مسئولیت پر غاړه درلود، په داسې حال کې چې په شمال کې کوشان شاهانو خپل واک ساتلی و. د سیند سیند د هاخوا غاړې په ټکسېلا ښار کې د دویم شاپور (نږدې ۳۰۹-۳۷۹ ز کال) او دریم شاپور ( نږدې ۳۸۳-۳۸۸ ز کال) د واکمنیو پر مهال د سیکې ضرب یا وهل پیلېږي، چې د سیند سیند هاغه غاړه، د ساسانیانو د واکمنۍ د پراختیا څرګندويي کوي، د امیانوس مرسیلنوس د تشریح له مخې په ۳۵۰ -۳۵۸ ز کال کې له شیونیانو او کوشانیانو سره د دویم شاپور د جګړې له امله یې پراختیا موندلې وه. هغوی احتمالا د کیدارا تر مشرۍ لاندې د کیداریانو تر څرګندېدو پورې په دغه سیمه خپل کنټرول ساتلی و.[۱۲]

د کوشانیانو زوال له کوشانو – ساسانیانو او ساسانیانو له خوا د دوی ماتېدل، د کیداریانو او وروسته د هپتالیانو (الخون هونانو) له ظهور وروسته و چې بېرته یې په نوبت سره ترې باختر او ګندهارا ونیول او تر مرکزي هند پورې مخکې ولاړل، چې د هند شمال لویدیځو برخو ته د رسېدو تر مهاله د ترک شاهي او هندو شاهي له خوا تعقیب شول.

دویمه ساساني دوره (۵۶۵-۶۵۱ ز کال)[سمول]

هفتالیانو په سیمه تر هغه مهاله واک درلود، کله چې په ۵۶۵ ز کال کې د لومړنیو ترک خاقاناتو او ساساني سترواکۍ د اتحاد له خوا یې ماته وخوړه او په ختیځو سیمو کې ساساني واکمني یوځل بیا رامنځته شوه. د طبري په وینا: لومړي خسرو د خپل پراختیا غوښتونکي سیاست پر مټ وکولای شول، د «سیند، بست، الرخخاج، زابلستان، تخارستان، داردستان او کابلستان» واک خپل کړي.[۱۳]

هفتالیانو وکولای شول، وړاندې له دې چې د تخارا یابغویانو او ترک شاهي له خوا تسخیر شي، په کاپیسا، بامیان او کابل کې سیال دولتونه جوړ کړي. کېدای شي ساسانیان هم د نزاک – الخون له خوا ویستل شوي وي. د اندو- ساسانیانو دویمه دوره د اوومې پېړۍ په نیمايي کې د راشدینو د خلافت په واسطه د ساسانیانو د واکمنۍ په له منځه وړلو سره پای ته ورسېده. سیند د اتمې پېړۍ تر لومړیو پورې، په هند باندې د عربو د برید تر مهاله خپلواک پاتې شو.[۱۴]

مذهبي اغېزې[سمول]

د شیوا او ناندي غویي څرګندونکې سیکې کشف شوې چې د شیوا هندوییزم د کلک اغېز څرګندويي کوي.

ماني پیغمبر (۲۱۰-۲۷۶ ز کال)، د ماني آیین بنسټ اېښودونکي، ختیځ ته د ساسانیانو پراختیا تعقیب کړه او هغه یې د ګندهارا د بودايي مخ پر ودې کلتور سره مخامخ کړ. ویل کېږي چې هغه له بامیانو نه لیدنه کړې، چېرې چې یو شمېر مذهبي نقاشۍ هغه ته اړوندې بلل کېږي او باور پر دې دی چې هغه هلته د یو مهال لپاره اوسېدلی او تدریس یې کړی. هغه په ۲۴۰ یا ۲۴۱ ز کال کې د سیند درې ته چې اوس مهال په معاصر پاکستان کې موقعیت لري، سفر کړی او د هند توران شاه بودايي پاچا یې خپل دین ته اړولی و.[۱۵]

داسې ښکاري، چې په دغه وخت کې ګڼ شمېر بودايي اغېزو ماني آئین ته لار موندلې ده: «بودايي اغېزو د ماني آئین په مذهبي ښوونو کې مهم رول لرلی. د ارواه لېږد د ماني ائین پر یو باور اوښتی او داسې ښکاري د ښځینه او نارینه راهبانو ترمنځ د ماني ټولنې څلورګونی جوړښت (انتخاب شوي)، غیر روحاني پیروان (اورېدونکي) چې له هغو ملاتړ کوي د بودايي سانګها پر بنسټ دی.[۱۶]

اصلي کوشانو- ساساني واکمنان[سمول]

کوشان شاهان دا دي:

  • کوشان شاه لومړی اردشېر (۲۳۰-۲۴۵ ز کال)
  • کوشان شاه لومړی فیروز (۲۴۵- ۲۷۵ ز کال)
  • کوشان شاه لومړی هرمزد (۲۷۵- ۳۰۰ ز کال)
  • کوشان شاه دویم هرمزد (۳۰۰- ۳۰۳ ز کال)
  • کوشان شاه دویم فیروز (۳۰۳- ۳۳۰ ز کال)
  • کوشان شاه وهران (۳۳۰- ۳۶۵ ز کال)

سرچینې[سمول]

  1. Rezakhani, Khodadad. From the Kushans to the Western Turks (په انګلیسي ژبه کي). د کتاب پاڼې 204. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The Cambridge Companion to the Age of Attila, Michael Maas, Cambridge University Press, 2014 p.284 ff
  3. Sasanian Seals and Sealings, Rika Gyselen, Peeters Publishers, 2007, p.1
  4. Rezakhani 2017b، ص. 83.
  5. Rezakhani 2017b، ص. 72.
  6. Encyclopedia Iranica
  7. The Cambridge History of Iran, Volume 3, E. Yarshater p.209 ff
  8. Ghosh, Amalananda (1965). Taxila (په انګلیسي ژبه کي). CUP Archive. د کتاب پاڼي 790–791. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. The Cambridge History of Iran, Volume 3, E. Yarshater p.209 ff
  10. CNG Coins
  11. Encyclopedia Iranica
  12. Ghosh, Amalananda (1965). Taxila (په انګلیسي ژبه کي). CUP Archive. د کتاب پاڼي 790–791. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rezakhani, Khodadad (2017). ReOrienting the Sasanians: East Iran in Late Antiquity (په انګلیسي ژبه کي). Edinburgh University Press. د کتاب پاڼي 125–156. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781474400312. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ALRAM, MICHAEL (2014). "From the Sasanians to the Huns New Numismatic Evidence from the Hindu Kush". The Numismatic Chronicle. 174: 282. ISSN 0078-2696. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Richard Foltz, Religions of the Silk Road, New York: Palgrave Macmillan, 2010
  16. Richard Foltz, Religions of the Silk Road, New York: Palgrave Macmillan, 2010