منځپانگې ته ورتلل

کارن:Umr.sediqi

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نن د ارنیسټو چه ګوارا ۹۱ کلیزه ده.

پوره ۹۱ کال پخوا مشهور انقلابي، مارکسیسټ، لیکوال او ډاکټر ارنیسټو چه ګوارا نړۍ ته راغلی.

ده په درمل جوړولو برخه کې زده کړې وکړې، ورپسې یې کمونیسټي افکار خپل کړل او د کیوبا له پخواني ولسمشر فیډل کاسټرو سره یو ځای یې په کیوبا کې د وخت له امپریالیستي دولت او حکومت مشر باتیستا ځواکونو په وړاندې انقلابي او چریکي جګړه پیل کړه.

له څو ماتو  وروسته یې په کیوبا کې د امپریالیزم او پانګوالۍ لمن ور ټوله کړه او د سوسیالیزم بیرغ یې پورته کړ.

ارنیسټو چه ګوارا یوازې په کیوبا بسنه ونکړه، بلکې د شمالي آمریکا په نورو هېوادونو کې یې هم بیلتون غوښتونکو او کمونیستي انقلابیانو ته لارښوونې کولې او تر شا یې ولاړ وو، چې بلاخره په بولیا هېواد کې د انقلابي فعالیتونو له امله د بولیا حکومت د سي ای ای په مرسته ونیوو لومړۍ یې ښه شکنجه کړ او وروسته یې په ډزو وواژه.

په دې ډول له نړۍ یو مشهور انقلابي ارنیسټو چه ګوارا لاړ.

د چه ګوارا یوه وینا:

"د خپلواکۍ په احترام دوه دقیقې چپ شوم، خوب وړی وم.