کارن:Zabihullah qarar
ذبيح الله قرار د پکتيا ولايت ځاځي اريوب ولسوالۍ روکيان کلي اوسيدونکی دی.د پلار نوم يې عزيزالله او د نيکه نوم يې بسم الله دی.
کله چې د افغانستان جنگ جگړو افغانان کډوالۍ ته اړ کړل نو د ذبيح الله قرار کورنۍ هم کوزې پښتونخوا د هنگو سيمې دوابې کلي ته کډه شوه. ذبيح الله قرار 1987 م کال د کډوالۍ پر مهال په دوابه کلي کې زيږدلی، تر لسمه يې د دوابه پبلک های سکول په نوم يوه ښوونځي کې زده کړې وکړې، له هغې وروسته په پيښور کې د شمشتو په نوم کلي ته راغی او همدلته له ای ار سي تجربوي لیسې څخه 2006 م کال کې فارغ شو.
له ليسې څخه تر فارغېدو ورسته يې په پيښور ښار کې د کاسماس انسټيټوټ کې د کمپوټر زده کړې وکړې او په 2007 کال افغانستان ته راستون شو.
دندې
[سمول]په 2009 کال يې له بي بي سي راډيو سره د تعليمي خپرونو په برخه کې کار پيل د ډرامه ليکوال په پوسټ کار پيل کړ. د (زوړښار، نوې هيلې) ډارمه يې تر پنځو سوو برخو له خپلو نورو ليکوالانو سره په گډه وليکله او له بي بي سي راډيو څخه خپره شوه. په 2012 کال ذبيح الله قرار د نوي کور نوي ژوند ډرامې برخې ته راغی او د همدې ډرامې د ليکلو چارې يې پر مخ وړې. د نوي کور نوي ژوند ډرامه د افغانستان هغه يوازينې ډرامه ده چې له بي بي سي راډيو څخه په پرله پسې توگه شل کال خپره شوې او تر دې دمه (2013)پورې لا خپرېږي او روانه ده. د درمان ډرامه چې د او اف ار ډي موسسې له خوا جوړيده او د افغانستان له ملي راديو څخه خپريده، ددې ډرامې د پښتو برخې ليکوال هم ذبيح الله قرار و. ذبيح الله قرار د توتکۍ مجلې مرستيال او ددې مجلې له پاره يې ډيرې ليکنې او ژباړې کړي. توتکۍ مجله د تنکيوځوانانو له پاره چاپيده. له سلام وطندار راډيو څخه د سلطان کلي په نوم دري ديرش برخې ډرامه خپره شوه، دا ډرامه په پښتو او دري ژبو دواړو ليکل کېده او د پښتو برخې ليکوال يې ذبيح الله قرار و.
نور فعاليتونه
[سمول]ذبيح الله قرار د پښتو ژبې بيلابيلو ورځپاڼو، مجلو او ويبپاڼو له پاره ليکنې او ژباړې کړي. په کابل کې د افغان ادبي بهير غړی دی، کله چې له کډوالۍ راستون شو نو په ځاځيو کې يې يو څه موده تېره کړه او هغه مهال د ځاځي بابا ادبي ټولنې غړی و او د اريوب مجلې له پاره يې ليکنې او ژپاړې کولې.