کرهڼه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د کرهڼې څانګې
Cows in green field - nullamunjie olive grove03.jpg

کرهڼه یا کرهنه د افغانستان د جغرافیایی جوړښت له امله یو خاص اقتصادی ارزښت لری. په افغانستان کی کابو ۷۵ څخه در ۸۵ سلنه خلک په کرهنه بوخت دی. نو ددی له امله د افغانستان په ملی اقتصاد کی ستر رول لوبوی. د کرنی رول په ملی اقتصاد کی یو د هغه عایداتی او تمویلی منابعو څخه دی،‌ چی د افغانستان هغه خلک چی په کلیو او بانډو کی ژوند کوی خپل وخت ورباندی تیروی او هوسا ژوند کوی. کرهنه په افغانستان کی په بیلا بیلو برخه ویشل شوی ده ، مهمی برخی یی په لاندی ډول دی.

  1. مالداری
  2. دغواګانو روزنه
  3. د بزو روزنه
  4. باغداری
  5. د پسونو ساتنه
  6. د باروړونکو حیواناتو روزنه
  7. د میوو روزنه
  8. د سبزیجاتو تولید
  9. د غله جاتو تولید
  10. دحبوباتو تولید
  11. ‍‍‍‍‍ځنګلات

ټوليز لیدلور

کرهنه د تاریخ په اوږدو د انسانانو لخوا تر سره کیږی او یو د نسل څخه بل نسل ته دا زرده کړ شوی تخنیکونه انتقال مومی. هر وخت چی د تولید صورت نیسی ددی لپاره چی تر څو د هغه حاصل ورسته هغه استعمال او د هغه په مرسته ژوند وکړی. او همدا شان خلکو مختلف نباتات په خاصه توګه غنم ،‌ جوار ،‌ وربشی ،‌ وریجی ، انار او نوری میوی د دی پخاطر کرل چی هغه خرځ کړی.‌ او دهغه له لاری وکړی شی خپل امرار وکړی .

مخينه

د تاریخ څخه مخکی

لرغون پيژندونكي د لومړنيو كرهنو په شواهدو پسي ګرځي، چي داشواهد عبارت دي له ژرندو، د تخمونو د ساتلو وسايل، د كرلو وسايل، لور، او نور اړوندي مذهبي نښي نښاني. چي ځيني شيان په لاندي ډول موندل شوي هم دي.

  • ۷۵۰۰۰ كاله پخواني ساده مدوره ډبره چي څلور انچه ضخامت لري ، چي همواره د كار كړلو ډبره يي هم درلوده ، او له دي ډبري څخه د حبوباتو په اوړولو كي ګټه اخيستل كيده ، د فرانسي په La Combe كي پيدا شوه.
  • ۲۰۰۰۰ كلنه د هاون ډبري د فرانسي په Vezere valley كي پيدا شوي.
  • ۱۲۰۰۰ كلنه لور ته ورته اله د فرانسي په Mas d'Azil كي وموندل شوه.
  • ۱۰۰۰۰ كاله مخكي يعني د ډبري په دوران كي Einkorn غنم د تركيي جنوب شرقي سيمو كي وكرل شول.
  • ۹۵۰۰ كلن د كرهني وسايل د شمالي سوريي په ابو هريره كلي كي موندل شوي.
  • په سويس ۸۷۰۰ كلن داسي شواهد لاس ته راغلي چي د سويس هغه خلكو چي په غارونو كي ژوند كولو حبوبات يي په هموارو ډبرينو لوښو كي پخول او خوړل
  • ۸۰۵۰ كلن د لور تيغونه ، د ژرندي ډبري، او هاون، او همدارنګه د خټي كوزي د شمالي ايران له غاري كمبرند څخه لاس ته راغلي.
  • ۸۰۰۰ كاله پخوا Goat Grass ( Aegilops tauschii) او غنم (Triticum turgidum) سره يوځاي شول تر څو چي د ډوډي غنم (Bread Wheat) منځ ته راغلل.
  • ۷۵۰۰ كاله پخوا د خټينو لوښو جوړولو صنعت منځ ته راغي
  • ۷۰۰۰ كاله مخكي د خټينو لوښو څخه د حبوباتو په ساتلو او پخولوكي گټه اخيستل كيده
  • ۶۰۰۰ كلن د حبوباتو د ساتلوصندوقچه، د كرلو وسايل، خټيني كوزي، د حبوباتو د وچولو داشونه په مصر كي موندل شوي.
  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۳۰۰۰-۲۷۳۲ كاله مخكي د لومړني يوي( قلبي )وسيله په مصري او چينايي تاريخي اثارو كي موندل شوي دي.
  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه۲۶۰۰ كاله مخكي مصريانو تخمير(خمير مايي) ته د ډوډي په پخولو كي انكشاف وركړ.
  • ۲۵۰۰ كاله د عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي د ډوډي غنم د هند په Mohenjo-Daro ، هنګري او چين كي ښكاره شول.
  • ۲۴۷۰ كاله د عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي پادشاهي نانوايي او د پخولو كټوو پاتي شوني د فرعونيانو له اهرامونو څخه په مصر كي لاسته راغلي.
  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۲۰۰۰-۱۱۰۰ كاله مخكي يو زړه وصيت نامه چي په يوسف (ع) پوري اړه لري چي هغه د مصر د حبوباتو د ذخايرو سر پرستي په غاړه لري، موندل شوي.
  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۱۱۰۰ كاله مخكي د قلبي د يوي اوسپنيز تيغونه وكارول شول.
  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۷۰۰ كاله مخكي په يونان كي د سولن قانون (Solon's Constitution) كرهني ته انكشاف وركړ، ډوډي او خاوره د Demeter (د كرهني رب النوع) د دين يوه برخه شوه، اوربشي منځ ته راغلي، غنم د Sicily ، د توري بحيري له سواحلو او مصر څخه وارد شول، لاسي ژرندي په مصر او لري ختيځ كي وكارول شوي.
  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۲۰۰ كاله مخكي د غنمو د ژرندوپراختيا و موندله چي د غلامانو او حيواناتو په وسيله ترسره كيده.
  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۱۵۰ كاله پخوا د روميانو د ډوډي پخونكو اتحاديه منځ ته راغله.
  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۱۰۰ كاله مخكي روميانو د اوبو ژرنده جوړه كړه.

قدیمی تاریخ

د کرهنی هغه دوره وه چی د نیل د وادی حاص خیزه څمکی چی په مصر کی واقع وی.‌ د نباتاتو کر رواج شو د نباتاتو حاصل ټولول رواج شولی. د میلاد څخه ۷۰۰۰ کاله د مخه په مصر کی کرهڼه شروع شوله.

د میلاد څخه ۵۰۰۰ کاله د مخه سامریاتو زراعتی تخنیکونو ته پرمختګ ورکړ.

د منځنی پېړۍ تاریخ

د معاصر عصر تاریخ

ورسته د ۱۴۹۲ کال راپدی خوا چی کله د غنمو او حیواناتو نسل ګیری واقع شوله. پدی برخه کی نور بوتی لکله جوار، رومی ، کچالو ، ککو ، تنباکو شامل وو.

کچالو پدی وخت په منځنۍ اروپا کی اصلی خواړه وګرځیدل. په ۱۶ پیړۍ کی په اوروپا کی پرتګالیانو جوار معرفی کړل.

په ۱۹ پیړۍ کی زراعتی تخنیکونه نور هم پرمخ لاړل او حاصلات زیات شول. زراعت میکانیزه شو او د ځمکی د کر ځای هم زیات شو نو لدی لاری تولید هم ډیر زیات شو .

دکرهڼی لرغونتوب په افغانستان کی

افغانستان يو لرغوني هيواد دي هغه شواهد چي د قره كمر او د باميان د چهل ستون له غارونو څخه لاسته راغلي دهغه په اساس مونږ ويلاي شو چي ۲۰۰۰۰ كاله مخكي له ميلاد څخه د افغانستان جامعي شتون درلود او د ډبري تر لومړني دوران پوري يي بيلا بيل پړاونه طي كړي دي او هغه داچي د ميلاد څخه ۲۰۰۰-۳۰۰۰ كلونه مخكي افغانستان كرهنه درلوده.

دا ټولو ته څرګنده ده چي د افغانستان لرغوني نوم اريانا وو ، د مكس مولر په نامه يو پوه وايي (اّر) د كرنې مانا لري، نو له دې كبله (ارين) د كرونكي او بزګر په مانا دى، چې دا دواړې ماناوې اوس هم په پښتو ژبه كې شته او ځينو شاعرانو او ليكوالو په خپلو شعرونو كې راوړي او هم د كندهار د پښتنو په سيمو كې رواج لري، لكه: \"اره لور پر غاړه\" چې په دې ځاى كې د كرنې مانا وركوي او دا ښكاره ده چې اريايانو له كرنې سره مينه درلوده او كرنه د هر شريف او نجيب سړي كاروو.

له نن نه پنځه زره كاله وړاندې د شمال د دښتو د گرځنده سپين پوستو انسانانو يوه لويه ډله د افغانستان د شمالي څنډو په آريانا ويجه نومي ځاى كې سره راغونډ او مېشت شول او د خپل ملي تشخص په درلودلو سره يې يو منظم ټولنيز ژوند پيل كړ، دوى ته آريائيان يا اصيلان وويل شول او له همدې تشخص سره يې خپله سيمه آرياناويجه يا د اصيلانو ټاټوبى وګڼله.

ورو – ورو وپنځېدل، زيات شول اوله بلې خوا په جوي حالاتو كې بدلون راغى او اړ شول چې له آريانا ويجه نه چې د آمو په شمالي اړخ كې پرته ده د هندوكش شمالي لمنو ته راولېږدي او په دې پراخو سيمو كې خواره شي.دوى د اس سورلي دودكړه، كرنه يې كوله، ځاروي يې روزل او پر شيدو سربېره يې له وړيو او پوستكو نه ځان ته كالي جوړول، له لرګيو، خټو او فلزو نه يې لوښي جوړول، خدايګوټي يې لمانځل او د هغوى په نامه يې قربانۍ كولې . په دې دوران كې د بلخ پيشداديانو د يما په مشرۍ د مدني اصلاحاتو يوه نوې دوره پيل كړه، په ژوند او د ژوند په چارو كې ژور بدلونونه راغلل او د كرنې او ودانيو زوړ سيستم بېخي نوى شو .

د افغانستان لرغوني تاريخ په دريو دورو ويشل شوي:

د ډبري دوران: په دي دوره كي ډبرينو وسايلو وده وكړه، كرهڼه پيل شوه، او د حبوباتو د ساتلو لپاره يي د خټينو لوښو جوړول پيل كړل، نو له دي امله دي دوري ته يي ډبرينه دوره (عصر حجر) وويل شول، روسي لرغون پيژندونكي په دي باور دي چي د افغانستان په شمال كي د امو په څنډو كي د ۴۰۰۰ كلونه د ميلاد څخه مخكي غنم كرل شوي او له هغه ځاي څخه منديگك ته وړل شوي، ددي دوري اثار دامريكايي لويي دوپري په وسيله د بلخ ولايت په اق كپروك، د تخار په چنار گنجشكان او دبدخشان د كر په دره او هزار ګوسفند كي موندل شوي او پيژندل شوي دي.

د برونزو دوران: په دي دوره كي په افغانستان كي كرهني وده وكړه، تصوير لرونكي لوښي منځ ته راغلي، له خامو خښتو څخه كورونه جوړ شول، همدارنګه ددي دوري د خټو څخه جوړ شوي خدايان ددي دوري ځانګړتياوي ګڼل كيږي، د تخار دشلي تپهاو شورتوغي، د منديګك لاندني برخي، او اق كپروك پاسني برخي د سمنګان قره كمر او د كر دره ددي دوري نموني دي چي ددوي عمر ۲۰۰۰ كاله مخكي د عيسي (ع) له ميلاد څخه تعين شوي دي.

داوسپني دوران: ددي دوران لرغوني اثار په افغانستان كي د بلخ په قزل تپه، د جوزجان په طلا تپه ، د سيستان په شهر سوخته ،او د كندهار په منديګك اودموراسي كي پيژندل شوي دي

د محصولاتو د تولید غونډالونه

Shifting cultivation هغه سیستم دی چی ځنګلات او نوری ونی د د کوچنیو دانو لکه غنمو او میوو د تولید لپاره غوځول کیږی.

monocultures هغه سیستم دی چی په کرونده کی یوازی یو ډول نبات وکرل شی البته دا د صنعتی کروندو له ډلی څخه راځی.

Multiple cropping هغه سیستم دی چی په یوه کرونده کی ډیر او مختلف نباتات کرل شوی وی داسیستم د polycultures په نامه سره هم یادیږی.

د څارویو د تولید غونډالونه

Animal husbandry یا مالداری هغه سیستم دی چی د هغه په ترځ کی حیوانات د مختلفو موخو لپاره روزل کیږی او د نویو نسلونو د منځ ته راتګ لپاره یی نسل ګیری یا breeding کوی. علاوه ددی د څارویو د تولید سیستمونوه د هغه ځای یا هیواد یا منطقی په نباتی ټولنه پوری اړوند دی. لوی څړځایونه ،‌ لوی د بوټو ځایونه د شخوند حیواناتو د روزلو لپاره زمینه مساعدوی. پدی سیستم کی معمولا یو حیوان روزل کیږی.

Mixed production داسیستم هغه وخت استعمالیږی چی کله څمکه کمه وی نو تولیدونکی یا بزګز په یو وخت کی مختلف حیوانات ساتی.

د تولید عملیات

دځمکی قلبه کول

په تیرو وختونو کی به څمکه په لاس او بیا د حیواناتو په مرسته قلبه کیدله . چی البته په پرمخ تلوونکو هیوادونو کی نن ورځ هم د ځینی حیواناتو څخه په قلبه کولو کی ګټه اخلی. په پرمخ تللو هیوادونو کی د قلبی لپاره د ماشینونو څخه استفاده کوی چی کرهنیر محصولات یی په کمی او کیفی ډول سره زیات کړی دی.

قلبه کول معمولا د څمکی د آماده کولو د پروسی څخه عبارت دی. کله چی دا پروسه تر سره شی نو بیا د څمکی هغه متراکمی برخی له منځه ځی او په هغه کی نوی تخمونه او یا نوی بوټی په ښه توګه وده کولی شی. بله مهمه ګټه یی داده چی څمکه ورسته د قلبه کولو څخه د یو تعداد بکتریا د تعاملاتو او فعالیتونو په نتیجه کی نایتروجن زیاتوی چی د خاوری د حاصلخیزی لامل کیږی.‌

د ناروغیو او آفتونو مهارول

ناروغۍ او آفتونه په نباتاتو او د هغه پر حاصلاتو او د محصول په کیفیت باندی ډیر ناوړه اغیزه لری او بزګران د خراب حاصل له کبله ډیر اقتصادی تاوان په سر اخلی. په تیرو وختونو کی د ناروغۍ کنترول چی معنی یی ۱۰۰ فیصده د منځه وړل وو مګر نن ورځ د کنترول د کلمی څخه ډیره استفاده نه کیږی او دهغه پر ځای د منجمنت یا مدیریت څخه استفاده کیږی . او کله چی ځو مختلفی مدیریتی پروسی سره یوځای کړی تر څو چی آفات کنترول کړل شی نو هغه تی تلفیقی مدیرت د افاتو وایی. ناروغۍ او آفات بیلابیل ډولونه لری او په مختلفو طریقو سره ګروپ بندی شوی دی.‌

ښه ګروپ بندی یی د هغه ناروغۍ رواړونکی عامل په اساس ده :

  1. ویروسی ناروغۍ
  2. بکتریایی ناروغۍ
  3. قارچی ناروغۍ
  4. پرییونی ناروغۍ
  5. نماتودی ناروغۍ

بله ګروپ بندی یی د د عامل په بنسټ ده :

  1. د ژوندیو عوامل په واسطه ناروغۍ
  2. د غیر ژوندیو ناروغیو په واسطه نراوغۍ

بله ګروپ بندی یی د د نبات په بنسټ ده : پدی برخه کی ټولو نباتاتو ته د هغه اړوند ناروغۍ تر ځیړنی لاندی نیول کیږی.

افات هم په مختلفو لارو سره د ویش وړ دی:

  1. فصلی آفات
  2. د ونو افات
  3. د بوټو افات

دخاوری او غذایی عناصرو مدیریت

خاوره د کمرو یا ډبرو د تخریب څخه د باد ، اوبو ،‌حرارت او وخت سره په تعامل کی منځ‌ ته راځی. خاوره د کرهنی اساس یا بنسټ بلل کیږی.‌ او د نبات د تغذیی د یو بکس په توګه پیژندل کیږی.

په خاوره کی تقریبا ټول هغه عناصرپیدا کیږی چی د عناصرو په جدول کی ذکر شوی دی. پدی کی ځینی عناصر د نبات په تغذیه کی مهم رول لری. کله چی دا عناصر کی نشی نو نبات ته مریض یا ناروغ ویل کیږی. او د زیاتیدو په صورت کی ورته وایی چی دا عنصر زیات ورکړ شوی دی نو ناوړه نښی یی منځ ته راوړی دی.

عناصر په دریو برخو ویشل شوی دی:

  1. هغه عناصر چی ډیر اړین دی
  2. هغه عناصر چی په دوهمه درجه ارزښت لری
  3. هغه عناصر چی کوم خاص ارزښت د نبات لپاره نلری مګر د نور عناصرو په جذب کی ورڅخه ګټه اخستل کیږی

د اوبو لګولو مدیریت او ډولونه

په تیرو وختونو کی اوبه د هر ځای څخه راتلی او په هغه باندی کنترول نه وو. د نفوس په زیاتیدو سره د انسانانو تر منځ‌ د ځمکی ویش منځ ته راغی او دهغه په اساس اوبه هم یو خاص ځای د هر فرد او د هغه د محصول د تولید لپاره لرلو .‌ نو کله چی اوبه داسی اړینی شولی انسانانو د ویالو په کنودلو او د بندنو په جوړولو شروع وکړله . وروسته ورسته بیا د حرارت په زیاتیدو سره اوبه کمی شولی نو خلکو نورو سیستمونو ته مخ کړله او هغه ی کشف او یا هم انکشاف ورکړ.

نن ورځ د اوبو لګولو مختلف سیستمونه وجود لری چی ځینی مشهور یی په لاندی ډول دی:

  1. د څاڅکی په شکل سره اوبه لګول
  2. د خط په شکل سره اوبه لګول
  3. ډ جویی په شکل سره اوبه لګول
  4. د باران په شکل سره اوبه لګول
  5. د غونډ پټی اوبه کول

پروسس، ویشنه او انتقال او بازار موندنه

کله چی انسانانو په کرهنه او دنباتاتو په اهلی کولو شروع وکړله نو هغه به په هغه وختونو کی د یوځای څخه بل ځای ته سفر هم کولو تر څو د هوا د ناوړه حالاتو څخه ځان په امان کی وساتی. نو پدی وخت دوی دی ته ته هم مخه واړوله چی یو مقداد خواړه د ځان سره وساتی. نن ورځ همغه د خوړو ساتنی پروسه دومره پرمختګ کړی دی چی کابو د نړی د نیمایی څخه زیات خلک د پروسس شویو خوړو څخه استفاده کوی.‌

پدی نژدی وختونو کی د جهانی کیدو د پدیدی راپدی خوا سفرونه زیات شوی ،‌ تولید اختصاصی شوی دی، او په ځینی ځایونو کی خاص محصولات حاصل نه ورکوی نو څکه تولید په یو ځای کی صورت نیسی او په ډیرو مصارفو او وخت په نیولو سره د یو ځای څخه بل څای ته انتفال مومی. دا انتقال مسقیم د قراردادی څخه قراردی ته صورت مومی او یا کله ناکله په هغه کی میانجی ګر او دلالان هم وجود لری.

په تیرو وختونو کی به تولید صورت موندلو مګر د هغه د خرځلاو په هکله هیځ فکر هم نه کیدو او د بزګر او نورو تولیدونکو محصولات به تر ډیره خرابیدل .‌ مګر نن ورځ‌ خلک هوښیار شوی دی مخکی له تولید څخه هغوی د ځای لپاره قراردادی پیدا کوی او خپل محصول د تولید څخه مخکی خرڅوی.‌ د تولید څخه ورسته دوهم ستر د مصرف منبع مارکیتنګ یا بازاریابی ده .‌

بیوتکنولوژی

په دی تیرو وختونو کی البته د ۱۹۰۰ کال راپدی خوا مشتریان د محصولات د کیفیت او مشخصاتو څخه راضی نه وو نو څکه ی بیوتکنولوژی تته مخه کړه . پدی ځای ډي ان ای د یو سپیشز څخه بل انتقال مومی او په نتیجه کی یو بل نبات او یا حیوان د نویو مشخصاتو سره راځی چی د نویو کیفی او تولید خواصو درلودونکی وی. نن ورځ پدی ډول سره غواګانی ،‌ جوار ، غنم او ځینی محصولات تولیدیږی.‌

عصری کرهڼه

عصری کرهڼه د کرهنیز انقلاب ورسته منځ ته راغله . دیر کارونه د حیواناتو څخه په ماشین وواښتل او د یو تعداد نویو آفت کشونو منځ ته راتګ کرهنی ته نوی مخ ورکړ. ناروغۍ تر یوحده کنترول شولی ، نوی نباتی مقاوم نسلونه منځ ته راغلل او اوبو لګولو نوی تخنیکونه منځ ته راغلل او تر ننه پوری پدی برخه کی کارونه کیږی.‌

کرهنیزه پالیسی

کرهنیزه پالیسی د تولید په ښه کیدو او دهغه د میتودونو د لاښه کولو په برخه تمرکز کوی. دا پالیسی لاندی موخی په خپل ترکیب کی لری:

  1. ساتنه
  2. اقتصادی ثبات
  3. چاپیریالی باثباتی
  4. د خوړو کیفیت
  5. د خوړو محفوظیت
  6. د خوړو امنیت
  7. او د فقر کمول

سرچينې

http://en.wikipedia.org/wiki/Agriculture