منځپانگې ته ورتلل

کامیکازي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کامیکازي د شینتو یوه کلمه ده، چي په لفظي توګه د "الهي باد" مانا لري او په دوهمه نړیواله جګړه کي د جاپان د هوایي ځواک اړوند هغو الوتکو ته کارول کیږي، چي ددوی لخوا د متحدینو د جنګي کښتیو په وړاندي یې ځانمرګي بریدونه ترسره کول.

کامیکازي
神風特別攻撃隊 (جاپاني) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
هېواد
اړين مالومات
د ړنګېدو وخت
۱۹۴۵ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور اړين مالومات
برخې
kamikaze (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
برخه د

د کامیکازي پیلوټانو هڅه کول ترڅو خپلي الوتکي، چي په عمومي توګه په چاودیدونکو توکو او بېلابیلو ډولونو بمونو یا د سونګ توکو باندي سمبال وې له جنګي کښتیو کي سره وجنګوي.

د جګړې په لړ کي کله چي د متحده ایالاتو سمندري ځواک د جاپان په لور پرمختګ پیل کړ، د جاپان سمندري ځواک چي نور یې د نوي امریکایي الوتکو سره د نښتي توان نه درلود، پریکړه وکړه ترڅو په خپلو جنګي جټ الوتکو کي ۲۵۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي بار او د پوځ دا ډلګۍ په آسیا-پسیفیک کي د امریکایی الوتکو وړونکو بیړیو په ډیکونو کي وجنګوي. ددې الوتکو په مټ یوازي د ۱۹۴۳ کال په می میاشت کي ۴۳ کامیکازي بریدونه ترسره سول.