کارن:Pashto Wraz

| محتويات |
|---|
| ١- پېژندنه |
پښتو ورځ
[سمول]پېژندنه
[سمول]پښتو ورځ به پښتو ته د خلکو پام را واړوي. پښتو ورځ د پښتو پرمختګ ګړندى کوي، پښتو ورځ د يو بل تر منځ د لا پېژند ګلوۍ، مينې او محبت لامل ګرځي. پښتو ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتانه سره نږدې کوي، د پښتو ورځ غونډ ې د اروايي تسکين لامل ګرځي او د "هومسيکنس" په ډول ناارامي له منځه وړي. پښتو ورځ له پښتو څخه د ناخبرو ذهنونه روښانه کوي او ترمنځ يې همغږۍ او ملتيا ته لاره هوار وي. پښتانه د پښتو پر ورځ خپلې ستونزې، اسانتياوې او لاسته راوړنې سره شريکوي. پښتانه دې هڅه وکړي چې خپل نوى ژوند، نوى کاروبار، نوې دندې او...، د پښتو په ورځ پيل کړي. پښتانه ځوانان او پېغلې دې هڅه وکړي چې د پښتوپه ورځ، د نوي ژوند بنسټ کېږدي. ښاغلي شتمن پښتانه دې د پښتو په ورځ بې وزله پښتنوته ټوليز ودونه وکړي. د پښتو په ورځ دې اول نومره زده کوونکي، محصلين او په بېلابېلو ډګرونو کې وتلي کسان ونازول شي. دا چې ښځې د ټولنې سمه نيمه برخه ده که د بښتو ورځې په ياد غونډه کې ښځو ته د دواړو لوريو( ښځينه او نارينه وو)د هيلو، خوښې او سليقي سره سمه ونډه ورنکړل شوه نويادغونډه بيخي نيمګړې ده د پښتو په ورځ دې پښتانه د نورو ژبو له ويونکيو سره غوره چلند وکړي، هڅه دې وشي چې د پښتو په ورځ هر پښتون د نورو ژبو ويونکي په خوږو پښتو خبرو او تر خپله وسه په ډاليو ونازوي. پښتو ورځ دټولو ده ، په هرځاى کې چې هرڅوک يې هر ډول يادول غواړي، د دوى خپله خوښه ده، هېڅوک يې د هېڅ ډول انحصار واک نلري، دا په رسمي او غيررسمي، ځانګړې او ټوليزه توګه يادېدلاى شي. خو غوره او اړينه ده چې دغه ورځ له نورو سره يوځاى ياده کړي .
- .غوره به دا وي چې پر دغه ورځ تاسې نورد پښتو له ورځې خبرکړئ
- تاسې د خپلې کورنۍ سره راټولېږئ او د پښتو د ورځې يادونه د سباناري، غرمې ډوډۍ، ماښام ډوډۍ يا څه خاص پخلي په بڼه کوئ، او په دغه .ناسته کې د پښتو او پښتنو په هکله خبراترې کوئ
- .په خپل کور کې ميلمستيا جوړوئ او خپل ګاونډيان يا ملګري راغواړئ، د پښتو او پښتنو په هکله څه ناڅه په ګډه شريکوئ
- خپل دفتر يا کاروبار ځاى کې ميلمستيا کوئ ، د پښتو او پښتنو په هکله څه چې مو خوښه وي يادونه، ستاينه کوئ او يا خپلو کارکوونکيو ته .ډالۍ ورکوئ
- .په کوڅه، کلي، ښار، هېواد او سيمه کې له نورو سره غونډه کوئ، په هرډول چې تاسې اوستاسې ملګري يې غواړئ
- پښو ورځ پاڼې سره تاسې خپل پيغام، تصوير، ويډيو او هر هغه څه چې ستاسې خوښه وي شريکوئ، چې خپاره شي.د