کلا، ارغنداب

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کلا
 - کلۍ - 
د کلا کلي نخشه، په دې نخشه کي د بستانزو او کلا ګډه هديره او د حاجي سيدجان سرای هم ښکاري.
د کلا کلي نخشه، په دې نخشه کي د بستانزو او کلا ګډه هديره او د حاجي سيدجان سرای هم ښکاري.
د کلا کلي نخشه، په دې نخشه کي د بستانزو او کلا ګډه هديره او د حاجي سيدجان سرای هم ښکاري.

ملک (نامعلوم)
هيواد افغانستان
Map
کورډېناټونه: ۳۱°۳۸′۰۶″شمال ۶۵°۳۶′۰۸″ختیځ / 31.63498°شمال 65.60225°ختيځ / 31.63498; 65.60225  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
سيمه ارغنداب  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ (نه يې لري)

کلا د ارغنداب ولسوالۍ يو کلۍ دی چي يوې خوا ته يې بستانزو او بلې خواته يې د دېسوزي کلۍ پروت دی. ددې ولسوالۍ د سر لورې ته ناګهان کلی او لاندې یې بيا د ارغنداب رود پروت دی.

جغرافيايي موقعيت

د کلا اړوند مهم ځايونه

دا کلی د جغرافيې د لحاظه خورا مهم رول لري، ځکه چې ډېری تګ راتګ به په راتلونکې کې د ارغنداب څخه و ښار او پنجوايي ولسوالۍ ته د همدې لارې وي.

کلا او دېسوزی

همدغه کلۍ د کوهک او بستازو کلي د دېسوزي د لارې د شاه آغا د دورايي سره نښلوي. د ناګهان ډېرئ خلګ هم د کلا د لارې و بستانزو ته ورننوځي.

د کلا څخه کندهار ښار ته

د کلا، بستانزو او ناګهان خلګ کندهار ښار ته د تګ راتګ لپاره ډېری وخت سيده د همدې کلي د جبار کوڅې په کارولو سره تر ارغنداب رود ور پورې وځي؛ ځکه چې د رود پر دې برخه کوم پل شتون نلري. د رود د هاغاړې څخه بيا درې مشهوره لارې شتون لرې؛

  • لومړی لاره يې د کلا پر مخامخ خو د رود پر هاغاړې د کوکران (د میرویس نیکه زيارت شاوخوا) کلي ته تللې ده؛ د هرات اډه هم په کوکران کې ده
  • دوهمه لاره يې د حاجي نظر جان باغ ته تللې ده، دا کوشنۍ علاقه د کوکران او مېرويس مېنې تر منځ پرته ده، او د جغرافيې د لحاظه د ارغنداب برخه ده.
  • دريمه لاره د باغونو او باغچو په منځ کې تېرېږي، او ډېره ساده لار هم نده، خو دا لاره بيا د رود د غاړې څخه سيده د میرویس مېنې د ترکو جامې ته وروځي.

د کلا څخه باغ پل ته

د کلا څخه باغ پل ته دوې لارې وتلې دي، يوه يې د عمومي سړک څخه د شاه آغا د دوراهي پر لور ده، او هغه بله لار يې د ملک آغایګل د کور د بغل د جبار کوڅې څخه پر سنځري واله واله وراوړي.

کسب او کار

د کلا ډېری خلګ، يا بيا شاوخوا ټول خلګ باغوانان دي، او ددې سيمې شاوخوا باغونه او باغچې د دوی ملکيت دی. د کلا کلې د خلګو د يو شمېر باغونو او باغچو د اوبه کولو لپاﺭه اوبه د کلا او بستازو بند څخه سرچينه اخلي.

مشران

د همدې کلي پخوانی ملک ملک اغايګل نومېده، د هغه د سيمې څخه د وتلو سره سمدلاسه د کلي ملک ښاغلی سيد محمد سو. نوموړی کلۍ يو شمېر قوي کوﺭنۍ لري؛ چي تر ټولو ښه نمونه يې د د مامد آکا دوئ کورنۍ ده، او ددې سيمي د کوﺭونو يوه لويه برخه چي د د مامد آکا دوئ د کورو په نامه مشهوره ده د همدوی ملکيت دی.

د کلا اړوند ځايونه

د کلا نامتو شخصیتونه

سرچينې

  1.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ "د کلا، ارغنداب اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۶ مارچ ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)