کارن:Obaidullah oneeb

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسلام د ساينس کورس نه دی

ليکونکي ښاغلي وکیل احمد عزیزي.

کوم خلک چې اسلام او ساينس تقابل ته اچوي له هغوی دواړه خرابېږي. د اسلام او ساينس تر منځ نامستقيمه اړيکه موجوده ده، مثلاً په قران کريم کې د سورة النور په ۳۵ ايت شريف کې د انشټين د کتلې و انرژي تر منځ د اړيکې په څېر خبره شوې ده، د المعارج سورة په څلورم ايت شريف کې نسبي وخت او په کايناتو کې د بېلابېلو سيمو د وختونو تر منځ توپير ته اشاره شوې ده. د الرحمن سورة په ۱۹ او ۲۰ نمبر ايتونو کې د سمندرونو د اوبو تر منځ د جلاوالي پردو ته اشاره شوې ده، د سورة «يس» په ۴۰ نمبر ايت کې په فضا کې د کيهاني کتلو حرکت ته اشاره شوې ده، په داسې حال کې چې لوی ساينسپوه البرت انشټين يو وخت کاينات ساکن بلل او د بې حرکته کايناتو په موډل يې کار کاوه.

اوس ممکن يو څوک دا ووايي چې د قران کريم دې اشارو ته هغه وخت د مسمانانو ور پام شو چې دغه خبرې لومړی ساينسپوهانو کشف کړلې. د دې خبرې ځواب دا دی چې اسلام په مستقيم ډول د ساينسي لارښوونو لپاره نه دی را لېږل شوی او هدف يې يوازې ساينسي پرمختياوې نه دي. په قران کريم کې دغه اشارې يو دويم لاس موضوعات دي او د خدای جل جلاله د قدرت پېژندلو او منلو يا نورو لومړنيو اهدافو لپاره يې يادونه شوې ده. له ساينسي کشفياتو وروسته د قران کريم د دې اشارو د موندنې بل ضمني اړخ دا کېدای شي چې له ساينسي پرمختګ سره هممهال را څرګندې شي. همداراز په اسلام کې انسان ته د کار او زحمت ايستلو خبره شوې ده او له دې مالومېږي چې د اسلام او ساينس د اړيکو او پرتلې خبره داسې ده، لکه د اسلام او نجاري، اسلام او زراعت، اسلام او ډرېوري او د اسلام او نورو کسبونو تر منځ رابطه.

اسلام ځکه د ساينس دايرې ته نه را کوچنی کېږي او هره ساينسي پېښه نه بيانوي چې ساينس يې لومړنی هدف نه دی او د کايناتو دغه کمه برخه ( ساينسي پوهه ) ځکه د اسلام دايرې ته نه شي ور پورته کېدای چې د اسلام اعتقادي اساسات ( لکه د خدای شتون، د ملايکو موجوديت، د جنتونو او دوزخونو شتون او ...) ميټافزيکي او تر ساينس ( د کايناتو فزيکي تشريح ) لوړ دي. څنګه چې په ساينس اسلام نه ثبوتېږي، همداسې له اسلام څخه ساينس نه شي راوتلای. دا خبره مې ځکه وکړه چې زموږ اکثره مسلمانان وايي، « کفارو ټول ساينس له اسلامه اخيستی دی.» د مسلمانانو له دې ډلې څخه چې د ځينو پېچلو ساينسي مسايلو او اسلام تر منځ پوښتنه وشي، دوی وايي چې په دې مسايلو کې غږېدل ښه کار نه دی. که په دغسې مسايلو کې غږېدل روا نه وي، د دې خبرې مشروعيت هم نه شته چې ګواکې ساينس نېغ په نېغه له اسلامه اخيستل شوی دی.

د اسلام او ساينس تر منځ په اړيکو کې انسانانو ډېره ګډوډي جوړه کړې ده. د دې ګډوډي دوه لوی علتونه د انسانانو بې‌صبري او کمزوری تفکر دی. انسانان زياتره وخت د خپلو ساينسي تيوريو خبره هم نه مني. د ساينس په تاريخ کې د بلک هولز يا تورو غارونو د شتون مساله يوه داسې پېښه ده چې تر شواهدو وړاندې يې تيوري موجوده وه. يعنې هيچا هم بلک هول نه و ليدلی، مګر د شتون خبره يې کېده. اول ځل د ګوتو په شمېر خلکو د تورو غارونو شتون مانه، خو کله چې په را وروسته کلونو کې دا موضوع وڅېړل شوه او په پای کې د تور غار عکس هم واخيستل شو، ټولو يې موجوديت و مانه. بل مثال يې د انشټين دا خبره ده چې ويل يې « د کيهاني کتلو په محوطه کې د نور وړانګې کږېږي او جاذبه قوه د وخت – فضا کوږوالی دی.» دا خبره په لومړيو کې زياتره خلکو نه منله، خو کله چې په ۱۹۱۹ کال د يوې لويې لمر نيونې ( تندر ) پر مهال رڼا ورځ تياره شوه، دا حقيقت خلکو عملي وليد. له دې دوو مثالونو مې مطلب دا و چې د خدای وجود، د ملايکو شتون او داسې نور اعتقادي اساسات اوس ځينې خلک ځکه نه مني چې دوی يې زموږ د موجوديت په ابعادو کې مشاهده غواړي او د خدای تر وعدې (قيامت) پورې يې د عملي ليدو لپاره صبر نه شي کولای.

عجبه خبره خو لا دا ده چې ساينس د زياتو ابعادو د شتون خبره مني، مګر ډېر کم انسانان (له جملې يې ايم کي جسوپ) پر دې باور دي چې په نورو ابعادو کې داسې ځايونه، شيان، مخلوقات يا نور څه شته چې زموږ په څلوربُعدي فضا کې يې تر هغو پورې ليدل هيڅ امکان نه لري چې څو زموږ ابعادو ته را داخل نه شي او يا موږ د هغوی ی بُعدونو ته ورشو. زموږ کايناتو ته د ميټافزيک او په هغه کې د دايمي او قديمي وجود او غيبي موجوداتو خبره اديانو راوړه، کنه موږ يې په هکله لومړنی تصور نه درلود. تر اوسه پورې موږ د ماوراء الطبيعت ابعاد نه دي پېژندلي چې موجودات يې مشاهده کړای شو. ساينس هم د دې ابعادو موجوديت مني، خو د ساينسي او ديني پوهې ګډوونکي کسان مخ پر ترکستان حرکت کوي...

ټولې ساينسي تيورۍ نسبي او ناثابتې دي، يعنې يو وخت يوه تيوري په مکمل ډول جواب ويونکې ښکارېږي خو بل وخت داسې غلطه ثابته شي چې سړي ته خندا پرې ورځي. سټيفن هاکينګ ويلي دي چې «ممکن زموږ ټولې ساينسي تيورۍ يو وخت زموږ پوهه او وړاندوينې هيڅ وبولي.» يو بل عالم کارل پوپر بيا ويلي دي چې «يوه ښه ساينسي تيوري هغه ده چې په پای کې د خپلو وړاندوينو له لاسه غلطه ثابته شي.» سټيفن هاکينګ وايي چې « ډېری خلک ممکن دا تمه ولري چې ساينسي پرمختياوې به يې ژوند ورسم کړي او له مشکلاتو به يې را وګرځوي، مګر يوه مکمله واحده تيوري مو هم د ژغورنې چانسونه نه شي زياتولای.» ځينې ساينسپوهان ځينې وخت الاسټي (په تصادفي ډول) يوه خبره وکړي او يا کله کله د خپلو ساينسي تيوريو خبره هم نه مني. مثلاً د نيوټن قوانينو د مطلقې فضا شتون نه مانه، خو نيوټن ته ډېره سخته وه چې د خپلو قوانينو له مخې پر همدې خبره باور ولري. انشټين په لومړيو کې پر کوانټ ميخانيک باندې ډېرې ټينګې نيوکې وکړې، حال دا چې د دې برخې په پرمختګ کې يې لوی لاس لاره او په دې موضوع کې يې د کار کولو له امله د نوبل جايزه هم ګټلې وه. موږ داسې مخلوقات يو چې که يوه واحده او پر ځان بسيا ساينسي تيوري هم ولرو، باور مو نه پرې راځي.