کارن:Zia mubariz
د وینې ګروپ معلومول
د یو انسان وینه د بل انسان له وینی څخه ډیر فرق لری چی ددی فرق اساسی وجه د RBC په سطحه باندی د Antigen او په Plasma کی د Antibody موجودیت پوری تړلی ده تر اوسه پوری 400Antigens کشف شوی دی چی پدی کی8Antigens د پام وړ دی چی دغه 8Antigens عبارت دی A،B Antigen Rh Antigen MNS Antigen Lutheran Antigen Kell Antigen Lewis Antigen Duffy Antigen Kidd Antigen چی ددی له جملی څخه د B،A او Rh انټی جنونه یی ډیر مهم او عام دی چی له همدی څخه د وینی ګروپونه تعینیږی چی د همدی انټی جنونو په موجودیت او یا عدم موجودیت انسانان په څلورو ګروپونو تقسیم بندی شوی دی. A- group: A antigen and B antibody B-group: B antigen and A antibody AB-group: AB antigen and no antibody O-group: no antigen and AB antibody
د وينى ګروپ د سلايد جوړولو طريقه :
Slide Method:
لومړی به دری سلایډونه راواخلی په لومړی سلایډ به A ولیکی په دوهم سلایډ به B ولیکی او په دریم سلایډ به D ولیکی بیا به په هر یو سلایډ به د وینی یو یو څاڅکی واچوی په همدی سلایډونو چی تاسو وینه اچولی په A سلایډ به یو څاڅکی Anti A sera واچوی په B سلایډ به یو څاڅکی Anti B sera واچوی او په D سلایډ به یو څاڅکی Anti D sera واچوی او ښه به یی حل کړی او ویی ښوروی... 1—که A سلایډ اګلوټنیشن وکړ نو ګروپ(( A)) دی 2—که د B سلایډ اګلوټنیشن وکړ نو ګروپ ((B)) دی 3—که A او B دواړو سلایډونو اګلوټنیشن وکړ نو ګروپ ((AB)) دی. 4—که د A او B سلایډونه پاک پاتی شو اګلوټنیشن یی ونکړ نو ګروپ ((O)) دی. 5—که د D سلایډ اګلوټنیشن وکړ نو ګروپ مثبت دی 6—که د D سلایډ اګلوټنیشن ونکړ او صفا پاتی شو نو ګروپ منفی دی. Tube Method
په تیوب میتود کی به لومړی 2cc وینه راواخلی او تیوب کی به یی واچوی کله مو چی وینه تیوب کی واچوله بیا به په یاد تیوب کی نارمل سلاین واچوی او د 5min لپاره به یی په 1000RPM کی سنټرفیوژ کړی بیا به د تیوب پورتنی برخه برطرفه کړی او د RBC څخه به 80micro liter چی دوه څاڅکی کیږی په یو تیوب کی به تری واچوی او 920micro liter چی 23 څاڅکی کیږی نارمل سلاین به په نوموړی تیوب کی د RBC سره یو ځای کړی او ور څخه به Suspension جوړ کړی وروسته له دی څخه به دری نور تیوبونه انتخاب کړی او په هر یو تیوب کی به د یاد Suspension څخه 80micro liter چی دوه دوه څاڅکی کیږی واچوی او په هر یو تیوب به بیل بیل A،B،D ولیکی او بیا به په هر یو تیوب کی خپله خپله Anti sera چی عبارت دی له
Anti A sera, Anti B sera, Anti D srea
څخه یو یو څاڅکی واچوی او سنټر فیوژ یی کړی سنټرفیوژ څخه وروسته یی اګلوټنیشن وګوری.