منځپانگې ته ورتلل

کارن:Sabawon.cafe

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
2008 ,15 جون


د چين په سوېل کې سېلاب٥٥ چينايان وژلي د چين په جنوب کې سيلابونو لږ ترلږه ٥٥ کسان وژلي او تر يو ميليون ډېر نور چينايان يې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړايستلي دي .

د چين د دولتي خبري اژانس شينخوا د راپورونو ترمخه، سختو ورښتونو، سېلابونو دغه هېواد سخت ژوبل کړى دى .

دا په داسې حال کې ده چې تمه کيږي په راتلونکو مياشتو کې د باران ورېدل نور هم ډېر شي .

د سيلابونو او زلزله ځپليو سيمو له جملې څخه يوه هم د سي چوان سيمه ده چې د زلزلې له امله پکې لسگونه چينايان ووژل شول .

ددغې سيمې سره تړل شوې ټولې لارې بندې شوې وې، شاوخوا ٨٧ زره کسان پکې ووژل شول، چې ډېرى يې د ښوونځي کوچني زده کوونکي ول .

ويل کيږي چې د پنځوسو کلونو په اوږدو کې د چين په جنوب کې دا لومړى ځل دى چې ولسي خلکو ته پکې دومره ستره مرگ ژوبله اوړي .

د چين د اوسنيو سيلابونو د رامنځته کېدو له امله ډېرې ليرې پرتې کرنيزې ځمکې زيانمنې شوې او په گواندونگ او گيانجسي ايالتونو کې د استوگنې شاوخوا ٦٦٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي .

د شينخوا خبري اژانس ويلي چې توپاني بارانو له امله د ډېرى زيانمنو شويو سيمو لارې تړل شوې دي .