کتله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په فزیکي کتله د یو فزیکي شي یا مادې مقدار دی. دا د یو جسم د سکون اندازه هم ده، یعنې هغه وخت د سرعت په وړاندې مقاومت (د سرعت بدلون) دی چې خالصه قوه وکارول شي. همدارنګه د یو جسم کتله نورو اجسامو ته د هغې د جاذبې د جذب ځواک ټاکي. [۱]

د کتلی د SI واحد کیلوګرام (kg) دی. په فزیک کې، کتله د وزن په شان نده، که څه هم کتله زیاتره د سپرنګي ترازو په کارولو سره د یو شي په وزن کولو سره ټاکل کېږي، نه د اڼدول ترازو په کارولو سره چې هغه د پېژندل شوي وزنونو سره په مستقیم ډول پرتله کوي. یو جسم  په سپوږمۍ کې د ځمکې په پرتله لږ وزن لري ځکه چې هلته د جاذبې قوه ټيته ده، خو کتله یې یو شان ده. دا ځکه چې وزن یوه قوه ده، خو کتله هغه خاصیت دی چې (په جاذبې سره) د دې قوې ځواک ټاکي.

پدیدې[سمول]

زیاتې ډول ډول پدیدې شته چې د کتلې د اندازه کولو لپاره کارول کېدای شي. که څه هم ځینې تیوریستانو اټکل کړی چې ځینې دا پدیدې کیدای شي له یو بل څخه خپلواکې وي، اوسنیو تجربو په پایلو کې هېڅ توپیر ندی موندلی پرته له دې چې د سنجش تګلاره بل ډول وي:  [۲]

  • ساکنه کتله د یو جسم هغه مقاومت اندازه کوي چې د یوې قوې په واسطه د سرعت له خوا را منځ ته کېږي (او د F = ma په رابطه سره ښودل کېږي).
  • فعاله جاذبه وي کتله د جاذبې د ساحې هغه ځواک ټاکي چې د یو جسم لخوا رامنځ ته کېږي.
  • غیر فعال جاذبه وي کتله د جاذبې هغه قوه اندازه کوي چې په یو جسم باندې باندې په یوه پېژندل شوي جاذبه وي ساحه کې ورادېږي.

د یو جسم کتله کارول شوې قوې په شتون کې د هغې سرعت ټاکي. سکون یا د سکون کتله د فزیکي اجسامو دا خاصیت په ترتیب سره په کیفیتي او کمیتي کچه بیانوي. د نیوټن د حرکت د دویم قانون پر بنسټ، که چیرې د ثابتې کتلی جسم یا m د یوې واحدې قوې یا F په وړاندې راشي، د هغې سرعت یا a د F/m په واسطه لاس ته راځي. همدارنګه، د یو جسم کتله هغه درجه ټاکي چې د جاذبوي ساحې له خوا اغېزمن کېږي یا هغه تولیدوي. که چیرې د لومړي جسم کتله یا mA  د دوهم جسم له کتلې یا mB څخه د r په فاصله کې (د کتلي مرکز د کتلې د مرکز پر وړاندې)کېښودل شي، نو په هر جسم باندې یوه جاذبوي قوه Fg = GmAmB/r2  وارېدیږې، چې په دې ځای کې G = 6.67×10−11 N⋅kg−2⋅m2  د جاذبې د قوې عمومي ثابت دی. دې ته ځینې وختونه د جاذبوي کتله هم ویل کېږي. د ۱۷ پېړۍ راهیسې مکررو تجربو ښودلې چې د سکون او جاذبې کتله یو شان دي؛ د ۱۹۱۵ کال څخعه را په دې خوا، دا مشاهده د عمومي نسبیت د تعادل په اصولو کې له مخکې مدغم شوې ده.  

د کتلې واحدات[سمول]

د واحداتو په نړیوال سیسټم (SI) کې د کتلې واحد کیلوګرام (kg) دی. یو کیلوګرام ۱۰۰۰ ګرامه (g) دی او په لومړي ځل په ۱۷۹۵ کال کې د یخ د ولېدو په نقطه کې د اوبو د یو ډیسي متر مکعب د وزن په توګه تعریف شو. خو له دې امله چې په ټاکل شوي تودوخه او فشار کې د یو ډیسي متر مکعب اوبو کره اندازه کول ستونزمن کار و، په ۱۸۸۹ کال کې کیلوګرام د فلزي جسم د کتلي په توګه بیا تعریف شو، او په دې توګه د متر او د اوبو د ځانګړتیاوو څخه خپلواک شو، چې دا په ۱۷۹۳ کال کې د مسو د یو نمونه جسم په بڼه و، په ۱۷۹۹ کال کې د پلاټینیم کیلوګرام د یوې نمونې په بڼه و، او په ۱۸۸۹ کال کې د پلاټینم-ایریډیم د نړیوالې کیلوګرام نمونې (IPK) په بڼه را منځ ته شو.  

خو ولیدل شوې چې د IPK کتله او د هغې ملي کاپۍ د وخت په تېرېدو سره سولېږي. د کیلوګرام او څو نورو واحداتو بیا تعریف، د ۲۰۱۸ کال د نومبر د میاشتې د اوزانو او انذازو په عمومي کنفرانس کې له رایې ورسته، د ۲۰۱۹ کال د می په ۲۰ نېټه په عمل کې پیاده شو. نوی تعریف یوازې د طبیعت نامتغیر کمیتونه کاروي: لکه د نور سرعت، د سیزیم ډېره کره فریکونسۍ، د پلانک ثابت او ابتدايي چارج.[۳][۴]

غیر SI واحدات چې د SI واحداتو سره د کارولو لپاره منل شوي، په لاندې ډول دي:

  • ټن (t) (یا "میټریک ټن")، چې د ۱۰۰۰ کیلو ګرامو سره برابر دی.
  • الیکترونولټ (eV)، د انرژی یو واحد دی، چې د eV/c2 په واحدونو کې د د کتلې-انرژي د تعادل له لارې کتله وړاندې کوي.
  • دالټون (Da)، چې د آزاد کاربن – ۱۲ اتوم له ۱۲/۱ کتلې سره مساوي دی، نږدې 1.66×10−27 کیلوګرامه دی.  

د SI سیسټم څخه بهر، د کتلې نور واحدات په لاندې ډول دي:

  • سلګ (sl) د کلتې یو شاهي واحد دی (چې شاوخوا ۱۴.۶ کیلوګرامه کېږي)
  • پونډ یا پاو (lb)، د کتلې یو واحد دی (چې شاوخوا ۰.۴۵ کیلو ګرامه کېږي)، چې د پونډ نوم (قوه) تر څنګ کارول کېږي (چې نږدې ۴.۵ نیوټنه) او د قوې واحد دی.
  • د پلانک کتله (شاوخوا 2.18×10−8 kg) یو کمیت دی چې د اساسي ثبات څخه اخیستل شوی دی.
  • د لمر کتله (M)، چې د لمر د کتلې پر بنسټ تعریف شوې، اساساً په ستورپوهنه کې کارول کېږي ترڅو لویې کتلې لکه ستوري یا کهکشانونه پرتله کړي  (≈ 1.99 × 1030 kg)
  • د یوې ذرې کلته، چې د هغې د معکوس د کامپتون موج په طول سره ټاکل کېږي (1 cm−1 ≘ 3.52×10-41 kg)
  • د ستوري یا تور کړنګ (غار) کتله، لکه څنګه چې د هغې د شوازشلید د شعاع په واسطه ټاکل کېږي (1 cm ≘ 6.73 × 1024 kg).

سرچينې[سمول]

  1. "The definition of mass". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite magazine
  3. von Klitzing, Klaus (February 2017). "Metrology in 2019". Nature Physics 13 (2): 198. doi:10.1360/SSPMA2017-00044. Bibcode2017SSPMA..47l9503L. https://www.nature.com/nphys/journal/v13/n2/pdf/nphys4029.pdf. 
  4. "Draft of the ninth SI Brochure" (PDF). BIPM. 10 November 2016. د کتاب پاڼي 2–9. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)