منځپانگې ته ورتلل

کارن:Oshirzad505

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
  • دسلواغې (۲۶) یرغلګروته دعبرت درس*
ليکنه: عبدالولي لودين

دهېواد دویاړلي تاریخ یوه تل پاتې او ستره حماسه د ۱۳۶۷ کال دسلواغې ۲۶ ده چې زمونږ مېړني او غیور ولس یوځل بیابل مستکبر او طاغوتي لښکرپه ګونډو کړ او دخپل ځلانده تاریخ په زرینو پاڼو کې یې داهم وکښل چې دنړۍ لوی زبر ځواک او دهغهه مهال په اصطلاح سوپر طاقت (اتحادجماهیرشوروي) د افغانانو په پیاوړو مټو دړې وړې شو، شورویان په دې سر لوړي هېوادکې له رسوا ماتې او ناکامی سره مخامخ او په خورا ذلت او سرټیټی یې دیرغلګر فوځ وروستی عسکر دامو په پله پورې ووت، دافغانستان داشغال لیدلی خوب ورته په درنه بیه پرېووت او له درنو ځاني او مالي زیانونو ګاللو وروسته تېښتې ته اړشو، هغه شوروي اتحاد چې دامریکا په ګډون دټولې نړۍ سترګه ورنه سوزېده او دغښتلي او مجهز فوځ او مدرنو وسلور ډار يې د لندن او واشنګتن دزمامدارانو له سترګونه خوبونه تښتولی وو، هغه نه مهارېدونکی لښکرچې په هر لورې به یې وبلوسل بیایې دهغه مهال دڅېړونکو په وړاندوینه مهارول او مخه نیول ناشونی کاروو، له وړاندې یې دمینځنی آسیا او ختیځې اروپا یو شمېر هېوادونه تر خپلې ولکې او حاکمیت لاندې راوستي وو او لا هم دخپل استعمار دلمنې دتوسعې او پراختیا په تکل کې وو . داځل يې دخپل استعماری خاصیت له مخې دافغانستان او پاکستان له لارې دهند سمندر یاپه اصطلاح ګرمو اوبوته درسېدلو اراده کړی وه له ډېره پخوا څخه یې ددې لپاره زمینه سازي کړې وه ، په افغانستان کې یې یوشمېر ګوډاګـیان او کرغېړنې څېری روزلي وې ترڅو په سیمه کې دخپلې مداخلې او لښکر کشی لپـاره لیار او فرصت برابر کړي دخلق او پرچـم په نوم دوه بدنامې ډلګی یې جوړې کړې وې چې دوخت دحکومت دبې پروایي په وجه یې ورځ تربلي خپل فعالیتونه او کړنې ګړندی کړې په ښوونیزو او تحصیلې بنسټونو او حتی فوځ کې یې پلویان پیدا کړل او بالاخره د (۱۳۵۷) کال دغویی (ثور) په اومه نېټه یې دسردار محمدداوود پر خلاف نظامي کودتا وکړه او دواک پرګدی تکیه ووهله شورویان پوهېدل چې دغه لاس کوڅي نوکران یې د افغانستان په خاوره او د مسلمان ملت په مینځ کې دپښو اېښودلو ځای نه لري او پرخلاف یې هرو مرو ولسونه راپورته کېږي نو په دې توګه به ددوی دمرستې په پلمه مداخلي ته لاره هواره شي ، هماغه وو چې دکمونزم د منحطې وارداتي فلسفې دپلویانو او ملحدو کمونستو کودتا چیانو پر خلاف دافغانستان مسلمان او مجاهد ملت په ټول هېوادکې په یوه غږ دتکبیر کفر پرځوونکې نعره اوچته کړه او په تش لاس خوپه ایماني ولوله او افغاني غرور په کلک عزم او پخه اراده راپورته شول تورې او ټوپک ته یې لاس کړ او له پردي پالو کمونستي بړېڅویې لار ورکه کړه هماغه وو چې د ۱۳۵۸ کال دمرغومي (جدي) په (۶) نېټـه شوروي سرو لښکرو دټولو نړیوالو قوانینو پرخلاف په ښکاره دخپلو مذ دورانو دملاتړ په بهانه خوپه واقعیت کې خپلو ستراتېژیکو اهدافو او موخو ته درسېدو په موخه په افغانستان بربنډ یرغل او تېری وکړ او ټوله نړۍ یې له وېرې اضطراب او وار خطایي سره مخامخ کړه ډېری څېړونکو او شنونکو هغه وخت داسې انګېرله چې بیـابه دنړۍ په نقشه کې دافغانستان په نوم کومه جغرافیه هېڅکله هم شتون ونه لري ځکه دشورویانو یرغلونو ښودلې وه چې په کوم هېواد دوی یرغل کړی او ترخپلې ولکې لاندې یې راوستي بیایې وتل خیال او محال دي ، مګر افغانانو دغه ټول اندونه او انګېرنې غلطې ثابتې کړې او داشغالګرو پر مخ یې داسې کلکه څپېړه ورحواله کړه چې دتل لپاره به دنورو یرغلګرو لپاره یو دعبرت درس او نصب العین وي ، په نره میدان ته را ووتل او په خورا ثبـات او متانت یې مخې ته ودرېدل شهادتونه، ټپونه، زندانونه، مهاجرتونه او نور په سلګونو کړاوونه او ستونزې یې وګاللې خو له خپلې سپېڅلې عقیدې او د خپلواکی له سپېڅلي ارمان څخه یو قدم هم په شا نشول ، په الهي مینه مست زاړه او ځوانان ښځې او نر دخپلو سرونو په قربانولو او دخپلو پاکو وینو په نذرانه کولو سره دبدر او احد دکار نامو بیا ځلي تکراروونکي شول ، او دجهاد او مبارزې هېره شوې فریضه او جذبه یې یو وار بیا راژوندی کړه . دهېواد ګوټ ګوټ په ویرانو بدل شو، دښځو او ماشومــانو په ګډون شاوخوا یو نیم میلیون مظلوم انسانان په بې رحمانه بمباریو او ظالمانه توغندیو ویشتلو شهیدان شول، څه دپاسه پنځه میلیونه له ظلم او وحشت نه دنجات په اراده دپاکستان او ایران هېوادو نو ته مهاجرت ته اړشول او په لسګونو زره نور زنداني او معیوب شول یرغلګرو په افغانانو خپل ټول زور وازمویه او دهېڅ ډول وسلې له کارولو یې مخ وانه ړاوه ظلم وحشت او بربریت یې اوج ته رسېدلی وو خود دې هرڅه باوجود بیا هم دافغان مسلمان او مجاهد ولس په هوډ کې هېڅ راز خلل پیدا نه شو او دلوی خدای ج په مرسته او مدد په ټینګ او راسخ عزم داشغالګرو په وړاندې دفولادي غره په څېر ودرېدل په زرګونو اشغالګر او دهغوی ملاتړي یې په هلاکت ورسول په زرهاوو ټانګونه، وسایل او موټر یې داور خوراک شول او په لسګونو جنګي الوتکې یې رانسکورې شوې، دهېواد هرغر، هرکاڼی او هره دره ورته سور اور وګرځېدل ،دتېښتې لار ورنه ورکه شوه ، له نظامي، سیاسی، اقتصادي او نړیوال حیثیت پلوه له سختو ننګونو او رسوایی سره مخامخ شول او ورځ تر بلې ته یې د عسکرو روحیه کمزورې او دولسونو نارضایتي يې په زیاتېدو شوه، له داسې یوه حالت سره مخامخ شول چې له سیمې نه دپښو له اېستلو پرته بله کومه لار ورته پاتې نه وه نو په همدې وجه یې له زیاتې بدنامۍ نه دځان ژغورنې او دخپل بایللی حیثیت داعاده کولو په فکر له افغانستانه دپښو اېستلو د پلمې برابرولو په لټه کې شو چې بالاخره یې له امریکایانو او پاکستانیانو سره دمجاهدینو له شتون نه پرته د(جېنېوادتړون) په نوم معاهده لاسلیک کړ او له افغانستـانه دوتلو لپاره یې ځان ته دخټو پوزه جوړه کړه خو واقعت داوو چې دوی نور دجګړې په محاذونو کې ددې بهادر ولس په وړاندې د مقاومت توان په ځان کې نه لیده ،او په داسې حال کې چې پرتښتېدونکو لښکرو یې تر اخره پورې دمجاهدینو پرلپسې او مسلسل بریدونه او درانه ګوذارونه روان وو په تور مخ له دې هېواده وشړل شول ، وروستنی فوځي یې جنرال ګروموف د۱۳۶۷ کال دسلواغې په ۲۶ نېټه دآموله پله واووښتـــه او په داسې حال کې چې دناکامۍ او پښېمانۍ نښې یې له ورایه په څېره کې ښکارېدې دوروستي ځل لپاره یې دافغانستان پرلور مخ واړاوه او دشونډو له خوځو لو یې داسې ښکارېده چې په خوله یې یو څه وویل مګر چا وانه ورېدل خو دهغه مهال دژورنالستانو او رسنیو انګېرنه داسې وه چې دافغـانانو مېړانې او اتلولۍ ته سلامي شو او درموز په ژبه یې نورو استعمار ګرو ته دا پیغام واستاوه چې له دې خلکو سره ډغرې وهل او سر جنګول تېروتنه، لېونتوب او حماقت ده شورویانو نه یوازې په افغانستـان کې ماته او شکست تجربه کړبلکې له افغانستانه له وتلو سره سم یې دمینځنی اسیا او ختیځې اروپا په محکومو ملتونو کې هم دافغانانو له جهاد او مبارزې نه په الـهام اخیستلو سره دازادی غوښتنې ولولې را وپارېدې او په پاڅونونو یې پیل وکړ دلېنن منفورې مجسمې یې رانسکورې کړې ،دبرلین دیوال ونړېده او لسګونو محکومو او اسیرو ملتونو خپله ازادی او خپلواکي تر لاسه او دشکست ناپذیره اتحاد جماهیر شوروي طلسم مـات او ټوټه ټوټه شو دنړۍ نقشه بدله شوه او دادی نن دسر په سترګو وینو چې دنړۍ له نقشې نه داتحاد جماهیر شوروي نوم حذف او یوازې دروسیې په نوم یو کمزوری ځای ناستی اوخلف ترې پاتې شو. ښه به وه چې نورو تېري ګروپه تېره بیا غرب او په سر کې یې امریکا دافغان مجاهد ولس قربانی او بهادری ته درناوی کړی وای او دشوروي ابر قدرت له شره دنړۍ د خلاسون او ژغورنې داحسان مننه یې ورنه کړې وای ، دشورویانو له شکست او ذلت نه یې پند او عبرت اخیستی وای خو برعکس امریکا، ناتواو ملګرو یې یوځل بیا دغه تېروتنه تکرار کړه او داشغال او پر دافغانانو دخپلو لاس په نامه نوکرانو دحاکمولو ناګامه او ازمویل شوې تجربه یې بیاهم تکرارکړه پر افغانستـــان یې یرغل وکړ ځان ته وفـاداره بدنامې څېرې یې پوره دوه لسیزې ددموکراسۍ تر بدنام او غولوونکي شعار لاندې ددې مظلوم ولس پر برخه لیک مسلطې کړې له هیڅ راز زور زر او دسیسې نه یې درېغه ونـکړه چې په پای کې لله الحمد دوی هم دخپل رقيب شوروی اتحاد په سرنوشت اخته شول او په پوره ذلت او سر ټیټی دمېړنیو له دې ټاټوبې په تور مخ وتښتېدل اشغالګر باید نور دا زده کړي چې دغه ملت دچازور واکي نه مني ، داسلام ،هېواد او خپلواکۍ په لاره کې هرې سرښندنې ته چمتو دي او په هېڅ قېمت حاضر نه دي چې دپردیو او پردي پالو واکمني دیوې شېبې لپاره هم ومني. په درنښت