Jump to content

کریسمس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کریسمس یو کلنئ جشن دی چي د عیسی (ع) د زیږیدنې په پار هر کال د دسمبر په 25 مه [lower-alpha ۱] د نړۍ د ملیاردونو خلکو له لوري د مذهبي او کلتوري جشن په توګه لمانځل کیږي. له تاریخي اړخه کریسمس په لویدیځ کي دولس ورځې دوام کوي او په دولسمه شپه پای ته رسیږي.

د کریسمس دودیز داستان چي په نوي عهد نامې کۍ د عیسی د زیږون په نوم یاد سوی دي، وايي چي عیسی په بیت لحم کي زېږېدلی وو.

کریسمس
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
نور اړين مالومات
برخې
برخه د

د عیسی د زیږون د نیټې په اړه بېلابیلي فرضیې شتون لري. د څلورمي پیړۍ په لومړیو کي عیسايي کلیسا د دسمبر په 25 مه باندي دغه نېټه وټاکله. ډیری عیسویان کریسمس د دسمبر په 25 د ګریګورین تقویم پر بنسټ لمانځي ، کوم چي په ټوله نړۍ کي په هیوادونو کي کارېدونکې کلیزه ده. له بلي خوا د ختیځ عیسوي کلیساګانو یوه برخه د زاړه جولین تقویم د دسمبر په 25 مه یاده ورځ لمانځي ، کوم چي اوس مهال د ګریګورین په کالنۍ کې د جنوري له 7 مي سره سمون لري. د اوسنیو عیسایانو په باور خدای د انسان په بڼه (العیاذ بالله) نړۍ ته د انسانیت د ګناهونو د کفارې لپاره راغلی دی.