کارن:Sardar Khan AF
دبِسْــــــــــــــــــمِ اﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيْم ۱= د روم قيصر حضرت عمرؓ ته ديوه ليك په ترڅ كي وليكل : په سر مي درد ده ،ډيرعلاجونه مي کړي خوګټه يي نده کړي ،كه كومه دوا لري راويې لیږه! حضرت عمرؓ يوه خولۍ ورواستوله ، قيصرچي به هغه په سرکړه ښه به شو اوچې لېري به يې کړه نوبيرته به يې په سر درد شو، قيصر تعجب وکړ ،خولۍ يې وپلټله، په یوه کاغذيې داتورې لیکلې وموندل : بِسْــــــــــــــــــمِ اﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيْم . تفسيرروح البيان 1\9
په شیطان لعين دبِسْــــــــــــــــــمِ اﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيْم …اثر
۲= وقال الإمام أحمد بن حنبل في مسنده: عن أبا تميمة ….. وإذا قلت باسم الله تصاغر حتى يصير مثل الذباب … النسائي برقم (10389)
ژباړه : یعني دبِسْــــــــــــــــــمِ اﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيْم …. په ویلو سره شیطان دومره کوچنی کيږي لکه مچ . تفسیررازي .وابن کثیر 1\۱۲۰
دبِسْــــــــــــــــــمِ اﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيْم … په هکله یوعجیبه روایت
۳= عن جابر بن عبد الله، قال : لما نزل {بسم الله الرحمن الرحيم } هرب الغيم إلى المشرق، وسكنت الرياح، وهاج البحر، وأصغت البهائم بآذانها، ورجمت الشياطين من السماء، وحلف الله تعالى بعزته
وجلاله ألا يسمى اسمه على شيء إلا بارك فيه . الدر المنثور (1/26) للامام السيوطي رح.وابن کثیر في تفسیره ۱\۱۲۰
ژباړه : جابربن عبدالله رضی الله تعالی عنه فرمايې : په کومه ورځ چې بِسْــــــــــــــــــمِ اﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيْم …نازله شوه وريځې دمشرق په لور ولاړي ، هواوي ودریدي ، ددریاب څپې ارامي شوي ، چارپایان ټول یوغوږ شول ، شیطانان داسمان له لوري وویشتل شول ، او الله تعالیﷻ پخپل عزت قسم کړی، چې بِسْــــــــــــــــــمِ اﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيْم … په کوم شي وویله شي په هغه کې به برکت ومومي .
فقهاء وايې :
۴= عجيبه ده!چې دانسان له بنیادي اړتیاونیولي بیاترارام اوراحت پورې دټولوپیل په بِسْــــــــــــــــــمِ اﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيْم سره کېږی . خوراک په بِسْــــــــــــــــــمِ اﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيْم څښاک په﷽… تقریر په ﷽ … تحریر په ﷽ … عبادات په ﷽ … معاملات په ﷽ … نکاح په ﷽ … جماع په﷽ … سفرپه﷽ … سوارلۍ ته ختل په﷽ … کورته راتلل په﷽ … ویده کیدل په﷽ … پاسیدل په﷽ … لنډه داچې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې : کل امر ذي بال لم یبدأفیه ببسم الله …. فهوابتر، یعني دهرکارپه پیل کې چې﷽ نه وي په هغه کې به برکت نه وي .