کروموزوم
کروموزم د یو ژوندي موجود له ټولو شته جنیټیکي موادو سره د DNA یو اوږد مالیکول دی. ډېری یوکاریوټي کروموزومونه د هیسټون په نوم د بسته بندۍ پروټینونه لري چې د چپرون پروټینونو په مرسته د DNA مالیکول پورې نښلي او هغه متراکمه کوي ترڅو خپله بشپړتیا وساتي. دا کروموزومونه یو پېچلی درېاړخیز جوړښت ښکاروي چې په انتقالي تنظیم کې مهم رول لوبوي.[۱][۲][۳]
کروموزومونه په نورمال ډول د نوري مایکروسکوپ لاندې د حجروي ویش په متافېز په اوږدو کې د لیدو وړ دي (چېرته چې کروموزومونه په متراکم شوې بڼه د حجرې مرکز کې راټول شوي وي). مخکې له دې چې دا کار وشي، هر کروموزوم کاپي کېږي (S مرحله)، او دواړه کاپي ګانې د یو سنټرومېر په واسطه سره یوځای کېږي، که چېرې سنټرومېر په استوا کې ځای پرځای شي د X په بڼې یو جوړښت رامنځته کوي (پورته انځور شوی)، او که چېرې سنټرومېر لرې ځای پرځای شي بیا یو دوه-لاسه جوړښت رامنځته کوي. دا یوځای شوې کاپي ګانې اوس د خوېندو کروماټیډونو په نوم یادېږي. د متافېز په لړ کې د X بڼې جوړښت د متافېز کروموزوم په نوم یادېږي، کوم چې ډېر متراکم دی او له همدې کبله یې مطالعه او تشخیصول هم ډېر اسانه دي. په حیواني حجرو کې، کروموزومونه په انافېز کې د کروموزومونو جلا کېدو په لړ کې خپل د ترکیب ترټولو لوړې کچې ته رسېږي.[۴][۵][۶]
د مایوزس په لړ کې او ورپسې جنسي تکثر کې کروموزومي بیاترکیب په جنیټیکي تنوع کې مهم رول لري. که دا جوړښتونه د هغو پروسو له لارې چې د کروموزومي بې ثباتي او ځای پرځای کېدو په نوم یادېږي، په غلطه توګه ورکې لاسوهنه وشي، حجره کېدای شي د مایټوټیک ناورین سره مخامخ شي. په معمول ډول، دا کېدای شي حجره اپوپټوزس ته اړباسي کوم چې د حجرې د مړینې لامل کېږي، خو کله کله په حجره کې بدلون دا لړۍ له خنډ سره مخ کوي او په پایله کې د سرطان د پرمختګ لامل کېږي.
ځینې د کروموزوم اصطلاح لا پراخې معنا سره کاروي، ترڅو په حجرو کې د کروماتین بېلابېلو برخو ته چې د نوري مایکروسکوپ لاندې د لیدو وړ وي او که نه وي، اشاره وکړي. ځینې نور بیا دا مفهوم له محدود شوې معنا سره کاروي، ترڅو د حجروي ویش په لړ کې د کروماتین بېلابېلو برخو ته اشاره وکي، کوم چې د نوري مایکروسکوپ لاندې د ډېر تراکم له امله د لیدو وړ دي.
ریښه پېژندنه[سمول]
د کروموزوم ویی (/ˈkroʊməˌsoʊm, -ˌzoʊm/) له یوناني χρῶμα (کروما یعنې «رنګ») او σῶμα (سوما یعنې «بدن») څخه اخیستل شوی، چې د ځانګړو رنګونو په واسطه د کروموزومونه رنګ کېدو قوي خاصیت ښکاروي. دا اصطلاح د جرمني اناتومیست هېنریش ویلهلم والدایر له خوا د کروماتین ویي ته په اشارې، چې د حجروي ویش د کشف کوونکي والټر فلېمینګ له خوا معرفي شو، جوړه شوه.[۷][۸][۹][۱۰]
ځینې لومړنۍ کاریولوژیکي اصطلاح ګانې اوس زړې شوې دي. د بېلګې په توګه، کروماټین (فلېمینګ ۱۸۸۰) او کروموزوم (والدایر ۱۸۸۸)، دواړه رنګ یو غیر رنګي حالت ته نسبت ورکوي.[۱۱][۱۲][۱۳]
د کشف تاریخ[سمول]
جرمني ساینس پوهانو شلېډن، ویرشو او بوچلي د لومړنیو ساینس پوهانو له جملې څخه وو چې هغه جوړښتونه یې وپېژندل چې اوس د کروموزوم په توګه نامتو دي.[۱۴]
د ازمېښتونو په لړۍ کې چې د ۱۸۸۰مې لسیزې له مینځ څخه پيل شوې، ټئوډور بووري له دوه تصوراتو سره چې د «د کروموزوم دوام» او «د کروموزوم انفرادیت» په توګه پېژندل کېږي، د دې موضوع په توضیح کې قطعي ونډه لرله چې کروموزومونه د وراثت ویکټورونه دي.[۱۵]
ویلهلم روکس سپارښتنه وکړه چې هر کروموزوم د یو جلا جنیټیکي ترتیب درلودونکی دی او بووري بریالی شو چې دا فرضیه ازمېښت او تایید کړي. بووري د ۱۹۰۰ لسیزې په لومړیو کې د ګرېګور منډل د کار بیا کشف سره وکړی شول چې د کروموزومونو چلند او وراثت قوانینو په منځ کې اړیکې ته اشاره وکړي. بووري د امریکایي سایټولوژیسټانو دوه نسله اغیزمن کړل: اډمونډ بیچر ویلسون، نټي اسټیونز، والټر سټون او ټئوفیلوس پېنټر ټول د بووري له خوا اغیزمن شوي وو (ویلسون، اسټیونز او پېنټر په اصل کې له هغه سره کار کړی وو).[۱۶]
ویلسون په خپل نامتو درسي کتاب (حجره په وده او وراثت کې) کې، د بووري او ساتون خپلواک کار (دواړه د ۱۹۰۲ شاوخوا) له یوبل سره ونښلول او د میراث د کروموزوم نظریې ته یې د بووري-ساتون کروموزوم نظریې نوم ورکړ (نومونه کله کله برعکس کېږي). ارنسټ مایر تبصره کوي چې په دې نظریه باندې د ځینې نامتو جینیټیک پوهانو له خوا نیوکه وشوه: ویلیام بېټسون، ویلهلم جوهانسن، ریچارډ ګولډشمېټ او ټي اچ مورګان، ټول د ذهن یو ډول عقیدوي بدلون دی. بالاخره، د کروموزوم نقشې بشپړ ثبوت د مورګان په خپل لابراټوار کې ترلاسه شو.[۱۷][۱۸]
د انسان د کروموزومونو شمېر په ۱۹۲۳م کال کې د ټئوفیلوس پېنټر له خوا خپور شو. د مایکروسکوپ له لارې تر تفتیش وروسته، هغه ۲۴ جوړې وشمېرلې چې د ۴۸ کروموزومونو معنا ورکوي. د هغه غلطي د نورو له خوا هم کاپي شوه او تر ۱۹۵۶م کاله وو چې رښتینی شمېر، ۴۶، په اندونېزیا کې زېږېدلی سایټوجینیټيک عالم، جو هین تجیو له خوا وټاکل شو.[۱۹]
پروکاریوټ[سمول]
پروکاریوټونه – باکټري او ارکيا – په معمول ډول یو ګردی کروموزوم لري، خو ډېر بدلونونه شتون لري. د ډېری باکټریاوو کروموزومونه، چې ځینې لیکونکي غوره ګڼي هغو ته د ژنوفور نوم ورکړي، کولی شي په اندازه کې د Candidatus Hodgkinia cicadicola او Candidatus Tremblaya princeps اندوسیمبیوټیک باکټریاګانو له ۱۳۰۰۰۰ اساسي جوړو څخه نیولې د خاورې د Sorangium cellulosum باکټریا کې تر ۱۴۰۰۰۰۰۰ اساسي جوړو پورې وي. د Borrelia نسل سپایروکېټونه په دې ترتیب کې د پام وړ یوه استثنا ده، د بورېلیا بورګډورفېري (Borrelia burgdorferi) باکټریاګانو په ګډون، چې د لایم ناروغي لامل کېږي، یوازې یو خطي کروموزوم لري.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
د ترتیب له مخې یې جوړښت[سمول]
پروکاریوټي کروموزومونه د یوکاریوټي کروموزومونو په نسبت لږ د ترتیب په بنسټ جوړښت لري. باکټریا په معمول ډول یو-ټکی (د نقل سرچینه) لري له کوم ځایه چې نقل پیلېږي، په داسې حال کې چې ځینې ارکیا ګانې د نقل څو سرچینې لرلی شي. د پروکاریوټ حجرو جینونه په معمول ډول په اوپرون کې تنظیم کېږي او د یوکاریوټ برعکس، انټرون نلري.[۲۵]
د DNA بسته بندي[سمول]
پروکاریوټ حجرې هسته نلري. پرځای یې د هغوی DNA د نوکلوئیډ په نوم یو جوړښت کې تنظیم شوې ده. نوکلوئیډ یو جلا جوړښت دی او د باکټریا حجرې یو ځانګړې ساحه قبضه کوي. په هرحال، دا جوړښت متحرک دی او هیسټون ته ورته پروټینونو د یوې لړۍ له عمل سره، چې له باکټریایي کروموزوم سره اړیکه لري، ساتل کېږي او بیارغول کېږي. په ارکیا کې، DNA په کروموزوم کې لا ښه تنظیم شوې، په هغوی کې DNA یوکاریوټي نوکلیوزوم ته ورته یو جوړښت کې بسته بندي شوې ده.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
ځینې باکټریا ګانې همدارنګه د پلازمېډ یا کروموزوم څخه بهر DNA لرونکي دي. دوی په سایټوپلازم کې دایروي جوړښتونه دي چې حجروي DNA په کې شتون لري او د جین افقي لېږد کې رول لوبوي. په پروکاریوټ حجرو (نوکلوئیډ ته مراجعه وکړئ) او ویروسونو کې، DNA اکثراً په متراکم ډول؛ د ارکیا په صورت کې د یوکاریوټي هیسټونونو هومولوژي په ډول؛ او د باکټریا په صورت کې هیسټون ته ورته پروټینونو په ډول، بسته بندي شوې او تنظیم شوې وي.[۳۱][۳۲]
باکټریایي کروموزومونه تمایل لري چې د باکټریا پلازمایي غشا پورې وتړل شي. د مالیکولي بیولوژي په کړنلاره کې، دا کار کروموزومونو ته له پلازمیډ DNA څخه د له منځه تللې باکټریا په سنټرفیوژ کولو سره او د غشا له ګولۍ وهلو (د نښلول شوې DNA) سره، د جلا کېدو اجازه ورکوي.
پروکاریوټي کروموزومونه او پلازمیډونه، د یوکاریوټيDNA په شان، په عمومي توګه ډېر سره پېچل شوي دي. نقل، تنظیم او تکثیر ته د لاسرسي لپاره باید DNA لومړی په ارامه حالت کې پرېښودل شي.
یوکاریوټ[سمول]
هر یوکاریوټي کروموزوم له پروټین سره تړل شوي یو خطي اوږد DNA مالیکول څخه جوړ شوی دی چې د پروټینونه او DNA د کروماټین په نوم ګډ کمپلېکس جوړوي. کروماټین د یوه ژوندي موجود د DNA ترټولو ډېره کچه احاطه کوي، خو په مورنۍ توګه ډېر لږ په میراث وړي، چې په مایټوکانډریا کې پیدا کېدای شي. دا په ډېری حجرو کې شتون لري، د یو څو استثناوو پرته، د بېلګې په توګه: د وینې سرې حجرې.
هیسټونونه د کروموزوم د تنظیمولو د ترټولو اساسي او لومړني واحد، نوکلیوزوم، مسئول دي.
یوکاریوټ (هغه حجرې چې هسته لري لکه څنګه چې د نباتاتو، فنګسونو او څارویو حجرو کې پیدا کېږي) څو غټ خطي کروموزومونه لري چې د حجرې په هسته کې ځای پرځای شوې دي. هر کروموزوم یو سنټرومېر لري چې د سنټرومېر یو یا دوه وزره څرګندېږي، که څه هم په ډېرو شرایطو کې، دا وزرونه په دې شکل د لیدلو وړ نه دي. سربېره پر دې، ډېری یوکاریوټونه د یو واړه دایروي مایټوکانډریایي جین لرونکي دي او ځینې یوکاریوټونه کېدای شي واړه دایروي یا خطي اضافي سایټوپلازمي کروموزونه ولري.
د یوکاریوټونو په هستوي کروموزومونو کې، نه متراکم شوې DNA په نیمه ترتیب شوي جوړښت کې شتون لري، چېرته چې د هیسټونونو (جوړښتي پروټینونه) په شاوخوا کې پېچل کېږي، او د کروماټین په نوم یو مرکبه ماده جوړوي.
سرچينې[سمول]
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Histone chaperone networks shaping chromatin function"]. Nature Reviews. Molecular Cell Biology 18 (3): 141–158. March 2017. doi:10.1038/nrm.2016.159. PMID 28053344.
- ↑ Wilson, John (2002). Molecular biology of the cell : a problems approach. New York: Garland Science. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8153-3577-1. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Bonev, Boyan; Cavalli, Giacomo (14 October 2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Organization and function of the 3D genome"]. Nature Reviews Genetics 17 (11): 661–678. doi:10.1038/nrg.2016.112. PMID 27739532.
- ↑ Alberts, Bruce; Bray, Dennis; Hopkin, Karen; Johnson, Alexander; Lewis, Julian; Raff, Martin; Roberts, Keith; Walter, Peter (2014). Essential Cell Biology (الطبعة Fourth). New York, NY, USA: Garland Science. د کتاب پاڼي 621–626. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8153-4454-4. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Schleyden, M. J. (1847). Microscopical researches into the accordance in the structure and growth of animals and plants. Printed for the Sydenham Society. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Chromosome condensation and decondensation during mitosis"]. Current Opinion in Cell Biology 40: 15–22. June 2016. doi:10.1016/j.ceb.2016.01.013. PMID 26895139.
- ↑ Jones, Daniel (2003) [1917], Peter Roach; James Hartmann; Jane Setter (المحررون), English Pronouncing Dictionary, Cambridge: Cambridge University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-12-539683-8 الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ کينډۍ:MerriamWebsterDictionary
- ↑ Coxx, H. J. (1925). Biological Stains – A Handbook on the Nature and Uses of the Dyes Employed in the Biological Laboratory. Commission on Standardization of Biological Stains. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Über Karyokinese und ihre Beziehungen zu den Befruchtungsvorgängen"]. Archiv für Mikroskopische Anatomie und Entwicklungsmechanik 32: 27. 1888.
- ↑ Garbari, Fabio; Bedini, Gianni; Peruzzi, Lorenzo (2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Chromosome numbers of the Italian flora. From the Caryologia foundation to present"]. Caryologia – International Journal of Cytology, Cytosystematics and Cytogenetics 65 (1): 65–66. doi:10.1080/00087114.2012.678090.
- ↑ "New trends in plant cytogenetics and cytoembryology: Dedicated to the memory of Emilio Battaglia". Plant Biosystems 146 (3): 674–675. 2012. doi:10.1080/11263504.2012.712553. https://www.tandfonline.com/doi/abs/10.1080/11263504.2012.712553.
- ↑ Battaglia, Emilio (2009). "Caryoneme alternative to chromosome and a new caryological nomenclature". Caryologia – International Journal of Cytology, Cytosystematics 62 (4): 1–80. http://www.caryologia.unifi.it/past_volumes/62_4supplement/62-4_supplement.pdf. Retrieved 6 November 2017.
- ↑ "Otto Bütschli (1848–1920) Where we will genuflect?". Protistology 8 (1): 22–35. 2013. http://protistology.ifmo.ru/num8_1/fokin_protistology_8-1.pdf.
- ↑ Maderspacher, Florian (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Theodor Boveri and the natural experiment"]. Current Biology 18 (7): R279–R286. doi:10.1016/j.cub.2008.02.061. PMID 18397731.
- ↑ Carlson, Elof A. (2004). Mendel's Legacy: The Origin of Classical Genetics (PDF). Cold Spring Harbor, NY: Cold Spring Harbor Laboratory Press. د کتاب پاڼې 88. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-087969675-7. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Wilson, E.B. (1925). The Cell in Development and Heredity, Ed. 3. Macmillan, New York. p. 923.
- ↑ Mayr, E. (1982). The growth of biological thought. Harvard. p. 749. کينډۍ:ISBN
- ↑ Matthews, Robert. "The bizarre case of the chromosome that never was" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسينېټه ۱۳ جولای ۲۰۱۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Self-published inline - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Chromosome organization and segregation in bacteria"]. Journal of Structural Biology 156 (2): 292–303. November 2006. doi:10.1016/j.jsb.2006.05.007. PMID 16860572.
- ↑ "Linear plasmids and chromosomes in bacteria". Molecular Microbiology 10 (5): 917–22. December 1993. doi:10.1111/j.1365-2958.1993.tb00963.x. PMID 7934868. https://zenodo.org/record/1230611.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "An interdependent metabolic patchwork in the nested symbiosis of mealybugs"]. Current Biology 21 (16): 1366–72. August 2011. doi:10.1016/j.cub.2011.06.051. PMID 21835622.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sympatric speciation in a bacterial endosymbiont results in two genomes with the functionality of one"]. Cell 158 (6): 1270–1280. September 2014. doi:10.1016/j.cell.2014.07.047. PMID 25175626.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Extraordinary expansion of a Sorangium cellulosum genome from an alkaline milieu"]. Scientific Reports 3: 2101. 2013. doi:10.1038/srep02101. PMID 23812535. Bibcode: 2013NatSR...3E2101H.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Multiple origins of replication in archaea"]. Trends in Microbiology 12 (9): 399–401. September 2004. doi:10.1016/j.tim.2004.07.001. PMID 15337158.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Structure and functional relationships of archaeal and eukaryal histones and nucleosomes"]. Archives of Microbiology 173 (3): 165–9. March 2000. doi:10.1007/s002039900122. PMID 10763747.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Archaeal nucleosomes"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 94 (23): 12633–7. November 1997. doi:10.1073/pnas.94.23.12633. PMID 9356501. Bibcode: 1997PNAS...9412633P.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Diversity of prokaryotic chromosomal proteins and the origin of the nucleosome"]. Cellular and Molecular Life Sciences 54 (12): 1350–64. December 1998. doi:10.1007/s000180050259. PMID 9893710.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The bacterial nucleoid: a highly organized and dynamic structure"]. Journal of Cellular Biochemistry 96 (3): 506–21. October 2005. doi:10.1002/jcb.20519. PMID 15988757.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "High-resolution mapping of the spatial organization of a bacterial chromosome"]. Science 342 (6159): 731–4. November 2013. doi:10.1126/science.1242059. PMID 24158908. Bibcode: 2013Sci...342..731L.
- ↑ Schleyden, M. J. (1847). Microscopical researches into the accordance in the structure and growth of animals and plants. Printed for the Sydenham Society. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Structures of virus and virus-like particles"]. Current Opinion in Structural Biology 10 (2): 229–35. April 2000. doi:10.1016/S0959-440X(00)00073-7. PMID 10753814.